طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او دوه نارینه د «نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په ننګرهار ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون درې تنه د «نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په ننګرهار ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون درې تنه د «نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ ابتدایه محکمې یوې ښځې او دوو نارینه و ته «د نامشروع اړیکو» په جرم سزاګانې ورکړې دي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د ننګرهار د کوز کونړ ابتدائیه محکمې په عام محضر کې پر دریو تنو عملي کړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، هر مجرم کس په عام محضر کې ۳۹ـ۳۹ دُرې ووهل شوی دی.
د طالبانو د سترې محکمې له لوري د خپرو شویو خبرپاڼو له مخې دې ډلې د ۲۰۲۵ کال په جنوري میاشت کې په ارزګان، کندوز، پکتیکا، پروان، خوست، کندهار، کاپیسا، پکتیا، غزني، نورستان، ننګرهار، کابل او بادغیس ولایتونو کې د ۸ ښځو په ګډون ۴۰ تنو ته د « غلا، زنا، لواطت، اخلاقي فساد، نامشروع اړېکو او له کوره د ښځې تښتونې» په تور په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکړې دي.
د راپورونو له مخې، هغه کسان چې د طالبانو د محاکمو له لوري د سزا ورکولو حکم پرې عملي کیږي، د مدافع وکیل لرلو اجازه نه لري.

طالبانو دوه مشهور دیني عالمان، چې په کندهار کې د واک پر انحصار یې نیوکې کړې وې، نیولي دي. ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړې چې د طالبانو استخباراتي ادارې محمود حسن او عبدالقادر قانت وروسته له هغه ونيول چې په کابل کې يې د يوې غونډې پر مهال پر دې ډله نیوکې وکړې.
دغو دوو دیني عالمانو د جهادي او اسلامي ارزښتونو د ملاتړ شورا په غونډه کې د طالبانو له خوا د واک پر انحصار نیوکې کړې وې.
محمود حسن چې د دې شورا غړی او د پنجشير د حج او اوقافو پخوانی رییس دی، وويل چې طالبانو قدرت انحصار کړی دی. هغه څرګنده کړه چې پر ملا هبتالله اخوندزاده سربېره، د طالبانو کابينه کې ۱۲ وزيران له کندهاره دي.
سرچينې وايي چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو دغه دوه عالمان د سه شنبې په ورځ، د دلوې پر ۹مه ونيول.
محمود حسن له خپلې کورنۍ سره په تماس کې تایید کړی چې هغه د طالبانو په بند کې دی.
د قانت د نږدې کسانو په وينا، طالبانو هغه هم نيولی دی.
محمود حسن د طالبانو مشرانو ته په تونده لهجه وويل چې قدرت دې یوازې د کندهار په لاسونو کې نه محدودیږي.
هغه غوښتنه وکړه چې طالبان دې د واک انحصار پای ته ورسوي او د افغانستان له نورو ولايتونو او قومونو دې هم استازي په حکومت کې شامل کړي.
د شورا دغه غړي وویل: «موږ اوریدلي چې ۱۲ وزارتونه، د اميرالمومنين ملا هبتالله اخوندزاده په ګډون،۱۳ کسان د کندهار دي. دا انصاف نه دی. دا عدل او برابري نه ده. قدرت، که وزارت وي، که رياست او که مديريت وي، هر څه چې وي، دا بايد د افغانستان خلکو ته ورکړل شي».
عبدالقادر قانت، د شورا بل غړی هم په دې غونډه کې موجود و. هغه د تخار د چال ولسوالۍ دی او مخکې هم طالبانو نيولی و.
پر طالبانو د دوی نیوکو په ټولنيزو رسنيو کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په وروستیو څرګندونو کې له طالبانو سره د ډیپلوماتیک تعامل پر اړتیا ټینګار کړی او وايي، دواړه هېوادونه ګډې ګټې او ګڼ شمیر ننګونې لري چې د حل لپاره یې خبرې اترې اړینې دي.
