• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند سږ کال د افغانستان لپاره یو میلیارد روپۍ بودجه بېله کړې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۰

هند د نوي مالي کال په بودجه کې د بهرنیو مرستو اندازه کمه کړې، خو له خپلو ګاونډیو دوستو هېوادونو سره یې د مرستو په برخه کې هیڅ کمی نه دی کړی. هند د چابهار بندر لپاره هم یو میلیارد روپۍ ځانګړې کړې دي.

د شنبې په ورځ هند د ۲۰۲۵ او ۲۶ مالي کال بودجه وړاندې کړه، چې د بهرنیو مرستو لپاره پکې څه باندې ۵۴۸ میلیارده هندۍ روپۍ ځانګړې شوې. دا کچه د تېر مالي کال پرتله کمه شوې، خو افغانستان ته مرستې د تېرکال په پرتله ډېرې شوې دي.

هند په وروستیو کې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي، خو دا هڅې د بودجې په تخصیص کې کمزورې ښکاري. تېر کال د افغانستان لپاره دوه میلیارده روپۍ ځانګړې شوې وې، خو بیا د بودجې د بیاکتنې پر مهال ۵۰۰ میلیونو ته کمې شوې.

اوس د روان مالي کال بودجه کې دا اندازه یو میلیارد روپیو ته پورته شوې.

په وروستیو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ویکرم مسري په دوبۍ کې د طالبانو د سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کړې وه. داسې ښکاري، چې هند له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو ته مخه کړې، په داسې حال کې چې له پاکستان سره د کابل اړیکې ترینګلې دي.

د بي بي سي اردو د رپوټ له مخې، د مالدیپ او هند اړیکې، چې یو وخت ترینګلې شوې وې، اوس د ښه کېدو په لور روانې دي. دا د هند په بودیجه کې هم ښکاري. د تېر مالي کال د بیا کتل شوې بودجې له مخې، مالدیپ ته ۴۷۰۰ میلیون روپۍ ورکړل شوې وې، خو اوس دا مرستې شپږ زره میلیون روپیو ته لوړې شوې دي.

له بلې خوا، سره له دې چې د بنګله‌دېش او هند اړیکې له ستونزو سره مخ دي، هند د دغه هېواد لپاره د مرستو اندازه نه ده کمه کړې. د تېر مالي کال لپاره ۱۵۷۰ میلیون روپۍ ځانګړې شوې وې، چې بیا ۱۲ سوه میلیونو ته راښکته شوې. اوس د نوي مالي کال بودجه کې هم ۱۲ سوه میلیونه روپۍ ځانګړې شوې دي.

د سیمې له هېوادونو لکه بنګله دېش، میانمار، بوتان، مالدیپ، سریلانکا سره د نوي دیلي مرستې د افغانستان په پرتله ډېرې دي.

هند د چابهار بندر لپاره یو میلیاردروپۍ ځانګړې کړې، چې دا د دې ستراتیژیک بندر لپاره د مرستو دوام ښيي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان یوځل بیا کمال خان بند پرانیزي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو له لوري نن په نیمروز ولایت کې کمال خان بند ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي. دغه بند د لومړي ځل لپاره د تېر جمهوري حکومت پرمهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د چار شنبې په ورځ وویل، چې د کمال خان بند چارې بشپړې شوې او نن د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو له لوري ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې کمال خان بند د افغانستان د اوبو د مدیریت، کرنیز پرمختګ او انرژۍ د تولید لپاره حیاتي ارزښت لري او د دغه بند پرانیستل د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی.

یاد وزارت د کمال خان بند پرانیستل خپله لاسته راوړنه بللې ده.

خو دغه بند د ۱۴۰۰ لمریز کال په وري میاشت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانیستل شو.

د دغه بند د درېیم فاز جوړولو لپاره ۷۸ میلیونه ډالر بودجه ځانګړې شوې وه، چې کار یې شاوخوا څلور کاله دوام وکړ.

بل خوا د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو د حق مساله لا هم پر خپل ځای پاتې ده او ایراني چارواکو په وار وار ویلي، چې له افغانستان نه د دوی حق اوبه نه ورکول کیږي.

یوه اونۍ وړاندې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، چې ایرانیان ددوی وروڼه دي او د اوبو په ورکړه کې ورسره بخیلي نه کوي.

طالبانو په فاریاب او کندز کې ۵ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په کندز کې يې يوه ښځه او نارينه د «اخلاقي فساد» په تور او په فاریاب کې يې یوه ښځه او دوه نارینه له کور څخه د تيښتې په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو تورن کسان ۳۹ – ۳۹ دُرې وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چارشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ کې يې یوه ښځه او دوه نارینه په عام محضر کې وهلي او دوه کسان یې په يو – يو کال تنفيذي بند محکوم کړي.

