• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خالد حنفي طالبانو ته: که دوښمن درباندې جایزې ټاکي هم له خپلې نظریې څخه مه اوړئ

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۵۳ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اوریدو وزیر په یو غږیز کلېپ کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د (سلواغې ۱۳مه) خپور کړی په کې یې طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې د دوښمن د ګواښونو له کبله له خپلو موخو او نظریو څخه په شا نه شي.

د طالبانو دغه سختدریځی وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو ګواښ وکړ چې پر د طالبانو پر مشرانو به د القاعده شبکې تر مشر هم لوړې جایزې وټاکي.

خالد حنفي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته په اشارو طالبانو ته سپارښتنه کړې چې له ګواښونو دې ونه ډار شي او پرې د ټاکل کیدونکو جایزو ته دې چندان پام نه کوي. هغه طالبانو په دغه غږیز کلېپ کې سپارښتنه کړې چې خپله طالبي مفکوره دې وپالي او له هېڅ ډول ګواښ سره به مخ نشي.

هغه وویل: «که څوک اخطارونه درکوي، میلیونونه جایز ټاکي؛ نو استقامت دې ته ویل کېږي چې مسلمان باید خپلې موخې پرېنږدي».

د خالد حنفي دغه وینا کې امریکا ته په اشارې سره طالبانو ته ویلي چې «کفار به ستاسې پر ضد بېلابېلې دسیسې او تګلارې جوړوي ؛خو باید پر وړاندې یې استقامت ولرئ».

د ملا هبت الله له لوري د ښځو پر ضد سختدریځو فرمانونو دا پلی کوونکی وزیر په کور دننه او بهر د بشري حقونو او ښځو اړوند په سرغړونو تورن دی.

هغه د ملا هبت الله له هر ډول فرمانونو څخه دفاع کوي.

دغه طالب وزیر پخوا په ویډیو ویناوو او انځورونو کې هم راڅرګندیدو؛ خو وروسته له هغې چې د طالبانو مشر د ساه کښو څیزونو انځورونه ناروا وګڼل ده هم ویډیوې ویناوې او انځورونه خپرول پرېښې دي.

د خالد حنفي له دغو څرګندونو سره هم مهاله ډونالډ ټرمپ پر طالبانو نغدي کڅوړې هم بندې کړي او له دې سره طالبان له سخت اقتصادي ناورین سره هم مخ شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

افراسیاب خټک: له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو اېستل، له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۴۶ GMT+۰

د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک د (سلواغې ۱۳مه) ویلي چې پاکستان په زور د افغان کډوالو د اېستل کیدو له امله په ښکاره د کډوالۍ په برخه کې له نړۍوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي. هغه وايي، چې افغانان د خپلو سرونو د خوندیتوب لپاره دغه هېواد ته کډوال شوي.

د افراسیاب خټک په وینا؛ افغان کډوال پر دوی د تپل شویو جګړو او نا امنیو له کبله پاکستان ته کډوال شوي او د پولیسو له لور‌ي د نیول کیدو عملیات یې باید ژر تر ژره ودرېږي. هغه همدا راز د کډوالۍ پر نړۍوالو سازمانونو غږ کړی چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لاسنېوی وکړي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشل ته وویل، چې تېره شپه هم پولیسو د روانو عملیاتو په لړ کې د اسلام اباد دننه یوه افغانه کډواله او د هغې کوچنی زوی نیولی.

په اسلام اباد کې مېشت یو شمېر کډوالو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی چې نن شنبه د (سلواغې ۱۳مه) هم د پولیسو له لوري په بېلابېلو سیمو کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه ده.

نیوکې دا دي چې پاکستاني پولیس هغه کډوال هم نېسي چې د قانوني وېزې او د ملګرو ملتونو له لوري د کډوالۍ ورکړل شوي اسناد لري.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې چې پولیس هغه افغان کډوالو څخه چې د ویزو مودې یې هم پای ته نه دي رسېدلي په بېلابېلو بهانو بډې اخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د روان زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۹مه په یوې ګډه غونډه کې ټولو قانوني افغان کډوالو ته د مارچ تر ۳۱مې نېټې وخت ورکړی، څو د پاکستان له پلازمېنې څخه ووځي.

د دې امر له مخې به د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د اې سي سي (ACC) پي او ار (POR) کارډونو لرونکي او ان د قانوني ویزې لرونکې له اسلام اباد څخه په راتلونکو دوو میاشتو کې وېستل کېږي.

د‌ پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې لیکلي چې له اسلام اباد څخه د افغان کډوالو د اېستل کیدو پر دې بهیر به یې څارګرې شبکې په ځانګړې توګه ای ایس ای (ISI) څارنه کوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کیدو وروسته له هغې زور واخیست چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وسله والې نښتې وشوې.

