د ټرمپ حکومت له امریکا څخه د «ناقانونه» مېشتو هنديان ایستل پیل کړي دي

انډیا ټوډې ورځپاڼې خبر خپور کړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ۲۰۵ هندي «ناقانونه» کډوال له امریکا څخه اېستلي او په یوه پوځي الوتکه کې یې د هند امرتسر ته لېږدولي دي.

انډیا ټوډې ورځپاڼې خبر خپور کړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ۲۰۵ هندي «ناقانونه» کډوال له امریکا څخه اېستلي او په یوه پوځي الوتکه کې یې د هند امرتسر ته لېږدولي دي.
دغې هندي رسنۍ ویلي، چې د ټولو هغو هندي وګړو هویت چېپه امریکا کې «ناقانونه» پېژندل شوي، په بشپړ ډول تایید شوی دی.
دغه ۲۰۵ «ناقانونه» هندي کډوال تېره ورځ د ( سلواغې ۱۶مه) نیټه په یوه پوځي C-17 الوتکه کې هند ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ټرمپ اداره د امریکا په تاریخ کې د «ناقانونه» کډوالو د ایستلو تر ټولو لوی پروګرام پلی کوي.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې یو لومړنی لیست چمتو کړی چې ښيي، ۱۸ زره هندي وګړي په متحده ایالاتو کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، چې اوس له امریکا څخه ایستلو ته چمتو دي.
د شمېرو له مخې شاوخوا ۷۲۵۰۰۰ هندي کډوال په متحده ایالاتو کې په «ناقانونه» توګه ژوند کوي، چې دا په امریکا کې د «ناقانونه» کډوالو دریم لوی شمېر ګڼل کېږي.