د طالبانو په یوه جلا خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندز ابتدايه محکمې یوې ښځې او یو نارینه ته «د اخلاقي فساد» په تور دوه – دوه کاله تنفيذي بند سزا هم ورکړې.

طالبانو د دواړو پېښو د تورنو کسانو د هويت په اړه مالومات نه دي ورکړي.

دغو کسانو ته د طالب چارواکو او عامو خلکو په حضور کې سزاوې ورکړل شوې دي.

طالبانو په تېرو لسو ورځو کې د دوو ښځو په ګډون ۶ کسان په ننګرهار او کاپيسا کې د «زنا او نامشروع» اړيکو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

ټرمپ د افغانستان اړوند د افغانې خبریالې پوښتنه له پامه وغورځوله

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۰

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د افغانستان په تړاو د یوې افغانې خبریالې پوښتنه له پامه وغورځوله. د ټرمپ دغه کار په ټولنیزو او نړیوالو رسنیو کې د هغه په اړه غبرګونونه را پارولي دي.

یو شمېر افغان شنونکي وايي، چې د افغانستان اړوند پوښتنې له ځوابولو د ټرمپ تېښته ښيي، چې افغانستان نور د هغه د ادارې لپاره لومړیتوب نه دی.

یو شمېر کاروونکو د خبریالې د پوښتنې څرنګتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د ګډې خبري ناستې پر مهال افغانې خبریالې نذیره کریمي له ټرمپ نه وپوښتل چې ایا د افغانستان لپاره کومه ځانګړې ستراتیژي لري او یا د هغه اداره به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني؟

ټرمپ د دې پوښتنې ځواب ورنه کړ او پر ځای یې د خبریالې پر لهجې تبصره وکړه.

ټرمپ وویل، « زه ستاسې پر خبرو پوهېدو کې له ستونزې سره مخ شوم، تاسې د کوم ځای یئ؟»

کله چې کریمي وویل، « د افغانستان!»،ټرمپ په ځواب کې وویل، « او، واقعاً ښکلی غږ لرئ او لهجه مو هم ښکلې ده، خو ستونزه داده، چې زه ستاسې پر هیڅ خبره هم پوه نه شوم، خو یوازې دا وایم چې بریالي او په سوله کې اوسئ».

ټرمپ، چې له نړیوالو شخړو څخه د امریکا د راایستلو پلوی دی، په دې وروستیو کې وړاندیز کړی چې امریکا باید غزه «خپله کړي» او هلته یو اقتصادي مرکز جوړ کړي، خو د افغانستان په اړه یې هېڅ خاصه تګلاره نه ده وړاندې کړې.

نوموړي ځو ځله د بګرام او امریکايي وسلو د بېرته ترلاسه کولو په اړه هم څرګندونې کړې دي.

سعودي عربستان: د فلسطین خپلواک دولت د ریاض نه بدلېدونکی دریځ دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۰

سعودي عربستان ویلي چې تر هغه وخته به له اسراییل سره اړیکې ټینګې نه کړي، چې یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ نه شي. دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادعا خلاف خبره ده. ټرمپ ویلي چې ریاض د فلسطیني دولت غوښتنه نه لري او زیاته کړې یې ده، چې امریکا غواړي د غزې کنټرول واخلي.

په یوه حیرانوونکي اعلان کې ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې د فلسطینیانو له انتقال وروسته به متحده ایالات دا جګړه ځپلې سیمې تر کنټرول لاندې راولي او اقتصادي پرمختګ به وشي.

هغه دا څرګندونې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وکړې.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې ریاض د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو هر ډول هڅه ردوي او د فلسطین د مسالې په اړه د سعودي دریځ نه‌شي بدلیدای.

په اعلامیه کې راغلي، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دا دریځ په «روښانه او څرګند ډول» بیان کړی چې هیڅ تغییر پکې نه راځي.

په ورته وخت کې، فلسطیني‌الاصلې امریکایۍ استازې رشیده طالب د ټرمپ څرګندونې نسلي تصفیه وبلله.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي دا خبرې «مسخره او بې‌ځایه» وبللې او ویې ویل چې دا ډول پلانونه کولی شي سیمه بیا اور وګرځوي.

د ترکیې، مصر او اردن، غبرګونونه هم کلک دي، ځکه هغوی د فلسطینیانو د جبري ایستلو هر ډول هڅه رد کړې.

د ټرمپ د دې څرګندونو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه زیات شوي او د استرالیا، چین، بریتانیا او نیوزیلنډ حکومتونو د دوه‌دولتي حل پر ملاتړ ټینګار کړی.

له بلې خوا د امریکا دننه د ډیموکرات سیاستوالانو پر ټرمپ سخته نیوکه کړې او د سنا غړي کریس مورفي یې څرګندونې «بد، ناروغ طنز» بللې دي.

