• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خېبر پښتونخوا کې د ناامنۍ څپې؛ کرک کې په یوه برید کې ۲ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۴۳ GMT+۰

یوې سرچینې افغانستان انټرنشل ته د (سلواغې په ۱۸مه) ویلي، چې تېره شپه د خېبر پښتونخوا ایالت د کرک ولسوالۍ په بهادرخېلو سیمه کې پر ځایي پولیسو وسله‌والو برید کړی او ۸ تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینې په خبره، په یاده پېښه کې دوه تنه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د ځايي خبریالانو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ځیني پولیس لادرکه شوي هم دي او موندلو پسې یې ځايي امنیتي ځواکونو هڅې پېل کړې ډي.

د خېبر پښتونخوا امنیتي مسوولینو د دغه برید په تړاو جزییات نه دي‌ ورکړي؛ خو یوازې همدومره یې ویلي چې په تړاو یې څېړنې روانې دي.

کرک د خېبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ده، چې د نورو ځایونو پرتله پکې نا امنۍ او جګړې کمې دي.

د تېرو څلور ورځو راهیسې په خېبر پښتونخوا کې دغه برید د نا امنۍ شپږمه پېښه ګڼل شوې او له همدې کبله د جګړې د لا ډېرېدو اټکل شوی دی.

لا تر اوسه هېڅ کومې وسله‌والې ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی؛ خو په خېبر پښتونخوا کې ډېر کله پاکستاني طالبانو د دغه ډول بریدونو د ترسراوي ټتر وهلی دی.

په خېبر پښتونخوا کې ترهګریزې پېښې داسې مهال ډېرېږي، چې یو شمېر ځايي سیاست‌والو نیوکې کړې چې د پاکستان د بې غورۍ له کبله په یاد ایالت کې د «ټي‌ټي‌پي» فعالیتونو زور اخیستی او حتی ځینې سیمې یې تر خپل واک لاندې راوستې دي.

هم مهاله پاکستان ادعا کوي‌، چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پټنځایونه لري او له هماغه ځایه د پاکستان دننه بریدونه تنظیموي؛ خو افغان طالبانو دغه ادعاوې په وار وار رد کړې دي.

تېره اونۍ په پاکستان کې د «ټي‌ټي‌پي» په لیکو کې له پوځ سره د جګړې پر مهال د طالبانو د بادغېس د مرستیال والي زوی هم وژل شوی و، چې پاکستان یې جسد طالبانو ته سپارلی دی. داسې راپورونه شته، چې د افغان طالبانو ځینو غړو هم له پاکستاني طالبانو سره لاس یو کړی او د پاکستان دننه په یو شمېر بریدونو کې ښکاره لاسونه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

امانوېل مکرون د سوریې نوي مشر احمد الشرع ته د فرانسې له ورتګ رسمي بلنه ورکړه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۳ GMT+۰

د سوریې د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی، چې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع ته بلنه ورکړې، چې په راتلونکو اونیو کې پاریس ته سفر وکړي. دواړو ولسمشرانو د ټیلیفوني خبرو پر مهال د سوریې پر اقتصادي بندیزونو هم خبرې کړې دي.

سوریه د بشار الاسد د حکومت پر مهال چې کابو ۱۳ کاله یې کورنۍ جګړه تجربه کړه، د ډېرو هېوادونو له‌خوا له اقتصادي بندیزونو سره مخ وه.

ډېری هېوادونو له دمشق سره خپلې اړیکې پرې کړې وې؛ خو د سوریې د نوي حکومت له جوړېدو سره ځیني هېوادونه بېرته له دمشق سره د اړیکو د عادي کولو هڅه کوي.

احمد الشرع چې تازه د سوریې د انتقالي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی، د دې اونۍ د سې شنبې په ورځ یې ترکیې ته سفر وکړ او د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې ولیدل.

تر دې وړاندې الشرع خپل لومړنی بهرنی سفر سعودي عربستان ته کړی و او هلته یې د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي وو.

دغه سفر ښيي، چې د سوریې نوي حکومت ته سعودي مهم دی؛ ځکه چې د بشار الاسد پخواني حکومت له ایران سره نږدې اړیکې لرلې او ایران د سعودي عربستان کلک سیال بلل کېږي.

احمد الشرع چې د بشار الاسد د حکومت تر پرځېدو مخکې د "ابومحمد جولاني" په نوم پېژندل کېده، د "هیئت تحریر الشام" مشر و، هغه ډله چې د اسد د مخالفینو په بریا کې مهم رول لري. تحریر الشام چې پخوا د "جبهه النصره" په نوم پېژندل کېده د یو شمېر هېوادونو لکه ترکیې، امریکا، ځینو اروپايي هېوادونو او ملګرو ملتونو له‌خوا د ترهګرې ډلې په توګه یاده شوې.

