احمد الشرع د سوریې د ولسمشر په توګه لومړی سفر سعودي عربستان ته کوي

د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي.

د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي.
په سوریه کې سرچینو د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې الشرع به دوه ورځې په سعودي عربستان کې وي او تمه کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه به خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، نوموړی د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر کوي.
الشرع په داسې حال کې د سوریې د موقتې دورې د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي، چې مخالفو ځواکونو د تېر ډسمبر په میاشت کې د بشار الاسد پر ضد عملیات پیل کړل او د هغه واکمني یې پای ته ورسوله.
د ولسمشر په توګه الشرع ته دا واک هم ورکړل شوی، چې د انتقالي مرحلې لپاره یوه لنډمهاله مقننه شورا جوړه کړي، چې د نوي اساسي قانون تر تصویب پورې به خپله دنده پرمخ وړي.
یاده دې وي، چې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته الشرع ته د مبارکۍ پیغامونه استولي او هغه ته یې د بریالیتوب هیله کړې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي، چې د روان کال له پیل راهیسې څه باندې یو میلیون غیر قانوني کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې له یاد شمېر کډوالو څخه ښایي ۵۰ سلنه یې بېرته ایران ته راګرځېدلي وي.
سکندر مومني د سې شنبه په ورځ د ایران له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې هېواد یې نور د افغان کډوالو د کوربه توب وړتیا نه لري او هڅه کوي، چې د پولو د تړلو په ګډون د بېلابېلو اقداماتو سره ایران ته د غیر قانوني کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
نوموړي همداراز اعلان وکړ، چې په ایران کې څه باندې شپږ میلیونه بهرنیان ژوند کوي، چې د دوی له جملې څخه لږ تر لږه دوه میلیونه یې اسناد نه لري.
هغه د بې اسنادو کډوالو پر شړلو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دغو کسانو له اېستلو پرته بله لار نه شته.
د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې له کډوالو سره د مرستې لپاره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي او تر څنګ یې دغو کډوالو له ایرانیانو کاري فرصتونه هم نیولي دي.
په ایران کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي او لا هم روان دي، چې په ترڅ کې یې لکونه افغانان په زور له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

راپورونه وایي چې د بندیانو د خوشې کولو لپاره د عراق، حزب الله او اسراییل ترمنځ روانې خبرې اترې چې په لبنان کې د اوربند د مودې د غځولو د یوې برخې په توګه اعلان شوي، ښایي په عراق کې د ایران پلوه ملیشو په ګډون د الیزابیت د خوشې کېدو لامل شي.
الیزابیت تورکوف په پرنسټن پوهنتون کې د اسراییل د دوکتورا محصله وه، چې نږدې دوه کاله وړاندې په عراق کې د ایران پلوه ملیشو له خوا تښتول شوې ده.
په عراق او لبنان کې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د حزب الله له خوا د بندیانو د نومونو نوملړ لبناني چارواکو ته استول شوی، چې د دوی د خوشې کولو لپاره د خبرو اترو پروسه پیل کړي.
د دوی په منځ کې عماد امحاز د لبنان د سوداګریزې بېړۍ کپتان دی، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په لومړیو کې په بطرون کې د اسراییلي کمانډو له خوا په ډراماټیک ډول وتښتول شو.
د شپږو نورو کسانو نومونه هم په نوملړ کې ښکاري، چې ټول په سوېلي لبنان کې تښتول شوي.
خو حزب الله ته نږدې یوې سرچینې ویلي، چې د اسراییلو له خوا د نیول شویو کسانو کره شمېره معلومه نه ده، ځکه د لبنان په سوېل کې تر خاورو لاندې ډېر کسان لادرکه دي.
په بغداد او بېروت کې باخبرو سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط امواج میډیا ته ویلي، چې د عراقي بندیانو د تبادلې وړاندیز کېدای شي اسراییل د حزب الله نیول شوي جنګیالي او کپټان امحاز د څېړونکې الیزابیت تورکوف په بدل کې خوشې کړي، چې دوه ګونی اسراییلي- روسی تابعیت لري.
یوې لوړپوړې عراقي سرچینې چې شیعه وسله والو ډلو ته نږدې دی، څرګنده کړه: "د څېړونکې تښتوونکو د تبادلې په برخه کې خپل لېوالتیا ښودلې ده،" خو اسراییلو ظاهراً تر اوسه کومه ژمنه نه ده کړې.