د فلسطینیانو احتمالي بې‌ځایه کول د فلسطینیانو او عرب هېوادونو ترمنځ یوه حساسه موضوع ده.

فلسطینیان ویره لري چې په دې ډول به دوی له یوې بلې فاجعې سره مخ شي. د ۱۹۴۸ کال په جګړه کې چې سلګونه زره فلسطینیان له خپلو کورونو وشړل شول، د اسراییل دولت منځ ته راغی.

متحده ایالاتو د میاشتو لپاره هڅه وکړه چې سعودي عربستان، چې د عربي نړۍ قوي او با نفوذه هېواد دی، له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو ته وهڅوي، خو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د غزې جګړې له امله ریاض وړاندې ګامونه وانخستل.

ټرمپ غواړي سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو او بحرین په څېر عمل وکړي. دغو دوو هېوادونو د ۲۰۲۰ کال د «ابراهیم تړون» له لارې له اسراییل سره اړیکې عادي کړې.

رویټرز وايي، که سعودي عربستان له اسراییل سره اړیکې عادي کړي، دا به د اسراییل لپاره ستر بری وي، ځکه سعودي عربستان په منځني ختیز، اسلامي نړۍ او نړیوال بازار کې پراخ نفوذ لري، او همدارنګه د نړۍ ترټولو لوی د تیلو صادروونکی هېواد دی.

طالبان وايي، چې کونړ کې یې د چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۵۱ GMT+۰

په کونړ ولایت کې ځايي طالبان وايي، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د طالبانو د ځنګلونو د ساتنې شنې قطعې ځواکونو د ۱۵۰ چهارتراش لرکیو د قاچاق مخه نیولې ده. خو پر طالبانو تور دی چې دوی هم په کونړ کې د چهارتراش لرګیو په قاچاق کې ښکېل دي.

د کونړ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي ضیاالحق حامد، د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې د ځنګلونو د ساتنې قطعې ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۰ د چهارتراش لرګي نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د لرګیو قاچاقچیان په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو هڅې یې دوام لري.

خو بل خوا د کونړ ځایي اوسېدونکي وایي، چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په لومړیو میاشتو کې طالبانو هیچاته هم د چهارتراشو د قاچاق او د کونړ د ځنګلونو د پرېکولو اجازه نه ورکوله، خو له هغې راورسته د کونړ طالب چارواکي د چهارتراشو په تور کاروبار کې ښکیل شول.

لالي ګل چې د کونړ د بوډیالۍ اصلي اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: «طالبان، ما او زما په څېر نور غریب کلیوال نه پرېږدي چې د سونګ لپاره له ځنګلونو لرګي راوړو، خو پخپله بیا د جنراتوري ارو په واسطه ځنګلونه قطع کوي او د غرونو له لارې یې ولایتونو او د پښتونخوا باجوړ ته قاچاق کوي.»

بوډیالۍ په ګونړ کې د چهارتراش لرګیو د راغونډولو او پلور مرکز دی چې له نورو سیمو ورته چهارتراش راوړل کیږي او له پیر او پلور وروسته نورو سیمو او باجوړ ته اړول کیږي.

د کونړ د خاص کونړ اوسېدونکی حاجي شکرالله د کونړ د چهارتراش لرګیود قاچاق په هکله وايي: «که څه هم تر ډېره په عمومي لارو کې د ځنګلونو د قاچاق او پریکولو مخه نیولې شوې ده، خو د غرونو له لارې لا هم د لرګیو قاچاق کېږي، چې ګټه یې ځايي طالب چارواکو او د لرګیو مافیا ته رسېږي.»

کونړ کې د ځنګلونو د قطع او قاچاق مسله له څو لسیزو راهیسې روانه ده، چې اوس یې یوازې په لرو پرتو سیمو کې ځنګلونه پاتي دي، خو د پریکېدو له ګواښه خوندي نه دي.

د چاپیریال د برخې کارپوهان، د ځنګلو وهل نه یوازې د ځنګلونو د له منځه تلو د دلیل په توګه په ګوته کوي بلکې وايي چې دغه چاره پر اقلیم هم اغېز لري.

د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ مزار دره، د څوکۍ ډیوه ګل، د نرنګ باډېل، د ماڼوګي ولسوالۍ کړنګل، د چپې درې ولسوالۍ ګڼ شمېر سیمې او همدا راز د شیګل، غازي اباد، ناړۍ، اسمار او دانګام ولسوالیو کې طبعي ځنګلونه شته دي چې له کلونو راهیسې وهل کیږي او چهارتراش لرګي یې په کور دننه او انګاونډیو هیوادونو ته قاچاق کیږي.