دوه تنه افغانان د جنسي تیري او له کډوالو د باج اخیستلو په تور بلجیم ته سپارل کیږي

سیف الرحمان احمدزی او زیشان بنګښ، دوه تنه افغان قاچاق کونکي دي چې تېره میاشت په بریتانیا کې نیول شوي، خو اوس بلجیم ته استول کیږي.

سیف الرحمان احمدزی او زیشان بنګښ، دوه تنه افغان قاچاق کونکي دي چې تېره میاشت په بریتانیا کې نیول شوي، خو اوس بلجیم ته استول کیږي.
دغه دوه تنه قاچاق کونکي د قاچاقو د مافیایي کړۍ د ۲۱ تنو نورو سره په بلجیم کې په ۲۷۰ کاله بند محکوم شوي دي.
ډیلي میل ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی چې دغه کسان د نومبر په میاشت کې د بلجیم د انتورپ په ښار کې له دوو تر ۱۸ کالو په بند محکوم شوي دي.د دغې ډلې ۱۱ کسه نور غړي، له هغې ډلې دوه تنه یې چې په بریتانیا کې نیول شوي وو، په غیابي توګه محاکمه شوي دي.احمدزی په غیابي توګه په ۱۰ کاله او بنګښ په درې کاله بند محکوم شوی او باید خپله د بند موده په بلجیم کې تېره کړي.د بریتانیا د جرمونو سره د مبارزې ملي سازمان او بلجیمي چارواکو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې وویل چې دوه تنه افغان قاچاق کونکي یې د ۲۱ تنو نورو قاچاق کونکو سره نیولي دي.دغې ډلې زرګونه افغان کډوال د ایران، ترکیې او نورو هېوادونو له لارې اروپایي هېوادونو ته لیږدول. دوی د کښتیو له لارې کډوال بریتانیا ته قاچاق کول.د بلجیم څارنوالانو دا رنګه ویلي چې دغې ډلې پر هغو تنکیو ځوانانو هم جنسي تیری کاوه او له هغوی به یې فلمونه هم اخیستل، چې په دې توګه قربانیان د دوی تر سخت فشار لاندې راشي.

سیف الرحملن احمدزی د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۲۳ مه په لندن کې ونیول شو.
د بریتانیا د جرمونو پر ضد د ملي ادارې مرستیال دغه کسان د زیانمنونکو کسانو څخه په ناروا ګټې اخیستنې تورن کړل او ویې ویل: «د دغو جنایت کونکو کړنې د منلو نه دي. هغوی خلک په ناوړه شرایطو کې راګیرول او ناوړه جرمونه یې ترسره کول.»
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر ایوت کوپر، هم دغه پېښه «له کرکې ډکه» بللې او د دغې ډلې کړنې یې محکومې کړې دي، هغه وویل: «دغو کسانو ګڼ ناقانونه قاچاقو کې لاس لاره او د کډوالو په تېره بیا د ماشومانو په وړاندې یې نه بخښونکې کړنې هم ترسره کړې دي.»
د بریتانیا د جرمونو او جنایتونو پر ضد د ملي ادارې غړو او د هغوی بلجیمي سیالانو په تېرو دوو کالو کې د دغې ډلې په اړه پلټنې کولې.


د بشر دوستانه مرستو د ځنډولو په اړه د ټرمپ پرېکړې په ټوله نړۍ کې د هغو مرستندویه ډلو ترمنځ د خطر زنګونه راپورته کړي، چې د متحده ایالاتو په مرستو تکیه کوي.
دغو سازمانونو خبرداری ورکړی، که د مرستو ځنډېدل دوام ووکړي، د خوراکي توکو او روغتیایي مرستو رسولو وړتیا به یې خورا محدوده شي.
د مرستو ځنډول په ټایلنډ کې د پناه غوښتونکو په کمپونو کې د ساحوي روغتونونو، په افغانستان او نورو هېوادونو کې د ځمکنیو ماینونو پاکولو، په افریقا کې د میلیونونو خلکو لپاره د درملو چمتو کولو چې د ایډز په څېر ناروغیو څخه رنځ وړي، د بېلابېلو مرستندویه پروګرامونو دوام ګواښي.
