د هند په مها کومب مذهبي مېله کې سږکال ۱۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هند په شمال کې تر ټولو سترې مذهبي میلې مها کومب کې سږکال د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي.

د هند په شمال کې تر ټولو سترې مذهبي میلې مها کومب کې سږکال د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي.
د هند حکومت د میلې له پیل او تر اوسه د مرګ ژوبلې پوره ارقام نه دي خپاره کړي، خو ګومان کېږي چې د مرګژوبلې په شمېر کې به زیاتوالی راشي.
له دغه پېښې څو ورځې وروسته ځینې کورنۍ لا هم د خپلو عزیزانو په لټه کې دي.
کومب مېله په نړۍ کي یوه ستره مذهبي مېله بلل کېږي، چې د جنورۍ پر ۱۳مه پیلېږي او د لمانځلو پر وخت یې د شاوخوا ۴۰۰ میلیونو زیارت کوونکو د راتګ تمه کېږي.
ګومان کېده، چې سږ کال به په دغه مېله کې تر دوه میلیونه پورې انسانان ګډون وکړي.
سږ کال دغه مېله د هند په شمال کي په پریاګراج کي د ګنګا جمنا سیند د یو ځای کېدو په سیمه کي جوړه شوې ده.


د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې د اوکراین ولسمشر وویل چې د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ له خبرو اترو څخه د اوکراین ایستل به "ډیر خطرناک" وي. ولادیمیر زیلینسکي د اوربند د پلان جوړولو لپاره د کیېف او واشنګټن ترمنځ د نورو خبرو اترو غوښتنه وکړه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره ورځ له اسوشیټیډ پریس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې روسیه نه غواړي د اوربند په خبرو اترو کې برخه واخلي یا د هر ډول امتیازاتو په اړه بحث وکړي او کرملین په دې باور دی چې دوی د جګړې په ډکر کې برلاسي دي او باید وخت له لاسه ورنه کړي.
هغه وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولی شي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خبرو مېز ته راولي او د روسیې د انرژۍ او بانکي سیسټم په نښه کولو او د اوکراین د پوځ د دوامداره ملاتړ ګواښ ورته وکړي.
هغه د اوکراین په پلازمېنه کې په مرکه کې چې له یو ساعت څخه زیات یې دوام وکړ، وویل: "زه فکر کوم چې دا تر ټولو نږدې او مهم ګامونه دي."
د زیلینسکي څرګندونې د جمعې په ورځ د ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته وشوې، چې ویلي یې و امریکایي او روسي چارواکو د جګړې د پای ته رسولو په اړه "لا دمخه خبرې پيل کړې".
ټرمپ وویل چې د هغه ادارې له روسیې سره "ډیرې جدي" خبرې اترې کړې دي، خو هغه یې په اړه جزئیات ورنه کړل.
زیلینسکي د مرکې په یوه برخه کې ویلي چې ډیری اوکراینیان د خپل ژوند د بیا رغولو لپاره د جګړې وقفه غواړي.
هغه زیاتوي چې د هیواد د ختیځ په کنډواله بدل شوی او په میلیونونو اوکراینیان بې ځایه شوي او نشي کولی خپلو کورونو ته راستانه شي.
د اوکراین ولسمشر تاییدي چې د اوکراین نږدې پنځمه برخه اوس د روسیې له خوا نیول شوې ده او په دې سیمو کې د مسکو له خوا ټاکل شوي چارواکي په چټکۍ سره د اوکراین د هویت هر ډول نښې له منځه وړي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای او اېم) په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بشردوستانه فعالیتونو له سره پیلولو په برخه کې د متحده ایالاتو له ژمنې هرکلی کوي.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په خبرپاڼه کې د ښاغلي روبیو د پرېکړې پر اهمیت ټینګار شوی، چې د ژوند ژغورونکو بشري فعالیتونو او هڅو کې به د متحده ایالاتو د مشرتابه دریځ لا پیاوړی کوي.
یاد سازمان دا هم ویلي، لکه څنګه چې ډېری کډوال بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو په لټه کې دي؛ د کډوالۍ نړۍوال سازمان د مکسیکو، ګواتیمالا، هاندوراس او پانامه په څېر هېوادونو کې خپل سیمهییز مرستندویه رضاکارانه راستنېدنه (ای وي ار) پروګرامونه لا پراخوي.
دغه پروګرامونه او بشري مرستې هغو زیان منونکو کډوالو ته حیاتي ملاتړ چمتو کوي، چې نشي کولی یا نه غواړي په خپل اوسني ځای کې پاتې شي او دا به له دوی سره مرسته وکړي چې په خوندي ډول بېرته ستانه شي.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان ویاند وویل: "سازمان غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې بېرته ستنېدنه په خپله خوښه، خوندي او په منظمه توګه ترسره کېږي او دوی به په دې برخه کې له حکومتونو او بشري شریکانو سره له نږدې کار وکړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان له اوږدې مودې راهیسې کډوالو ته د بېړنۍ مرستې، لنډمهاله سرپناه او د ځینو نورو برخو ملاتړ لپاره پر پروګرامونو کار کوي. دغه خدمتونه نه یوازې سمدستي اړتیاوې پوره کوي؛ بلکې د اوږدمهاله ثبات او د ناقانونه کډوالۍ بدیل کې هم مرسته کوي.
