• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وايي، په پښتونخوا کې یې لس وسله وال وژلي دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، نن اوپرون یې د پښتونخوا په کلاچۍ او وزیرستان کې لس وسله وال وژلي دي. که څه هم ځینې سرچینې وايي د کلاچۍ عملیاتو کې د بادغېس د مرستیال والي زوی وژل شوی، خو د پوځ اعلامیه کې یې یادونه نه ده شوې.

پوځ په دې عملیاتو کې د خپلې مرګ ژوبلې او د وسلوالو د هویت په هکله څه نه دي ویلي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ کې څلور وسله وال وژلي دي.

همدارنګه د پاکستان پوځ ویلي، چې د شمالي وزیرستان د دته خیل، حسن خیل، غلام خان او میرعلي په سیمو کې هم د وسله والو او دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، له وژل شویو وسله والو یې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

په دغه خبرپاڼه کې وژل شویو وسله والو ته “خوارج” کلمه کارول شوې او د پاکستان یاده کلمه د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته کاروي.

که څه هم د پاکستان پوځ خپل لوري ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دې ویلي، خو وايي، په سیمه کې به د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو په موخخه تصفیوي عملیات دوام ولري.

بل خوا د پاکستان په استخباراتو پورې تړلو اېکسپاڼو لیکلي، چې د پاکستان پوځ له لوري تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې تنه وژل شوي کې یو یې د طالبانو د بادغیس د مرستیال والي زوی دی.

د پاکستاني استخبارانو اړوند دغو ادرسونو ادعا کړې، بدرالدین چې په یوسف مشهور و، د طالبانو د بادغیس ولایت د مرستیال والي مولوي غلام محمد احمدي زوی دی.

خو د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو په خبرپاڼه کې د بادغیس د والي د مرستیال د زوی د وژل کېدو په اړه څه نه دې ویل شوي او افغان طالبانو هم په ډیره اسماعیل خان کې د بادغیس د والي د مرستیال د زوی د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستانۍ جنس بدله ارادیا خان: موږ ډیر څه نه غواړو ژوند کولو ته دې پریښودل شو

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰

د پاکستان یوه مشهوره جنس بدله یا نرښځۍ او د ځوانانو د ملي شورا غړې ارادیا خان په یوه مرکه کې ویلي، چې حکومت دې دې د زدکړو او کار په برخو کې زمینه ورته برابره کړي او عام خلک دې یې ژوند کولو ته پریږدي.

د نرښځیو د حقونو فعالې ارادیا خان د پاکستان له دولتي راډیو سره په مرکه کې، د پاکستان له حکومت د زدکړو او کارې زمیني برابولو په برخه کې د اسانتیاوو برابولو غوښتنه کړې.

نوموړي وایي:« فکر کوم د حکومت لپاره پکار ده چې ډیر ځه وکړي، په ځانګړي ډول د زدکړو په برخه کې، د کاري زمینې برابرولو په برخه کې.»

دغه جنس بدلې د محرومو ډلو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کوي او په پاکستاني ټولنه کې د ټرانس جنسو د پراخ شمولییت او ټولنیز عدالت غوښتنه کوي.«له خلکو به تردې هاخوا نور څه وغواړم، چې وه وړونو ستاسو څخه موږ ډیره عادي غوښتنه کوو، هغه انساني حقوق دي، هغه که زموږ د قانون له مخې وي، که زموږ د ټولنې د اصولو له مخې وي، یو عادي انسان چې کوم حق لري موږ ته دې هم راکول شي. موږ ډیر څه نه غواړو بس موږ دې ژوند کولو ته پریږدي. »

دغه جنس بدلې خوشاله ده چې د ځوانانو په ملي شورا کې د ټرانس جنسانو استازیتوب کوي.

که څه هم د پاکستان په قانون کې ټرانس جنس د زدکړو ترڅنګ په دولتي ادارو کې د کارولو او نور ټولنیز حقونه هم ورکول شوي، خو د ځینو دودونو له امله په دغه هېواد کې لا هم د دوی حقونو ته د نورو وګړو په څیر درناوی نه کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: امریکا دې ۴۰ زره افغانان له پاکستانه وباسي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې له امريکا وغوښتل، چې له افغانستان څخه د امريکا له وتلو وروسته په پاکستان کې مېشت څلوېښت زره افغانان دې امریکا ته وغواړي.

علي خان همدا زار وویل، چې امريکا له افغانستان څخه د وتلو پر مهال پاتې شوې وسلې نن په پاکستان کې په ترهګرۍ کې کارول کېږي.

شفقت علي خان همدا راز زیاته کړې چې که متحده ایالات پاکستانيان له خپل هېواده وباسي نو پاکستان به ورسره پوره مرسته وکړي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې امريکا نه د کډوالو د اېستل د نوي حکومت پرېکړه د چې د پاکستان حکومت به د کورنیو چارو وزارت په مرسته د دغه ډول پاکستانیانو دوسیو ته رسیدګي کوي.

یاده دې وي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په خپلې لومړۍ کاري ورځ د یو اجراییوي فرمان له مخې د کډوالو منل او بهرنۍ مرستې وځنډولې. د دغو پروګرامونو په ځنډولو سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو زرګونه همکاران چې په پاکستان او البانیا کې امریکا ته د تګ لپاره په تمه وو بې برخلیک پاتې دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د امنیت په موخه افغانستان ته د خبرو له پاره پلاوی لېږي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا حکومت وویل، چې په قبایلي ولسوالیو او خېبر پښتونخوا کې د امنیت په موخه یو پلاوی د مرکزي حکومت له تایید وروسته افغانستان ته لېږي چې هلته به د قبایلي قومونو سره خبرې وکړي.

