په یوه حیرانوونکي اعلان کې ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې د فلسطینیانو له انتقال وروسته به متحده ایالات دا جګړه ځپلې سیمې تر کنټرول لاندې راولي او اقتصادي پرمختګ به وشي.
هغه دا څرګندونې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وکړې.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې ریاض د فلسطینیانو د بېځایه کولو هر ډول هڅه ردوي او د فلسطین د مسالې په اړه د سعودي دریځ نهشي بدلیدای.
په اعلامیه کې راغلي، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دا دریځ په «روښانه او څرګند ډول» بیان کړی چې هیڅ تغییر پکې نه راځي.
په ورته وخت کې، فلسطینيالاصلې امریکایۍ استازې رشیده طالب د ټرمپ څرګندونې نسلي تصفیه وبلله.
د حماس یوه لوړپوړي چارواکي دا خبرې «مسخره او بېځایه» وبللې او ویې ویل چې دا ډول پلانونه کولی شي سیمه بیا اور وګرځوي.
د ترکیې، مصر او اردن، غبرګونونه هم کلک دي، ځکه هغوی د فلسطینیانو د جبري ایستلو هر ډول هڅه رد کړې.
د ټرمپ د دې څرګندونو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه زیات شوي او د استرالیا، چین، بریتانیا او نیوزیلنډ حکومتونو د دوهدولتي حل پر ملاتړ ټینګار کړی.
له بلې خوا د امریکا دننه د ډیموکرات سیاستوالانو پر ټرمپ سخته نیوکه کړې او د سنا غړي کریس مورفي یې څرګندونې «بد، ناروغ طنز» بللې دي.
د فلسطینیانو احتمالي بېځایه کول د فلسطینیانو او عرب هېوادونو ترمنځ یوه حساسه موضوع ده.
فلسطینیان ویره لري چې په دې ډول به دوی له یوې بلې فاجعې سره مخ شي. د ۱۹۴۸ کال په جګړه کې چې سلګونه زره فلسطینیان له خپلو کورونو وشړل شول، د اسراییل دولت منځ ته راغی.
متحده ایالاتو د میاشتو لپاره هڅه وکړه چې سعودي عربستان، چې د عربي نړۍ قوي او با نفوذه هېواد دی، له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو ته وهڅوي، خو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د غزې جګړې له امله ریاض وړاندې ګامونه وانخستل.
ټرمپ غواړي سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو او بحرین په څېر عمل وکړي. دغو دوو هېوادونو د ۲۰۲۰ کال د «ابراهیم تړون» له لارې له اسراییل سره اړیکې عادي کړې.
رویټرز وايي، که سعودي عربستان له اسراییل سره اړیکې عادي کړي، دا به د اسراییل لپاره ستر بری وي، ځکه سعودي عربستان په منځني ختیز، اسلامي نړۍ او نړیوال بازار کې پراخ نفوذ لري، او همدارنګه د نړۍ ترټولو لوی د تیلو صادروونکی هېواد دی.