د اغاخان بنسټ وايي، چې د نړۍ د اسماعېلیانو مشر کریم اغا خان د ۸۸ کلونو په عمر د پرتګال په پلازمېنې لیزبُن کې مړ شو.
اغاخان بنسټ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې کریم الحسیني اغاخان د شیعه اسماعېلي مسلمانانو ۴۹م امام د ۲۰۲۵ کال د فېبروري په ۴مه نېته په لیزبن کې د ۸۸ کلونو په عمر مړ شوی دی.
شهزاده کریم اغاخان د اغاخان شبکې بنسټ اېښودونکی او مشر و.
د اغاخان بنسټ زیاته کړې، چې د نوموړي د ځای ناستي په اړه به وروسته اعلان وکړي.
د دغه بنسټ په وینا، کریم اغاخان له مړینې وروسته هم په ټوله نړۍ کې له مذهبي تړاو پرته د ټولنو او افرادو د ژوند د ښهوالي لپاره خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
د امریکا د بهرنیو مرستو د بندولو په اړه د ډونالډ ټرمپ حکم د مرستو او پراختیا په برخه کې نه یوازې دا چې ګډوډي رامنځته کړې، بلکې سلګونه قراردادیان یې له سخت مالي ناورین سره مخ کړي دي او دغه قراردادیان اړ شوي، چې خپل کارکوونکي وشړي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې په لومړۍ ورځ یو اجراییوي فرمان صادر کړ، چې له مخې یې د امریکا بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.
ټرمپ د امریکا د ټولو بهرنیو مرستو د بیا کتنې امر کړی او له اېلان ماسک څخه یې غوښتي، چې د امریکا د نړۍوالې پراختیا سازمان کوچنی کړي.
د رویټرز په وینا، له هغه وخت راهیسې د دې ادارې لسګونه کارکوونکي په اجباري رخصتیو استول شوي او سلګونه داخلي قراردادیان هم له دندو ګوښه شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د بهرنیو مرستو د بندولو په اړه د ټرمپ د بهرنیو چارو د وزارت حکم په امریکا دننه او بهر د مرستو په برخه کې ډېرې اندېښنې راپارولې دي، ځکه قراردادیان معمولاً لومړی لګښتونه په خپله ورکوي او بیا یې له امریکايي حکومته غواړي.
د یو اېس ای ډي یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل، چې د هغه شرکت مجبور شوی، چې په سلګونه کارګران ځواب کړي او ډسمبر میاشتې راهیسې د ۵۰ میلیون ډالرو څخه ډېر بیلونه یې پاتي دي، چې د متحده ایالاتو حکومت نه دي ورکړي.
په ۲۰۲۳ مالي کال کې، متحده ایالاتو په ټوله نړۍ کې ۷۲ میلیارد ډالر مرسته کړې.
په ۲۰۲۴ کال کې، متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو له خوا ثبت شوي د ټولو بشري مرستو ۴۲ سلنه چمتو کړې.
دا بودیجه چې د امریکا د حکومت د ټولې بودیجې له یوې سلنې څخه کمه برخه جوړوي، د نړۍوالو متحدینو د جوړولو، د ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او په پرمختللو هېوادونو کې د چین او روسیې په څېر د سیالانو د نفوذ د مخنیوي لپاره د واشنګټن په پالیسۍ کې مهم رول لوبوي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته بلنه ورکړې، چې راتلونکې اوونۍ امریکا ته سفر وکړي.
ټرمپ د جنورۍ په ۲۷مه نېټه له مودي سره پر کډوالۍ، د هند له خوا د امریکایي امنیتي تجهیزاتو پېرل او دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې.
هند چې د چین سره مقابلې کې د متحده ایالاتو ستراتیژیک ملګری دی، لېواله دی چې له امریکا سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او خپلو اتباعو ته د ماهرو کارګرانو ویزې ترلاسه کول اسانه کړي.
همداراز هند د هغو تعرفو د مخنیوي په هڅه کې دی، چې ټرمپ په تېر کې د متحده ایالاتو پر محصولات د هند د لوړو تعرفو په حواله ګواښ کړی و.
متحده ایالات د هند تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۴ کلونو تر منځ ۱۱۸ میلیارد ډالرو ته ورسېده.
د ایران اسلامي شورا غړی ابوالفضل ابوترابي وایي، چې په تهران کې ځينې کډوال له ۲۸ ځله شړل کېدو وروسته بیا هم دغه هېواد ته ورغلي. د نوموړي په خبره، دغو کسانو د تهران په شاوخوا کې د بهرنيو وګړو کلسټرونه یا ټولنې جوړې کړې دي.
د ایران په اسلامي شورا کې د تیران، کرون او نجف اباد خلکو استازي ابوالفضل ابوترابي رسنيو ته ویلي، چې له تهران وروسته بوشهر هغه ښار دی، چې ځينې بهرنیان پکې ۲۱ ځله رد شوي خو بیا هم دغه هېواد ته ستانه شوي او په بیلابیلو دندو بوخت دي.
د ایران انتخاب ورځپاڼې د نوموړي له قوله لیکلي، چې یوازې د بهرنیو وګړو رد د ستونزې حل نه دی او باید پر وړاندي يې قانوني اقدام تر سره شي.
د هغه په خبره، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کال کې یو میلیون دوه سوه زره کسانو ته سیاحتي پاسپورټونه ورکوي او له بلې خوا بیا د ایران امنیتي ادارې د یو میلیون او سل زره افغانانو د شړلو خبره کوي.
نوموړی وایي، چې د ایران اړوندې ادارې باید لومړي دغه موضوع تنظیم کړي او بیا معلومه کړي، چې په کومو برخو کې څومره بهرنيو وګړو ته اړتیا ده.
هغه د هغو ایرانیانو د مجازات غوښتنه کړې، چې بهرنيو وګړو ته د بانک، کور، اوسېدو او کار کولو کارتونه ورکوي.
نوموړی زیاتوي، «هغه کسان، چې موږ يې له هېواده شړل غواړو په جيب کې يې له اوو څخه تر اتو ايراني کارتونه وي او موږ داسې قانون نه لرو چې له هغو کسانو سره معامله وکړو چې خپل بانکي کارتونه، د موبايل سيم کارتونه او کورونه يې دغو وګړو ته ورکړي.»
نوموړي په جدي توګه غوښتنه وکړه، چې له پاکستان او افغانستان سره باید د یران پر پوله ديوال جوړ شي او د بهرنيو وګړو د تګ راتګ پر مهال د هغوی بایوميټريک واخیستل شي.
هغه وویل، «د بهرنيو وګړو د تګ راتګ پر مهال باید د دوی د ګوتو نښانونه، پېژندګلوي او مالومات په نظر کې ونیول شي، خاص کارتونه، سيم کارتونه او اجازه لیک د دوی د هېواد له بیرغونو سره ورته جوړ شي، ځکه دا په ټوله نړۍ کې عام دي.»
نوموړي نيوکه کړې، چې په ایران کې د ادارو ترمنځ د وګړو په اړه د اختلاف موضوع شته او بهرني وګړي له دې فرصته ګټه اخلي.
د ایټالیا ساحلي ګارد د مدیترانې په سمندرګي کې د کب نیونې په یوه کښتۍ کې ۱۳۰ کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي. د ایټالوي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو کسانو کې ډېری یې د ایران او افغانستان وګړي دي.
دغه کښتۍ چې د سلواغې پر ۱۱مه له ترکیې څخه اروپا ته روانه وه، د ایټالیا په سمندرغاړو کې د سختو څپو او چټکو بادونو له امله د ډوبېدو له ګواښ سره مخ وه.
د سټلایټ ټیلیفون له لارې د بېړني پیغام ترلاسه کولو وروسته، د ایټالیا سمندري ګارډ دوه کښتۍ د کډوالو د ژغورنې لپاره ولېږلې.
د ژغورنې په دغو عملیاتو کې، چې اووه ساعته یې دوام وکړ، ټول ۱۳۰ مساپر د ژغورنې کښتیو ته انتقال شول.
په ۱۳۰ کسانو کې ۲۷ ښځې او ۳۰ ماشومان وو، چې شپږ پکې بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو.
د ۱۳۰ کډوالو له ډلې څخه نهه عراقیان او شپږ پاکستانیان وو.
د ژغورنې له عملیاتو وروسته یوه امیندواره ښځه او یو معلول سړی د ناسم روغتیايي وضعیت له امله روغتون ته یووړل شول.