شهزاده رحیمالحسیني د اسماعېلیانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو

۵۳ کلن شهزاده رحیمالحسیني د خپل پلار څلورم شهزاده کریم اغاخان د وصیت پر بنسټ، د اسماعېلي مذهبه مسلمانانو د ۵۰م میراثي امام او معنوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

۵۳ کلن شهزاده رحیمالحسیني د خپل پلار څلورم شهزاده کریم اغاخان د وصیت پر بنسټ، د اسماعېلي مذهبه مسلمانانو د ۵۰م میراثي امام او معنوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
رحیمالحسیني د کریم اغاخان تر ټولو مشر زوی دی.
د نوموړي پلار د سېشنبه په ورځ د پرتګال په لزبُن ښار کې د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.
شهزاده رحیم اغاخان د ۱۹۷۱ کال د اکټوبر په ۱۲مه زېږېدلی او د څلورم اغاخان مشر زوی دی.
د رحیم اغاخان لومړۍ مېرمن، شهزادګۍ سلیمه د پخوانې بریټانوۍ موډلې سارا کروکر پول خورزه ده. دې جوړې یوه لور او دوه زامن لرل.
شهزاده رحیم په متحدهایالاتو کې زدهکړې کړي او د اغاخان په ډېرو پراختیايي شبکو کې د رهبرۍ پلاوي په توګه فعالیت کوي. دغه بنسټ، په عمده توګه د درملو او روغتیا، کورجوړونې، ښوونې او د کلیو اقتصادي پراختیا په برخو کې فعالت کوي.
د اغاخان پراختیايي بنسټ ویلي، چې په شاوخوا ۳۰ هېوادونو کې فعالیت لري او د غیرانتفاعي پراختیایي پروګرامونو لپاره شاوخوا ۱ مېلیارډ ډالر کلنۍ بودیجه ځانګړې کوي.
نوموړی په داسې حال کې د اسماعېلیانو د مشر په توګه ټاکل کېږي، چې تېره ورځ د اغاخان بنسټ مشر، کریم الحسیني اغاخان د پرتګال په پلازمېنه لیزبُن ښار کې د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
شهزاده کریم اغاخان د اغاخان بنسټ بنسټګر او مشر و.

د طالبانو د اوبو ا انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وایي، په هېواد کې یې امنیتي او اقتصادي پراختیا رامنځته کړې ده او ټول باید د «دوښمن» د تبلیغاتو پر وړاندې ویښ واوسي.
ښاغلي منصور وویل: «طالبانو په هېواد کې امنیت، اسلامي نظام او اقتصادي پراختیا رامنځته کړې ده؛ له دې امله د افغانستان له خلکو څخه تمه کېږي، چې د دوښمن د تبلیغاتو پر وړاندې ویښ او بېداره واوسي.»
همدا راز تازه، د طالبانو ویاند د دې ډلې له چارواکو وغوښتل، چې خپل فکري اختلافات دې په رسنیو کې نه خپروي.
ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی، چې د دې ډلې هېڅ چارواکی او وزیر باید د خپلمنځني اختلافاتو په ویلو سره افغانستان د ناکرارۍ او بدبختۍ لور ته سیخ نه کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، منصور دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورخ د کمال خان بند د درېیم فاز پروژې د ګټې اخیستنې پر مهال کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د ابو مدیریت ته ژمنتیا څرګنده کړه او ګاونډیو هېوادونو ته یې ډاډ ورکړی، چې د اوبو بندونو په جوړېدو سره به هېڅ هېواد زیانمن نه شي.
یوه اونۍ وړاندې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، چې ایرانیان د دوی وروڼه دي او د اوبو په ورکړه کې ورسره بخیلي نه کوي.
د کمال خان بند د هېواد له لویو بندونو څخه دی، چې دغه بند د لومړي ځل لپاره د تېر جمهوري حکومت پرمهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.
که څه هم دغه بند د ۱۴۰۰ لمریز کال په وري میاشت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانیستل شوی و، خو د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د کمال خان بند پرانیستل خپله لاسته راوړنه بللې ده.
د دغه بند د درېیم فاز جوړولو لپاره ۷۸ میلیونه ډالر بودیجه ځانګړې شوې وه، چې کار یې شاوخوا څلور کاله دوام وکړ.
د کمال خان بند د هېواد له لویو بندونو څخه دی، چې د نیمروز په چهار برجک ولسوالۍ کې د موسمي سېلابونو د کنټرول، د ۵۲ میلیونه متره مکعب اوبو د ذخیره کولو او د شپږ مېګاواټه برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.
دغه بند د اوبو وضعیت ته په کتو سره، د ۱۷۴ زره هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتيا لري.