دا په داسې حال کې ده، چې متحده ایالات په نړۍ کې د بشر دوستانه مرستو تر ټولو لوی تمویل کونکی دی او اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ۱۳،۹ میلیارد ډالر مرسته کړې، چې د ملګرو ملتونو له خوا د ثبت شويو ټولو مرستو ۴۲ سلنه برخه جوړوي.
د یوې مرستندویه موسسې لوړپوړي کارکونکي رویټرز ته وویل، چې په ټایلنډ کې یې د پناه غوښتونکو د کمپونو په کلینیکونو کې شاوخوا ۱۰۰ زره میانماري پناه غوښتونکو ته خدمات وړاندې کول، چې مجبوره شول خدمات بند کړي.
د دې موسسې مالي مرستې د امریکا او د ژغورنې نړۍوالې کمېتي له خوا تمویل کېدې.
واشنګټن اعلان وکړ، چې د بېړنیو خوراکي مرستو په ګډون ځیني نور موارد د دغه هېواد د ځنډول شویو مرستو کې نه شاملېږي.
په دې لړ کې د بنګله دېش حکومت اعلان وکړ، چې متحده ایالاتو له یو میلیون څخه زیاتو روهینګیایي پناه غوښتونکو ته چې بنګله دېش ته یې پناه وړې ده، د بېړنیو خوراکي توکو مرستې نه دي ځنډولي.
دا معافیت په نورو بشر دوستانه پروګرامونو کې نه پلي کېږي.
په بنګله دېش کې یوه مرستندویه کارکونکي رویټرز ته وویل، هغه سازمانونه چې کډوالو ته سرپناه چمتو کوي، نور به د ساختماني توکو پېرلو او د پناه غوښتونکو لپاره د کورونو د ترمیم لپاره بودیجه ونه لري.
د مرستو ځنډول به د ایډز ، ملاریا او نري رنځ ناروغانو ته د ژوند ژغورونکي درملو رسولو باندې هم اغېزه وکړي، کوم چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک ورته اړتیا لري.
د متحده ایالاتو د نړۍوال پراختیايي سازمان یوه چارواکي اتل ګاوانډه وویل: "د هغو درملو ورکول چې ۲۰ میلیونه په ایدز اخته ناروغانو ته ورکول کېږي، بندېږي.»
ګاوانډه وویل، چې د مرستو ځنډول به د هغو سازمانونو کار ته زیان ورسوي، چې په ۲۳ هېوادونو کې د ۶،۵ میلیون یتیم او زیان منونکي ماشومانو سره کار کوي.
په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام چارواکي هم رویټرز ته وویل، چې د امریکا د مرستو د ځنډولو له پایلو اندېښمن دي، ځکه، دغه سازمان تر اوسه د افغانستان لپاره د اړتیا وړ مرستې یوازې نیمایي ترلاسه کړي او له شپږ میلیونو څخه زیات خلک یوازې په "ډوډۍ او چای" ژوندي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام تېر کال له متحده ایالاتو څخه ۴،۷میلیارده ډالر ترلاسه کړي، چې د بودیجې ۵۴ سلنه جوړوي.
په ۲۰۲۳ کال کې متحده ایالات د ماین پاکولو پروګرامونو کې تر ټولو لوی مرسته کوونکی و، چې ټولټال ۳۱۹ میلیون ډالر یا د ټولو نړۍوالو مرستو ۳۹ سلنه برخه یې اړوندو سازمانونو ته ورکړې ده.
د نورو هېوادونو په پرتله سوریه، میانمار، اوکراین او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي، چې ناچاوده ماینونه په کې تر ټولو ډېر خلک وژني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا حکومت باید خپلو ملي ګټو ته زیاته پاملرنه وکړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه، چې که بهرنۍ مرستې د امریکا خلکو ته ګټه ونه رسوي، دغه هېواد به نور په پټو سترګو پیسې نه وېشي. د بهرنیو مرستو ارزونه او بیا کتنه د دولت اخلاقي دنده ده.»
د اوکراین د ښوونې او روزنې د بورډ مشرې اوکسانا ماتییاش ویلي، چې په اوکراین کې د نادولتي او مرستندویه موسسو ترمنځ د مرستو د کمېدو وېره مخ په ډېرېدو ده.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وایي، لوېدیځ په افغانستان کې له شرمه ډکه ماته خوړلې او دا نه شي زغملی، چې د دې ډلې حکومت په رسمیت وپېژندل شي.
