په ننګرهار ولایت کې یوه پلار خپل ۱۴ کلن زوی وواژه

له ننګرهاره افغانستان انټرنشنل-پښتو ته یوې باوري ځايي سرچینې خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې یوه پلار خپل ۱۴ کلن زوی زندۍ کړی او وژلی یې دی.

له ننګرهاره افغانستان انټرنشنل-پښتو ته یوې باوري ځايي سرچینې خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې یوه پلار خپل ۱۴ کلن زوی زندۍ کړی او وژلی یې دی.
د سرچینو په وینا، دا ماشوم وړمه ورځ (د سلواغې ۱۳مه) د اچین ولسوالۍ په «پېښې» سیمه کې د خپل پلار لهخوا وژل شوی دی.
سرچینې د دې پېښې د لامل په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو زیاتوي چې د وژل شوي ماشوم پلار په ننګرهار کې د طالبانو لهخوا نیول شوی او دا مهال په زندان کې دی.طالبانو بیا په رسمي ډول د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ماشومان د بل هر وخت په پرتله له ناوړه او ننګوونکې وضعیت سره مخ دي، چې له حقونو یې په لوړه کچه سرغړونې کېږي.


د امریکا د فډرالي حکومت د لګښتونو د ارزونې مشر اېلان ماسک د انلاین ازادۍ لپاره بنسټ د مشر هغه پوښته را غبرګه کړې، چې ولې د امریکا د نړۍوالې پرمختیا اداره (یو اېس ای ډي) په افغانستان کې د هېرویینو د تولید تمویل کوي؟
د فیډ په نامه یوې ادارې خبر ورکړی، چې،« د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د اوبو لګولو کانالونو، کرنیزو تجهیزاتو او ان هغه سرې تمویل کړې، چې په افغانستان کې د کوکنارو د بې ساري کښت او هېرویینو تولید ملاتړ لپاره کارول کېږي، دغه چارې په عمده توګه د طالبانو نشه یي توکي-جهادیانو ته ګټه رسوي.»
همدغه پوښتنه د انلاین ازادۍ لپاره بنسټ مشر مایکي بینز په خپل اېکس کې کړي او ویلي یې دي: «ولې یو اېس ای ډي په افغانستان کې د هېرویینو د تولید تمویل کاوه؟»
ماسک د بینز دغه پوښتنه په خپل اېکس کې بیا ځلې خپره کړې او ورته لیکلي یې دي، چې «ښه پوښتنه ده».
اېلان ماسک تر دې وروسته د اېکس په یو بل پوسټ کې په یو اېس ای ډي تور پورې کړی او لیکلي یې دي:« یو اېس ای ډي رسنیو ته د دوی د پروپاګند خپرولو لپاره پیسې ورکوي».
نوموړي همدازار د اېکس په یو بل پوسټ کې د امریکا خلک مخاطب کړي او ویلي يې دي، چې یو اېس ای ډي ستاسو مالیې د کوېډـ۱۹ غوندې ناروغیو باندې ولګولې چې میلیونه خلک یې له امله مړه شول.
ماسک وروسته له هغه د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (یو اېس ای ډي) پر وړاندې سخت دریځ ونیوو، چې ویې غوښتل د دغه ادارې سیسټم ته فزیکي لاس رسی ولري، خو اجازه ورنکړل شوه.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (یو اېس ای ډي) په افغانستان کې د بېلابېلو تعلیمي، صحي او ظرفیت لوړونې پروژو ترڅنګ د بیا رغونې چارو کې هم پروژې تطبیق کړي.
سربندونه، ویالې او کانالونه هم په دغو پروژو کې شامل وو، چې د ځمکو د خړوبولو لپاره تر ټولو ګټورې پروژې وې.
خو دا چې په دغو ځمکو ولې د نورو کرنیزو کښتونو په ځای کوکنار کرل شوي، د چارو شنونکي یې د حکومتونو ناسم مدیریت په ګوته کوي.

د طالبانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د یوې ناستې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې تر زرو زیات کسان د دغه کمېسیون په هڅو هېواد ته ستانه شوي.
دغه کمېسیون د افغان شخصیتونو بېرته راتګ د هېواد د پرمختګ لپاره مهم بللی دی.
یاد کمېسیون په خپل اېکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «په دې ناسته کې ټینګار وشو، چې د افغان شخصیتونو بېرته راتګ د هېواد د پرمختګ لپاره مهم دی او دوی به د هغوی د بېرته راتګ پر لارو چارو لا زیات تمرکز وکړي».
په دې ناسته کې د کمېسیون غړو د راستنېدونکو افغان شخصیتونو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو، د دوی د امنیت د ټينګښت او کاري فرصتونو په اړه خبرې کړي دي.
په دغه کمېسیون تر هغه وروسته نیوکې ډیرې شوې، چې د مخکیني حکومت پر مهال په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد چې د دغه کمېسیون له لارې له بهره کابل ته راغلی و، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د قتل په یوه قضیه کې ونیوو او بندي یې کړ.
د راپورونو پر بنسټ د طالبانو د اړیکو د یاد کمېسیون له لارې افغانستان ته د ورستنو شويو کسانو له ډلې ځینو یې بېرته له افغانستانه پښې سپکې کړې او بهر ته تللي دي.
همدارنګه له افغانستانه ډېری کډه شوي افغانان وایي، چې په هېواد کې یې عزت، کار او د ماشومانو لپاره د زدهکړو اسانتیاوې نه شته او د راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې د ډېرو وسله والو ډلو د فعالیت له امله په امن او ثبات باور نه شي کولای.
د یادولو ده، چې د افغان شخصیتونو سره د اړېکو کمېسیون په ۲۰۲۲ کې جوړ شو.
د دغه کمېسیون مشري مولوي شهاب الدین دلاور کوي او د دوی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شېخ محمد خالد حنفي، د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین، د طالبانو د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق او محمد انس حقاني غړي دي.

متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني له ناڅاپي سفر ۱۲ ورځې تېریږي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر لا هم افغانستان ته نه دی راستون شوی. طالبانو د سلواغې پر ۲یمه اعلان وکړ چې سراج الدین حقاني د دې ډلې د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره یوځای متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه باوري سرچینه تاییدوي چې حقاني لا هم افغانستان ته نه دی راستون شوی.
طالبانو هغه وخت وویل چې سراج الدین حقاني په ابوظبي کې د متحده عربي اماراتو له رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره خبرې کړې دي.
د دې خبرو اترو نور جزئیات روښانه نه دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا هم وویل چې له شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره د حقاني په لیدنه کې "د دواړو هیوادونو د علاقې وړ مسایلو، متقابل ثبات، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا، او یو شمیر نورو مهمو مسایلو په اړه بحث وشو."
پر دغه سفر ۱۲ ورځې اوړي، خو د طالبانو سرچینو لا تر اوسه له متحده عربي اماراتو څخه د سراج الدین حقاني د راستنیدو راپور نه دی ورکړی.
په دې موده کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزی هم د نیول کېدو له وېرې متحده عربي اماراتو ته وتښتېد.
د کابل له پرېښودو وروسته د عباس ستانکزي غږیز فایلونه خپاره شول چې هغه پکې په غیر مستقیم ډول پر هبت الله اخوندزاده نیوکې کړې دي.
دا لا تر اوسه روښانه نه ده، چې د سراج الدین حقاني د سفر اوږدېدو لامل څه دی، خو یوه مساله روښانه ده، چې د هغه د کورنۍ ځینې غړي په دوبۍ کې اوسیږي.
په دې وروستیو کې د حقاني شبکې یو شمېر غړي په پرله پسې ډول د مولوي هبت الله اخوندزاده د مستقیمو او غیر مستقیمو حکمونو له امله هدف ګرځېدلي دي.
د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له وژل کېدو وروسته داسې تمه کېده، چې دغه وزارت به د حقاني شبکې کوم غړي ته وسپارل شي، خو هبت الله اخوندزاده سراج الدین ته نږدې کس او ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه وزارت ته ولېږه. تر اوسه د نوموړي ځایناستی نه دی ټاکل شوی.

د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو فدرالي وزیر امیر مقام د شنبې ورځ له ډاڼ نیوز سره په خبرو کې د سولې په تړاو د پښتونخوا د سر وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې له افغانستان سره خبرې کول د ایالت په واک کې نه دي.
تېره میاشت د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور د دوه اړخیزو مسایلو په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته د یوه پلاوي د لیږلو اعلان وکړ.
ګنډا پور ویلي، چې په سیمه کې د امنیت ډاډمنولو لپاره د ډیورنډ ها غاړې قبایلي خلکو سره خبرې کول اړین دي.
خو د پاکستان د سرحدي سیمو فدرالي وزیر امیر مقام له ډان نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې له افغانستان سره خبرې کول د ایالتي حکومت له واکه پورته کار دی، « له افغانستان سره خبرې اترې د ایالتي حکومت واک نه دی، دا یوه فدرالي موضوع ده»
نوموړي ویلي، چې ایالتي حکومت اړ دی چې له هېوادونو سره د خبرو کولو غوښتنه مرکزي حکومت ته وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه:« که ایالت د خپل ځان په استازیتوب خبرې وکړي، نو څوک به د خبرو اترو په جریان کې شوې ژمنې پلې کوي؟ په دې ډول به سبا بلوچستان ووایي، چې دوی به له ایران سره خبرې وکړي او پنجاب به وایي، چې دا له هند سره ګډه پوله لري نو دوی غواړي له هند سره خبرې وکړي ».
نوموړی وايي، د پښتونخوا سر وزیر ګنډاپور باید په خپل سر له افغانستان سره د خبرو لپاره پلاوی ونه لیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلام اباد په وار وار د طالبانو حکومت ته د تحریک طالبان پاکستان ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي، خو طالبان دا تورونه او اندېښنې ردوي.

