• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حلیم فدایي: ملا هبت‌الله ځکه په کندهار کې اوسي چې له سقوط سره سم به پاکستان ته واوړي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۰

د افغانستان مخکیني جمهوري نظام د خوست او پکتیا والي حلیم فدایي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ځکه د کابل پر ځای په کندهار کې اوسیږي چې که حکومت یې سقوط وکړي نو په ډیورنډ کرښه به کویټې ته واوړي.

هغه د ملا هبت‌الله پټ اوسېدلو ته په اشارې سره لیکي چې: «د طالبانو پټ امیر نه یوازې د امنیتي ګواښونو له امله پټ ژوند کوي، بلکې کندهار یې ځکه د خپل مرکز په توګه غوره کړی چې هلته پرته له ویزې د ډیورنډ د فرضي کرښې هغې خواته تګ ممکن دی.»

حلیم فدايي داسې مهال د طالبانو د مشر په اړه کنایه ډوله څرګندونې کوي، چې د طالبانو تر منځ خپلمنځي اختلافاتو زور اخیستی او داسې خبرونه هم شته چې حقاني شبکه او کندهاري طالبان یو بل ته په څؤ کې ناست دي.

نوموړی په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ کاواکه شوي حالت ته په کتو زیاتوي: «د طالبانو امیر په دې باور دی چې که سقوط رامنځته شي، له کندهاره پاکستاني اسټبلیشمنټ کمپونو ته ژر او په اسانه توګه انتقالېدلی شي.»

ښاغلی فدایي وړاندې وايي، چې د طالبانو مشر داسې انګیري که په کابل کې و اوسي او «د دوی واکمني راوپرځي، نو له کابل څخه به دده تېښته زیات وخت ونیسي او دی به د نیول کېدو له خطر سره مخ شي.»

د طالبانو د اختلافاتو په اړه یو شمېر نور پخواني سیاسي چارواکو او فعالان هم ورته نظر لري او وايي، چې د طالبانو اختلافات د دغې ډلې د پاشل کېدو لورته روان دي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه اختلافات د نظر وبلل او ویې ویل چې دا اختلافات د دوی د پاشل کېدو لامل نه کیږي.

پخواني چارواکي حلیم فدایي تېره ورځ په یوې بله ایکس لیکنه کې هم د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو یادونه کړې وه او لیکلي یې وو، د مکتبي طالبانو او د مدرسې د طالبانو تر منځ اختلافات ښکاره دي. همدارنګه د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې تر منځ شخړې دومره ژورې شوې چې د دغې ډلې د یوه مهم وزیر په مرګ تمامه شوه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ناپېژانده وسله والو په زابل ولایت کې یو قومي مشر په ډزو وژلی دی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د زابل ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د حاجې عبدالحلیم اخوندزاده په نوم یو قومي مشر نن د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

سرچینې همداراز ویلي، چې یاد وژل شوی کس د زابل ولایت له مخورو قومي مشرانو او د خپلو خلکو ترمنځ پېژندل شوی شخصیت و.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې د ښاغلي عبدالحلیم جنازه د چهارشنبې په ورځ د کلات ښار د باکرزو هدیره کې ترسره شي.

د یادولو ده، چې په زابل ولایت کې د طالبانو امنیتي ادارو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په مرموز ډول د قومي مشرانو او د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د وژلو پېښې زیاتې شوې دي.

طالبانو د «بېګم» راډيو یو شمېر کارکوونکي نيولي دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۰

په کابل کې د بیګم راډيو د خپرونو له بندېدو وروسته د دې راډيو مسوولين وايي، چې طالبانو د دوی یو شمېر کارکوونکی هم له ځان سره بیولي.د افغان خبريالانو د ملاتړ سازمان د بيګم راډيو د خپرونو بندول غندلي.

