• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او مالیزیا ترمنځ د بندیانو د تبادلې تړون وروستي پړاو ته رسېدلی دی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰

د پاکستان او مالیزیا ترمنځ د بندیانو د تبادلې تړون وروستي پړاو ته رسېدلی دی. د پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې، د ماليزيا له‌خوا د بنديانو د تبادلې د تړون وړانديز شوې مسوده پاکستان ته سپارل شوې ده.

په مسوده کې د پاکستان له‌خوا وړاندیز شوي بدلونونه د وروستي کېدو په حال کې دي.
د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، دا تړون به په راتلونکو څو اونیو کې د دواړو خواوو له‌خوا لاسلیک شي.

تمه کېږي، چې دا تړون به مالیزیا ته د پاکستان مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار د سفر په لړ کې لاسلیک شي.
د جیو نیوز سرچینې وايي چې، دا مهال په مالیزیا کې ۳۸۴ پاکستاني بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.

د دغو ۳۸۴ بندیانو له ډلې څخه ۱۸۷ یې د کډوالۍ جرمونو په تور د بند سزا تېروي.
د جیو نیوز په راپور کې راغلي چې، په ماليزيا کې ۵۲ پاکستاني بنديان د نشه‌يي توکو په تور بنديان دي. ۱۸ پاکستاني بنديان د قتل، جګړې او د وژنې د هڅې په تور او همداشان د پنځو پاکستاني مېرمنو په ګډون ۱۱ پاکستاني بندیان د «جنسي تېري، فحشا او غیر اخلاقي برید په تورونو د مالیزیا په زندانونو کې بندیان دي.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

خلیلزاد افغان سیاست‌والو ته: د پاکستان د ای اېس ای تبلیغاتي الې مه جوړېږئ او ورسره مه کینئ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۰ GMT+۰

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد د (مرغومې ۱۵مه) پر اېکس پاڼه د پخواني جمهوري نظام د یو شمېر سیاست‌والو او د پاکستان د څارګرې شبکې ای اېس ای ترمنځ پر ناستې اندېښنه ښوولې او دا یې یوه بده نښه بللې ده.

هغه ویلي، چې پاکستان غواړي په ترکیه کې د مېشتو افغان سیاست‌والو سره په ناستو ولاړو د ځان په ګټه تبلیغات وکړي.

خلیلزاد ټینګار کړی، سره له دې چې افغان سیاست‌وال په ترکیه کې ارام ژوند لري؛ اسلام اباد غواړي د دغه ډول غونډو پر سر د تبلیغاتو له لارې غربت ځپلي افغانان جذب کړي او‌ په افغانستان کې ترې د تاوتریخوالي لپاره کار واخلي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سولې دغه استازي زیاته کړې، چې په ترکیه کې مېشت افغان سیاست‌وال د پاکستان پر استخباراتي لوبو تر هر چا ښه خبر دي او هیله یې څرګنده کړې چې د ای اېس ای د لوبو وسیلې ونه ګرځېږي.

د زلمي خلیلزاد په وینا، ښایي د پاکستان څارګره شبکه له دغو سیاست‌والو سره ناستو او جذب کېدونکو افغانانو ته پر طالبانو د فشار د یوې وسیلې په توګه وګوري؛ تر څو له طالبانو امتیازات ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې، چې د پخوانیو تجربو له مخې ثابته شوې چې «ای اېس ای» د خپلو موخو تر لاسه کولو وروسته بیا خلکو له دوی سره په اړیکه کې سیاست‌والو ته شا کړې ده.
تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ځینو سرچینو خبر ورکړی و، چې د پاکستان د څارګرې شبکې یو پلاوی (د سلواغې ۱۴مه) په ترکیه کې د پخواني جمهوري نظام له یو شمېر غړو او سیاست‌والو سره ګډه ناسته کړې ده.

په یاده ناسته کې د افغانستان په روان او راتلونکي سیاسي وضعیت خبرې شوې دي. که څه هم د دغو ناستې پشپړ جزییات لا تر اوسه نه دي رسنیز شوي؛ خو زلمي خلیل‌زاد ترې اندېښنه ښوولې او د بدو پایلو خبرداری یې ورکړی.

د معلوماتو له مخې، په دغو ناستو کې پاکستان افغان سیاست‌والو ته بلنه ورکړې چې په اسلام اباد کې دې خپل سیاسي دفترونه پرانېزي.

باورونه دا د‌ي، چې ښايي پر طالبانو د سیاسي فشار لپاره دغه ډول غوښتنې شوې وې.