ملا نور الله نوري دغه څرګندونې د سې شنبه په ورځ د یاد وزارت له لوري د کابل له ولسونو سره د اسلامي نظام د ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام تر سرلیک لاندې یوې غونډه کې وکړې.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د یاد وزیر په حواله راپور ورکړی، چې نوموړی وایي: «په افغانستان کې ګوند او ګوندبازۍ ته اړتیا نه شته، دلته د یوه بیرغ تر سیوري لاندې یو قوي مرکزي نظام حاکم دی.»
نوري افغانستان د امپراتوریو هدیره بللې او دغه راز یې زیاته کړې: «دا نړۍ ته جوته شوې، چې افغانان نه تسلیمېدونکي دي او د افغانستان خاوره نه اشغالېدونکې ده.»
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو څخه شاوخوا درې نیم کاله کېږي، خو لا هم د نړۍ هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.
د جرمونو د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د بشري ضد جرمونو او له ښځو سره د سیستماتیک ظلم په تور د نیولو د حکم غوښتنه وکړه.
دا اقدام په افغانستان کې د عدالت د تامین او د بشري حقونو سرغړونو ته د ځواب ویلو له هڅو سره سم شوی دی.
بلخوا، د امریکا د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره هم د طالبانو پروړاندې ګواښونه او فشارونه زیات شوي، چې د دغه هېواد ولسمشر له یوې خوا پرېکړه وکړه چې د افغانانو د پناه غوښتنې دوسیې وځنډوي او له بلې خوا یې پر افغانستان مالي مرستې بندې کړې.
د امریکا دغې پرېکړې د هغو کسانو اندېښنې پایته ورسولې، چې ګواکي نړۍ له طالبانو سره غواړي تعامل وکړي.

سرچینو د سې شنبه په ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د طالب استخباراتو غړو د کورنۍ شخړې په ترڅ کې د خپلو تره زامنو د کورنۍ لس غړي وژلي دي. په وژل شویو کې مېرمنې او ماشومان شامل دي.
سرچینه زیاتوي، چې پېښه نن شپه ناوخته د علیشېرو ولسوالۍ په بوخانه کلي کې شوې ده.
په وژل شویو کسانو کې د ماشومانو په ګډون درې ښځې هم شاملې دي.
یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: "په بوخانه کې د تره د زامنو تر منځ چې د جمهوریت له وخته یې هم جنګ کړی و، او اوس د طالبانو په استخباراتو کې دي د خپلو نورو تره زامنو پر کور ورننوتي او ماشومان او ښځې یې وژلې دي".
د سرچینې په خبره چې د قاتلینو د کورنۍ ټول غړي د طالبانو د استخباراتو غړي دي.

همداراز په ټولنیزو شبکو کې د بوخانې کلي ته څېرمه د یو بل کلي اوسیدونکي غږیز پیغام خپور شوی چې نوموړي خپل بل دوست ته ویلي چې دا چاره د طالب استخباراتو د غړو له خوا شوې ده.
د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز بیا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ښځې او ماشومان ناپېژانده وسله والو وژلي دي.
نوموړي ویلي چې په اړه یې طالبان پلټنې کوي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو غړي له خپلو دندو او وسلو څخه په استفادې په شخصي شخړو کې ښکیل شوي او یو شمېر عام وګړي یې وژلي دي؛ بلکې له دې وړاندې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې هم د طالبانو غړو په یوې کورنۍ شخړه کې یو کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

له کوټې تر اسلام اباده د پاکستاني پولیسو د تالاشۍ په هره امنیتي پوسته کې به زموږ موټر درول کېده او پرته له دې چې د پاسپورټونو او ویزو پوښتنه وکړي، پیسې یې غوښتې.
مونږ چې درې کسان و او د پاکستان ویزې مو هم درلودې، خو بیا هم له کوټې څخه تر اسلام اباده پورې پاکستاني پولیسو شاوخوا لس لکه کلدارې واخیستې.
ګڼ افغانان چې د درملنې او یا هم د امنیتي ګواښونو له امله درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان ته ځي وايي، چې د دغه هېواد پولیس ویزو او نورو قانوني اسنادو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او یوازینۍ غوښتنه یې پیسي دي.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو له ځینو هغو افغان کورنیو سره خبرې کړي دي، چې تازه پاکستان ته تللي او د قانوني اسنادو او ویزو لرلو سربېره هم پاکستاني پولیسو په لکونو کالداري ترې اخیستي دي.
