• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، چې کونړ کې یې د چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۵۱ GMT+۰

په کونړ ولایت کې ځايي طالبان وايي، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د طالبانو د ځنګلونو د ساتنې شنې قطعې ځواکونو د ۱۵۰ چهارتراش لرکیو د قاچاق مخه نیولې ده. خو پر طالبانو تور دی چې دوی هم په کونړ کې د چهارتراش لرګیو په قاچاق کې ښکېل دي.

د کونړ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي ضیاالحق حامد، د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې د ځنګلونو د ساتنې قطعې ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۰ د چهارتراش لرګي نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د لرګیو قاچاقچیان په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو هڅې یې دوام لري.

خو بل خوا د کونړ ځایي اوسېدونکي وایي، چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په لومړیو میاشتو کې طالبانو هیچاته هم د چهارتراشو د قاچاق او د کونړ د ځنګلونو د پرېکولو اجازه نه ورکوله، خو له هغې راورسته د کونړ طالب چارواکي د چهارتراشو په تور کاروبار کې ښکیل شول.

لالي ګل چې د کونړ د بوډیالۍ اصلي اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: «طالبان، ما او زما په څېر نور غریب کلیوال نه پرېږدي چې د سونګ لپاره له ځنګلونو لرګي راوړو، خو پخپله بیا د جنراتوري ارو په واسطه ځنګلونه قطع کوي او د غرونو له لارې یې ولایتونو او د پښتونخوا باجوړ ته قاچاق کوي.»

بوډیالۍ په ګونړ کې د چهارتراش لرګیو د راغونډولو او پلور مرکز دی چې له نورو سیمو ورته چهارتراش راوړل کیږي او له پیر او پلور وروسته نورو سیمو او باجوړ ته اړول کیږي.

د کونړ د خاص کونړ اوسېدونکی حاجي شکرالله د کونړ د چهارتراش لرګیود قاچاق په هکله وايي: «که څه هم تر ډېره په عمومي لارو کې د ځنګلونو د قاچاق او پریکولو مخه نیولې شوې ده، خو د غرونو له لارې لا هم د لرګیو قاچاق کېږي، چې ګټه یې ځايي طالب چارواکو او د لرګیو مافیا ته رسېږي.»

کونړ کې د ځنګلونو د قطع او قاچاق مسله له څو لسیزو راهیسې روانه ده، چې اوس یې یوازې په لرو پرتو سیمو کې ځنګلونه پاتي دي، خو د پریکېدو له ګواښه خوندي نه دي.

د چاپیریال د برخې کارپوهان، د ځنګلو وهل نه یوازې د ځنګلونو د له منځه تلو د دلیل په توګه په ګوته کوي بلکې وايي چې دغه چاره پر اقلیم هم اغېز لري.

د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ مزار دره، د څوکۍ ډیوه ګل، د نرنګ باډېل، د ماڼوګي ولسوالۍ کړنګل، د چپې درې ولسوالۍ ګڼ شمېر سیمې او همدا راز د شیګل، غازي اباد، ناړۍ، اسمار او دانګام ولسوالیو کې طبعي ځنګلونه شته دي چې له کلونو راهیسې وهل کیږي او چهارتراش لرګي یې په کور دننه او انګاونډیو هیوادونو ته قاچاق کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په خوست کې یوې مور شپږ ماشومان زېږولي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۰۴ GMT+۰

د خوست ولایت د بې پولې ډاکټرانو روغتون یوه ډاکتر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغه ولایت له باک ولسوالۍ څخه ورغلې یوې مور شپږ ماشومان زیږولي چې درې يې هلکان او درې نورې يې نجونې دي. وايي له دغې ډلې دوه هغه یې مړه شوي دي.

په خوست ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون یوه ډاکتر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې ذکر شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت له باک ولسوالۍ څخه ورغلې یوې مور شپږ ماشومان زیږولي چې په خبره یې له بده مرغه، له زېږېدلو ماشومانو څخه یو هلک او یوه نجلۍ چې روغتیايي حالت یې کمزوری و، مړه شوي.