د دغه عملیاتو د چټکیدو یو بل لامل هم د طالبانو د مشرانو او پاکستاني سیاستوالو ترمنځ سیاسي ناندرۍ بلل کېږي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ځینو پخوانیو لوړ پوړو چارواکو پر پاکستان غږ کړی چې له افغان کډوالو څخه دې د پر طالبانو د فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي‌ او طالبان د دغو کډوالو چندان کیسه کې هم نه دي.

بل لوري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د کډوالو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو په وار وار د پاکستان له حکومته غوښتي چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي؛ خو اسلام اباد دا غوښتنې له پامه غورځولې او چندان یې ورته غوږ نه دی نیولی.

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د «هلک» په سر د طالب جنګیالیو تر منځ شخړې مرګ ژوبله اړولې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۰

په هلمند کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره ورځ جمعه د سلواغلې ۱۲مه له غرمې وروسته په مارجې ولسوالۍ کې د یو ښایسته هلک پر سر د دوو طالب ډلګۍ مشرانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې، چې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله په کې اوښتې.

ویل کېږي چې یاده پېښه په لفظي شخړه پیل او له یوه ساعت ډزو وروسته د یوه طالب جنګیالي په وژل کېدو او د پنځو نورو طالبانو په ټپي کېدو سره پای ته رسېدلې ده.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم دوی د داسې موضوع ګانو په اړه رسنیو ته نظر ورکوي.

سرچینه زیاتوي چې د دواړو ډلګیو مشران،قاري امرالدین او قاري ضیاالدین چې مشهور په زرقاوي دی، په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو ځايي چارواکي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو ترمنځ د ښایسته هلکانو په سر شخړه راپورته کېږي، بلکې څه موده وړاندې د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې هم د یوه هلک د ترلاسه کولو لپاره، د دوو طالب ډلکیو ترمنځ شخړه راپورته شوې وه، چې مرګ ژوبله یې نه لرله.

حامد کرزي په اسټرالیا کې د افغان ښځو د کرېکټ لوبډلې له بیا راپورته کېدو هرکلی وکړ

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۲۶ GMT+۰

پخواني ولسمشر حامد کرزي د (سلواغې ۱۳مه) پر خپله اېکس پاڼه په اسټرالیا کې د ښځو کرېکټ لوبدلې د بیا جوړیدو په تړاو خوښي څرګنده کړې او په نړۍوالو سیالیو کې یې د دوی د بریاوو هیله څرګنده کړې ده.

د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبډلې لوبغاړې چې د طالبانو له واکمنیدو سره سم اسټرالیا ته کډوالې شوې اوس یو ځل بیا راټولې شوي او په یاد هېواد کې یې د خپل شتون د اعلان تر څنګ سیالۍ هم پیل کړي دي.

یادې لوبډلې په جلاوطنۍ کې خپله لومړۍ سیالي د بې پولې لوبډلې سره وکړه؛ خو د اوه وېکټو په توپیر یې ترې ماتې وخوړله.

دغه لوبه د اسټرالیا هېواد په مبلورن ښار کې وه او تمریني بڼه یې درلوده.

د طالبانو تر واکمنیدو ورسته دا لومړی ځل و چې د افغانستان د ښځو لوبډلو له هېواده بهر د سیالیو ډګر ته کیوته.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی هیله څرګنده کړې چې د کرېکټ د ښځینه لوبغاړې به د خپلو نارینه ورونو لوبغاړو تر څنګ خپل هېواد ته ځانګړې بریاوې او ویاړونه راوړي.

هغه تر دې پخوا هم د کرېکټ لوبغاړو سره ځانګړې ناستې کړي او د کرېکټ سره یې د خپلې لېوالتیا یادونه کړې ده.

لا تر اوسه پورې د ښځو د کرېکټ د راتلونکو سیالیو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکي هم د افغان ښځو د لوبډلې بیا راپورته کیدل ستایلي او طالبانو ته په اشارې یې ویلي چې د ښځو غږ به هېڅکله چوپ نه شي.

د جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د یادې لوبډلې بیا راښکاره کیدل د ښځو د بریا یوه هڅه ګڼلې وه.
تېر کال د اسټرالیا هېواد له لوري‌ د افغانستان د نارینه وو کرېکټ لوبډلې سره له دې کبله خپلې سیالۍ لغوې کړې چې ګني په هېواد کې د ښځو پر ورزش بندیزونه لګیدلي او کرېکټ بورډ د ښځو لوبډله هم نه لري.

د ورزشي چارو کاروپوهان په دې باور دي چې له ټولو ورزشونو او په ځانګړي ډول له کرېکټ سره دې نړۍوال سیاسي چلند نه کوي او په افغانستان کې اوس یوازې همدا ورزش دی چې خلکو ته یې خوشالۍ ورکړي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۹۱ افغان بندیان خوشې شوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له بیلابیلو زندانونو یې ۹۱ افغان بندیان خوشې شوې دي. یاد وزارت وايي، دغه بندیان په وروستیو کې له دوو ورځو تر یوې میاشتې پورې په زندانونو کې بندیان وو.

