د امریکا په سنډیاګو کې د ترهګرۍ په تور یو شکمن افغان ونیول شو

د متحده ایالاتو سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې په سنډياګو کې د کډوالۍ او ګمروکونو چارو ادارې د ترهګرۍ په تور یو شکمن افغان نیولی دی.

د متحده ایالاتو سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې په سنډياګو کې د کډوالۍ او ګمروکونو چارو ادارې د ترهګرۍ په تور یو شکمن افغان نیولی دی.
سپینې ماڼۍ پر اېکس پاڼې ددغه افغان په اړه لیکلي: «امریکا یو ځل بیا خوندي کړئ: یو افغان تبعه او شکمن ترهګر د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۷مه نېټه په سنډياګو کې د امریکا د کډوالۍ او ګمروکونو چارو ادارې له خوا ونیول شو.»
متحده ایالاتو ددغه افغان بشپړ هویت نه دی په ډاګه کړی.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې یاد کس له متحده ایالاتو څخه د ایستلو لپاره په بند کې ساتل کیږي.
د کډوالۍ او د ګمرکونو چارو ادارې له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې له ۵۵۰۰ څخه ډېر جنایي کډوال راټول کړي دي، چې د ناقانونه کډوالۍ په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ژمنې په برخه کې یو مهم ګام دی.


د حماس تر مشرۍ لاندې وسله والو د پنجشنبې په ورځ اته برمته شوي کسان د غزې تړانګې د اوربند د یوې برخې په توګه خوشې کړل.
د تسلیمۍ له ګډې وډې صحنې وروسته اسراییل د تبادلې چارې وځنډولې، خو وروسته یې بېرته د ۱۱۰ فلسطیني بندیانو خوشي کول پیل کړل.
حماس اووه تنه برمته شوي کسان د خپل وژل شوي مشر یحیی سنوار د ړنګ شوي کور مخې ته خوشې کړل، چیرې چې زرګونه خلک راټول شوي وو. د دې ډلې د وینا له مخې، دا د «عزم پیغام» و، خو دا صحنه د امریکا او عربي منځګړو لپاره یو نوی جنجال و، چې د اوربند د دوام لپاره هلې ځلې کوي.
د اوربند موخه دا ده، چې د اسراییل او حماس تر ټولو خونړۍ جګړه پای ته ورسوي او هغه لسګونه برمته شوي کسان خوشې شي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه د حماس په برید کې نیول شوي وو.
په ورته وخت کې لومړۍ برمته شوې۲۰ کلنه ښځینه سرتېرې اگام برګر د حماس له خوا د شمالي غزې په جبالیا کمپ کې د یوې کوچنۍ ډلې پر وړاندې خوشې شوه.
اې پي وايي، وروسته په خان یونس کې د پاتې اوو کسانو د تسلیمۍ پر مهال ګډوډ حالت رامنځته شو. د حماس او اسلامي جهاد سلګونه جنګیالي د موټرو له کتار سره راغلل او زرګونه خلک د نندارې لپاره راټول شول.