په تېرو څو لسیزو کې، د کډوالۍ نړۍوال سازمان په ټوله نړۍ کې د ۱.۵ مېلیون څخه زیاتو هغو کډوالو ته چې په خپله خوښه بېرته ستنېږي اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د اسراییل لومړي وزیر دفتر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) خبر ورکړی، چې بنیامین نتنیاهو نن امریکا ته روانېږي او هلته به د ولسمشر ټرمپ په ګډون له بېلابېلو امریکایي چارواکو سره وګوري.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، چې نتنیاهو به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وویني او دواړه لوري به د غزې د وضعیت، د حماس له لوري د برمته شویو اسراییلي وګړو په تړاو خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې نتنیاهو به په دغې ناسته کې د ایران او د هغې د سیمهییزو متحدینو پر وړاندې د مقابلې په تړاو هم له ټرمپ سره سلامشورې وکړي.
همداراز ټاکل شوې ده، چې نتنیاهو به د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ټرمپ د منځني ختیځ د چارو له استازي سټیو ویټکوف سره هم وګوري؛ ترڅو د غزې د اوربند د دویم پړاو پر سر خبرې اترې پیل کړي.
په دې لیدنه کې به د اسراییل دریځ وارزول شي او بیا به ویټکوف له هغو مصري او قطري چارواکو سره خبرې وکړي، چې د تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې د واشنګټن په ملاتړ د اسراییل او حماس ترمنځ منځګړیتوب کوي.
تېره میاشت اسراییل او حماس د یو پېچلي اوربند پر سر هوکړه وکړه، چې په درېیو پړاوونو کې پلی کېږي.
د دغه اوربند له مخې چې د لنډمهالې جګړهییزې وقفې لامل شوی، حماس ۱۸ برمته شوي اسرییلي وګړي خوشې کړي او په بدل کې یې سلګونه فلسطیني بندیان د اسراییل له زندانونو ازاد شوي دي.
دغه اوربند همداراز سلګونو زرو فلسطینیانو ته دا فرصت ورکړی، چې بېرته د غزې شمال کې خپلو کورونو ته ستانه شي.
متحده ایالات هر کال میلیاردونه ډالر پوځي مرستې اسراییل ته ورکوي. ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړیو فرمانونو کې نږدې ټولې نړۍوالې مرستې بندې کړې؛ خو اسراییل او مصر ته یې پوځي مرستې وساتلې.
نتنیاهو چې د نړۍ والې جنایي محکمې (ICC) له لوري د غزې د جګړې د جنګي جنایتونو د تورونو له امله د نیولو حکم پرې صادر شوی د ټرمپ له دې پرېکړې هرکلی وکړ.
نوموړي په خواله رسنیو کې ولیکل:« مننه ولسمشر ټرمپ چې د اسراییل د دفاع د ګډو دښمنانو پر وړاندې د مبارزې او د سولې او سوکالۍ ډک راتلونکي د تضمین لپاره مو خپلې ژمنې عملي کړې».
له بلې خوا ټرمپ چې د لوړې مراسمو پر مهال یې د امریکا د بهرني سیاست د سولې پالنې پر اصل ټینګار کړی و، په خپله وینا کې زیاته کړې وه: «موږ خپل بریالیتوب یوازې د هغو جګړو له مخې نه سنجوو چې ګټو یې؛ بلکې د هغو جګړو له مخې چې پای ته یې رسوو او تر ټولو مهم د هغو جګړو له مخې چې هیڅکله ورته نه داخلېږو. زما ستر میراث به د سولې پالنې او یووالي میراث وي».
د رسمي راپورونو له مخې، پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له کبله نږدې پنځوس زره فلسطینیان وژل شوي او تر سل زرو ډېر بیا ټپیان شوي دي.
په اوښتې مرګ ژوبله کې ډېر شمېر یې ښځې او ماشومان دي.
په غزه کې له انساني مرګ ژوبلې ور اخوا پراخ مالي زیانونه هم اوښتي، لوړ پوړیزې ودانۍ او کورونه د هوایي بریدونو او مخامخ جګړو له کبله په کنډوالو بدل شوي دي.

د پاکستان طالبانو تحریک لهخوا د (سلواغې ۱۴مه) په یوې خپرې شوې خبرپانه کې ادعا شوې، چې د پاکستاني پوځیانو تر څنګ یې د بېلابېلو امنیتي ادارو پر ضد د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې «۱۱۰ بریدونه کړي» چې په پایله کې یې د پاکستان د امنیتي ادارو ۱۵۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یادې وسلهوالې ډلې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر ضد د دوی په دغو وسلهوالو فعالیتونو ځانمرګي، مخامخ بریدونه، ځای پر ځای کړي چاودېدونکي توکي، ځوابي بریدونه او د لېزري وسلو عملیات شامل دي.
