• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کورتولموش: افغانستان کې مات شوي، په منځني ختیځ کې د یو بل ناورین د رامنځته‌کولو حق نه‌لري

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۱۰ GMT+۰

د ترکیې د ملي شورا مشر نومان کورتولموش د غزې په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چا چې په «افغانستان، عراق او ویتنام» کې ماتې خوړلې، حق نه‌لري په منځني ختیځ کې یو بل ناورین رامنځته کړي.

کورتولموش د چهارشنبې په ورځ (سلواغې ۱۷مه) په یو بیان کې د غزې په تړاو د ټرمپ پر وړاندیز د توندو نیوکو ترڅنګ ټینګار کړی چې دا خاوره به د فلسطین برخه پاتې کېږي او په وینا یې، د خرڅلاو لپاره نه ده.

په بیان کې راغلي دي: «غزه د فلسطینیانو خپل ملکیت دی او تل به د فلسطین برخه وي. د ځمکې دا ټوټه ستاسې د شرکتونو د پلور لپاره نه ده.»

کورتولموش ویلي چې د فلسطین او اسراییل لپاره یوه نوې دوره پېل شوې او نړۍواله ټولنه باید په بشپړه توګه له فلسطین ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانېاهو سره د لیدنې پرمهال په یو خبري کنفرانس کې ویلي و، چې فلسطینیان د غزې له پرېښودو پرته بله هېڅ لار نه‌لري.

د یادونې وړ ده، چې د ټرمپ دغو څرګندونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د فلسطينیانو د بې ځایه‌کېدو په تړاو د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې «غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک د هغوی د برخلیک په هکله پرېکړه نه شي کولی.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

یوناما له طالبانو وغوښتل چې د بیګم راډيو کارکوونکي خوشې کړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۰۱ GMT+۰

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» په کابل کې د طالبانو استخباراتو له لورې د بیګم راډيو د کارکوونکو په نیولو خواشیني ښودلې او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې دغه کارکوونکي خوشې کړي.

د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له لورې د بیګم راډيو خپرونې وتړل شوې خو ددغه راډيو مسوولينو وویل، چې طالبانو د دوی یو شمېر کارکوونکي هم له ځان سره بیولي.

یوناما تازه پر خپلې اېکس پاڼې د طالبانو له لورې د دغه رسنۍ د کارکوونکو په نیولو خواشیني ښودلې او لیکلي یې دي: «یوناما په کابل کې د بیګم راډیو د دوو کارکوونکو د نیولو په اړه اندیښمنه ده، چې ځای یې نامعلوم دی. یوناما د هغو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي چې د بیان د ازادۍ د حق د کارولو له امله نیول شوي دي.»

یوناما وړاندې لیکلي، چې ازادې رسنۍ د ټولنې د پرمختګ لپاره اړینې دي.

یاده دې وي چې د بیګم راډيو په یوه اعلاميه کې چې رسنیو سره شریکه شوې لیکي د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي او استخبارات یې راډيو ته ورغلي، د راډيو نشرات یې بند کړي، د راډيو کمپيوټرونه، هارډډيسکونه، اسناد او ټلیفونونه یې اخيستي او له ځان سره یې وړي دي.

د راډيو مسوولان وایي، چې طالب استخباراتو د دوی د يوې ښځينه او دوو نارينه کارکوونکو توکي هم، چې په مديريتي برخه کې يې مسووليت نه درلود، له ځان سره وړي دي.

بیګم راډيو په خپله اعلاميه کې دا نه دي ویلي، چې طالبانو د دوی څو کارکوونکي له ځان سره بيولي خو له دې ډلې څخه یې د خپلو همکارانو د ژر خوشي کولو غوښتنه کړې.

د افغان خبريالانو د ملاتړ سازمان هم د طالبانو له لوري د بيګم راډيو بندول غندلي او دا يې د بیان ازادۍ د ځپلو او معلوماتو ته د لاس رسي په برخو کې ځپونکې کړنه یاده کړې.

د افغان خبريالانو مرکز له نړۍوالو بنسټونو، د رسنيو له ملاتړو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د دغه ډول کړنو پر وړاندې غلي پاتې نه شي او په افغانستان کې د بیان او خبريالانو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره اقدامات تر سره کړي.

طالبانو د کابل سرینا هوټل چارې یوې جرمنۍ کمپنۍ ته وسپارلې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د افغانستان یو پرمختللی هوټل، چې د ۲۰ کلنې ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال یې څو خونړي بریدونه تجربه کړي، اوس د یوه جرمني شرکت له خوا اداره کېږي. د کابل سرینا هوټل چارې یوه اونۍ وړاندې طالبانو په واک کې واخستې.

د طالبانو حکومت د هوټلونو شرکت تېره اونۍ وویل، چې د کابل سرینا هوټل شل کلن تړون پای ته رسېدلی دی.

یاد شرکت ویلي و، چې د کابل هوټل د خدمتونو د لا معیاري کولو په موخه یې له یوه نړیوال شرکت سره تړون لاسلیک کړی.

