• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ د ۱۹ کلنو ښځو شل اوره نړیوال جام پايلوبې ته هند او سويلي افريقا ووتل

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د کرېکټ د ۱۹ کلنو ښځو شل اوره نړيوال جام پايلوبه د یکشنبې په ورځ د هند او سویلي افريقا لوبډلو ترمنځ د ماليزيا په کولالمپور لوبغالي کې تر سره کیږي. په نيمه پايلوه کې هند انګلنډ ته او سويلي افريقا اسټراليا ته ماتې ورکړه.

هند لوبډلې په اې ګروپ کې خپلي ټولې سيالۍ په لوړ توپير ګټلې او د سویلي افريقا د ښځو لوبډله هم له قوي لوبډلو شمېرل کېږي.

هند په نيمه پايلوبه کې انګلنډ ته د ۹ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او د یوه لوبغاړې په سوځېدو یې په ۱۵ اور کې د انګلنډ ۱۱۴ منډو هدف پوره کړ.

سویلي افريقا بیا اسټرالیا په ۵ ويکټو ماته کړه او په ۱۸.۱ اور کې يې د اسټراليا ۱۰۶ منډو هدف ته ځان ورساوه.

په دې سياليو کې ۱۲ لوبډلو برخه اخيستې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

شاپور ځدراڼ له نړیوال کرکټ نه تقاعد اعلان کړ

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ اعلان وکړ، چې «له ۲۲ کلن خدمت، قربانۍ او مینې وروسته د افغانستان له نړېوال کرکټ څخه استعفا اعلانوي».

شاپور ځدراڼ چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له پخوانیو لوبغاړو شمېرل کیږي، نن پنجشنبه پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې له نړیوال کرکټ نه استعفا اعلانوي.

تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ د شاپور ځدران د استعفا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو دغه لوبغاړی له تېرو څو پرله پسې کلونو راهیسې د افغان کرکټ ملي لوبډلې برخه نه و.

شاپور ځدراڼ لیکلي:«نن هغه ورځ راورسېده چې ما هیڅکله نه غوښته، خو د هر لوبغاړي په ژوند کې دا ورځ راځي. زه له ۲۲ کلونو خدمت، قربانۍ او مینې وروسته د افغانستان له نړېوال کرېکټ څخه استعفا اعلانوم.»

نوموړي ویلي، چې له نړیوال کرکټ سره د مخه ښې پرېکړه ورته سخته وه، خو چمتو دی چې په افغانستان کې د کرکټ د ودې لپاره له نوي نسل سره خپلې تجربې شریکې کړي.

شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه د نیدرلنډ پر وړاندې د ۲۰۰۹ کال د اګسټ پر ۳۰ نېټه او وروستۍ لوبه یې د ایرلینډ پر وړاندې د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۰مه نېټه وکړه.

ځدراڼ خپل لومړنۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۰ کال د فبروري پر لومړۍ نېته د ایرلنډ پر وړاندې او وروستۍ لوبه یې هم د همدغه هېواد پر وړاندې د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۸مه نېټه وکړه.

شاپور د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو لوبو کې لوبیدلی او ۴۳ ویکټې یې اخیستې دي او په ۳۶ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې ۳۷ ویکټې اخیستې دي.

د کرېکټ د ښځینه جلا وطنه ملي لوبډلې د بې سرحده کرېکټ لوبډلې ته د ۱۰۴ منډو هدف ورکړ

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۲۳ GMT+۰

د کرېکټ افغان ښځینه جلا وطنه لوبډلې د ټولو شل اورونو په لوبولو، د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د بې سرحده کرېکټ لوبډلې ته د ۱۰۴ منډو هدف وټاکه.

د سیالۍ پچه د بې سرحده کرېکټ لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

دغه شل اوریزه سیالۍ د اسټرالیا د ملبورن په جنکشن اوول ترسره کېږي.

افغان لوبډله کې شازیه ځاځۍ تر ټولو ښه ولوبېده، چې ۴۰ منډې یې ترسره کړې.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د ښځو کرېکټ ملې لوبډلې په لومړي ځل په اسټراليا کې د دغه هېواد د بې سرحده کرېکټ لوبډلې سره دوستانه لوبه تر سره کوي.

کرېکټ پوهان د افغان ښځو د لوبډلې دا سيالۍ نړۍوال کرېکټ ته د ننوتلو پر لور يو ګام یادوي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د ښځو کرېکټ ملې لوبډله اسټراليا هېواد ته کډواله او له تېرو درېيو کلونو څخه یې په دغه هېواد کې په تمريناتو بوخته وه.

اوس وکتل شي، چې د بې سرحده کرېکټ لوبډله به دغه هدف ترلاسه کړي او که نه.

د کرېکټ افغان ښځينه جلا وطنه لوبډله د بې سرحده کرېکټ لوبډلې سره سیالي کوي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د جمهوریت تر پرځېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کرېکټ د ښځو جلا وطنه ملي لوبډله د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په اسټرالیا کې د بې سرحده ښځينه کرېکټ له لوبډلې سره شل اوریزه سیالۍ ترسره کوي.

دغه لوبې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د ښځو په ورزش بندیز لګېدلی دی.

ایسپن کرېک اینفو په خپلې رسمي فېسبوک پاڼې لیکلي: «د افغانستان ښځینه لوبډله به د پنجشنبې په ورځ د ملبورن په جنکشن اوول کې د بې سرحده کرېکټ لوبډلې سره شل اوریزه سیالي ترسره کړي».