رویټرز په واشنګټن ډي سي کې د یوه امریکایي هوایي شرکت د سیمه ییزې مساپر وړونکې الوتکې او یوې پوځي چورلکې د ټکر له امله له ۶۰ د ډېرو کسانو د مړینې راپور ورکړی دی.
ټکر د چارشنبې په ورځ ناوخت د امریکا هوايي لیکې مساپر وړونکې الوتکې او یوې پوځې چورلکې ترمنځ د هوایي ډګر ځغللیکې ته نږدې شوی.
د واشنګټن د اور وژنې ادارې رییس جان ډونلي د پنجشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل:«په دې مرحله کې موږ باور نه لرو چې څوک دې ژوندي پاتې شوي وي.»
ډونلي ویلي، چې تر اوسه یې له سیند څخه د ۲۸ کسانو جسدونه موندلي، «موږ به د ټولو جسدونو د موندلو هڅې وکړو.»
د واشنګټن ډي سي د اور وژنې رییس ویلي، چې د ۳۰۰ ژغورونکو لپاره په سیمه کې د یخې هوا امله د ژغورنې عملیات خورا سخت وو.
د امریکن ایرلاینز شرکت تایید کړې، چې په الوتکه کې ۶۰ مساپر او څلور د عملې غړي سپاره وو. همدارنګه یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې له مساپر وړونکي الوتکې سره ټکر شوې چورلکه په روزنیزه الوتنه کې بوخته وه او درې سرتیري پکې سپاره وو.
د راپورونو له مخې، په مساپر وړونکې الوتکه کې د سکیټ لوبغاړي، کورنۍ او روزونکي شامل وو چې د کنزاس په ویچیتا کې له سیالیو راستنېدل.
رویټرز ویلي، چې تر اوسه د الوتکې او چورلکې له دوو معلوماتي ثبتوونکو تورو ډبو څخه یوه هغه موندل شوی دی.
په هوا کې د دغو دوو الوتکو ټکر داسې مهال رامنځته شوی، چې له ویچیتا څخه الوتې مساپر وړونکې الوتکه په ریګن کې د ناستې لپاره نږدې شوې وه.
د امریکا د ترانسپورت وزیر شان ډفي ویلي، چې چورلکې او الوتکې دواړو د الوتنې له معیار سره سمې الوتنې کولې او په اړیکه کې هیڅ ډول ستونزه نه وه رامنځته شوې.
بل خوا پنټاګون ویلي، چې د یادې پېښې په اړه پلټنې پیلوي.
د دې پېښي په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غبرګون ښودلی.
ټرمپ ویلي، « دا یو بد وضعیت دی، داسې ښکاري چې باید مخنیوی یې شوی وای.»
دا په وروستۍ یوه لسیزه کې په امریکا کې د هوایي ناورین تر ټولو وژونکې پېښه بلل کیږي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د کابل له شهزاده سرای څخه بېلابېلو سرچینو وویل چې طالبانو نن د اسعارو د تبادلې په دغه مرکز کې د ډالرو پر تبادلې بندیز لګولی. سرچینې وایي، ځینو کسانو له طالبانو په پټه د ډالرو تبادله کوله.طالبانو ځینې صرافان وهلي او له ځان سره وړ ي دي.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته له شهزاده سرای څخه سرچینو وویل، چې د اسعارو د تبادلې په دغه مرکز کې طالبانو د ډالرو پېر او پلور بند کړی دی.
له شهزاده سرای څخه یوه صراف د نوم نه ښودلو په شرط وویل:«د طالبانو استازي پر ټولو صرافیو ګرځي او ګوري چې څوک خو به د ډالرو پېر او پلور نه کوي. که څوک ونیسي هغوی له ځان سره بیايي.»
ځینې سرچینې وایي، چې یو شمېر صرافان په پټه د ډالرو تبادله کوي، خو طالبان د ډالرو بیې په شدید ډول کنټرولوي.
له شهزاده سرای څخه یوه تن افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، « تېره ورځ طالبانو یو صراف په دې خاطر وواهه او له ځان سره یې یووړ، چې ولې یې د طالبانو له لوري له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړ قیمت ډالر پلورلي دي.»
سرچینې وايي، سهار مهال په کابل کې د اسعارو د تبادلې په دغه مرکز کې یوځل بیا د دالرو لیلام وشو خو قیمت یې د طالبانو په خوښه ټاکل شوی و، «طالبان دې ته نه ګوري چې نړیوال مارکیټ کې څه روان دي، خپل په خوښه ډالرو ته قیمت ټاکي.»
سرچیني وايي، له غرمې وروسته په مطلق ډول په دغه سرای کې د ډالرو پېر او پلور بند شوی دی او یوازې کوچني صرافان له سرای څخه بهر په کمه اندازه ډالر پېري او پلوري.
خو د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې ویاند فیضي ځدراڼ وايي، په شهزاده سرای کې د ډالرو پیر او پلور په عادي ډول ترسره کیږي.
طالبان دغه ګامونه د امریکا د مرستو له بندېدو او د ډالر په وړاندې د افغانۍ د ارزښت کمېدووروسته اخلي.