په دغو کډوالو کې د نسیمې کورنۍ چې تازه د سپین بولدک ـ چمن له لارې کوټې او بیا اسلام اباد ته تللي، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «پولیسو زموږ څخه د ویزو پوښتنه نه کوله او مستقیم یې پیسې غوښتې.»
د یادې کورنۍ درې غړي چې پاسپورټ او د پاکستان ویزې یې هم له ځان سره لرلې وايي، چې له کندهار تر اسلام اباد پورې یې نږدې لس لکه کالداري مصرف کړي دي.
نسیمه وايي:«زما او د دوه لوڼو سره مو د پاکستان فعاله ویزې وي، خو د سپین بولدک - چمن په دروازه پولیسو زموږ ویزې نه منلې او ویل یې چې پیسې راکړئ. زه مجبوره شوم چې د هر نفر په سر یو ـ یو لک کالداري ورکړم. اصلا زموږ ویزو ته یې هېڅ ارزښت نه ورکاوه. فکر مو وکړ، چې دا خو سرحد دی ممکن همداسې ستونزې وي او کېدای شي اوس نو تر اسلام اباد پورې پرته له کومې ستونزې ورسېږو خو زما وړاندوینه برعکس شوه.»
دغه کورنۍ وايي، سرخوږی هغه مهال پیل شو چې له کوټې څخه یې د اسلام اباد په لورې حرکت وکړ.
د مېرمن نسیمې په خبره، له کوټې نه تر اسلام اباده د پولیسو د تالاشۍ په هره امنیتي پوسته موټر د پولیسو له لورې د اسنادو د کتنې په موخه درول کېده، خو پرته له دې چې ویزې وګوري د پیسو غوښتنه یې کوله.
نوموړې وايي:«هرې پوستې تفاوت درلود، ځینو ځایونو کې د هر نفر په سر لس زره کالدارې او ځینو پوستو کې پولیسو د هر نفر په سر باندې شل زره کالدارې اخیستې. ډېری ځایونه به موږ پولیسو ته ویل، چې موږ ویزې لرو، خو هغوی ویل چې موږ ته ویزه هېڅ مهمه نه ده. که غواړی مخکې ولاړ شی نو پیسې راکړی که نه باید بېرته د کوټې او چمن خوا ته ولاړ شئ.»
د دغې کورنۍ لپاره د پاکستان ویزه اخیستل او د طالبانو له لورې له ډیورند کرښې څخه څخه تېریدل هم اسانه کار نه وو.
نسیمه چې محرم یې نه درلوده، پر تورخم او سپین بولدک او پکتیکا کې د طالبانو له لورې له بلا ستونزو سره مخ شوې.
نوموړې وايي، د درېیو کسانو لپاره یې نږدې زر امریکايي ډالرو باندې وېزې وپېرلي او څو میاشتې په تمه وه چې د پاکستان له سفارت څخه د دغه هېواد ویزې ترلاسه کړي، خو بریالي نشول.
د نوموړې په وینا: «یو کمېشن کار راته وویل، چې د درېیو کسانو لپاره ویزه په زر ډالر باندې اخلم او دا ویزه د یوې میاشتې لپاره ده. دا چې پاکستان ته تګ مو ډېر اړین و، نو مجبوره شوم په زر ډالر باندې مې ویزې واخیستې.»
د ویزو اخیستو وروسته دغې کورنۍ لومړۍ ځل هڅه کړې، چې د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړ شي، خو د طالبانو له لورې د محرم نه لرلو له امله اجازه نه ده ورکول شوې: «تورخم کې څو ورځې منتظر پاتې شوو، خو طالبانو وویل، چې تر څو مو د کورنۍ نارینه غړی درسره نه وي په هېڅ صورت اجازه نه درکوو، چې پاکستان ته ولاړ شئ.»
