حماس د یحیی سنوار د وران کور پر وړاندې ۷ برمته اسراییلیان خوشي کړل

د حماس تر مشرۍ لاندې وسله والو د پنجشنبې په ورځ اته برمته شوي کسان د غزې تړانګې د اوربند د یوې برخې په توګه خوشې کړل.

د حماس تر مشرۍ لاندې وسله والو د پنجشنبې په ورځ اته برمته شوي کسان د غزې تړانګې د اوربند د یوې برخې په توګه خوشې کړل.
د تسلیمۍ له ګډې وډې صحنې وروسته اسراییل د تبادلې چارې وځنډولې، خو وروسته یې بېرته د ۱۱۰ فلسطیني بندیانو خوشي کول پیل کړل.
حماس اووه تنه برمته شوي کسان د خپل وژل شوي مشر یحیی سنوار د ړنګ شوي کور مخې ته خوشې کړل، چیرې چې زرګونه خلک راټول شوي وو. د دې ډلې د وینا له مخې، دا د «عزم پیغام» و، خو دا صحنه د امریکا او عربي منځګړو لپاره یو نوی جنجال و، چې د اوربند د دوام لپاره هلې ځلې کوي.
د اوربند موخه دا ده، چې د اسراییل او حماس تر ټولو خونړۍ جګړه پای ته ورسوي او هغه لسګونه برمته شوي کسان خوشې شي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه د حماس په برید کې نیول شوي وو.
په ورته وخت کې لومړۍ برمته شوې۲۰ کلنه ښځینه سرتېرې اگام برګر د حماس له خوا د شمالي غزې په جبالیا کمپ کې د یوې کوچنۍ ډلې پر وړاندې خوشې شوه.
اې پي وايي، وروسته په خان یونس کې د پاتې اوو کسانو د تسلیمۍ پر مهال ګډوډ حالت رامنځته شو. د حماس او اسلامي جهاد سلګونه جنګیالي د موټرو له کتار سره راغلل او زرګونه خلک د نندارې لپاره راټول شول.