د کرېکټ دغه پېژندل شوې ادارې وړاندې لیکلي: «دا به د دوی لومړۍ لوبه وي، چې په ۲۰۲۱ کې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوې او وروسته د ټیم په توګه یوځای شوې».

د افغانستان کرېکټ بورډ په ۲۰۲۰ کال کې ۲۵ښځینه لوبغاړو ته قرارداد ورکړ، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره د کرېکټ دغه لوبغاړې جلا وطنه شوې او اسټرالیا هېواد ته لاړې.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو چارواکي احمدالله وثیق ددغه ډلې د واکمنېدو وروسته د اسټرالیا اس بي اس (SBS) شبکې ته ویلي وو، چې ښځو ته به د ورزش اجازه نه وي: «دوی به په کرکټ کې له داسې یو حالت سره مخامخ شي چې مخ او وجود به یې ښکاره شي، اسلام ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې داسې دې ښکاره شي.»

د یادونې ده، چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د افغانستان د ښځینه کرېکټ پخوانۍ لوبډلې ۱۷ غړو د کرېکټ له نړۍوالې شورا په یو لیک وغوښتل، چې په استرالیا کې د کډوالو د یوې لوبډلې په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

دغو مېرمنو له ای سي سي وغوښتل، چې د افغان مېرمنو د کرېکټ ارمان په پوره کولو کې ورسره مرسته وکړي، چې د یو بېرغ لاندې د افغان نارینه کرېکټ لوبغاړو سره لوبه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ای سي سي بیا د افغانستان ښځینه کرېکټ تر هغه وخته په رسمیت نه شي پېژندلی، تر څو چې د افغانستان کرېکټ بورډ یې بیا د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت و نه پېژني.

د کرېکټ د نړۍوالې شورا هر غړی هېواد اړ دی، چې د کرېکټ نارینه او ښځینه لوبډله ولري؛ خو افغانستان دا مهال یوازې نارینه لوبډله لري.

د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله له جوړېدو ۱۱ کاله وروسته په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیاځلې رسېدو وروسته منحل شوه.

د راپورونو له مخې، د افغان مېرمنو د فوټبال او کرېکټ ټیمونو ډېری لوبغاړې اوسمهال د اسټرالیا، امریکا او کاناډا په څېر هېوادونو کې مېشتې دي.

رحمن الله ګربز: وطن ته په ګرځېدو به د علي رضا کورنۍ ته د مرستې او عمرازۍ په موخه ورشم

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۳۶ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پېلیز توپ وهونکي رحمن الله ګربز د بدن د ښکلا افغان اتل علي رضا اساهي په مړينه خواشیني ښودلې او له کورنۍ سره یې د مرستې کولو ژمنه کړې ده.

د بدن د ښکلا اتل علي رضا اساهي د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۵۱ کلونو په عمر د زړه د درېدو له امله ومړ.

رحمن الله ګربز پر خواله رسنۍ فېسبوک لیکلي: «په ډېرې خواشینی سره مې خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د ورزش یو اتل علي رضا اساهي د اجل داعي ته لبیک ویلی. رب دې ورته جنت الفردس ورکړي. زه یې له کورنۍ سره په دغه غم کې خپل ځان شریک بولم .»

ګربز زیاته کړې: «وطن ته په راتلو سره به د ده کورنی سره له نېږدې وګورم او د مرستې ترڅنګ به ورته د غمرازۍ او تسلیت مراسم وړاندې کړم».

یاده دې وي، چې علي رضا اساهي په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د نړۍ د بدن جوړونې د اتلانو په ۱۴ او ۱۵ نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډالونه ګټلي وو او لومړنی افغان وو، چې د بدن د ښکلا په برخه کې یې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال راوړی وو.

وېسټ انډیز ۳۵ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې ټېسټ لوبه وګټله

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۰

وېسټ انډیز ۳۵ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې له کوربه هېواد ټېسټ لوبه وګټله. وېسټ انډیز دوهمه ټیسټ لوبه په دریمه ورځ په ۱۲۰ منډو وګټله او د ټېسټ لوبو لړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه.

وېسټ انډیز پاکستان ته د ګټلو لپاره ۲۴۵ منډې هدف ټاکلی و، خو په ځواب کې ټوله پاکستانۍ لوبډله په ۱۳۳ منډو وسوځېده، په دې توګه دا د ۱۹۹۰ کال راهیسې په پاکستان کې د ویسټ انډیز لومړۍ ټیسټ بریا وه.

په وروستی لوبه کې واريکن نهه ويکټې واخيستې او ټېسټ لوبو په دې لړۍ کې ۱۹ وېکټې اخیستې دي.

پاکستان لومړۍ ټیسټ لوبه په ۱۲۷ منډو ګټلې وه.

وېسټ انديز لوبډلې ۳۵ کاله مخکې د پاکستان په فیصل اباد کې د وېسټ انډیز پخواني افسانوي کپتان ډیسمنډ هینس په مشرۍ بریا ترلاسه کړې وه.

وېسټ انډیز پاکستان ته په۱۹۹۷ او ۲۰۰۶ کالونو کې د سفر پرمهال په لوبو کې کومه بریا نه وه ترلاسه کړې.