د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، چې نتنیاهو به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وویني او دواړه لوري به د غزې د وضعیت، د حماس له لوري د برمته شویو اسراییلي وګړو په تړاو خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې نتنیاهو به په دغې ناسته کې د ایران او د هغې د سیمهییزو متحدینو پر وړاندې د مقابلې په تړاو هم له ټرمپ سره سلامشورې وکړي.
همداراز ټاکل شوې ده، چې نتنیاهو به د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ټرمپ د منځني ختیځ د چارو له استازي سټیو ویټکوف سره هم وګوري؛ ترڅو د غزې د اوربند د دویم پړاو پر سر خبرې اترې پیل کړي.
په دې لیدنه کې به د اسراییل دریځ وارزول شي او بیا به ویټکوف له هغو مصري او قطري چارواکو سره خبرې وکړي، چې د تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې د واشنګټن په ملاتړ د اسراییل او حماس ترمنځ منځګړیتوب کوي.
تېره میاشت اسراییل او حماس د یو پېچلي اوربند پر سر هوکړه وکړه، چې په درېیو پړاوونو کې پلی کېږي.
د دغه اوربند له مخې چې د لنډمهالې جګړهییزې وقفې لامل شوی، حماس ۱۸ برمته شوي اسرییلي وګړي خوشې کړي او په بدل کې یې سلګونه فلسطیني بندیان د اسراییل له زندانونو ازاد شوي دي.
دغه اوربند همداراز سلګونو زرو فلسطینیانو ته دا فرصت ورکړی، چې بېرته د غزې شمال کې خپلو کورونو ته ستانه شي.
متحده ایالات هر کال میلیاردونه ډالر پوځي مرستې اسراییل ته ورکوي. ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړیو فرمانونو کې نږدې ټولې نړۍوالې مرستې بندې کړې؛ خو اسراییل او مصر ته یې پوځي مرستې وساتلې.
نتنیاهو چې د نړۍ والې جنایي محکمې (ICC) له لوري د غزې د جګړې د جنګي جنایتونو د تورونو له امله د نیولو حکم پرې صادر شوی د ټرمپ له دې پرېکړې هرکلی وکړ.
نوموړي په خواله رسنیو کې ولیکل:« مننه ولسمشر ټرمپ چې د اسراییل د دفاع د ګډو دښمنانو پر وړاندې د مبارزې او د سولې او سوکالۍ ډک راتلونکي د تضمین لپاره مو خپلې ژمنې عملي کړې».
له بلې خوا ټرمپ چې د لوړې مراسمو پر مهال یې د امریکا د بهرني سیاست د سولې پالنې پر اصل ټینګار کړی و، په خپله وینا کې زیاته کړې وه: «موږ خپل بریالیتوب یوازې د هغو جګړو له مخې نه سنجوو چې ګټو یې؛ بلکې د هغو جګړو له مخې چې پای ته یې رسوو او تر ټولو مهم د هغو جګړو له مخې چې هیڅکله ورته نه داخلېږو. زما ستر میراث به د سولې پالنې او یووالي میراث وي».
د رسمي راپورونو له مخې، پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له کبله نږدې پنځوس زره فلسطینیان وژل شوي او تر سل زرو ډېر بیا ټپیان شوي دي.
په اوښتې مرګ ژوبله کې ډېر شمېر یې ښځې او ماشومان دي.
په غزه کې له انساني مرګ ژوبلې ور اخوا پراخ مالي زیانونه هم اوښتي، لوړ پوړیزې ودانۍ او کورونه د هوایي بریدونو او مخامخ جګړو له کبله په کنډوالو بدل شوي دي.