• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د پارلمان غړی: جرمنی باید د ځايي پرسونل له لارې افغانستان کې خپل حضور وساتي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د جرمني پارلمان د افغانستان د ماموریت ناکامي ژوره ارزولې او سیاستوال اعتراف کوي چې دا ماموریت له تیروتنو ډک و. د یاد کمیسیون رییس مایکل مولر وویل، چې اړتیا نشته جرمنی په افغانستان کې سفارت پرانیزي، خو باید د ځايي پرسونل له لارې خپل حضور وساتي.

کمیسیون په خپل رپوټ کې ټینګار کړی چې باید د راتلونکو بهرنيو ماموریتونو لپاره روښانه ستراتیژي رامنځته شي.

د پارلمان یا بوندستاګ د څیړنو کمیسیون چې دوه نیم کاله یې د افغانستان ماموریت وڅېړه، رپوټ ورکړی چې د همغږۍ نشتوالی، غیر واقعي اهداف او د کلتوري تفاوتونو ناسم درک د دغه ماموریت د ناکامۍ اصلي لاملونه وو.

۲۳ کلنه افغانی الاصله شاهینا ګمبیر، چې په جرمني کې لویه شوې، وايي، چې دا تر ټولو اوږد، ګران، او له قربانیو ډک ماموریت و، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره یې ترخې پایلې لرلې.

هغې وویل، « موږ باید بیا هېڅکله د افغانستان په څېر ناکام نه شو».

د کمیسیون رپوټ له ۷۰ زیاتو سپارښتنو ته اشاره کړې، چې د راتلونکو ماموریتونو لپاره ډیپلوماسي، بشري مرستو او جوتو اهدافو ته لومړیتوب ورکوي.

د کمیسیون مشر مایکل مولر، چې د سوسیال ډیموکرات ګوند (SPD) غړی دی، ټینګار کړی چې راتلونکي بهرني ماموریتونه باید پوځي، بشري او ډیپلوماتیک اړخونه ولري. نوموړي وویل « موږ باید خپل ماموریتونه له ځان سره په انتقادي ډول وڅېړو».

د دویچه ویله د رپوټ له مخې، مولر نړیوالو حالاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ښه نړیواله همغږي ډېر اړینه ده. هغه زیاته کړه، « موږ جګړې او بحرانونه وینو او ورځ تر بلې روښانه کېږي چې جرمني به هم په راتلونکي کې د دغو بحرانونو په حل کې مهم رول ولوبوي».

د څیړنیز کمیسیون د رپوټ له مخې، د جرمني مختلفو وزارتونو؛ دفاع، بهرنيو چارو، کورنيو چارو او پرمختیايي همکاريو یو له بله بېل کار کاوه او د لومړۍ وزیرې له خوا اړتیا وړ همغږي نه انګیرل کېده.

پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل، چې د څیړنیزې کمیټې وروستۍ شاهده وه، د افغانستان ماموریت یوه لویه تېروتنه وبلله. هغې اعتراف وکړ، چې « کلتوري تفاوتونه تر هغه ډېر ستونزمن وو، لکه څنګه چې ما فکر کاوه». خو پر دې سربېره هغې ټینګار وکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره باید بشري مرستې جاري واوسي.

دا خبره د کمیسیون د رییس مایکل مولر له سپارښتنو سره اړخ لګوي. نوموړي وویل، « د افغانستان اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی، اړتیا نشته چې جرمنی هلته سفارت پرانیزي، خو باید د ځايي پرسونل له لارې خپل حضور وساتي».

