• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نادولتي موسسې: په میلیونونو افغانان له ایران او پاکستان څخه د وتلو له ګواښ سره مخ دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۰

د ناروې د کډوالو شورا د بشري نادولتي موسسو مشر جان ایګلینډ پر نړۍوالې ټولنې تور پورې کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته یې له افغانانو مخ اړولی.

جان ویلي چې له ګاونډیو ایران او پاکستان څخه هره ورځ په زرګونه افغانان بیرته افغانستان ته استول کیږي.

نوموړی وايي، دواړه هېوادونه ادعا کوي چې له لسیزو ملاتړ وروسته نور نه شي کولای د افغاني ټولنې کوربه توب ته دوام ورکړي.

د ناورې د کډوالو شورا دغه مشر وايي، هغوی چې بیرته راستانه شوي دي ژوند یې له ګواښه سره مخ دی.

څو ورځې وړاندې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال رووف مازو له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو باندې اندېښنه وښوده او دا اقدام یې د نړۍوالو اصولو خلاف بللی دی.

همدا ډول د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې (یونسیار) په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو پر نیول کېدو او په جبري توګه شړل کېدو باندې هم نیوکه کړی.

په دې ورستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي او لا هم روان دي، د اسلام اباد پولیس هر ورځ د افغانانو په کورنو چاپې اچوي، نیسې یې او له ځان سره یې وړي، چې زیات شمېر یې بېرته جبري افغانستان ته استوي.

په اسلام اباد کې افغان کډوال د پنجشنبې په ورخ افغانستان انترنشنل ته د یوې ویډیو په رالېږلو سره وویل، چې پاکستاني پولیس هغه کډوال افغانان هم نیسي چې قانوني اسناد لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: امریکا دې ۴۰ زره افغانان له پاکستانه وباسي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې له امريکا وغوښتل، چې له افغانستان څخه د امريکا له وتلو وروسته په پاکستان کې مېشت څلوېښت زره افغانان دې امریکا ته وغواړي.

علي خان همدا زار وویل، چې امريکا له افغانستان څخه د وتلو پر مهال پاتې شوې وسلې نن په پاکستان کې په ترهګرۍ کې کارول کېږي.

شفقت علي خان همدا راز زیاته کړې چې که متحده ایالات پاکستانيان له خپل هېواده وباسي نو پاکستان به ورسره پوره مرسته وکړي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې امريکا نه د کډوالو د اېستل د نوي حکومت پرېکړه د چې د پاکستان حکومت به د کورنیو چارو وزارت په مرسته د دغه ډول پاکستانیانو دوسیو ته رسیدګي کوي.

یاده دې وي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په خپلې لومړۍ کاري ورځ د یو اجراییوي فرمان له مخې د کډوالو منل او بهرنۍ مرستې وځنډولې. د دغو پروګرامونو په ځنډولو سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو زرګونه همکاران چې په پاکستان او البانیا کې امریکا ته د تګ لپاره په تمه وو بې برخلیک پاتې دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د امنیت په موخه افغانستان ته د خبرو له پاره پلاوی لېږي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا حکومت وویل، چې په قبایلي ولسوالیو او خېبر پښتونخوا کې د امنیت په موخه یو پلاوی د مرکزي حکومت له تایید وروسته افغانستان ته لېږي چې هلته به د قبایلي قومونو سره خبرې وکړي.

پاکستاني خبریال طاهر خان پر خپلې اېکس پاڼې د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار وکیل ډاکټر سیف له قوله لیکلي، چې د خیبر پښتونخوا حکومت به په افغانستان کې د خبرو اترو لپاره وړاندیزونه چمتو کړي او د تصویب لپاره به یې مرکزي حکومت ته ولېږي.

ډاکټر سیف زیاتوي:« د فدرالي حکومت له تصویب وروسته به افغانستان ته یو پلاوی واستول شي، په پلاوي کې به قومي، مذهبي او سیاسي مشران شامل وي. د پلاوي د لیږلو موخه په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي ولسوالیو په ګډون د سولې او نظم ټینګښت دی.»

سیف وویل:« چې خبرې اترې به د دواړو خواوو د قبایلي قومونو ترمنځ وي او له افراطي ډلو سره به هېڅ ډول خبرې اترې ونشي.»

څو ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور هم ویلي و، چې له افغانستان سره د ستونزو ختمولو لپاره په راتلونکو دوو اونیو کې کابل ته د قبایلي مشرانو یوه جرګه او پلاوی استوي.

ګنډاپور ویلي و، چې له افغانستان سره د پاکستان د فدرال حکومت خبرو نتیجه نه ده ورکړې او په خبره یې ستونزه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي.

حنان بلخي: د امریکا د مرستو بندېدل به په افغانستان کې د پولیو کمپاین سخت زیانمن کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان یوې لوړ پوړي چارواکې وویل، چې د متحده ایالاتو له لورې پر روغتیا نړۍوال سازمان باندې د مرستو بندول به په افغانستان کې د پولیو کمپاین سخت اغیزمن کړي.