طالبانو د فلسطينیانو د بې ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغو د مېشتولو اړوند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې «غزه د فلسطین خاوره ده او بل هيڅوک د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نه شي کولی.» طالبان دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو نقض ګڼي.
د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وویل، چې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته ورته پلانونه د «صهیونيستي رژيم د شومو اهدافو استازیتوب کوي.»
د طالبانو په خبره، دا ډول پلانونه د کرکې پارونې او د سيمې د کړکېچ د زياتوالي لامل ګرځي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د نړۍ له هېوادونو او د عدالت له پلويانو غوښتي، چې د دا ډول توطيو پر وړاندي عملي او پر وخت دريځ ونیسي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د س شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ليدنه کې وویل، چې فلسطینیان د غزې له پرېښودو پرته بله هېڅ لار نه لري.
نوموړي هيله ښودلې، چې اردن او مصر بې ځایه شوي فلسطینیان په خپل هېواد کې ومني.
ټرمپ زیاته کړې، چې فلسطینیان باید غزه پرېږدي او په داسې ځایونو کې ژوند وکړي، چې وکولی شي خوشحاله وي او و نه وژل شي.
حماس بیا دغه وړاندیز غندلی دی او د دې ترڅنګ سعودي عربستان، اردن او مصر هم د ټرمپ له دې نظریې سره مخالفت کړی دی.

سپیني ماڼۍ پر ایران د ډېرو فشارونو د اعلان په ترڅ کې وویل، چې تهران د امریکا او د هغې د متحدینو په وړاندې دښمني اعلان کړې او د حزب الله، حماس، حوثیانو، طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو مخکښ ملاتړی دی.
سپینې ماڼۍ د اټومي وسلو او له وسله والو ډلو د ایران د ملاتړ له امله پر دغه هېواد د فشارونو او بندیزونو په اړه د ډونالډ ټرمپ د اجرايي فرمان جزئیات خپاره کړي او وايي، چې تهران د حزب الله، حماس، حوثیانو، طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
سپیني ماڼۍ د ټرمپ له قوله لیکلي، چې د ولسمشر په توګه «زما لومړیتوب د امریکا او امریکایی وګړو خوندیتوب او ډاډمن امنیت دی».
نوموړي ویلي، چې د ایران مذهبي حکومت له خپل جوړښت راهیسې له امریکا او د هغې متحدینو او شریکانو سره خپله دښمني اعلان کړې ده. هغه زیاتوي، «ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ مخکښ دولتي ملاتړی پاتې شوی او له حزب الله، حماس، حوثیانو، طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو شبکو سره یې مرسته کړې ده. سپاه پاسداران پخپله یو بهرنی ترهګر سازمان ګڼل کیږي.»
ټرمپ ویلي، چې سپاه پاسداران په امریکا او د نړۍ په نورو هېوادونو کې امریکايي وګړي د بریدونو، تښتونې او وژنې لپاره په نښه کوي.
ټرمپ ویلي، چې ایران د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د حماس د وژنو تر څنګ د امریکا د سمندري ځواکونو، متحدینو سمندري ځواکونو او په سره سمندر کې د نړیوالو سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د حوثیانو د پرله پسې بریدونو مسوولیت هم پر غاړه لري.
د فرمان په جزئیاتو کې راغلي:«د ۲۰۲۴ کال له اپریل راهیسې، ایران دوه ځله د اسراییل په وړاندې د بالستیک او کروز توغندیو بریدونه هم ترسره کړي دي.»
ټرمپ ایران د بشري حقونو سرغړوونکی بولي او وايي، امریکا د هغو ښځو ملاتړ کوي، چې د ایران له ناوړه چلند سره مخ دي.
ټرمپ ویلي، چې د ایران اټومي پروګرام او د یورانیمو بډاینه د امریکا او ټولې متمدنې نړۍ لپاره ګواښ دی.
نوموړی وايي:«هیڅکله ایران ته اجازه نه ورکول کیږي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي او یا یې تولید کړي، یا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو، پراختیا یا کارولو ګواښ له لارې له امریکا یا د هغې متحدینو څخه باج واخلي.»
د امریکا ولسمشر په دغه اجرايي فرمان کې د دغه هېواد د بهرنیو، کورنیو، دفاع او انرژۍ وزارتونو، لویې څارنوالۍ او په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازولۍ ته لارښوونه کړي، چې پر ایران د بندیزونو لګولو او د ایران د اټومي فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې سخت فشارونه وارد کړي.
ټرمپ زیاتوي، چې د ایران چلند د امریکا ملي ګټې ګواښي او له همدي امله فشارونه واردوي، چې تهران خپل اټومي پروګرام پای ته ورسوي، د بالستیک توغندیو پروګرام کم کړي او د ترهګرو ډلو ملاتړ ودروي.
د ټرمپ په اجرايي فرمان کې راغلي، چې ایران ته د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي، د سپاه پاسداران او د هغې ځای ناستي ځواکونه منحل او کمزوري شي او یا دې هغو سرچینو ته د لاسرسي مخنیوی وشي چې دغه ډله ترې استفاده کوي.