هغه زیاتوي، وروسته یې هڅه وکړه چې د پکتیکا له لارې پاکستان ته ولاړه شي، خو په پکتیکا کې د څو ورځو په تېریدو سره هم د طالبانو له لورې ورته اجازه نه ده ورکول شوي: « موږ هره ورځ لیدل چې د طالبانو د کورنی غړي به کوم ځای چې موږ منتظر وو له همدې ځایه به پاکستان لورې ته تلل، خو دا چې موږ د طالبانو د کورنۍ غړي نه وو، د ویزو لرلو باوجود هم موږ ته دا بهانه کېدل چې زموږ سره ولې نارینه نه شته او موږ ته اجازه نه راکول کېده.»
دغه کورنۍ په خپلې وروستۍ هڅې بریالي شول، چې د سپین بولدک له لارې د هر کس په سر د یو لک کالدارو په ورکولو پاکستان ته ورسېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یوازې دا کورنۍ نه ده، چې په ډېر ستونزمن حالت پاکستان ته رسېدلي، د یادې کورنۍ ترڅنګ نور ډېر کسان هم پاکستان د تګ په اړه دا ډول کیسې لري.
د رویا په مستعار نوم یوه بله افغان مېرمن دوه میاشتې وړاندې له کابل څخه په شپږو ورځو کې تر اسلام اباده رسېدلې.
هغه وایي، چې د پاکستان ویزه یې نه لرله او د نږدې دوه زره ډالرو په مصروفولو یې له کابل څخه تر اسلام اباده ځان رسولی دی.
دغه ښځه وايي، چې انساني قاچاقبرانو د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ له لارې د پاکستان کوټې ښار ته او له هغه ځایه بیا اسلام اباد ته په شپږو ورځو کې رسولې ده.
رویا زیاتوي:« ما ډېره هڅه وکړه، چې د پاکستان ویزه واخلم خو ونه شو، بالاخره بل کس راته وویل، چې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته تګ اسانه دی، خو بیا له کندهار څخه زه د هلمند بهرامچې ولسوالۍ ته انتقال شوم، له هغه ځایه د پاکستان ډالبندین ته بیا کوټې او اسلام اباد ته ورسول شوم. دا لاره زما لپاره ډېره سخته وه، خو ما بله هېڅ چاره نه لرله او مجبوره وم چې دا هر څه وزغمم.»
د نوموړې په وینا، د لارې پنځه شپږ ورځې یې له محرم پرته د موټر منځ تېره کړه او ان ډېریو کسانو ته جالبه وه، چې څنګه یوه ښځه په دې خطرناکو لارو تر پاکستانه یوازې ځي.
رویا وایي: ((لاره دومره سخته وه چې له یوه سیند څخه د تېرېدو لپاره موټر په کښتۍ کې پورته کړای شو او دغه حالت مې چې وکوت فکر مې نه کولو ژوندۍ دې په دې لار تر خپل منزل پورې ورسېږم.))
افغانان په داسې حال کې له دې وضعیت سره مخ کېږي، چې د اسلام اباد پولیسو کابو یوه میاشت وړاندې د افغانانو د نیولو او افغانستان ته په زور د ستنولو عملیات پیل کړل او ګڼ افغانان یې بېرته افغانستان ته ستانه کړل.
یو شمېر اسلام اباد مېشتو افغانان کډوالو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې پاکستاني پولیسو داسې افغانان هم افغانستان ته ستانه کړي، چې فعاله ویزې او په دغه هېواد کې د مېشتېدو اسناد یې هم لرل.
په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال هدایت الله وایي، چې پولیسو د ټولو اسنادو لرلو سربېره هم پیسي ورڅخه واخیستې.
د هغه په خبره: «ما او کورنۍ مې ویزې لرلې، خو کله چې پولیسو زموږ کورته راغلل او ما د خپلې کورنۍ د غړو ویزې وروښودې، ویل یې، چې که ته ویزه لرې موږ دې په یو شرط خوشې کوو، چې موږ ته نور داسې افغانان وښیې، چې هغوی ویزې نه لري. دا کار زما لپاره سخت و، خو بالاخره جوړوجاړی د پیسو په ورکولو وشو.»
د پاکستان د حکومت له لوري د مېشتو افغانانو نیولو، ځورولو او په زرو بېرته افغانستان ته د ستنولو په اړه که څه هم د بښنې نړۍوال سازمان او د کډوالو ملاتړو ادارو سخت غبرګونونه ښودلي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه د پاکستان حکومت ته هېڅ ډول جدي غبرګون نه دی ښودلی.