د پاکستان څارګره شبکه د افغانستان په سیاستونو کې په وار، وار په لاس وهنو تورنه شوې او ان پر طالبانو هم دا تورونه دي، چې دغه ډله په پیل کې د «ای اېس ای» له لوري رامنځته شوې وه او د تېر جمهوري نظام تر څنګ له بهرنیو ځواکونو سره د جګړې لپاره ورته پاکستان پټنځایونه هم ورکړي وو.

پاکستان په ترکیه کې مېشت له ځینو جهادي مشرانو سره د اړیکو پخوانۍ مخینه لري او ان د دوی له ډلې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ څخه اېله یوه ورځ مخکې اسلام اباد ته په یوې چارتر الوتکه کې په جرګه لاړل. ویل کېږي له دغو افغان سیاست‌والو سره د پاکستان د څارګرې شبکې اړیکې پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل پر مهال جوړې شوې وې او لا تر ننه دوام لري.

تر اوسه پاکستان د زلمي خلیل‌زاد د دغو څرګندونو او په ترکیه کې له افغان سیاست‌والو سره د ګډې ناستې په تړاو په رسمي توګه هېڅ نه دي ویلي.

اېلان ماسک: ایا یو اېس ای ډي په افغانستان کې د هېرویینو د تولید تمویل کاوه؟

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۴۸ GMT+۰

د امریکا د فډرالي حکومت د لګښتونو د ارزونې مشر اېلان ماسک د انلاین ازادۍ لپاره بنسټ د مشر هغه پوښته را غبرګه کړې، چې ولې د امریکا د نړۍوالې پرمختیا اداره (یو اېس ای ډي) په افغانستان کې د هېرویینو د تولید تمویل کوي؟

د فیډ په نامه یوې ادارې خبر ورکړی، چې،« د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د اوبو لګولو کانالونو، کرنیزو تجهیزاتو او ان هغه سرې تمویل کړې، چې په افغانستان کې د کوکنارو د بې ساري کښت او هېرویینو تولید ملاتړ لپاره کارول کېږي، دغه چارې په عمده توګه د طالبانو نشه یي توکي-جهادیانو ته ګټه رسوي.»

همدغه پوښتنه د انلاین ازادۍ لپاره بنسټ مشر مایکي بینز په خپل اېکس کې کړي او ویلي یې دي: «ولې یو اېس ای ډي په افغانستان کې د هېرویینو د تولید تمویل کاوه؟»

ماسک د بینز دغه پوښتنه په خپل اېکس کې بیا ځلې خپره کړې او ورته لیکلي یې دي، چې «ښه پوښتنه ده».

اېلان ماسک تر دې وروسته د اېکس په یو بل پوسټ کې په یو اېس ای ډي تور پورې کړی او لیکلي یې دي:« یو اېس ای ډي رسنیو ته د دوی د پروپاګند خپرولو لپاره پیسې ورکوي».

‏نوموړي همدازار د اېکس په یو بل پوسټ کې د امریکا خلک مخاطب کړي او ویلي يې دي، چې یو اېس ای ډي ستاسو مالیې د کوېډـ۱۹ غوندې ناروغیو باندې ولګولې چې میلیونه خلک یې له امله مړه شول.

ماسک وروسته له هغه د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (یو اېس ای ډي) پر وړاندې سخت دریځ ونیوو، چې ویې غوښتل د دغه ادارې سیسټم ته فزیکي لاس رسی ولري، خو اجازه ورنکړل شوه.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (یو اېس ای ډي) په افغانستان کې د بېلابېلو تعلیمي، صحي او ظرفیت لوړونې پروژو ترڅنګ د بیا رغونې چارو کې هم پروژې تطبیق کړي.

سربندونه، ویالې او کانالونه هم په دغو پروژو کې شامل وو، چې د ځمکو د خړوبولو لپاره تر ټولو ګټورې پروژې وې.

خو دا چې په دغو ځمکو ولې د نورو کرنیزو کښتونو په ځای کوکنار کرل شوي، د چارو شنونکي یې د حکومتونو ناسم مدیریت په ګوته کوي.

د غزې په تړانګه کې ۹ مړي د خاورو له لاندې موندل شوي دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې فلسطیني ډاکټرانو په غزه کې له خاورو او خځلو څخه ۹ نور مړي را اېستلي، چې په دې سره د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د اسراییل په جګړو کې د وژل شویو شمېر اووه څلوېښت زره او ۴۹۸ ته ورسېد.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور تنه ټپیان هم روغتونونو ته لېږدول شوي، چې له دې سره د اسراییل په بریدونو کې د ټپیانو شمېر ۱۱۱۵۹۲ ته رسېدلی دی.

