• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د متحده ایالاتو د بشري مرستو له نوې ژمنې هرکلی وکړ

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۰

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای او اېم) په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بشردوستانه فعالیتونو له سره پیلولو په برخه کې د متحده ایالاتو له‌ ژمنې هرکلی کوي.

د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په خبرپاڼه کې د ښاغلي روبیو د پرېکړې پر اهمیت ټینګار شوی، چې د ژوند ژغورونکو بشري فعالیتونو او هڅو کې به د متحده ایالاتو د مشرتابه دریځ لا پیاوړی کوي.

یاد سازمان دا هم ویلي، لکه څنګه چې ډېری کډوال بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو په لټه کې دي؛ د کډوالۍ نړۍوال سازمان د مکسیکو، ګواتیمالا، هاندوراس او پانامه په څېر هېوادونو کې خپل سیمه‌ییز مرستندویه رضاکارانه راستنېدنه (ای وي ار) پروګرامونه لا پراخوي.

دغه پروګرامونه او بشري مرستې هغو زیان منونکو کډوالو ته حیاتي ملاتړ چمتو کوي، چې نشي کولی یا نه غواړي په خپل اوسني ځای کې پاتې شي او دا به له دوی سره مرسته وکړي چې په خوندي ډول بېرته ستانه شي.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان ویاند وویل: "سازمان غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې بېرته ستنېدنه په خپله خوښه، خوندي او په منظمه توګه ترسره کېږي او دوی به په دې برخه کې له حکومتونو او بشري شریکانو سره له نږدې کار وکړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان له اوږدې مودې راهیسې کډوالو ته د بېړنۍ مرستې، لنډمهاله سرپناه او د ځینو نورو برخو ملاتړ لپاره پر پروګرامونو کار کوي. دغه خدمتونه نه یوازې سمدستي اړتیاوې پوره کوي؛ بلکې د اوږدمهاله ثبات او د ناقانونه کډوالۍ بدیل کې هم مرسته کوي.
په تېرو څو لسیزو کې، د کډوالۍ نړۍوال سازمان په ټوله نړۍ کې د ۱.۵ مېلیون څخه زیاتو هغو کډوالو ته چې په خپله خوښه بېرته ستنېږي اسانتیاوې برابرې کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د غزې د سولې تړون دویم پړاو؛ د اسراییل لومړی وزیر د ټرمپ د لیدو لپاره نن امریکا ته روانېږي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۱۸ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر دفتر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) خبر ورکړی، چې بنیامین نتنیاهو نن امریکا ته روانېږي او هلته به د ولسمشر ټرمپ په ګډون له بېلابېلو امریکایي چارواکو سره وګوري.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، چې نتنیاهو به د راتلونکې سې‌ شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وویني او دواړه لوري به د غزې د وضعیت، د حماس له لوري د برمته شویو اسراییلي وګړو په تړاو خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې نتنیاهو به په دغې ناسته کې د ایران او د هغې د سیمه‌ییزو متحدینو پر وړاندې د مقابلې په تړاو هم له ټرمپ سره سلامشورې وکړي.

همداراز ټاکل شوې ده، چې نتنیاهو به د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ټرمپ د منځني ختیځ د چارو له استازي سټیو ویټکوف سره هم وګوري؛ ترڅو د غزې د اوربند د دویم پړاو پر سر خبرې اترې پیل کړي.

په دې لیدنه کې به د اسراییل دریځ وارزول شي او بیا به ویټکوف له هغو مصري او قطري چارواکو سره خبرې وکړي، چې د تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې د واشنګټن په ملاتړ د اسراییل او حماس ترمنځ منځګړیتوب کوي.

تېره میاشت اسراییل او حماس د یو پېچلي اوربند پر سر هوکړه وکړه، چې په درېیو پړاوونو کې پلی کېږي.

د دغه اوربند له مخې چې د لنډمهالې جګړه‌‌ییزې وقفې لامل شوی، حماس ۱۸ برمته شوي اسرییلي وګړي خوشې کړي او په بدل کې یې سلګونه فلسطیني بندیان د اسراییل له زندانونو ازاد شوي دي.

دغه اوربند همداراز سلګونو زرو فلسطینیانو ته دا فرصت ورکړی، چې بېرته د غزې شمال کې خپلو کورونو ته ستانه شي.

متحده ایالات هر کال میلیاردونه ډالر پوځي مرستې اسراییل ته ورکوي. ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړیو فرمانونو کې نږدې ټولې نړۍوالې مرستې بندې کړې؛ خو اسراییل او مصر ته یې پوځي مرستې وساتلې.

نتنیاهو چې د نړۍ والې جنایي محکمې (ICC) له لوري د غزې د جګړې د جنګي جنایتونو د تورونو له امله د نیولو حکم پرې صادر شوی د ټرمپ له دې پرېکړې هرکلی وکړ.

