پاکستاني رسنۍ: د طالبانو د تړونونو او نامسلکي کېندنو له کبله د طبیعي زېرمو چور روان دی

د افغانستان کاني سرچینې چې زمرد، یاقوت، مرمر، سره زر او لیتیوم پکې شامل دي د امریکا او ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، شاوخوا یو ټرېلیون ډالره ارزښت لري.

د افغانستان کاني سرچینې چې زمرد، یاقوت، مرمر، سره زر او لیتیوم پکې شامل دي د امریکا او ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، شاوخوا یو ټرېلیون ډالره ارزښت لري.
د افغانستان د ختیځو ولایتونو په یوې غرنۍ سیمه کې کان کېندونکی د یشم (یشب) یوه ټوټه په اوبو ووینځله ترڅو یې شین رنګ څرګند شي، دا هغه قیمتي ډبره ده چې د طالبانو لپاره د افغانستان د بډایو طبیعي زېرمو د کېندنې یوه مهمه هڅه بلل کېږي.
پاکستانۍ «ده نیوز» رسنۍ په خپل یو څېړنیز راپور کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي کورني او بهرني پانګهوال جذب کړي؛ ترڅو له دې طبیعي سرچینو څخه د عوایدو د مهمې سرچینې په توګه کار واخلي.
خو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د کان کېندنې غیر تخنیکي او بې برخلیکه پروسه نه یوازې دا چې پایلې نه ورکوي؛ بلکې د چاپېریال له سختو زیانونو سره هم مخ کېدای شي.
ده نیوز خپل راپور کې زیاته کړې، د تېرو څو لسیزو جګړو د دې کانونو پراخ استخراج ناممکن کړی و؛ خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د مېلیاردونو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۲۰۰ د کانونو د کېندنې تړونونه لاسلیک شوي دي چې ډېری یې له کورنیو شرکتونو سره دي.

د طالبانو د کانونو وزارت ویاند همایون افغان د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «موږ غواړو، چې افغانستان ځان بسیا شي؛ خو له خنډونو سره مخ یو. موږ تخنیکي متخصصین، لازمې زېربناوې او کافي تخنیکي پوهه نه لرو».
نوموړی وايي، چې طالبان د هر ډول پانګونې، په ځانګړي ډول د هغو شرکتونو چې د کانونو په سکتور کې تجربه لري، هرکلی کوي؛ خو د ډېرو قراردادونو د کېندنې لړۍ لا نه ده پیل شوې، ځکه چې د سروې او اکتشاف بهیر کلونه وخت نیسي او ښایي پایله ورنهکړي.
د امریکا د جیولوژيکي څېړنو اداره وايي، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د افغانستان د سکرو، شوکاڼي او کروماېټ تولید زیات شوی.
طالبان هڅه کوي ژر تر ژره هغه طبیعي سرچینې استخراج کړي، چې اټکل کېږي بیه یې د نړیۍوالو بازارونو په بدلون کې کمه شي؛ خو د لیتیوم پراخه کېندنه چې ښایي په راتلونکو کلونو کې یې بیه لوړ شي، لا نه ده پیل شوې.
چین د افغانستان د کانونو د بازار مخکښ لوبغاړی
طالبان چې له شل کلنې جګړې وروسته یې په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ترلاسه کړ، هڅه کوي د امنیت د ښه والي او د سړکونو د پراخولو له لارې بهرني پانګهوال جذب کړي؛ خو د لوېدیځ له لوري لګېدلي بندیزونه او دا چې نړۍواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، د نړۍوالو شرکتونو لپاره لوی خنډونه جوړ کړي دي.
سره له دې ځینې هېوادونه لکه ایران، ترکیه، ازبکستان او قطر له دې فرصت څخه ګټه اخلي او چین د افغانستان د کانونو د سکټور تر ټولو لوی پانګهوال بلل کېږي. طالبان ادعا کوي، چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې یې شاوخوا ۱۵۰ زره دندې د کانونو په برخه کې برابرې کړې دي.
چینایي دولتي شرکت MCC د ۲۰۰۸ کال د تړون پر بنسټ د مس عینک کان چې د نړۍ دویم لوی د مسو زېرمه بلل کېږي، استخراج پیل کړی دی.
سربېره پر دې چینایي شرکتونو لږ تر لږه درې نور لوی قراردادونه د سرو زرو او مسو د کانونو لپاره ترلاسه کړي دي.

د چاپېریال د زیانونو اندېښنې
طالبان د کانونو د استخراج له لارې د خپلو عوایدو کره شمېره نه افشا کوي؛ خو له مالیاتو اخېستلو سربېره په ځینو شرکتونو کې شریک هم دي.
له بلې خوا ځیني پانګهوال د نړۍوالو بندیزونو سربېره افغانستان ته راځي، ځکه چې ګومان کوي هلته یې د عایداتو امکانات ډېر دي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مشر شېرباز کمین زاده وايي: «په هغو هېوادونو کې چې سخت مقررات لري، د کانونو پانګونه مېلیاردونه ډالر لګښت لري؛ خو په افغانستان کې د کافي تجربه او مقرراتو د نه شتون له امله، دا د بهرنیو شرکتونو لپاره یو فرصت دی».
د کان کېندنې د غیر مسلکي استخراج بهیر ممکن د چاپېریال او اقتصاد لپاره اوږدمهاله ستونزې رامنځته کړي.

د ځمکپېژندنې امریکایي کارپوه ډیویډ چیمبرز خبرداری ورکوي، چې د کانونو د استخراج چټکتیا کولی شي نه یوازې طبیعت ته زیان ورسوي؛ بلکې د اوږدمهاله اقتصادي ستونزو لامل هم شي.
هغه وايي:«یوازې ۱٪ مواد چې له کانونو اېستل کېږي ارزښت لري او پاتې ۹۹٪ یې داسې ترکیبات لري؛ لکه د اوسپنې سلفایډ، چې که له اوبو سره تماس پیدا کړي طبیعي سرچینې ککړولی شي».
نیوکې دا دي، چې د طالبانو له لوري د کانونو د کېندنې پروسه په خورا نامسلکي ډول روانه ده چې له کبله یې چاپېریال زیانمنېدی شي.
همدا راز راپورونه شته، چې د طالبانو لوړپوړي غړي د کانونو په دغو قراردادونو کې ښکېل دي او همدا راز له اړوندو شرکتونو سره شریک کاروبارونه لري.
په دغه پروسه کې پخوا د پراخ فساد یادونه هم شوې، چې له کبله یې د طالبانو یو شمېر لوړ پوړو غړو د کان کېندونکو شرکتونو څخه د تړونونو پر سر پیسې اخیستې دي.