بیګم راډيو ادارې د سې شنبې په ورځ ناوخته په يوه اعلاميه کې وویل، چې د طالبانو استخبارات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره یو ځای راډيو ته ورغلي او له خبريالانو څخه د اښتنو پوښتنو ترڅنګ یې د راډیو خپرونې بندې کړې دي.

د بیګم راډيو په اعلاميه کې راغلي، چې طالبانو د راډيو کمپيوټرونه، هارډډيسکونه، اسناد او ټلیفونونه هم اخيستي او له ځان سره یې وړي دي.

د راډيو مسوولان وایي، چې طالب استخباراتو د دوی د يوې ښځينه او دوو نارينه کارکوونکو توکي هم، چې په مديريتي برخه کې يې مسووليت نه درلود، له ځان سره وړي دي.

بیګم راډيو په خپله اعلاميه کې دا نه دي ویلي، چې طالبانو د دوی څو کارکوونکي له ځان سره بيولي خو له دې ډلې څخه یې د خپلو همکارانو د ژر خوشي کولو غوښتنه کړې.

د بیګم راډيو اداره وايي، چې د خپلو همکارانو د خوندیتوب او راخوشي کولو تر وخته دوی کوم نظر نه وړاندې کوي.

د افغان خبريالانو د ملاتړ سازمان هم د طالبانو له لوري د بيګم راډيو بندول غندلي او دا يې د بیان ازادۍ د ځپلو او معلوماتو ته د لاس رسي په برخو کې ځپونکې کړنه یاده کړې.

د افغان خبريالانو مرکز له نړیوالو بنسټونو، د رسنيو له ملاتړو سازمانونو او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د دغه ډول کړنو پر وړاندې غلي پاتې نه شي او په افغانستان کې د بیان او خبريالانو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره اقدامات تر سره کړي.

طالبانو نن د بیګم راډيو د بندېدو اړوند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د یادې راډیو فعالیت د جواز د ناسمې کارونې له امله بند شوی، څو اړوند اسناد یې وڅېړل شي او وروستی تصمیم ونیول شي.

د «بیګم» په نوم راډيو د طالبانو تر واک لاندې فعالت درلود، چې زياتره کارکوونکې يې ښځې دي او د ميرمنو لپاره یې خپرونې جوړولې.

طالبانو د «بیګم راډیو» خپرونې بندې کړې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت د پرېکړې له مخې، د «بیګم» راډیو خپرونې نن سې ‌شنبه وځنډول شوې. د وزارت په وینا، دې راډیو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت رسمي جواز یې درلود، له نشراتي پالیسۍ څخه د سرغړونو تر څنګ، یوه بهر مېشتي تلویزیوني چینل ته مواد او خپرونې چمتو کولې.

د طالبانو چارواکي وايي، د یادې راډیو فعالیت د جواز د ناسمې کارونې له امله بند شوی، څو اړوند اسناد یې وڅېړل شي او وروستی تصمیم ونیول شي.

تر اوسه د یادې راډیو مسوولینو د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د «بیګم» په نوم راډيو د طالبانو تر واک لاندې فعالت تر سره کوي، چې زياتره کارکوونکې يې ښځې دي او د ميرمنو لپاره یې خپرونې جوړولې.

دغه راډيو د يوې افغانې ښځې حمیده امان له له خوا فعاله شوې، چې پر افغانستان د شوروي ځواکونو له يرغل څو کاله وروسته له خپلي کورنۍ سره له افغانستان څخه ووتله او په سویس کې ژوند کوي.

د پاکستان لوی درستیز له طالبانو وغوښتل چې د «انکار» پرځای د جنګیالیو خلاف ګامونه واخلي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر یوځل بیا له طالبانو غوښتي چې په خپله خاوره کې د وسله والو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي چې عاصم منیر دا څرګندونې د قول اردوګانو د قوماندانانو په یوه غونډه کې کړې دي.