نوموړي په خواله رسنیو کې ولیکل:« مننه ولسمشر ټرمپ چې د اسراییل د دفاع د ګډو دښمنانو پر وړاندې د مبارزې او د سولې او سوکالۍ ډک راتلونکي د تضمین لپاره مو خپلې ژمنې عملي کړې».

له بلې خوا ټرمپ چې د لوړې مراسمو پر مهال یې د امریکا د بهرني سیاست د سولې پالنې پر اصل ټینګار کړی و، په خپله وینا کې زیاته کړې وه: «موږ خپل بریالیتوب یوازې د هغو جګړو له مخې نه سنجوو چې ګټو یې؛ بلکې د هغو جګړو له مخې چې پای ته یې رسوو او تر ټولو مهم د هغو جګړو له مخې چې هیڅکله ورته نه داخلېږو. زما ستر میراث به د سولې پالنې او یووالي میراث وي».

د رسمي راپورونو له مخې، پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له کبله نږدې پنځوس زره فلسطینیان وژل شوي او تر سل زرو ډېر بیا ټپیان شوي دي.

په اوښتې مرګ ژوبله کې ډېر شمېر یې ښځې او ماشومان دي.

په غزه کې له انساني مرګ ژوبلې ور اخوا پراخ مالي زیانونه هم اوښتي، لوړ پوړیزې ودانۍ او کورونه د هوایي بریدونو او مخامخ جګړو له کبله په کنډوالو بدل شوي دي.

د ټي‌ټي‌پي ادعا: جنورۍ میاشت کې مو د پاکستان ۱۵۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۴ GMT+۰

د پاکستان طالبانو تحریک له‌خوا د (سلواغې ۱۴مه) په یوې خپرې شوې خبرپانه کې ادعا شوې، چې د پاکستاني پوځیانو تر څنګ یې د بېلابېلو امنیتي ادارو پر ضد د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې «۱۱۰ بریدونه کړي» چې په پایله کې یې د پاکستان د امنیتي ادارو ۱۵۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې وسله‌والې ډلې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر ضد د دوی په دغو وسله‌والو فعالیتونو ځانمرګي، مخامخ بریدونه، ځای پر ځای کړي چاودېدونکي توکي، ځوابي بریدونه او د لېزري وسلو عملیات شامل دي.

ټي‌ټي‌پي وړاندې ويلي، چې په دغو بریدونو کې یې ټول‌ټال د پوځ په ګډون د پاکستان د امنیتي ادارو ۷۵ سرتېري وژلي، ۸۰ تنه یې ټپیان کړي او لس تنه نور یې بیا ژوندي نیولي دي.

په خبرپاڼه راغلي‌، چې د دغو بریدونو په پایله کې یې د خېبر پښتونخوا په ټانک او شمالي وزیرستان کې تر ټولو ډېر پاکستاني پوځیان وژلي چې شمېر ۳۴ تنو ته رسېږي.

همدا راز ادعا شوې، چې په بېلابېلو بریدونو کې یې له پاکستاني امنیتي ادارو څخه یو شمېر وسلې او ټانکونه هم نیولي دي.

ټي‌ټي‌پي زیاته کړې، چې د جنورۍ میاشتې په دغو جنګي فعالیتونو کې یې د پوځ یوه ډرون الوتکه، اته زغروال موټر او د سي‌سي‌ټي یو شمېر کامرې هم لمنځه وړې دي.

د‌ پاکستاني طالبانو دغه ادعاو ته لا تر اوسه پورې پوځ کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان پوځ تېره ورځ د (سلواغې ۱۳مه) ویلي و، چې د بلوچستان په قلات ولسوالۍ کې یې ۱۸ سرتېري وژل شوي او ادعا یې کړې چې دوی هم ۲۳ وسله‌وال وژلي دي.

د «ټي‌ټي‌پي» له‌خوا د پاکستان پوځ د تېرې جنورۍ میاشتې په لړ کې د اوښتې درنې مرګ ژوبلې ادعا داسې مهال کېږي، چې پاکستاني چارواکو په وار وار په افغانستان کې د دغې وسله‌والې ډلې د بریدونو د پلان کېدو خبرې کړې دي.

پاکستان نیوکې کوي، چې افغان طالبانو د افغانستان دننه «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې ته ځای ورکړی او له هماغې ځایه د پاکستان خلاف بریدونه تنظیموي؛ خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.

د پاکستان جېټ الوتکو څه باندې یوه میاشت وړاندې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه وکړل او بیا یې ادعا وکړه، چې د پاکستاني طالبانو یو شمېر مهم غړي او قوماندانان یې په نښه کړي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون طالبانو او د افغانستان پخواني جمهوري نظام لوړپوړو چارواکو دغه بریدونه وغندل.

دوی وویل، چې پاکستان په یادو هوایي بریدونو کې وزیرستاني کډوال په نښه کړي چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.