عراقچي د ایران د وزیرانو شورا د غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره خبرو کې وویل چې د دغو موضوعاتو د حل یوازینۍ لار ډيپلوماسي ده.
عراقچي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د ایران د اوبو حق یې د شته تړونونو له مخې تایید کړی.
نوموړی وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغان کډوالو د مسالې په اړه، چې یوه مهمه ټولنیزه موضوع ده، پراخ بحثونه وشول.
د عراقچي په وینا، طالبانو منلې چې غیرقانوني افغان کډوال باید بېرته افغانستان ته ستانه شي، خو غواړي دا پروسه منظمه او له عزت څخه ډکه وي، څو نورې ستونزې رامنځته نه شي.
نوموړی وايي، دواړو حکومتونو هوکړه وکړه چې د دغه بهیر د ښه تطبیق لپاره ګډ پلانونه و ارزوي.
د اوبو د حقونو په اړه، عراقچي څرګنده کړه چې افغان چارواکي د ایران د حقونو درناوی کوي او دا نه یوازې قانوني، بلکې یو بشري مسوولیت هم ګڼي. نوموړي وویل، سره له دې چې وچکالي ده او اوبه کمې دي، خو د تړون له مخې د دې ستونزې د حل لپاره لازم میکانیزمونه شته. هغه هیله وښوده چې سږکال به ایران له دې ستونزې سره مخ نه شي.
عراقچي د ایران او امریکا ترمنځ د هر ډول پټ پیغام تبادله رد کړه او روښانه یې کړه چې هېڅ مشخص پیغام نه دی لیږل شوی او نه ترلاسه شوی.
نوموړي وویل، چې له لویدیزو ځواکونو، په ځانګړې توګه له اروپا سره، خبرې اترې روانې دي، خو هر ډول نوي مذاکرات به یوازې هغه وخت ترسره شي، چې د متقابل باور فضا رامنځته شي.

سیف الرحمان احمدزی او زیشان بنګښ، دوه تنه افغان قاچاق کونکي دي چې تېره میاشت په بریتانیا کې نیول شوي، خو اوس بلجیم ته استول کیږي.
دغه دوه تنه قاچاق کونکي د قاچاقو د مافیایي کړۍ د ۲۱ تنو نورو سره په بلجیم کې په ۲۷۰ کاله بند محکوم شوي دي.
ډیلي میل ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی چې دغه کسان د نومبر په میاشت کې د بلجیم د انتورپ په ښار کې له دوو تر ۱۸ کالو په بند محکوم شوي دي.
د دغې ډلې ۱۱ کسه نور غړي، له هغې ډلې دوه تنه یې چې په بریتانیا کې نیول شوي وو، په غیابي توګه محاکمه شوي دي.
احمدزی په غیابي توګه په ۱۰ کاله او بنګښ په درې کاله بند محکوم شوی او باید خپله د بند موده په بلجیم کې تېره کړي.
د بریتانیا د جرمونو سره د مبارزې ملي سازمان او بلجیمي چارواکو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې وویل چې دوه تنه افغان قاچاق کونکي یې د ۲۱ تنو نورو قاچاق کونکو سره نیولي دي.
دغې ډلې زرګونه افغان کډوال د ایران، ترکیې او نورو هېوادونو له لارې اروپایي هېوادونو ته لیږدول. دوی د کښتیو له لارې کډوال بریتانیا ته قاچاق کول.
د بلجیم څارنوالانو دا رنګه ویلي چې دغې ډلې پر هغو تنکیو ځوانانو هم جنسي تیری کاوه او له هغوی به یې فلمونه هم اخیستل، چې په دې توګه قربانیان د دوی تر سخت فشار لاندې راشي.

سیف الرحملن احمدزی د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۲۳ مه په لندن کې ونیول شو.
د بریتانیا د جرمونو پر ضد د ملي ادارې مرستیال دغه کسان د زیانمنونکو کسانو څخه په ناروا ګټې اخیستنې تورن کړل او ویې ویل: «د دغو جنایت کونکو کړنې د منلو نه دي. هغوی خلک په ناوړه شرایطو کې راګیرول او ناوړه جرمونه یې ترسره کول.»