بل افغان کډوال حمیدالله چې د تېر یوه کال راهیسي په اسلام اباد کې امریکا ته د تګ په تمه ژوند کوي وايي، چې د اسلام اباد پولیس له افغانانو سره د یوې عایداتي سرچیني په توګه چلند کوي او په بېلابېلو پلمو ورڅخه پیسي اخلي.
د هغه په خبره: « د شپې ناوخته په ټکسي کې د اسلام اباد له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته روان وم، چې پولیسو د اسنادو غوښتنه وکړه. پاسپورټ او د پاکستان ویزه مې ورته وښودل، خو هغه یې ونه منل. ما ته یې وویل،”ویزه دې ستونزه نه لري، خو تاسو افغانان نمک حرامه یاست. دلته اوسېږی، دلته ژوند کوی، خو تاسو د هندوستان د کرېکټ د لوبډلې ملاتړ کوی. ستا راشد خان له هغوی سره اړیکې لري له هغوی سره ښه تګ راتګ کوي” موږ ته یا جېب خرچ راکړه او یا دې زه د پولیسو تهاڼې ته بیایم»
د افغانانو ژوند سره له دې چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې له ستونزو ډک دی، خو د امریکا د ولسمشر وروستۍ پرېکړې سلګونه نور افغانان له کړاوونو سره مخ کړل.
د ډونالډ ټرمپ په امر د ۱۶۰۰ هغو افغان کډوالو الوتنې لغوه شوې، چې په پاکستان کې مېشت دي او امریکا ته د لېږد په تمه و.
ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې تېره ورځ راپور ورکړ، چې دغو افغانانو د برېتانیا له حکومت څخه د پناه اخیستو غوښتنه وکړه، خو د یاد حکومت د دوی غوښتنلیکونه رد کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د دغه هېواد له لومړي وزیر څخه وغوښتل، چې د انسانیت له مخې دې د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا اعلان کړی، چې له واشنګټن سره هوکړه لري، څو په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې امریکا ته ولېږدول شي.

دې ته په کتو سره، چې د افغانستان د څو لسیزو پرله پسې ناورینونه د ملي عواملو ترڅنګ ژور سیمه ییز او نړیوال عوامل هم لري، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره دا بحث بیا مطرح شوی چې اوسنی هر اړخیز ناورین څنګه کابو شي؟
د دې ناورین د مهارولو په اړه وړاندیز شوې بېلابېلې حل لارې په ټوله کې پر دوو( ملي او نړۍ والو) حل لارو وېشل کېدای شي.
له دې حل لارو هم بیا هر لوری او ډله خپل- خپل تعبیرونه لري، چې دلته به لنډه کتنه ورته وشي.
له ملي حل لارې بېلابېل تعبیرونه
د طالبانو د واکمنې ډلې او یو شمېر نړۍ والو ملاتړو لوریو په ګډون یې یو شمېر افغان لوري باور لري، چې د افغانستان قضیه باید ملي حل لاره ولري. البته له « ملي حل لارې» لکه چې وویل شول، د هر لوري تعبیر جلا دی.
مثلاً: د طالبانو واکمنه ډله، چې د ډېرو افغان او نړیوالو لوریو برعکس د افغانستان قضیه د ناورین په سطحه نه مني او د « ستونزو» نوم ورکوي.
د دې ناورین د حل لارې لپاره د دوی نظر دا دی، چې ګواکې بهرنیان دې په افغانستان کې لاسوهنه پای ته ورسوي او د دوی بهر مېشتي مخالفان دې هم هېواد ته ستانه او د نورو افغانانو په شان بې قید و شرطه اطاعت ورڅخه وکړي.
د طالب مشرانو او ویاندویانو له خبرو داسې ښکاري، چې دوی د افغانستان د ناورین لپاره همداسې یوه « ملي حل لاره» په پام کې لري.
د طالبانو یو شمېر نړۍ وال ملاتړي بیا پرته له دې، چې په ښکاره د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژني یا وستایي، په خاصو او مانا لرونکو دیپلوماتیکو الفاظو افغانان « خپلمنځي روغې جوړې او یووالي» ته وربولي.
د طالبانو ځینې منتقدان بیا باور لري، چې له داسې څرګندونو د بېلابېلو بهرنیو چارواکو او ډېپلوماتانو هدف دا دی چې د طالبانو مخالفان دې دغې ډلې سره بې قید و شرطه روغه وکړي او د دې ډلې د ظلمونو او استبداد پر وړاندې دې له نړۍ والو د کوم ملاتړ او لاسنیوي تمه نه لري.