دغه ډاکتر زیاتوي، چې د دغې مور او پاتې څلورو نورو ماشومانو روغتیا د ډاډ وړ ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې یوه مور په یو وار له یوه ډېر ماشومان زېږوي، بلکې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د شیزادو ولسوالۍ یوې اوسېدونکې مور څلور ماشومان زېږولي وو.

د یادولو وړ ده چې، څه موده وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي وو چې افغانستان یو له هغه لسو هېوادونو څخه دی چې د مور او ماشوم مړینه په کې زیاته ده.

یاد دفتر دا هم ویلي وو، چې هر کال په نړۍ ۴.۵ میلیونه میندې او نوي زېږیدلي ماشومان یا د حاملګۍ پر مهال او یا هم له پیدا کېدو وروسته په لومړنیو اونیو کې په داسې حال کې مري چې د درملنې وړ هم وي.

حلیم فدایي: ملا هبت‌الله ځکه په کندهار کې اوسي چې له سقوط سره سم به پاکستان ته واوړي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۰

د افغانستان مخکیني جمهوري نظام د خوست او پکتیا والي حلیم فدایي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ځکه د کابل پر ځای په کندهار کې اوسیږي چې که حکومت یې سقوط وکړي نو په ډیورنډ کرښه به کویټې ته واوړي.

هغه د ملا هبت‌الله پټ اوسېدلو ته په اشارې سره لیکي چې: «د طالبانو پټ امیر نه یوازې د امنیتي ګواښونو له امله پټ ژوند کوي، بلکې کندهار یې ځکه د خپل مرکز په توګه غوره کړی چې هلته پرته له ویزې د ډیورنډ د فرضي کرښې هغې خواته تګ ممکن دی.»

حلیم فدايي داسې مهال د طالبانو د مشر په اړه کنایه ډوله څرګندونې کوي، چې د طالبانو تر منځ خپلمنځي اختلافاتو زور اخیستی او داسې خبرونه هم شته چې حقاني شبکه او کندهاري طالبان یو بل ته په څؤ کې ناست دي.

نوموړی په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ کاواکه شوي حالت ته په کتو زیاتوي: «د طالبانو امیر په دې باور دی چې که سقوط رامنځته شي، له کندهاره پاکستاني اسټبلیشمنټ کمپونو ته ژر او په اسانه توګه انتقالېدلی شي.»

ښاغلی فدایي وړاندې وايي، چې د طالبانو مشر داسې انګیري که په کابل کې و اوسي او «د دوی واکمني راوپرځي، نو له کابل څخه به دده تېښته زیات وخت ونیسي او دی به د نیول کېدو له خطر سره مخ شي.»

د طالبانو د اختلافاتو په اړه یو شمېر نور پخواني سیاسي چارواکو او فعالان هم ورته نظر لري او وايي، چې د طالبانو اختلافات د دغې ډلې د پاشل کېدو لورته روان دي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه اختلافات د نظر وبلل او ویې ویل چې دا اختلافات د دوی د پاشل کېدو لامل نه کیږي.

پخواني چارواکي حلیم فدایي تېره ورځ په یوې بله ایکس لیکنه کې هم د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو یادونه کړې وه او لیکلي یې وو، د مکتبي طالبانو او د مدرسې د طالبانو تر منځ اختلافات ښکاره دي. همدارنګه د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې تر منځ شخړې دومره ژورې شوې چې د دغې ډلې د یوه مهم وزیر په مرګ تمامه شوه.

ناپېژانده وسله والو په زابل ولایت کې یو قومي مشر په ډزو وژلی دی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د زابل ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د حاجې عبدالحلیم اخوندزاده په نوم یو قومي مشر نن د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

سرچینې همداراز ویلي، چې یاد وژل شوی کس د زابل ولایت له مخورو قومي مشرانو او د خپلو خلکو ترمنځ پېژندل شوی شخصیت و.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې د ښاغلي عبدالحلیم جنازه د چهارشنبې په ورځ د کلات ښار د باکرزو هدیره کې ترسره شي.