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر ایوت کوپر، هم دغه پېښه «له کرکې ډکه» بللې او د دغې ډلې کړنې یې محکومې کړې دي، هغه وویل: «دغو کسانو ګڼ ناقانونه قاچاقو کې لاس لاره او د کډوالو په تېره بیا د ماشومانو په وړاندې یې نه بخښونکې کړنې هم ترسره کړې دي.»
د بریتانیا د جرمونو او جنایتونو پر ضد د ملي ادارې غړو او د هغوی بلجیمي سیالانو په تېرو دوو کالو کې د دغې ډلې په اړه پلټنې کولې.

د بشر دوستانه مرستو د ځنډولو په اړه د ټرمپ پرېکړې په ټوله نړۍ کې د هغو مرستندویه ډلو ترمنځ د خطر زنګونه راپورته کړي، چې د متحده ایالاتو په مرستو تکیه کوي.
دغو سازمانونو خبرداری ورکړی، که د مرستو ځنډېدل دوام ووکړي، د خوراکي توکو او روغتیایي مرستو رسولو وړتیا به یې خورا محدوده شي.
د مرستو ځنډول په ټایلنډ کې د پناه غوښتونکو په کمپونو کې د ساحوي روغتونونو، په افغانستان او نورو هېوادونو کې د ځمکنیو ماینونو پاکولو، په افریقا کې د میلیونونو خلکو لپاره د درملو چمتو کولو چې د ایډز په څېر ناروغیو څخه رنځ وړي، د بېلابېلو مرستندویه پروګرامونو دوام ګواښي.
دا په داسې حال کې ده، چې متحده ایالات په نړۍ کې د بشر دوستانه مرستو تر ټولو لوی تمویل کونکی دی او اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ۱۳،۹ میلیارد ډالر مرسته کړې، چې د ملګرو ملتونو له خوا د ثبت شويو ټولو مرستو ۴۲ سلنه برخه جوړوي.
د یوې مرستندویه موسسې لوړپوړي کارکونکي رویټرز ته وویل، چې په ټایلنډ کې یې د پناه غوښتونکو د کمپونو په کلینیکونو کې شاوخوا ۱۰۰ زره میانماري پناه غوښتونکو ته خدمات وړاندې کول، چې مجبوره شول خدمات بند کړي.
د دې موسسې مالي مرستې د امریکا او د ژغورنې نړۍوالې کمېتي له خوا تمویل کېدې.
واشنګټن اعلان وکړ، چې د بېړنیو خوراکي مرستو په ګډون ځیني نور موارد د دغه هېواد د ځنډول شویو مرستو کې نه شاملېږي.
په دې لړ کې د بنګله دېش حکومت اعلان وکړ، چې متحده ایالاتو له یو میلیون څخه زیاتو روهینګیایي پناه غوښتونکو ته چې بنګله دېش ته یې پناه وړې ده، د بېړنیو خوراکي توکو مرستې نه دي ځنډولي.
دا معافیت په نورو بشر دوستانه پروګرامونو کې نه پلي کېږي.
په بنګله دېش کې یوه مرستندویه کارکونکي رویټرز ته وویل، هغه سازمانونه چې کډوالو ته سرپناه چمتو کوي، نور به د ساختماني توکو پېرلو او د پناه غوښتونکو لپاره د کورونو د ترمیم لپاره بودیجه ونه لري.
د مرستو ځنډول به د ایډز ، ملاریا او نري رنځ ناروغانو ته د ژوند ژغورونکي درملو رسولو باندې هم اغېزه وکړي، کوم چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک ورته اړتیا لري.
د متحده ایالاتو د نړۍوال پراختیايي سازمان یوه چارواکي اتل ګاوانډه وویل: "د هغو درملو ورکول چې ۲۰ میلیونه په ایدز اخته ناروغانو ته ورکول کېږي، بندېږي.»
