د پاکستان لومړي وزیر د افغانانو د اېستلو د نوي پړاو د پیل امر کړی

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پلان لري چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ډله ییز اېستلو یو نوی پړاو پیل کړي. د هغو سندونو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل تر لاسه کړي د پاکستان حکومت تېره چارشنبه د شهباز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې د افغان کډوالو ډله ییز اېستل تصویب کړل.