امریکا پخوا د احمد الشرع د نیولو لپاره ۱۰ مېلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه؛ خو اوس یې دغه بندیز لرې کړی دی.

د سوریې د انتقالي حکومت مشر له هغه وخته چې (د جنورۍ په ۸مه) دمشق ته داخل شوی، هڅه کوي ځان د یو معتدل مشر په توګه وښيي او له لوېدیځو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي.

هغه د ښځو د نسبي ازادۍ په ځانګړې توګه د لباس د انتخاب په اړه تر اوسه مخالفت نه ‌دی کړی. همداراز د خپلو وروستیو سفرونو (ریاض او انقره) پر مهال یې خپله مېرمن لطیفه دروبي هم له ځان سره بېولې وه، چې دا د سوریې د نوي حکومت د انعطاف ښکارندويي کوي.

د م.م دوو سازمانونو د پاکستان له حکومته د کډوالو د اېستنې په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۲ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د کډوالو په برخه کې د پاکستان حکومت پر وروستۍ پرېکړې اندېښنه ښودلې.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت له افغان کډوالو غوښتي و، چې له پلازمېنې اسلام اباد او پېنډظ څخه ووځي؛ کنه دوی به له دغه هېواده له شړلو سره مخ شي.

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پلان لري، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ډله ییز اېستلو یو نوی پړاو پیل کړي.

د هغو سندونو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل تر لاسه کړي د پاکستان حکومت د شهباز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې د افغان کډوالو ډله‌ییز اېستل تصویب کړل.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان حکومت دې د دغې پرېکړې او د دغې چارې د مهال وېش په اړه وضاحت ورکړي.
دغه دوو بنسټونو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د پي او ار او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو په ګډون دې د پناه غوښتونکو پر وړاندې هره يرېکړه د بشري حقونو معیارونو سره سم پلي کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ناڅرګنده مهالوېش له امله وضعیت لاپېچلی شوی چې د ماشومانو پر زده کړو یې هم اغېز کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو نیونې زور اخیستی چې په دغه موده کې ګڼ اسناد لرونکي افغانان هم نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د روان کال له پیله بیا تر دې دمه یوازې له پېنډۍ او اسلام اباده د ښځو او ماشومانو يه ګډون له ۸۰۰ څخه زیات افغانان له نیول کېدو وروسته له دغه هېواده اېستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په ۲۰۲۱مال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې له هېړادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د هغو افغانانو پر اېستلو اندېښنه ښودلې، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو سره به له ګواښ سره مخ شي؛ لکه قومي او مذهبي لږکۍ، ښځې او نجونې، خبریالان، د بشري حقونو فعالین او هنرمندان.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشرې فیلیپا کېنډلر ویلي:« افغانستان ته جبري ستنېدا کولی شي، ګڼ افغانان له ګواښ سره مخ کړي. موږ له پاکستان حکومته غوښتنه کوو، چې له ګواښ سره مخ افغانانو ته دې د خوندیتوب چمتو کولو ته دوام ورکړي.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر میو ساتو هم ویلي، دوی ژمن دي ژمن دی چې د پاکستان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره په ګډه مار وکړي؛ ترڅو هغه کډوال چې خوندیتوب او ساتنې ته اړتیا لري ورته د حل لارې وموندل شي

شهزاده رحیم‌الحسیني د اسماعېلیانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۱ GMT+۰

۵۳ کلن شهزاده رحیم‌الحسیني د خپل پلار څلورم شهزاده کریم اغاخان د وصیت پر بنسټ، د اسماعېلي مذهبه مسلمانانو د ۵۰م میراثي امام او معنوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

رحیم‌الحسیني د کریم اغاخان تر ټولو مشر زوی دی.

د نوموړي پلار د سې‌شنبه په ورځ د پرتګال په لزبُن ښار کې د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.
شهزاده رحیم اغاخان د ۱۹۷۱ کال د اکټوبر په ۱۲مه زېږېدلی او د څلورم اغاخان مشر زوی دی.

د رحیم اغاخان لومړۍ مېرمن، شهزادګۍ سلیمه د پخوانې بریټانوۍ موډلې سارا کروکر پول خورزه ده. دې جوړې یوه لور او دوه زامن لرل.
شهزاده رحیم په متحده‌ایالاتو کې زده‌کړې کړي او د اغاخان په ډېرو پراختیايي شبکو کې د رهبرۍ پلاوي په توګه فعالیت کوي. دغه بنسټ، په عمده توګه د درملو او روغتیا، کورجوړونې، ښوونې او د کلیو اقتصادي پراختیا په برخو کې فعالت کوي.
د اغاخان پراختیايي بنسټ ویلي، چې په شاوخوا ۳۰ هېوادونو کې فعالیت لري او د غیرانتفاعي پراختیایي پروګرامونو لپاره شاوخوا ۱ مېلیارډ ډالر کلنۍ بودیجه ځانګړې کوي.