ګاوانډه وویل، چې د مرستو ځنډول به د هغو سازمانونو کار ته زیان ورسوي، چې په ۲۳ هېوادونو کې د ۶،۵ میلیون یتیم او زیان منونکي ماشومانو سره کار کوي.
په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام چارواکي هم رویټرز ته وویل، چې د امریکا د مرستو د ځنډولو له پایلو اندېښمن دي، ځکه، دغه سازمان تر اوسه د افغانستان لپاره د اړتیا وړ مرستې یوازې نیمایي ترلاسه کړي او له شپږ میلیونو څخه زیات خلک یوازې په "ډوډۍ او چای" ژوندي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام تېر کال له متحده ایالاتو څخه ۴،۷میلیارده ډالر ترلاسه کړي، چې د بودیجې ۵۴ سلنه جوړوي.
په ۲۰۲۳ کال کې متحده ایالات د ماین پاکولو پروګرامونو کې تر ټولو لوی مرسته کوونکی و، چې ټولټال ۳۱۹ میلیون ډالر یا د ټولو نړۍوالو مرستو ۳۹ سلنه برخه یې اړوندو سازمانونو ته ورکړې ده.
د نورو هېوادونو په پرتله سوریه، میانمار، اوکراین او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي، چې ناچاوده ماینونه په کې تر ټولو ډېر خلک وژني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا حکومت باید خپلو ملي ګټو ته زیاته پاملرنه وکړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه، چې که بهرنۍ مرستې د امریکا خلکو ته ګټه ونه رسوي، دغه هېواد به نور په پټو سترګو پیسې نه وېشي. د بهرنیو مرستو ارزونه او بیا کتنه د دولت اخلاقي دنده ده.»
د اوکراین د ښوونې او روزنې د بورډ مشرې اوکسانا ماتییاش ویلي، چې په اوکراین کې د نادولتي او مرستندویه موسسو ترمنځ د مرستو د کمېدو وېره مخ په ډېرېدو ده.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وایي، لوېدیځ په افغانستان کې له شرمه ډکه ماته خوړلې او دا نه شي زغملی، چې د دې ډلې حکومت په رسمیت وپېژندل شي.
ملا نور الله نوري دغه څرګندونې د سې شنبه په ورځ د یاد وزارت له لوري د کابل له ولسونو سره د اسلامي نظام د ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام تر سرلیک لاندې یوې غونډه کې وکړې.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د یاد وزیر په حواله راپور ورکړی، چې نوموړی وایي: «په افغانستان کې ګوند او ګوندبازۍ ته اړتیا نه شته، دلته د یوه بیرغ تر سیوري لاندې یو قوي مرکزي نظام حاکم دی.»
نوري افغانستان د امپراتوریو هدیره بللې او دغه راز یې زیاته کړې: «دا نړۍ ته جوته شوې، چې افغانان نه تسلیمېدونکي دي او د افغانستان خاوره نه اشغالېدونکې ده.»
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو څخه شاوخوا درې نیم کاله کېږي، خو لا هم د نړۍ هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.
د جرمونو د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د بشري ضد جرمونو او له ښځو سره د سیستماتیک ظلم په تور د نیولو د حکم غوښتنه وکړه.
دا اقدام په افغانستان کې د عدالت د تامین او د بشري حقونو سرغړونو ته د ځواب ویلو له هڅو سره سم شوی دی.
بلخوا، د امریکا د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره هم د طالبانو پروړاندې ګواښونه او فشارونه زیات شوي، چې د دغه هېواد ولسمشر له یوې خوا پرېکړه وکړه چې د افغانانو د پناه غوښتنې دوسیې وځنډوي او له بلې خوا یې پر افغانستان مالي مرستې بندې کړې.
د امریکا دغې پرېکړې د هغو کسانو اندېښنې پایته ورسولې، چې ګواکي نړۍ له طالبانو سره غواړي تعامل وکړي.