په ورته مهال د خېبر پښتونخوا یو شمېر سیاست‌والو هم د «ټي‌ټي‌پي» د بریدونو له پراخېدو اندېښنه څرګنده کړې او نیوکې یې کړې، چې د پاکستان حکومت د بې غورۍ له امله ځنې سیمې د پاکستاني طالبانو تر واک لاندې راغلي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون بیا تازه دا ادعا هم کړې، چې د باجوړ په ګډون د خېبر پښتونخوا په یو شمېر ولسوالیو کې د شپې د طالبانو حکومت وي او د ورځې د پاکستاني پوځ.

ټرمپ له کاناډا، مکسیکو او چین څخه امریکا ته په راتلونکو وارداتي توکو تعرفې ولګولې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر د کاناډا، مکسیکو او چین څخه متحده ایالاتو ته په راتلونکو توکو باندې د تعرفې صادرولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ او د امریکا د نږدې سوداګریزو شریکانو سره یې د سوداګریزې شخړې خطر لوړ کړ.

د ټرمپ د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي وویل، یوازیني محصولات چې له تعرفو څخه معاف دي د کاناډا د انرژۍ محصولات دي.

د نوموړي په وینا، دا هغه محصولات دي چې د لس سلنه ټیټې تعرفې نرخ ولري ترڅو "د ګازو او د کور د تودوخې تېلو نرخونو باندې د هر ډول ګډوډۍ اغېز راکم کړي."

متحده ایالات به د سې شنبه په ورځ د کاناډا په توکو باندې د تعرفو راټولول پیل کړي، خو دا څرګنده نه ده چې په مکسیکو او چین باندې تعرفې به کله پلي شي.

ولسمشر ټرمپ ویلي: "موږ اړتیا لرو چې د امریکایانو ساتنه وکړو، او دا د ولسمشر په توګه زما دنده ده، چې د ټولو خوندیتوب ډاډمن کړم،"

نوموړي د سوشل میډيا په یوه پوسټ کې اعلان کړی، چې ګمرکي تعرفې یې لاسلیک کړې: "ما په خپل کمپاین کې ژمنه وکړه، چې د غیرقانوني بهرنیانو او مخدره توکو د سېلاب مخه ونیسم چې زموږ د پولو څخه تېرېږي او امریکایانو په پراخه کچه د هغې په ګټه رایه ورکړه."

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، چې دا تعرفې د دې لپاره پلي کېږي چې په درېیو هېوادونو فشار راوړي، چې متحده ایالاتو ته د کډوالو جریان ودروي او تر هغه چې "کړکېچ کم شوی نه وي" تعرفې به په خپل ځای پاتې وي.

احمد الشرع د سوریې د ولسمشر په توګه لومړی سفر سعودي عربستان ته کوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۰

د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي.

په سوریه کې سرچینو د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې الشرع به دوه ورځې په سعودي عربستان کې وي او تمه کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه به خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، نوموړی د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر کوي.

الشرع په داسې حال کې د سوریې د موقتې دورې د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي، چې مخالفو ځواکونو د تېر ډسمبر په میاشت کې د بشار الاسد پر ضد عملیات پیل کړل او د هغه واکمني یې پای ته ورسوله.

د ولسمشر په توګه الشرع ته دا واک هم ورکړل شوی، چې د انتقالي مرحلې لپاره یوه لنډمهاله مقننه شورا جوړه کړي، چې د نوي اساسي قانون تر تصویب پورې به خپله دنده پرمخ وړي.

یاده دې وي، چې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته الشرع ته د مبارکۍ پیغامونه استولي او هغه ته یې د بریالیتوب هیله کړې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر: یو میلیون او سل زره افغان کډوال مو له هېواده اېستلي دي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۸ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي، چې د روان کال له پیل راهیسې څه باندې یو میلیون غیر قانوني کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې له یاد شمېر کډوالو څخه ښایي ۵۰ سلنه یې بېرته ایران ته راګرځېدلي وي.

سکندر مومني د سې شنبه په ورځ د ایران له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې هېواد یې نور د افغان کډوالو د کوربه توب وړتیا نه لري او هڅه کوي، چې د پولو د تړلو په ګډون د بېلابېلو اقداماتو سره ایران ته د غیر قانوني کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.

نوموړي همداراز اعلان وکړ، چې په ایران کې څه باندې شپږ میلیونه بهرنیان ژوند کوي، چې د دوی له جملې څخه لږ تر لږه دوه میلیونه یې اسناد نه لري.

هغه د بې اسنادو کډوالو پر شړلو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دغو کسانو له اېستلو پرته بله لار نه شته.

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې له کډوالو سره د مرستې لپاره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي او تر څنګ یې دغو کډوالو له ایرانیانو کاري فرصتونه هم نیولي دي.

په ایران کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي او لا هم روان دي، چې په ترڅ کې یې لکونه افغانان په زور له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.