نوموړی په داسې حال کې د اسماعېلیانو د مشر په توګه ټاکل کېږي، چې تېره ورځ د اغاخان بنسټ مشر، کریم الحسیني اغاخان د پرتګال په پلازمېنه لیزبُن ښار کې د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.

شهزاده کریم اغاخان د اغاخان بنسټ بنسټګر او مشر و.

طالبان: امنیت او اقتصاد ښه شوی، د «دوښمن» د تبلیغاتو په وړاندې ويښ و اوسئ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د اوبو ا انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وایي، په هېواد کې یې امنیتي او اقتصادي پراختیا رامنځته کړې ده او ټول باید د «دوښمن» د تبلیغاتو پر وړاندې ویښ واوسي.

ښاغلي منصور وویل: «طالبانو په هېواد کې امنیت، اسلامي نظام او اقتصادي پراختیا رامنځته کړې ده؛ له دې امله د افغانستان له خلکو څخه تمه کېږي، چې د دوښمن د تبلیغاتو پر وړاندې ویښ او بېداره واوسي.»

همدا راز تازه، د طالبانو ویاند د دې ډلې له چارواکو وغوښتل، چې خپل فکري اختلافات دې په رسنیو کې نه خپروي.

ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی، چې د دې ډلې هېڅ چارواکی او وزیر باید د خپلمنځني اختلافاتو په ویلو سره افغانستان د ناکرارۍ او بدبختۍ لور ته سیخ نه کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، منصور دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورخ د کمال خان بند د درېیم فاز پروژې د ګټې اخیستنې پر مهال کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ابو مدیریت ته ژمنتیا څرګنده کړه او ګاونډیو هېوادونو ته یې ډاډ ورکړی، چې د اوبو بندونو په جوړېدو سره به هېڅ هېواد زیانمن نه شي.

یوه اونۍ وړاندې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، چې ایرانیان د دوی وروڼه دي او د اوبو په ورکړه کې ورسره بخیلي نه کوي.

د کمال خان بند د هېواد له لویو بندونو څخه دی، چې دغه بند د لومړي ځل لپاره د تېر جمهوري حکومت پرمهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.

که څه هم دغه بند د ۱۴۰۰ لمریز کال په وري میاشت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانیستل شوی و، خو د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د کمال خان بند پرانیستل خپله لاسته راوړنه بللې ده.

د دغه بند د درېیم فاز جوړولو لپاره ۷۸ میلیونه ډالر بودیجه ځانګړې شوې وه، چې کار یې شاوخوا څلور کاله دوام وکړ.
د کمال خان بند د هېواد له لویو بندونو څخه دی، چې د نیمروز په چهار برجک ولسوالۍ کې د موسمي سېلابونو د کنټرول، د ۵۲ میلیونه متره مکعب اوبو د ذخیره کولو او د شپږ مېګاواټه برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.
دغه بند د اوبو وضعیت ته په کتو سره، د ۱۷۴ زره هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتيا لري.

د ټرمپ څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: بل څوک د فلسطینیانو د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۰

طالبانو د فلسطينیانو د بې ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغو د مېشتولو اړوند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې «غزه د فلسطین خاوره ده او بل هيڅوک د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نه شي کولی.» طالبان دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو نقض ګڼي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وویل، چې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته ورته پلانونه د «صهیونيستي رژيم د شومو اهدافو استازیتوب کوي.»

د طالبانو په خبره، دا ډول پلانونه د کرکې پارونې او د سيمې د کړکېچ د زياتوالي لامل ګرځي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د نړۍ له هېوادونو او د عدالت له پلويانو غوښتي، چې د دا ډول توطيو پر وړاندي عملي او پر وخت دريځ ونیسي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د س شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ليدنه کې وویل، چې فلسطینیان د غزې له پرېښودو پرته بله هېڅ لار نه لري.

نوموړي هيله ښودلې، چې اردن او مصر بې ځایه شوي فلسطینیان په خپل هېواد کې ومني.

ټرمپ زیاته کړې، چې فلسطینیان باید غزه پرېږدي او په داسې ځایونو کې ژوند وکړي، چې وکولی شي خوشحاله وي او و نه وژل شي.
حماس بیا دغه وړاندیز غندلی دی او د دې ترڅنګ سعودي عربستان، اردن او مصر هم د ټرمپ له دې نظریې سره مخالفت کړی دی.