د ایران د سپاه پاسدارانو سمندري ځواکونو د ځمکې لاندې د توغندیو د ښارګوټي له پرانیستلو وروسته د لومړي ځل لپاره د قدر ۳۸۰ په نوم سمندري کروز توغندی نندارې ته وړاندې کړ.
دغه توغندی تر زرو کیلو مټرو زیات واټن ویشتلی شي او د هدف په نښه کولو لپاره مناسب لوری او لوړوالی غوره کولای شي.
د دې ترڅنګ د القدر ۳۸۰ توغندی هم د مداخلې په وړاندې مقاومت لري او هم کولای شي په برقي جنګي فضا کې عملیات ترسره کړي.
ایران داسې مهال دغه توغندی نندارې ته وړاندې کړی، چې تېره ورځ د امریکا د سنا او ولسي جرګې د ډېموکراټانو او جمهوري غوښتونکو استازو یوې ډلې یو پرېکړه لیک صادر کړی او ټینګار یې کړی، چې متحده ایالات، اسراییل او د دوی شریکان او متحدان باید اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي له ګواښ سره د مقابلې لپاره ټول انتخابونه په خپل مېز کېږدي.

د سوریې د حلب ولایت د منبج په ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د نامعلومه وسله والو په یوه برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د منبج ښار په رباطه سیمه کې چې د سوریې د ملي اردو تر کنټرول لاندې دی، وسله والو د بمونو ډک موټر ته چاودنه ورکړې.
په سمدستي توګه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ځايي امنیتي ځواکونو ویلي چې ښايي د دغه برید تر شاه د ګورد ترهګریز سازمان لاس وي.
د کرد وسله واله ډله چې د تركيې پر وړاندې په خپله ۴۰ كلنه ترهګریزه مبارزه كې د تركيې، امريكا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګریز سازمان په توګه لست شوې، د ښځو، نويو زېږېدلو ماشومانو او بوډاګانو په ګډون د څه باندې څلويښت زره كسانو د وژنې مسووليت لري.
د راپورونو له مخې، په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو راهیسې وسله والې ډلې هڅه کوي، چې له سیمه ییزې بې ثباتۍ څخه په ګټې اخیستنې د ترکیې سره په پوله کې د "ترهګرۍ دهلیز" رامنځته کړي.

د اوکراین او روسیې لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، چې متحده ایالات له اوکراین څخه غواړي، چې د کال تر پایه او یا هم له روسیې سره له روبند وروسته ټاکنې ترسره کړي.
د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیټ کیلوګ رویټرز ته ویلي، چې په اوکراین کې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې چې د جګړو له امله ځنډول شوي، باید ترسره شي.
هغه استدلال وکړ، چې ډېری ډېموکراټیک هېوادونه د جګړې په وخت کې ټاکنې ترسره کوي او دا کار به د اوکراین ډېموکراسي پیاوړې کړي.
کیلوګ وویل: "دا د یوې قوي ډېموکراسۍ ښکلا ده، تاسو په احتمالي توګه له یو څخه ډېر کسان لرئ."
ټرمپ او کیلوګ اشاره کړې ده، چې دوی د نوي ادارې په لومړیو میاشتو کې د سولې تړون په پلان کار کوي.
یو پخوانی امریکایي چارواکی چې نوم یې نه دی یاد شوی وویل، چې د ټرمپ چارواکي په پام کې لري څو اوکراین د روسیې سره د لومړني اوربند د یوې برخې په توګه د ټاکنو ترسره کولو ته وهڅوي.
دوی په دې هم بحث کوي، چې د یوه دایمي حل په اړه د خبرو اترو دمخه د لنډمهاله اوربند وروسته د ټاکنو ګټونکي احتمالي له مسکو سره د راتلونکو خبرو څارنه وکړي.
د رویټرز په وینا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي دي، چې که چیرې جګړه پای ته ورسېږي او د روسیې د نوي تېري د مخنیوي لپاره امنیتي ضمانتونه په پام کې ونیول شي، ټاکنې ترسره کېدای شي.
خو د اوکراین د حکومت یوه جګپوړي سلاکار او یوه بل چارواکي ویلي، چې د ټرمپ ادارې تر اوسه د کال تر پایه د انتخاباتو لپاره رسمي غوښتنه نه ده کړې.
د اوکراین قانون اوس مهال د مارشل لاندې ده، چې ټاکنې منع کوي.