پاکستاني خبریال طاهر خان پر خپلې اېکس پاڼې د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار وکیل ډاکټر سیف له قوله لیکلي، چې د خیبر پښتونخوا حکومت به په افغانستان کې د خبرو اترو لپاره وړاندیزونه چمتو کړي او د تصویب لپاره به یې مرکزي حکومت ته ولېږي.

ډاکټر سیف زیاتوي:« د فدرالي حکومت له تصویب وروسته به افغانستان ته یو پلاوی واستول شي، په پلاوي کې به قومي، مذهبي او سیاسي مشران شامل وي. د پلاوي د لیږلو موخه په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي ولسوالیو په ګډون د سولې او نظم ټینګښت دی.»

سیف وویل:« چې خبرې اترې به د دواړو خواوو د قبایلي قومونو ترمنځ وي او له افراطي ډلو سره به هېڅ ډول خبرې اترې ونشي.»

څو ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور هم ویلي و، چې له افغانستان سره د ستونزو ختمولو لپاره په راتلونکو دوو اونیو کې کابل ته د قبایلي مشرانو یوه جرګه او پلاوی استوي.

ګنډاپور ویلي و، چې له افغانستان سره د پاکستان د فدرال حکومت خبرو نتیجه نه ده ورکړې او په خبره یې ستونزه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي.

حنان بلخي: د امریکا د مرستو بندېدل به په افغانستان کې د پولیو کمپاین سخت زیانمن کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان یوې لوړ پوړي چارواکې وویل، چې د متحده ایالاتو له لورې پر روغتیا نړۍوال سازمان باندې د مرستو بندول به په افغانستان کې د پولیو کمپاین سخت اغیزمن کړي.

حنان بلخي د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې پاتې دی او د متحده ایالاتو له خوا د تمویل ځنډېدل له ګواښ څخه خالي نه دي.

د ختیځې مدیترانې هېوادونو لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان مشرې حنان بلخي په یوه انلاین خبري کنفرانس کې د امریکا پر مهم رول ټینګار وکړ.

حنان بلخي د دغه سازمان څخه د متحده ایالاتو د وتلو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې دا به په افغانستان کې ارزښتناکه نفوس په جدي توګه اغیزمن کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان دغې چارواکې وویل، چې د پولیو واکسین د هېواد لپاره حیاتي دی او باید د ناروغۍ د نورو پیښو څخه د مخنیوي لپاره دوام وکړي.

تېره اونۍ، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بې ساري ډول د نږدې ۹۰ ورځو لپاره د ټولو بهرنیو مرستو د ځنډولو امر وکړ ترڅو د هغه ادارې ته دا وخت ورکړي چې ارزونه وکړي چې ایا متحده ایالات د ډېری بشردوستانه، پرمختیایي او امنیتي پروګرامونو تمویل ته دوام ورکړي او کنه.

یاده دې وي چې ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو اداره د کوېډـ۱۹ وبا او نورو نړۍوال روغتیایي بحرانونو په ناسم مدیریت تورنه کړې.

سناتور فیصل واډا: پي ټي ای د ټرمپ پر ملاتړ ډاډه و، خو دغه تمه له غبارې هوا ووتله

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۰

سناتور فیصل واډا وایي: «ما مخکې هم ویلي و، چې پي ټي ای به د ټرمپ د ملاتړ د تمې په پایله کې مایوسه شي، ځکه د دغه ملاتړ تمه له غبارې هوا وتلی دی.»

واډا پاکستاني رسنۍ جیو نیوز سره په مرکه کې وویل: «علي امین ګنډاپور د اعلی وزیر په مقام کې نه ګورم او د پي ټي ای لپاره له پنجاب څخه څوک بهر نه راوځي. اوس خو د تحریک انصاف ګوند بنسټګر په خپله وایي چې د دوی مشران موافق دي.»

فیصل واډا وویل، چې د پي ټي ای د بنستګر په کچه هېڅ ډول خبرې اترې نه دي شوي، هېڅ ډول معامله نه ده شوې او نه کوم تړون شته.

د نوموړي په وینا، هغه حکومت ته چې پي ټي ای ۴۷ فارم حکومت وایي، ولې باید ورسره مذاکرات ترسره شي؟

هغه زیاته کړه، چې په دې حکومت کې هم یو شهزاد اکبر او یو اعظم خان موجود دي.

واډا وایي، د پي ټي ای غړي نه غواړي چې د دغې ګوند بنسټګر له بند څخه راووځي او خلک هم نه غواړي، چې د پي ټي ای باني له بند څخه خلاص شي.

تېره ورځ د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف وویل، چې د قضايي کمېسیون نه جوړولو سره دا په ډاګه شوه، چې حکومت وېره لري چې حقیقت به د قضايي کمېسیون له لارې څرګند شي.

هغه وویل، چې نواز شریف او مریم نواز د مذاکراتو د ناکامولو په ماموریت کې بریالي شول.

له بلې خوا د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي مرستیال رانا ثناءالله ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند مذاکراتي کمېټې غړي له خبرو اترو تښتېدلي.
هغه زیاته کړې، که دغه ګوند پر سړک د مسلې حل غواري؛ نو باید سړک ته راووځي.
د تحریک انصاف او پاکستان حکومت له نږدې یوې میاشتې راهیسې په هېواد کې د سیاسي کړکېچونو د کمولو په موخه په خبرو اترو بوخت دي.
دواړو خواوو تر دې دمه د خبرو اترو درې پړاوونه ترسره کړي؛ خو دغه ګوند له څلورم پړاو خبرو څخه ډډه وکړه.