د پاکستان جیو ټلوېزیون نن سې شنبه «د سلواغې ۱۶مه» د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر په حواله لیکلي چې جنرال منیر د جنګیالیو له خوا د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې د دوامدارې کارونې له اړخه «ژوره اندېښنه» ښودلې ده.

عاصم منیر په دې ناسته کې د طالبانو له حکومت نه غوښتي، چې د انکار پرځای په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پرضد ګامونه واخلي چې د پاکستاني ولس امنیت خوندي شي.

طالبانو تل د پاکستان دا ادعا رد کړې، چې ګواکې ټي ټي پي د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

په دې وروستیو کې د بلوچستان او پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د بلوڅو بېلتون پالو او ټي ټي پي له خوا پر پاکستاني نظامیانو بریدونو زور اخیستی دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د جیو ټلوېزیون د جرګې په خپرونه کې ادعا وکړه، چې ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال امریکايي وسلې کاروي.

ایرانی چارواکی: ځینې کډوال پر ۲۸ ځله شړل کېدو سربېره بیا هم ایران ته راځي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۳ GMT+۰

د ایران اسلامي شورا غړی ابوالفضل ابوترابي وایي، چې په تهران کې ځينې کډوال له ۲۸ ځله شړل کېدو وروسته بیا هم دغه هېواد ته ورغلي. د نوموړي په خبره، دغو کسانو د تهران په شاوخوا کې د بهرنيو وګړو کلسټرونه یا ټولنې جوړې کړې دي.

د ایران په اسلامي شورا کې د تیران، کرون او نجف اباد خلکو استازي ابوالفضل ابوترابي رسنيو ته ویلي، چې له تهران وروسته بوشهر هغه ښار دی، چې ځينې بهرنیان پکې ۲۱ ځله رد شوي خو بیا هم دغه هېواد ته ستانه شوي او په بیلابیلو دندو بوخت دي.

د ایران انتخاب ورځپاڼې د نوموړي له قوله لیکلي، چې یوازې د بهرنیو وګړو رد د ستونزې حل نه دی او باید پر وړاندي يې قانوني اقدام تر سره شي.

د هغه په خبره، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کال کې یو میلیون دوه سوه زره کسانو ته سیاحتي پاسپورټونه ورکوي او له بلې خوا بیا د ایران امنیتي ادارې د یو میلیون او سل زره افغانانو د شړلو خبره کوي.

نوموړی وایي، چې د ایران اړوندې ادارې باید لومړي دغه موضوع تنظیم کړي او بیا معلومه کړي، چې په کومو برخو کې څومره بهرنيو وګړو ته اړتیا ده.

هغه د هغو ایرانیانو د مجازات غوښتنه کړې، چې بهرنيو وګړو ته د بانک، کور، اوسېدو او کار کولو کارتونه ورکوي.

نوموړی زیاتوي، «هغه کسان، چې موږ يې له هېواده شړل غواړو په جيب کې يې له اوو څخه تر اتو ايراني کارتونه وي او موږ داسې قانون نه لرو چې له هغو کسانو سره معامله وکړو چې خپل بانکي کارتونه، د موبايل سيم کارتونه او کورونه يې دغو وګړو ته ورکړي.»

نوموړي په جدي توګه غوښتنه وکړه، چې له پاکستان او افغانستان سره باید د یران پر پوله ديوال جوړ شي او د بهرنيو وګړو د تګ راتګ پر مهال د هغوی بایوميټريک واخیستل شي.

هغه وویل، «د بهرنيو وګړو د تګ راتګ پر مهال باید د دوی د ګوتو نښانونه، پېژندګلوي او مالومات په نظر کې ونیول شي، خاص کارتونه، سيم کارتونه او اجازه لیک د دوی د هېواد له بیرغونو سره ورته جوړ شي، ځکه دا په ټوله نړۍ کې عام دي.»

نوموړي نيوکه کړې، چې په ایران کې د ادارو ترمنځ د وګړو په اړه د اختلاف موضوع شته او بهرني وګړي له دې فرصته ګټه اخلي.