رویټرز په واشنګټن ډي سي کې د یوه امریکایي هوایي شرکت د سیمه ییزې مساپر وړونکې الوتکې او یوې پوځي چورلکې د ټکر له امله له ۶۰ د ډېرو کسانو د مړینې راپور ورکړی دی.
ټکر د چارشنبې په ورځ ناوخت د امریکا هوايي لیکې مساپر وړونکې الوتکې او یوې پوځې چورلکې ترمنځ د هوایي ډګر ځغللیکې ته نږدې شوی.
د واشنګټن د اور وژنې ادارې رییس جان ډونلي د پنجشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل:«په دې مرحله کې موږ باور نه لرو چې څوک دې ژوندي پاتې شوي وي.»
ډونلي ویلي، چې تر اوسه یې له سیند څخه د ۲۸ کسانو جسدونه موندلي، «موږ به د ټولو جسدونو د موندلو هڅې وکړو.»
د واشنګټن ډي سي د اور وژنې رییس ویلي، چې د ۳۰۰ ژغورونکو لپاره په سیمه کې د یخې هوا امله د ژغورنې عملیات خورا سخت وو.
د امریکن ایرلاینز شرکت تایید کړې، چې په الوتکه کې ۶۰ مساپر او څلور د عملې غړي سپاره وو. همدارنګه یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې له مساپر وړونکي الوتکې سره ټکر شوې چورلکه په روزنیزه الوتنه کې بوخته وه او درې سرتیري پکې سپاره وو.
د راپورونو له مخې، په مساپر وړونکې الوتکه کې د سکیټ لوبغاړي، کورنۍ او روزونکي شامل وو چې د کنزاس په ویچیتا کې له سیالیو راستنېدل.
رویټرز ویلي، چې تر اوسه د الوتکې او چورلکې له دوو معلوماتي ثبتوونکو تورو ډبو څخه یوه هغه موندل شوی دی.
په هوا کې د دغو دوو الوتکو ټکر داسې مهال رامنځته شوی، چې له ویچیتا څخه الوتې مساپر وړونکې الوتکه په ریګن کې د ناستې لپاره نږدې شوې وه.
د امریکا د ترانسپورت وزیر شان ډفي ویلي، چې چورلکې او الوتکې دواړو د الوتنې له معیار سره سمې الوتنې کولې او په اړیکه کې هیڅ ډول ستونزه نه وه رامنځته شوې.
بل خوا پنټاګون ویلي، چې د یادې پېښې په اړه پلټنې پیلوي.
د دې پېښي په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غبرګون ښودلی.
ټرمپ ویلي، « دا یو بد وضعیت دی، داسې ښکاري چې باید مخنیوی یې شوی وای.»
دا په وروستۍ یوه لسیزه کې په امریکا کې د هوایي ناورین تر ټولو وژونکې پېښه بلل کیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت هغه ۳۰ زره غیر قانوني کډوال ګوانټانامو ته ولېږي، چې خپلو هېوادونو ته یې ستنول ناشونی دی.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې ټرمپ دستور ورکړی څو په کیوبا کې د ګوانټانامو په بندخونه کې داسې یو مرکز پرانېستل شي، چې په کې زرګونه غیر قانوني کډوال وساتل شي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ، د «لیکین ریلی» قانون لاسلیک کړ ، کوم چې د ناقانونه کډوالو اخراج اسانه کوي. هغه د دغه قانون د لاسلیک کولو په وخت کې وویل: «موږ به هغوی ګوانټانامو ته ولېږو.»
ټرمپ د غیرقانوني کډوالو لپاره د "ساتنې مرکز" د جوړولو د فرمان د لاسلیکولو پر مهال وویل: «نن د دفاع او کورني امنیت وزارتونو ته د هغه دستور د لاسلیکولو په حال کې یم، چې د ګوانټانامو خلیج کې د غیر قانوني کډوالو د ساتنې مرکز د چمتووالي لپاره کار پیل کړي.»
سره له دې چې نوموړي دغه پرېکړه اعلان کړه او د ساتنې د مرکز د جوړولو امر یې وکړ، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل.
اوسمهال د افغانانو په ګډون زرګونه کسان په امریکا کې په غیر قانوني توګه اوسېږي او دا هم روښانه نه ده، چې په یاد شمېر کسانو کې به افغانان هم شامل وي او که نه.
په ګوانتانامو کې د امریکا پوځي اډه پخوا د ترهګرو په ګډون د بندیانو د ساتلو لپاره کارول کېده. امریکا د عراق او افغانستان د جګړو پر مهال په ګوانتانامو کې د طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون زرګونه کسان بندیان کړي وو.
ټرمپ د "لیکن رایلي" قانون یو "تاریخي قانون" وباله.
د دغه قانون له مخې، هغه خلک چې په ناقانونه توګه په متحده ایالاتو کې دي او په غلا او تاوتریخجنو جرمونو تورن دي ،باید ونیول شي او د مجازاتو دمخه واېستل شي.
دا قانون د ۲۲ کلنې لیکن رایلي چې د نرسنګ د برخې زده کوونکې وه، نومول شوی.
اغلې رایلي د ۲۰۲۴ کال په فېبرورۍ کې د قدم وهلو لپاره وتلې وه، چې د یوه ونزویلایي وګړي له خوا ووژل شوه.
دغه ونزویلایي وګړی ایبارا نومېده او په ناقانونه توګه امریکا کې اوسېده.
ایبارا په نومبر میاشت کې مجرم وپېژندل شو او په عمري بند محکوم شو.