یو وړوکی جرمنی کلی د یوه ۲۰ کلن افغان له امله، چې د راینلینډ فالڅ ایالت د وینډسهایم د کډوالو په کمپ کې یې څو ځله ګډوډۍ رامنځته کړې، اندېښمن دی. د نوموړي چلند دومره جدي شوی، چې چارواکو د یوه شخصي امنیتي شرکت له لارې ۲۴ ساعته نظارت پرې لګولی او کلنی لګښت یې ۴۸۰ زره یورو ته رسېږي.
اوس دا قضیه د جرمني حکومت تر جګپوړو چارواکو رسېدلې ده.
د مسیحي دیموکرات اتحادیې «سی ډي یو» ګوند اقتصادي سیاستوالې جولیا کلوکنر، چې وینډسهایم یې ټاکنیزه حوزه ده، د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ ته یو بیړنی لیک استولی، چې ددغه افغان د ایستلو غوښتنه کوي.
بیلد ورځپاڼې ته په لاس ورغلي لیک کې کلوکنر ټینګار کړی، چې د افغان کډوال د پناه غوښتنلیک رد شوی او نوموړی باید په قانوني ډول له جرمني واېستل شي.
دا کس باید ژر تر ژره وشړل شي
کلوکنر له لومړي وزیر شولڅ څخه غوښتي، چې دغه افغان ځوان باید د «بې ثباته چلند» او «ممکنه سختدریځۍ» له امله ژر تر ژره وایستل شي. هغې په خپل لیک کې ویلي، « دا پرېکړه ستاسې په لاس کې ده، ښاغلی صدراعظم ځکه د بیرته ستنولو الوتنې فدرالي حکومت تنظیموي».
د کلوکنر په وینا، دغه جنجالي افغان په پرلهپسې ډول د څو ورځو لپاره له کمپ څخه غایب شوی او وروستی ځل لس ورځې ورک و.
هغې زیاته کړې، « موږ نور نه غواړو دا وضعیت وزغمو».
۴۰ زره یورو میاشتنی لګښت
د قضیې یوه بله جدي برخه دا ده، چې د وینډسهایم کوچنی ښار د نوموړي د څارنې لپاره یوې امنیتي کمپنۍ ته هره میاشت ۴۰ زره یورو ور کوي، چې دا په کال کې ۴۸۰ زره یورو ته رسېږي.
جولیا کلوکنر بیلد ورځپاڼې ته ویلي، چې جرمنی باید د شړلو دوامدارې الوتنې تنظیم کړي، نه یوازې د ټاکنو پر مهال. هغې زیاته کړې، « موږ باید افغانستان ته هم د کډوالو شړل بیا پیل کړو، چې خلک دلته ځانونه خوندي احساس کړي».
محلي چارواکي: «زموږ لاسونه تړلي دي»
د وینډسهایم ښاروال فولکر شټېرن، چې د « پرو وینډسهایم»ازادې ډلې غړی دی، وویل چې د کډوالو کمپ د یوه زاړه ښوونځي په ودانۍ کې لس کاله مخکې جوړ شوی او دا پرېکړه ولایتي حکومت کړې وه، نه محلي ادارې.
د راینلینډ-فالڅ د ادغام وزارت ویلي، چې دوی په دې قضیه کې ځان مسوول نه ګڼي. یاد وزارت وايي، « د کډوالو د شړلو الوتنو د تنظیم بحثونه یوازې د فدرالي حکومت صلاحیت دی او دا خبرې محرمانه ساتل کېږي».
په ورته وخت کې د سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) استازي جو واینګارټن، چې د دې سیمې استازیتوب کوي، خبرداری ورکړی چې د تور پورې کولو سیاست به ستونزې حل نه کړي.
هغه ویلي، « موږ د دیموکراتانو په توګه باید دا ستونزه په ګډه حل کړو، که نه خلک به له دولته نهیلي شي».
د دې قضیې له امله په جرمني کې د کډوالو، امنیت او د حکومتي لګښتونو بحثونه یو ځل بیا راپارېدلي او د لومړي وزیر شولڅ پر حکومت فشار زیات شوی چې پرېکنده ګامونه واخلي.
په دې بحثونو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې مرکزي ټکی افغان کډوال دي، چې په وروستیو څو پېښو کې ښکیل ګڼل شوي دي.