مولر دا هم ومنله چې دا یو ستونزمن دیپلوماتیک انډول دی او ویې ویل، « له طالبانو سره خبرې اترې نه‌شو ردولی، خو موږ نه غواړو د دوی د رژیم شریک وبلل شو».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو افغانستان ته له ۲۶۴ میلیونه ډالرو مرستې یوازې ۸.۴ میلیونه ترلاسه کړې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې د اوبو، روغتیا ساتنې او نورو خدمتونو لپاره ۲۶۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري خو تر اوسه یې یوازې ۸،۴ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

اوچا پر خپل اېکس لیکلي، چې په افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو د سرچینو د وچېدو له امله د اوبو له کمښت سره مخ دي، ۲۳ سلنه کورنۍ د غیر صحي اوبو په سرچینو تکیه کوي او ۲۸ سلنه کورنۍ غیر معیاري تشنابونه کاروي.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دې ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحې چوپړونو لپاره ۲۶۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې یوازې ۸،۴ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

اوچا د افغانستان لپاره په خپل کلنې راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان نږدې نیم نفوس ۲۲،۹ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

دې ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې د افغانستان اقتصاد د سیاسي وضعیت او منزوي مالي سیسټم له امله نږدې یو پر درېیمه برخه کم شوی.

اوچا ویلي، چې د اقتصادي رکود له امله بشري سکتور هم اغیزمن شوی او د لوږې کچه پراخه شوې.

اوچا وايي، چې د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې ۱۴.۸ میلیونه خلک چې د افغانستان د نفوس له درېیمې برخې څخه ډیر دي د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخ دي.

د اوچا له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت نوی قانون به په ۲۰۲۵ کال کې پر بشري عملیاتو اغیزې ولري.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره په داسې حال کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د مرستو د کمښت خبر ورکوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم افغانستان ته د مرستو لیږد ځنډولی او افغانستان کې د اقتصادي ناامنۍ په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان: د افغانستان-تاجکستان پولې پیاوړتیا د منځنۍ اسیا امنیت تضمینوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د ډله ییز امنیت تړون سازمان مشر امانګلي تسماګمبیتوف ویلي، چې له افغانستان سره د پولو د ټینګښت لپاره پنځه کلن پلان به د سیمي امنیت ډاډمن کړي. نوموړی وايي، «د دې پروګرام پلي کول به نه یوازې د تاجکستان د ځمکنۍ بشپړتیا امنیت، بلکې د ټولې مرکزي اسیا امنیت هم تضمین کړي.»

دډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي ایمانګلي تسماګمبېتوف د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د یاد هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره له خبرو وروسته وویل چې د تاجکستان او د ډله ییز امنیت تړون ددارالانشاء د اړوندو ادارو د ګډو هڅو په پایله کې به دا پروګرام په راتلونکو پنځو کلونو کې په بشپړ ډول عملي شي.

هغه وویل « د روان کال له پیله د دغه پروګرام عملي کول پیل کېږي. دا پروګرام د پنځو کلونو لپاره طرح شوی. لومړی کال خورا مهم دی، څو راتلونکو کلونو ته مشخصه بڼه ورکړي، لکه د وسلو او پوځي تجهیزاتو رسول، چې د تاجک-افغان پولې امنیت لا ټینګ شي».

د انټرفاکس د رپوټ له مخې، نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د تاجکستان د اړوندو ادارو او د ډله ییز امنیت تړون سازمان د ګډو هڅو به پایله کې به دا پروګرام په پنځو کلونو کې په بشپړه توګه پلي شي.

تسماګمبیتوف زیاته کړه:«زه باید یادونه وکړم چې دا پروګرام د تاجکستان جمهوریت د ولسمشر امام علي رحمان د هڅو له امله تصویب شو. البته د هغه له کلک دریځ پرته، به دا پروګرام نن نه وای تصویب شوی.»

د تاجک-افغان پولې د پیاوړتیا پروګرام د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې په استانه کې د ډله ییز امنیت تړون شورا له خوا تصویب شو.

وړاندې تردې د ټاس خبرې اژانس سره په یوه مرکه کې تسماګمبیتوف ویلي و، چې په دې پروګرام کې ځانګړي اقدامات شامل دي چې موخه یې د سازمان د مسوولیت ساحې او د سویلي برخې امنیت ډاډمن کول دي.

نوموړي د قرغیزستان او تاجکستان د مشرتابه د سیاسي ارادې یادونه وکړه چې له افغانستان څخه د راپورته کېدونکو ګواښونو له کچې خبر دي.