د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیلزاد خو په ځینو مرکو کې په ډېر صراحت ورته خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغانان دې له امریکایانو او نورو بهرنیانو د دوی د حقونو او هېواد په ساتنه کې د همېشنۍ او پرله پسې ملاتړ تمه له ماغزو وباسي.
د طالبانو او ښاغلي خلیلزاد یو شمېر منتقدان چې د طالبانو بیا واک ته رسیدل دوی سره په دوحه او نورو ځایونو کې د بهرنیانو د ښکاره او پټو معاملو پایله ګڼي، وایي امریکا او نور هېوادونه دې اوس په رسمي یا نارسمي ډول افغانانو ته داسې ځواب ځکه نه ورکوي، چې د طالبانو ملګري هېوادونه هر یو د خپلې ملګرتیا او ملاتړ په تناسب افغانانو ته د هېواد د ننني وضعیت په اړه یې مسوول او ملامت دي.
د مطلقې ملي حل لارې نظر هم بې منتقدانو نه دی. د دې نظر منتقدان باور لري، چې افغانستان د ځواکمنو او واقعي ملي ادرسونو او اجنډاوو د نه لرلو له امله د نړۍ والو له هر اړخیز ملاتړ پرته له اوسني ناورین څخه نه شي ویستل کیدای.
د دغو منتقدانو په باور، که دا کار شونی وای، په تېرو څلورو کلونو کې به یې عملي بېلګې او لاسته راوړنې لیدل شوي وای.
نړۍ واله حل لاره او بېلابېل تعبیرونه
د افغانستان د ناورین د نړۍ والې حل لارې په اړه هم نظرونه سره وېشلي دي.
یو شمېر افغانان له بهرنیانو غواړي چې د طالبانو د بیا پرځولو لپاره د ۲۰۰۱ کال په شان لاس په کار او افغانستان د دې ډلې له وحشت، استبداد او خپلسریو وژغوري.
د طالبانو یو شمېر بهرني مخالفان هم وخت پر وخت له خپلو حکومتونو غواړي، چې د طالبانو د مخالفو جنګي ډلو ملاتړ او په دې ډول دې دا ډله او خطرونه یې مهار کړي.
یو شمېر افغانان بیا باور لري چې په افغانستان کې هیڅکله هم بهرنیو حل لارو اساسي او دایمي پایله نه ده لرلې او د حل لارې پر ځای د نورو ستونزو د رامنځته کیدو سبب شوي.
د نړۍ والې یا بهرنۍ حل لارې پر محور د نه را ټولیدو افغان ملاتړي له افغانستان څخه د بهرنیانو وتو ته په اشارې، چې « نا مسوولانه» او طالبانو سره پر ټولو افغانانو« ناوړه معامله» یې ګڼي وایي چې افغانان باید پر بهرنیانو د تکیې ناکامې تجربې نورې تکرار نه کړي.
د مختلطې او معقولې حل لارې اړتیا
د افغانستان ورځ تربلې لا بحراني کیدونکو شرایطو او ورڅخه د نړۍ والو نورې مخ اړونې ته په کتو سره اړتیا ده، چې هر څومره ژر ټول غیر طالب افغانان د ټولو ایډیالوژیکو تضادونو، عقدو او سلیقوي توپيرونو له څنډې ته ایښودو سره پر یوه واحد صف را ټول او له روان ناورین څخه د راوتو لپاره لاس په کار شي.
د دوی واحد ملي صف او دریځ به هم د خپلو مخالفانو د پاشلتیا او واحدې اجنډا د نه لرلو په اړه د طالبانو پلمه ختمه او هم د ملي حل لارې پر محوریت د یوې « مختلطې او معقولې ملي – نړۍ والې» حل لارې زمینه برابره کړي.
د دې نظرعملي کول هم ښایي ستونزمن وي، خو که غیر طالب افغان سیاستوال او په ځانګړي ډول د نوي نسل ظرفیتونه له ټولې بایلې او ماتې وروسته هوښیارانه، مسوولانه او جرئتمندانه پرېکړه او عمل وکړي، ناشونی به وي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوال نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.