وزارت وايي، دغه بندیان د روانې سلواغې میاشتې په ۱۱ او ۱۲مو نیټو خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن شنبه د (سلواغې ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان له بیلابیلو زندانونو ۹۱ افغان بندیان خوشې شوې دي.

د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار د تورخم او کندهار سپین بولدک د سرحدي امریتونو په حواله ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال له ۲ تر ۲۷ ورځو پورې په بند کې وو، چې هېواد ته په راستنېدو سره خپلو سیمو ته لېږدول شوي او په دې سربېره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم شوې دي.

تر دې وړاندې هم طالبانو له پاکستان څخه د نږدې دوه سوه افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی و.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د سلواغې په لومړۍ نېټه ویلي و، چې په اسلام اباد کې یې د پولیسو له لوري ۸۸۲ نیول شوي هغه افغان کډوال خوشې کړي، چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل.

که څه هم دا مهال د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍکې د پولیسو له خوا د تېرو دوو اوونیو پرتله د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ورو شوې خو یو مخ نه ده درېدلې.

په پاکستان کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي

د ملا هبت‌الله سخت دریځ د حقاني شبکې لوړ پوړی غړی مولوي محمد نبي عمري په ژړا کړ

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۰۵ GMT+۰

په خواله رسنیو کې د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر او د حقاني شبکې لوړ پوړي غړي مولوي محمد نبي عمري یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې په کې نوموړی د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د عصري زده کړو د بندیزونو اړوند فرمانونو په تړاو ژړا ته اړ کېږي.

له خوست څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې هغه د خوست په مرکز متون کې د (سلواغې ۸مه) د دوشنبې په ورځ جامعه عایشه الصدیقه کوړیانو په نوم د نجونو یوې مدرسې په یوې غونډه کې د عصري زده کړو اړوند د ملا هبت‌الله د بندیز په غبرګون کې دا ژړا کړې.

هغه په اوښلنو سترګو ټینګار کړی چې په اوسني وخت کې د عصري علومو زده کړو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.

په ویډیو کې ښکاري چې هغه ملا هبت‌الله څخه د عصري زده کړو د پرانېستل کیدو د غوښتنې پر مهال په بې اختیاره توګه احساساتي کیږي او ژاړي، هغه د خپلو اوښکو پاکولو لپاره د څادر پیڅکه سترګو ته وړي.

هغه د څو شېبو لپاره څادر خپلو سترګو ته نېسي او د ژړا غږ یې اوریدل کېږي. د تالار دننه ناستو کسانو کې هم ځینې یې له هغه سره ژړا بدرګه کوي او د خپل مشر د عصري زده کړو د بندیز پر ضد د احتجاج په توګه اوښکې تویوي.

مولوي محمد نبي عمري د ناستې ګډونوالو ته وویل: «مونږ ته دې الله تعالی هدایت وکړي، دیني علوم؛ خو خلاص دي چې عصري زده کړې هم باید خلاصې شي». د هغه په خبره، د دوی د سختدریځو فرمانونو او پریکړو له امله به راتلونکي نسلونه تش په نوم مسلمانان وي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي‌ چې د ملا هبت‌الله د زده کړو اړوند بندیزونو پر ضد د حقاني شبکې یو شمېر نورو غړو هم توند دریځ نیولی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی په خوست کې ملا هبت‌الله ځان خوښی بللی او هغه یې تورن کړی چې د خپل شخصي طبعیت له مخې یې د نجونو پر زده کړو بندیزونه لګولي‌ دي.

د طالبانو پر مشر د سختو نیوکو له امله په کابل کې د هغه ځای نه کیده او او ملا هبت‌الله یې د نیول کېدو امر کړی و؛ خو هغه وار لومړی کړی او متحده عربي اماراتو ته وتښتېد.

افغانستان انټرنشنل دوبۍ کې د هغه د ځینو ناستو څخه غږونه ترلاسه کړي چې په کې یې پر ملا هبت‌الله بیا بیا توندې نیوکې کړي او د افغانستان راتلونکی یې خطرناک بللی دی.

د راپورونو له مخې په یو شمېر ولایتونو کې د حقاني شبکې او ملا هبت‌الله جنیګالیو ترمنځ لفظي او فزیکې شخړې هم رامنځته شوي او ترمنځ یې د مخالفتونو لړۍ مخ په ډېرېدو ښکاري.

حقاني شبکې په ښکاره د طالبانو د کندهاري ډلې پر ضد د نجونو د زده کړو د بندیز مسله د خلکو مخې ته کړې؛ خو داسې راپورونه شته چې دغه دواړه ډلې اصلي ستونزې د واک د وېش پر سر دي.
تر دې دمخه سراج الدین حقاني هم په اشارو شارو کې د ملا هبت‌الله د یو شمېر پرېکړو مخالفتونه کړي او د خپل مشر پر ضد دریځ نیولی دی.

داسې راپورونه هم شته چې تازه د ارګ او کابل هوایي‌ ډګر له امنیتي لیکو څخه هم د حقاني شبکې جنګیالي اېستل شوي دي.