د یادولو ده، چې په زابل ولایت کې د طالبانو امنیتي ادارو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په مرموز ډول د قومي مشرانو او د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د وژلو پېښې زیاتې شوې دي.

طالبانو د «بېګم» راډيو یو شمېر کارکوونکي نيولي دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۰

په کابل کې د بیګم راډيو د خپرونو له بندېدو وروسته د دې راډيو مسوولين وايي، چې طالبانو د دوی یو شمېر کارکوونکی هم له ځان سره بیولي.د افغان خبريالانو د ملاتړ سازمان د بيګم راډيو د خپرونو بندول غندلي.

بیګم راډيو ادارې د سې شنبې په ورځ ناوخته په يوه اعلاميه کې وویل، چې د طالبانو استخبارات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره یو ځای راډيو ته ورغلي او له خبريالانو څخه د اښتنو پوښتنو ترڅنګ یې د راډیو خپرونې بندې کړې دي.

د بیګم راډيو په اعلاميه کې راغلي، چې طالبانو د راډيو کمپيوټرونه، هارډډيسکونه، اسناد او ټلیفونونه هم اخيستي او له ځان سره یې وړي دي.

د راډيو مسوولان وایي، چې طالب استخباراتو د دوی د يوې ښځينه او دوو نارينه کارکوونکو توکي هم، چې په مديريتي برخه کې يې مسووليت نه درلود، له ځان سره وړي دي.

بیګم راډيو په خپله اعلاميه کې دا نه دي ویلي، چې طالبانو د دوی څو کارکوونکي له ځان سره بيولي خو له دې ډلې څخه یې د خپلو همکارانو د ژر خوشي کولو غوښتنه کړې.

د بیګم راډيو اداره وايي، چې د خپلو همکارانو د خوندیتوب او راخوشي کولو تر وخته دوی کوم نظر نه وړاندې کوي.

د افغان خبريالانو د ملاتړ سازمان هم د طالبانو له لوري د بيګم راډيو بندول غندلي او دا يې د بیان ازادۍ د ځپلو او معلوماتو ته د لاس رسي په برخو کې ځپونکې کړنه یاده کړې.

د افغان خبريالانو مرکز له نړیوالو بنسټونو، د رسنيو له ملاتړو سازمانونو او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د دغه ډول کړنو پر وړاندې غلي پاتې نه شي او په افغانستان کې د بیان او خبريالانو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره اقدامات تر سره کړي.

طالبانو نن د بیګم راډيو د بندېدو اړوند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د یادې راډیو فعالیت د جواز د ناسمې کارونې له امله بند شوی، څو اړوند اسناد یې وڅېړل شي او وروستی تصمیم ونیول شي.

د «بیګم» په نوم راډيو د طالبانو تر واک لاندې فعالت درلود، چې زياتره کارکوونکې يې ښځې دي او د ميرمنو لپاره یې خپرونې جوړولې.

طالبانو د «بیګم راډیو» خپرونې بندې کړې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت د پرېکړې له مخې، د «بیګم» راډیو خپرونې نن سې ‌شنبه وځنډول شوې. د وزارت په وینا، دې راډیو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت رسمي جواز یې درلود، له نشراتي پالیسۍ څخه د سرغړونو تر څنګ، یوه بهر مېشتي تلویزیوني چینل ته مواد او خپرونې چمتو کولې.

د طالبانو چارواکي وايي، د یادې راډیو فعالیت د جواز د ناسمې کارونې له امله بند شوی، څو اړوند اسناد یې وڅېړل شي او وروستی تصمیم ونیول شي.

تر اوسه د یادې راډیو مسوولینو د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د «بیګم» په نوم راډيو د طالبانو تر واک لاندې فعالت تر سره کوي، چې زياتره کارکوونکې يې ښځې دي او د ميرمنو لپاره یې خپرونې جوړولې.

دغه راډيو د يوې افغانې ښځې حمیده امان له له خوا فعاله شوې، چې پر افغانستان د شوروي ځواکونو له يرغل څو کاله وروسته له خپلي کورنۍ سره له افغانستان څخه ووتله او په سویس کې ژوند کوي.