ټيټيپي وړاندې ويلي، چې په دغو بریدونو کې یې ټولټال د پوځ په ګډون د پاکستان د امنیتي ادارو ۷۵ سرتېري وژلي، ۸۰ تنه یې ټپیان کړي او لس تنه نور یې بیا ژوندي نیولي دي.
په خبرپاڼه راغلي، چې د دغو بریدونو په پایله کې یې د خېبر پښتونخوا په ټانک او شمالي وزیرستان کې تر ټولو ډېر پاکستاني پوځیان وژلي چې شمېر ۳۴ تنو ته رسېږي.
همدا راز ادعا شوې، چې په بېلابېلو بریدونو کې یې له پاکستاني امنیتي ادارو څخه یو شمېر وسلې او ټانکونه هم نیولي دي.
ټيټيپي زیاته کړې، چې د جنورۍ میاشتې په دغو جنګي فعالیتونو کې یې د پوځ یوه ډرون الوتکه، اته زغروال موټر او د سيسيټي یو شمېر کامرې هم لمنځه وړې دي.
د پاکستاني طالبانو دغه ادعاو ته لا تر اوسه پورې پوځ کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان پوځ تېره ورځ د (سلواغې ۱۳مه) ویلي و، چې د بلوچستان په قلات ولسوالۍ کې یې ۱۸ سرتېري وژل شوي او ادعا یې کړې چې دوی هم ۲۳ وسلهوال وژلي دي.
د «ټيټيپي» لهخوا د پاکستان پوځ د تېرې جنورۍ میاشتې په لړ کې د اوښتې درنې مرګ ژوبلې ادعا داسې مهال کېږي، چې پاکستاني چارواکو په وار وار په افغانستان کې د دغې وسلهوالې ډلې د بریدونو د پلان کېدو خبرې کړې دي.
پاکستان نیوکې کوي، چې افغان طالبانو د افغانستان دننه «ټيټيپي» وسلهوالې ډلې ته ځای ورکړی او له هماغې ځایه د پاکستان خلاف بریدونه تنظیموي؛ خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.
د پاکستان جېټ الوتکو څه باندې یوه میاشت وړاندې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه وکړل او بیا یې ادعا وکړه، چې د پاکستاني طالبانو یو شمېر مهم غړي او قوماندانان یې په نښه کړي دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون طالبانو او د افغانستان پخواني جمهوري نظام لوړپوړو چارواکو دغه بریدونه وغندل.
دوی وویل، چې پاکستان په یادو هوایي بریدونو کې وزیرستاني کډوال په نښه کړي چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.
په ورته مهال د خېبر پښتونخوا یو شمېر سیاستوالو هم د «ټيټيپي» د بریدونو له پراخېدو اندېښنه څرګنده کړې او نیوکې یې کړې، چې د پاکستان حکومت د بې غورۍ له امله ځنې سیمې د پاکستاني طالبانو تر واک لاندې راغلي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون بیا تازه دا ادعا هم کړې، چې د باجوړ په ګډون د خېبر پښتونخوا په یو شمېر ولسوالیو کې د شپې د طالبانو حکومت وي او د ورځې د پاکستاني پوځ.

د امریکا ولسمشر د کاناډا، مکسیکو او چین څخه متحده ایالاتو ته په راتلونکو توکو باندې د تعرفې صادرولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ او د امریکا د نږدې سوداګریزو شریکانو سره یې د سوداګریزې شخړې خطر لوړ کړ.
د ټرمپ د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي وویل، یوازیني محصولات چې له تعرفو څخه معاف دي د کاناډا د انرژۍ محصولات دي.
د نوموړي په وینا، دا هغه محصولات دي چې د لس سلنه ټیټې تعرفې نرخ ولري ترڅو "د ګازو او د کور د تودوخې تېلو نرخونو باندې د هر ډول ګډوډۍ اغېز راکم کړي."
متحده ایالات به د سې شنبه په ورځ د کاناډا په توکو باندې د تعرفو راټولول پیل کړي، خو دا څرګنده نه ده چې په مکسیکو او چین باندې تعرفې به کله پلي شي.
ولسمشر ټرمپ ویلي: "موږ اړتیا لرو چې د امریکایانو ساتنه وکړو، او دا د ولسمشر په توګه زما دنده ده، چې د ټولو خوندیتوب ډاډمن کړم،"
نوموړي د سوشل میډيا په یوه پوسټ کې اعلان کړی، چې ګمرکي تعرفې یې لاسلیک کړې: "ما په خپل کمپاین کې ژمنه وکړه، چې د غیرقانوني بهرنیانو او مخدره توکو د سېلاب مخه ونیسم چې زموږ د پولو څخه تېرېږي او امریکایانو په پراخه کچه د هغې په ګټه رایه ورکړه."
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، چې دا تعرفې د دې لپاره پلي کېږي چې په درېیو هېوادونو فشار راوړي، چې متحده ایالاتو ته د کډوالو جریان ودروي او تر هغه چې "کړکېچ کم شوی نه وي" تعرفې به په خپل ځای پاتې وي.