د رویټر خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د ملي امنیت د پیاوړتیا لپاره د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ یو یادښت لاسلیک کړ چې موخه یې د اټومي وسلو ترلاسه کولو څخه د ایران مخنیوی دی.
ټرمپ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې «موږ به ایران ته دا اجازه ورنه کړو، چې نړۍ په اټومي وسلو سره وګواښي. دا یادښت به ایران ته یو روښانه پیغام وي چې موږ ژمن یو چې د دوی د دې موخې د ترلاسه کولو څخه مخنیوی وکړو.»
دغه یادښت د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اقداماتو لړۍ په ګوته کوي چې د تهران د اټومي هڅو په اړه د روانو اندیښنو په رڼا کې د فشار د زیاتولو لپاره ډیزاین شوی.
په یادو اقداماتو کې د ایران د تیلو په صادراتو بندیزونه سختول او په سیمه کې د ایران د نفوذ سره د مبارزې لپاره د سیمه ییزو متحدانو ملاتړ زیاتول شامل دي.
دغه اعلان د قانون جوړونکو او د بهرني سیاست متخصصینو ګډ غبرګون راپارولی دی.
په داسې حال کې چې ځیني یې د نړیوال امنیت د ساتنې په موخه د اړین ګام په توګه هرکلی کوي؛ خو ځیني نور خبرداری ورکوي چې دغه ګام کولی شي په یوه بې ثباته سیمه کې تاوتریخوالی زیات کړي.
منتقدان ټینګار کوي چې د بندیزونو د زیاتوالي پرځای ډیپلوماسي د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره یوه بنسټیزه حل لاره ده.

انډیا ټوډې ورځپاڼې خبر خپور کړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ۲۰۵ هندي «ناقانونه» کډوال له امریکا څخه اېستلي او په یوه پوځي الوتکه کې یې د هند امرتسر ته لېږدولي دي.
دغې هندي رسنۍ ویلي، چې د ټولو هغو هندي وګړو هویت چېپه امریکا کې «ناقانونه» پېژندل شوي، په بشپړ ډول تایید شوی دی.
دغه ۲۰۵ «ناقانونه» هندي کډوال تېره ورځ د ( سلواغې ۱۶مه) نیټه په یوه پوځي C-17 الوتکه کې هند ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ټرمپ اداره د امریکا په تاریخ کې د «ناقانونه» کډوالو د ایستلو تر ټولو لوی پروګرام پلی کوي.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې یو لومړنی لیست چمتو کړی چې ښيي، ۱۸ زره هندي وګړي په متحده ایالاتو کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، چې اوس له امریکا څخه ایستلو ته چمتو دي.
د شمېرو له مخې شاوخوا ۷۲۵۰۰۰ هندي کډوال په متحده ایالاتو کې په «ناقانونه» توګه ژوند کوي، چې دا په امریکا کې د «ناقانونه» کډوالو دریم لوی شمېر ګڼل کېږي.