د ډونالډ ټرمپ ادارې د سې شنبه په ورځ د حکومت دوه میلیونه کارکوونکو ته د کار پرېښودلو په بدل کې د اته میاشتۍ تنخوا ورکولو وړاندیز کړی.
رویټرز خبري اژانس د هغه برېښنالیک له مخې چې فډرالي کارکوونکو ته لېږل شوی وایي، چې د «ځنډول شوې استعفا پروګرام» فډرالي کارکوونکو ته اجازه ورکوي، چې د سپټمبر تر ۳۰مې پورې تنخواوې تر لاسه کړي،
د راپور له مخې، دغه کارکوونکي به د کار کولو اړتیا نه لري او ښایي د هغوی دندې لږې یا ختمې شي.
دغه برېښنالیک فډرالي کارکوونکو ته د فېبرورۍ تر ۶مې وخت ورکړی، چې پرېکړه وکړي ترڅو په دې پروګرام کې برخه اخلی او که نه.
په دغه برېښنالیک کې لېوالو کارکوونکو ته لارښوونه شوې، چې د ایمیل په ځواب کې دې د «استعفا» کلمه ولیکي.
دا وړاندیز ملکي کارکوونکو ته شوی.
هغه کسان چې د کډوالۍ او ملي امنیت پورې اړوند پوسټونو کې وي او هغه خلک چې د متحده ایالاتو د پوستي خدمتونو لپاره کار کوي، په کې شامل نه دي.
دغه بې ساری اقدام په داسې حال کې کېږي، چې د جمهوري غوښتونکو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو کارونو د پیل په لومړیو ورځو کې د متحده ایالاتو فډرالي حکومت له خپلو سیاسي لومړیتوبونو سره سم غواړي، بدلونونه راوړي.
متحده ایالات شاوخوا ۲،۳ میلیون ملکي کارکوونکي لري، چې په دغه شمېر کې د پوستي خدمتونو او امنیتي ادارو اړوند کارکوونکي شامل نه دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې احمد الشرع په سوریه کې د انتقالي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
هغه به د نوي اساسي قانون تر جوړېدو پورې لنډمهاله د قانون جوړونې شورا جوړه کړي.
همدا راز ټولې نظامي، انقلابي، سیاسي او ملکي ډلې منحل شوي او په دولتي ادارو کې به مدغم شي.
د دغه هېواد نويو چارواکو د سوريې د پخواني حکومت پوځ منحل کړی او د ملي اصولو پر بنسټ د نوي پوځ د جوړولو پلان لري.
دغه پرېکړه په دمشق کې د التحریر الشام د متحدو وسله والو ډلو د قوماندانانو په حضور کې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې بشار الاسد د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په لومړیو کې د تحریر الشام په مشرۍ یاغي ځواکونو له واکه وغورځاوه.

اسراییل به سبا ته د خپلو درېیو ملکي برمته شویو په بدل کې ۱۱۰ فلسطیني امنیتي بندیان خوشې کړي، چې ۳۳ تنه یې په عمري بند محکوم دي.
د اسراییل ټایمز د راپور له مخې، په ۱۱۰ فلسطینیانو کې ۳۰ تنه یې ښځې او ماشومان دي، چې سبا ته به د اسراییل له خوا خوشې شي.
اربیل یهود، اګام برجر، ګادي موز هغه درې اسراییلي یرغمل شوي کسان دي، چې د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۳۰مه) به خوشې شي.
اسراییل ټایمز وایي، چې له دغو یرغمل شویو سره به ۵ ټایلنډي کسان هم خوشې شي.
مګر تر دې وړاندې اسراییل ویلي و، چې د پنځو ټایلنډي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره بندیان نه خوشې کوي، ځکه د دې لپاره باید حماس او د ټایلنډ حکومت جلا خبرې وکړي.
د حماس او اسراییل تر منځ د اوربند تړون د قطر او مصر په منځګړیتوب او د امریکا په ملاتړ له میاشتو پرله پسې خبرو اترو وروسته رامنځته شو.
د دغه تړون په لومړیو شپږو اونیو کې حماس موافقه کړې، چې د اسراییل په زندانونو کې د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې ۳۳یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کوي.
په یادو یرغمل شویو کسانو کې ماشومان، ښځې، ناروغان او ټپیان شامل دي.