تاجکستان له افغانستان سره ۱۳۴۴ کیلومتره پوله لري او دغه هېواد په افغانستان کې له میشتو تاجکستاني جنګیالیو ډلو اندېښمن دی.

شارجې ته له تګ وړاندې ملا هبت الله د عباس ستانکزي د بندي کولو هوډ درلود

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۰

درې باوري سرچینو افغانستان انترنشنل ته ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزی د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې لیدل شوی. ویل کېږي هغه د نیولو په درشل کې و، چې له کابله یې پښې سپکې کړې.

مخکې سرچینو ویلي وو چې ستانکزی د طالبانو د نظامي محکمې له لوري محاکمه کېدونکی و.

د معلوماتو له مخې، د دې محاکمې هدف هغو چارواکو ته خبرداری ورکول و، چې د هبت‌الله اخوندزاده له فرمانونو، په ځانګړي ډول د ښځو د زده کړو د بندیز په اړه، ناراضه دي.

د طالبانو په کابل مېشتو چارواکو کې ګڼ شمېر د کندهار له حکمونو سره مخالفت لري.

د افغانستان انټرنشنل معلومات ښيي چې ملا برادر، سراج‌الدین حقاني او مولوي یعقوب له هبت‌الله اخوندزاده وغوښتل چې ستانکزی وبښي، خو اخوندزاده دا غوښتنه کلکه رد کړه او ټینګار یې وکړ چې باید بندي شي.

باوري سرچینې وايي، سره له دې چې د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو، لکه ملا برادر، سراج‌ الدین حقاني، مولوي یعقوب، او وثیق غیرمستقیمې مداخلې وکړې، چې په پایله کې ستانکزی د یوې الوتکې له لارې وتښتېد او اوس مهال په متحده عربي امارات کې اوسیږي.

خو سرچینې زیاتوي، ستانکزی او د هغه ملاتړي لا هم هڅه کوي چې بېرته کابل ته راستانه شي.

د دوشنبې په ورځ افغانستان انترنشنل ته یو غږیز فایل رسیدلی، چې ستانکزی پکې وايي هغه په کرونا ته ورته ناروغۍ اخته شوی او له همدې امله د «استراحت لپاره تللی» دی.

هغه په دغه فایل کې د افغانستان پرېښودو او د نیولو له وېرې دوبۍ ته د تګ یادونه نه ده کړې، خو رسنۍ یې پر ناسمو تبلیغاتو خپرولو تورنې کړې.

د ستانکزي څرګند دریځونه

شیر محمد عباس ستانکزی د طالبانو د حکومت له ډېر کم شمېر چارواکو و، چې د هبت‌الله اخوندزاده د پالیسیو ښکاره مخالفت یې کاوه. هغه د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو سخت محدودیتونه غندلي وو.

په خپله وروستۍ وینا کې یې طالبان تورن کړل چې د افغانستان له ۲۰میلیونه ښځو او نجونو سره یې ظلم کړی او د هغوی ټول حقوق یې تر پښو لاندې کړي.

د ستانکزي ناڅاپي وتل، په داسې حال کې دي چې د طالبانو مشرتابه کې دننه، د ښځو د زده کړو په ګډون، پر مهمو موضوعاتو اختلافات بې ‌سارې زیات شوي دي.

ځینې سیاسي شنونکي باور لري چې دا اختلافات کیدای شي د طالبانو په جوړښت کې ژور درزونه رامنځته کړي.

یو شمېر مشران یې هڅه کوي د نړیوالو فشارونو پر وړاندې نرم دریځ غوره کړي، خو هبت‌الله اخوندزاده او د هغه سخت دریځه ډله هیڅ ډول شاتګ ته نه دي تیار.