حنان بلخي د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې پاتې دی او د متحده ایالاتو له خوا د تمویل ځنډېدل له ګواښ څخه خالي نه دي.

د ختیځې مدیترانې هېوادونو لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان مشرې حنان بلخي په یوه انلاین خبري کنفرانس کې د امریکا پر مهم رول ټینګار وکړ.

حنان بلخي د دغه سازمان څخه د متحده ایالاتو د وتلو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې دا به په افغانستان کې ارزښتناکه نفوس په جدي توګه اغیزمن کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان دغې چارواکې وویل، چې د پولیو واکسین د هېواد لپاره حیاتي دی او باید د ناروغۍ د نورو پیښو څخه د مخنیوي لپاره دوام وکړي.

تېره اونۍ، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بې ساري ډول د نږدې ۹۰ ورځو لپاره د ټولو بهرنیو مرستو د ځنډولو امر وکړ ترڅو د هغه ادارې ته دا وخت ورکړي چې ارزونه وکړي چې ایا متحده ایالات د ډېری بشردوستانه، پرمختیایي او امنیتي پروګرامونو تمویل ته دوام ورکړي او کنه.

یاده دې وي چې ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو اداره د کوېډـ۱۹ وبا او نورو نړۍوال روغتیایي بحرانونو په ناسم مدیریت تورنه کړې.

نصیر احمد فایق طالبانو ته؛ په ظلم او شکنجې نه شئ کولی د افغانانو غږونه غلي کړئ

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو له لورې د محمود حسن نیولو او شکنجه کولو ته په غبرګون کې وویل، چې شکنجې د افغانانو غږونه نه شي غلي کولی. نوموړی زیاتوي چې د ظلم او استبداد بنسټ دوامداره نه وي.

د محمود حسن د کورنۍ یو غړی، چې یو دیني عالم و او په کندهار کې یې د واک پر تمرکز نیوکه کړې وه، په یوه غږیز کلیپ کې چې افغانستان انټرنشنل ته لیږل شوی وايي د هغه کورنۍ د طالبانو په زندان کې د هغه د روغتیا په اړه اندیښمنه ده.

فایق پر خپلې اېکس پاڼې کاږلي: «د ترهګرۍ، ظلم او شکنجې سره، تاسو هېڅکله نه شئ کولی د ژوند له ټولو برخو څخه د میلیونونو افغانانو غږونه غلي کړئ. مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، د استبدادي او غیر ملي رژیمونو له تاریخ څخه زده کړه وکړئ. د ظلم او استبداد بنسټ دوامدار نه دی.»

تېره ورځ د طالبانو استخباراتي ادارې د جهادي او اسلامي ارزښتونو د ملاتړ شورا په غونډه د طالبانو د واک د انحصار په اړه د نیوکو له امله محمود حسن او عبدالقادر قانت ونیول.

د دوی نیولو پسې، تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د دې ډلې درېیم منتقد روحاني عبدالعزیز شجاع هم په کابل کې نیولی دی.

محمود حسن چې د دې شورا غړی او د پنجشير د حج او اوقافو پخوانی رییس دی، ویلي وو چې طالبانو قدرت انحصار کړی دی. هغه څرګنده کړه چې پر ملا هبت‌الله اخوندزاده سربېره، د طالبانو کابينه کې ۱۲ وزيران له کندهاره دي.

د محمود حسن د کورنۍ غړي په دغه غږيز کلیپ کې ويلي، چې ورور يې د افغانانو د حقونو د دفاع له امله د طالبانو له خوا بندي او شکنجه شو. هغه د افغانستان له خلکو او د بشري حقونو له نړۍوالو سازمانونو څخه غواړي چې د هغه د ورور د خوشې کېدو لپاره مبارزه وکړي.

د امریکا په سنډیاګو کې د ترهګرۍ په تور یو شکمن افغان ونیول شو

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۱۴ GMT+۰

د متحده ایالاتو سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې په سنډياګو کې د کډوالۍ او ګمروکونو چارو ادارې د ترهګرۍ په تور یو شکمن افغان نیولی دی.

سپینې ماڼۍ پر اېکس پاڼې ددغه افغان په اړه لیکلي: «امریکا یو ځل بیا خوندي کړئ: یو افغان تبعه او شکمن ترهګر د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۷مه نېټه په سنډياګو کې د امریکا د کډوالۍ او ګمروکونو چارو ادارې له خوا ونیول شو.»

متحده ایالاتو ددغه افغان بشپړ هویت نه دی په ډاګه کړی.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې یاد کس له متحده ایالاتو څخه د ایستلو لپاره په بند کې ساتل کیږي.

د کډوالۍ او د ګمرکونو چارو ادارې له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې له ۵۵۰۰ څخه ډېر جنایي کډوال راټول کړي دي، چې د ناقانونه کډوالۍ په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ژمنې په برخه کې یو مهم ګام دی.