یاد وزارت زیاته کړې: "ډېری قربانیان لاهم د خټو او سړکونو لاندې بند پاتې دي، ځکه چې ژغورونکي نه شي کولی دوی ته ورسېږي."

د غزې د دولتي رسنیو دفتر د یکشنبې په سهار وویل، چې د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۶۱,۷۰۹ کسان وژل شوي چې ۱۴,۲۲۲ یې د خاورو لاندې لادرکه دي.

د حماس او اسراییل تر منځ د جنورۍ په ۱۹ مه د غزې په تړانګه کې د اوربند موافقه وشوه، چې د خونړۍ او ویجاړونکې جګړې مخه یې ونیوله.

یاده دې وي چې د دغه جګړې له امله د جرمونو نړۍوالې محکمې د تېر کال په نومبر میاشت کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوف ګالنټ د نیولو امر صادر کړ.

محکمې دغه دوه کسان په غزه کې د جنګي جرمونو او بشري ضد جنایتونو باندې تورن کړي دي.

د هند په مها کومب مذهبي مېله کې سږکال ۱۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د هند په شمال کې تر ټولو سترې مذهبي میلې مها کومب کې سږکال د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي.

د هند حکومت د میلې له پیل او تر اوسه د مرګ ژوبلې پوره ارقام نه دي خپاره کړي، خو ګومان کېږي چې د مرګژوبلې په شمېر کې به زیاتوالی راشي.

له دغه پېښې څو ورځې وروسته ځینې کورنۍ لا هم د خپلو عزیزانو په لټه کې دي.

کومب مېله په نړۍ کي یوه ستره مذهبي مېله بلل کېږي، چې د جنورۍ پر ۱۳مه پیلېږي او د لمانځلو پر وخت یې د شاوخوا ۴۰۰ میلیونو زیارت کوونکو د راتګ تمه کېږي.

ګومان کېده، چې سږ کال به په دغه مېله کې تر دوه میلیونه پورې انسانان ګډون وکړي.

سږ کال دغه مېله د هند په شمال کي په پریاګراج کي د ګنګا جمنا سیند د یو ځای کېدو په سیمه کي جوړه شوې ده.

زېلینسکي وايي د امریکا او روسیې له خبرو اترو د اوکراین ایستل 'ډېر خطرناک' دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې د اوکراین ولسمشر وویل چې د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ له خبرو اترو څخه د اوکراین ایستل به "ډیر خطرناک" وي. ولادیمیر زیلینسکي د اوربند د پلان جوړولو لپاره د کیېف او واشنګټن ترمنځ د نورو خبرو اترو غوښتنه وکړه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره ورځ له اسوشیټیډ پریس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې روسیه نه غواړي د اوربند په خبرو اترو کې برخه واخلي یا د هر ډول امتیازاتو په اړه بحث وکړي او کرملین په دې باور دی چې دوی د جګړې په ډکر کې برلاسي دي او باید وخت له لاسه ورنه کړي.

هغه وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولی شي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خبرو مېز ته راولي او د روسیې د انرژۍ او بانکي سیسټم په نښه کولو او د اوکراین د پوځ د دوامداره ملاتړ ګواښ ورته وکړي.

هغه د اوکراین په پلازمېنه کې په مرکه کې چې له یو ساعت څخه زیات یې دوام وکړ، وویل: "زه فکر کوم چې دا تر ټولو نږدې او مهم ګامونه دي."

د زیلینسکي څرګندونې د جمعې په ورځ د ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته وشوې، چې ویلي یې و امریکایي او روسي چارواکو د جګړې د پای ته رسولو په اړه "لا دمخه خبرې پيل کړې".

ټرمپ وویل چې د هغه ادارې له روسیې سره "ډیرې جدي" خبرې اترې کړې دي، خو هغه یې په اړه جزئیات ورنه کړل.

زیلینسکي د مرکې په یوه برخه کې ویلي چې ډیری اوکراینیان د خپل ژوند د بیا رغولو لپاره د جګړې وقفه غواړي.

هغه زیاتوي چې د هیواد د ختیځ په کنډواله بدل شوی او په میلیونونو اوکراینیان بې ځایه شوي او نشي کولی خپلو کورونو ته راستانه شي.

د اوکراین ولسمشر تاییدي چې د اوکراین نږدې پنځمه برخه اوس د روسیې له خوا نیول شوې ده او په دې سیمو کې د مسکو له خوا ټاکل شوي چارواکي په چټکۍ سره د اوکراین د هویت هر ډول نښې له منځه وړي.