د طالبانو سترې محکمې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د کاپيسا حصه دوم ولسوالۍ کې يې یوه ښځه او نر د زنا په تور په عام محضر کې له ۲۲ څخه تر ۳۹ دُرې وهلي دي. طالبانو تورن کسان په شپږ – شپږ مياشتني تنفيذي بند هم محکوم کړي دي.
د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، دغو کسانو ته یې د ابتدايه محکمې د امر له مخې د طالب چارواکو او خلکو په حضور کې سزاوې ورکړې.
طالبانو د دغو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.
د طالبانو ستره محکمه نژدې هره ورځ په بیلابيلو ولایتونو کې په عام محضر کې د تورنو کسانو د وهلو خبر ورکوي.
دې ډلې د چهار شنبې په ورځ هم په ننګرهار کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه د «نامشروع اړيکو» په تور په دُرو وهلي وو.

د جرمني پارلمان د افغانستان د ماموریت ناکامي ژوره ارزولې او سیاستوال اعتراف کوي چې دا ماموریت له تیروتنو ډک و. د یاد کمیسیون رییس مایکل مولر وویل، چې اړتیا نشته جرمنی په افغانستان کې سفارت پرانیزي، خو باید د ځايي پرسونل له لارې خپل حضور وساتي.
کمیسیون په خپل رپوټ کې ټینګار کړی چې باید د راتلونکو بهرنيو ماموریتونو لپاره روښانه ستراتیژي رامنځته شي.
د پارلمان یا بوندستاګ د څیړنو کمیسیون چې دوه نیم کاله یې د افغانستان ماموریت وڅېړه، رپوټ ورکړی چې د همغږۍ نشتوالی، غیر واقعي اهداف او د کلتوري تفاوتونو ناسم درک د دغه ماموریت د ناکامۍ اصلي لاملونه وو.
۲۳ کلنه افغانی الاصله شاهینا ګمبیر، چې په جرمني کې لویه شوې، وايي، چې دا تر ټولو اوږد، ګران، او له قربانیو ډک ماموریت و، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره یې ترخې پایلې لرلې.
هغې وویل، « موږ باید بیا هېڅکله د افغانستان په څېر ناکام نه شو».
د کمیسیون رپوټ له ۷۰ زیاتو سپارښتنو ته اشاره کړې، چې د راتلونکو ماموریتونو لپاره ډیپلوماسي، بشري مرستو او جوتو اهدافو ته لومړیتوب ورکوي.
د کمیسیون مشر مایکل مولر، چې د سوسیال ډیموکرات ګوند (SPD) غړی دی، ټینګار کړی چې راتلونکي بهرني ماموریتونه باید پوځي، بشري او ډیپلوماتیک اړخونه ولري. نوموړي وویل « موږ باید خپل ماموریتونه له ځان سره په انتقادي ډول وڅېړو».
د دویچه ویله د رپوټ له مخې، مولر نړیوالو حالاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ښه نړیواله همغږي ډېر اړینه ده. هغه زیاته کړه، « موږ جګړې او بحرانونه وینو او ورځ تر بلې روښانه کېږي چې جرمني به هم په راتلونکي کې د دغو بحرانونو په حل کې مهم رول ولوبوي».
د څیړنیز کمیسیون د رپوټ له مخې، د جرمني مختلفو وزارتونو؛ دفاع، بهرنيو چارو، کورنيو چارو او پرمختیايي همکاريو یو له بله بېل کار کاوه او د لومړۍ وزیرې له خوا اړتیا وړ همغږي نه انګیرل کېده.
پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل، چې د څیړنیزې کمیټې وروستۍ شاهده وه، د افغانستان ماموریت یوه لویه تېروتنه وبلله. هغې اعتراف وکړ، چې « کلتوري تفاوتونه تر هغه ډېر ستونزمن وو، لکه څنګه چې ما فکر کاوه». خو پر دې سربېره هغې ټینګار وکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره باید بشري مرستې جاري واوسي.
دا خبره د کمیسیون د رییس مایکل مولر له سپارښتنو سره اړخ لګوي. نوموړي وویل، « د افغانستان اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی، اړتیا نشته چې جرمنی هلته سفارت پرانیزي، خو باید د ځايي پرسونل له لارې خپل حضور وساتي».
مولر دا هم ومنله چې دا یو ستونزمن دیپلوماتیک انډول دی او ویې ویل، « له طالبانو سره خبرې اترې نهشو ردولی، خو موږ نه غواړو د دوی د رژیم شریک وبلل شو».