شانګهای مخکینی منشي: د شانګهای راتلونکې ناسته باید له افغانستان نه د ترهګرۍ پر ګواښونو وي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۱ GMT+۰

د شانګهای د همکارۍ سازمان پخواني سرمنشي او د قزاقستان سفیر بولات نورګالییف د چارشنبې په ورځ وړاندیز وکړ چې راتلونکې شانګهای سرمشریزه باید له افغانستان څخه سرچینه اخیستونکې ترهګرۍ ته لومړیتوب ورکړي، ځکه دا د سیمې ثبات او امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

سفیر نورګالییف د پاکستان د سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ (IRS) له لوري جوړ شوي کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې قزاقستان او پاکستان د سرحدي ترهګرۍ او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه مشترکې اندېښنې لري.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو حضور د اندېښنې وړ دی، په ځانګړي ډول د « داعش خراسان ډله».

د پاکستان د نېشن ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د یوې پوښتنې په ځواب کې سفیر نورګالییف وویل، که څه هم قزاقستان له افغانستان سره ګډه پوله نه لري او د پاکستان په څېر له مستقیم ګواښ سره نه دی مخ، خو په داعش کې د مرکزي اسیا اورپکو د جذب خطر او د ترهګرۍ پراخېدو امکان د اندېښنې وړ دی.

هغه د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکو په تړاو وویل چې د پاکستان امنیتي ستونزې د طالبانو له حکومت سره د اغیزناکې همغږۍ له لارې کمېدای شي.

نورګالییف هیله وښوده چې طالبانو به له تېر وخت څخه درس اخیستی وي او له سیمې او نړیوالې ټولنې سره به د ښې همکارۍ لپاره هڅه وکړي، چې دا هر څه د دوحې تړون په پلي کېدو پورې تړلي دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د امنیتي او ښوونیزو غونډو کوربه دی، چې ډېری په افغانستان کې د طالبانو پر سیاستونو او په سیمه کې د پاکستان د دریځ په ملاتړ متمرکزې وي.

د طالبانو وارخطا پرېکړې؛ ذبیح الله مجاهد وايي، چې د کارکوونکو معاشونه روانه میاشت ورکوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۲۸ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغې ډلې د ماليې وزارت ډاډ ورکړی، چې روانه سلواغه میاشت کې به د ټولو «یو میلیون او ۴۰ زره» کارکوونکو معاشونه ورکړل شي. ‏طالبانو دغه اعلان د افغانستان انټرنشنل د راپور له خپرېدو وروسته کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه د (سلواغې ۱۱مه) د ایکس پاڼې په یوه یادښت کې لیکلي، د دغې ډلې د مالیې وزارت ډاډ ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې د ټولو ادارو د کارکوونکو معاشونه به د روانې سلواغې میاشتې تر پایه ورکړل شي.

مجاهد وړاندې لیکلي، چې «هيڅوک دې په دې اړه تشویش نه کوي.»

تېره ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د امریکا له لوري د مرستو له ځنډولو وروسته، طالبانو خپلو ټولو کارکوونکو ته ویلي، چې میاشتني معاشونه یې د درېیو میاشتو لپاره ځنډول شوي.

‏خو نن پنجشنبه د طالبانو ویاند بیرته اعلان وکړ، چې خپلو کارکوونکو ته ځکه معاشونه پر وخت ورکوي، چې د افغانستان داخلي بودجه د بهرنیو مرستو په بندیز پورې اړه نه لري.

د طالبانو د بېلابېلو ادارو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغو ادارو لوړپوړو چارواکو په رسمي ډول ورته ویلي، چې د راتلونکو درېیو میاشتو معاشونه یې نه شي ورکولی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له تلو سره سم د درېیو میاشتو لپاره افغانستان ته د پیسو د لیږد په ګډون ټولې بهرنۍ مرستې و ځنډولې.

د امریکايي مرستو له ځنډېدو سره په افغانستان کې بازارونه کاواکه شوي او د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت غورځېدلی چې طالبان یې په مهارولو کې پاتې راغلي.

د امریکا د مرستو تر بندیز مخکې د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۶۹ افغانۍ پلورل کېده، خو نن سبایو ډالر په ۸۰ افغانیو تبادله کیږي.

طالبان د بیلابیلو لارو په کارولو سره هڅه کوي، چې پرې شته فشار کم کړي، خو په دې برخه کې ورته لویه ننګونه د امریکا د مرستو بندېدل دي چې هیڅ بدیله لاره نه لري.