اې ایف پي وايي، چې د یوه افغان په مشرۍ جرمنۍ کمپنۍ سېنډرېلا د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې کابل ګراند هوټل، چې مخکې د سرینا په نوم مشهور و، اداره کوي.

د یاد شرکت رییس هارون عظیم وايي، چې له دوی سره د هوټل په تړاو یو لس کلن تړون شوی دی.

عظیم، چې د افغانستان-جرمني تابعیت لري، د قرارداد ارزښت نه دی څرګند کړی، خو ویې ویل چې دا معامله د سرینا هوټل د مخکیني قرارداد تر پای ته رسېدو وروسته لاسلیک شوې ده.

عظیم وویل، د هغه شرکت له شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعال دی او د سړکونو جوړولو او د کانونو په سکتور کې یې کار کړی دی.

ټرمپ وايي اسراییل به له جګړې وروسته غزه امریکا ته وسپاري

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسراییل به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې کنټرول امریکا ته وسپاري، په داسې حال کې چې د دې سیمې اوسېدونکي به لا دمخه نورو ځایونو ته کډه شوي وي او دا به په دې معنا وي چې امریکايي سرتېرو ته اړتیا نشته.

ټرمپ، چې مخکې یې د غزې لپاره د امریکايي سرتېرو د استولو احتمال رد کړی نه و، د خپلو پلانونو وضاحت ورکړ.

هغه پر خپل ټولنیز پلیټفارم ولیکل، « د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به اسراییل د غزې تړانګه امریکا ته وسپاري».

هغه زیاته کړې، « فلسطینیان به لا دمخه نورو خوندي او ښکلو سیمو ته انتقال شوي وي، هلته به دوی ته عصري کورونه برابر شوي وي».

ټرمپ وايي، « هیڅ امریکايي سرتېرو ته اړتیا نشته».

په اسراییل کې د ټرمپ دوړاندیز پراخ ملاتړ شوی او د دغه هېواد د دفاع وزیر اسراییل کاتز پوځ ته امر کړی چې له غزې نه په داوطلبانه ډول د وتونکو خلکو لپاره پلان جوړ کړي.

د ټرمپ ناڅاپي اعلان د منځني ختیز په هېوادونو کې پراخ غبرګون راوپاروه، په داسې حال کې چې اسراییل او حماس تمه درلوده چې د دوحې په خبرو کې د جګړې د پای ته رسولو پر دویم پړاو موافقه وکړي.

سعودي عربستان د ټرمپ وړاندیز رد کړ او د اردن پاچا عبدالله، چې راتلونکې اونۍ به د سپینې ماڼۍ سفر وکړي، اعلان وکړ چې هغه به د فلسطینیانو د شړلو او خاورې نیولو هر ډول هڅه رد کړي.

د ټرمپ د وړاندیز اغېز پر اوربند لا روښانه نه دی. تر دې دمه، له هغو ۳۳ یرغمل شویو کسانو څخه چې په لومړي پړاو کې یې د خوشې کېدو پلان و، یوازې ۱۳ کسان ازاد شوي او تمه ده چې درې نور د شنبې په ورځ خوشي شي.

یو شمېر سخت دریځي اسراییلي سیاستوال د فلسطینیانو د ایستلو ملاتړ کوي او د ټرمپ وړاندیز ته یې تود هرکلی ویلی دی.

پخواني اسراییلي جنرال جیورا ایلند، چې مخکې یې د غزې د شمالي سیمو د اجباري بې‌ځایه کولو پلان وړاندیز کړی و، د ټرمپ پلان «منطقي» وباله.

طالبان په غزني کې «جهادي موزيم» پرانيزي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې په غزنې کې يې جهادي موزيم جوړ کړی، چې ژر به پرانیستل شي. د غزني د طالب چارواکو په وینا، په دغه موزيم کې به د دې ډلې لسګونه جهادي اثار ثبت او خوندي کړي.

د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين قدرت الله جمال له یوه پلاوي سره د غزني له ولایتي طالب چارواکو سره په ليدنه کې زياته کړې، چې د جهادي موزيم د جوړېدو چارې بشپړې شوې، چې ژر به پرانیستل شي.

د غزني طالب ولایتي چارواکي وايي، په دغه موزيم کې به د دې ډلې د جهاد پر مهال استعمال شوي او ترلاسه شوي توکي او تاريخي اثار ثبت او خوندي کړي.

د طالبانو په خبره، د دغه موزیم د پرانیستلو موخه د خپلو کارنامو او جهادي اثارو ساتل دي.

طالبانو په دې ناسته کې سیلانیانو ته د اسانتیاوو پر برابرولو ټينګار کړی.

طالبانو په خپلو نورو موزیمونو کې ددوی زیړې بوشکې، چې افغان او بهرنیو ځواکونو موټرو ته یې خښولې، هم اېښې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري مرستیال ژمنه کړې، چې د لرغونو سيمو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې به جدي او عملي ګامونه اخلي.

طالبانو درې منتقد افغان دیني عالمان له بند څخه خوشي کړل

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې طالبانو خپل درې منتقدان محمود حسن، عبدالقادر قانت او عبدالعزیز شجاع نن خوشي کړل. دغو دیني عالمانو په دې وروستیو کې د طالبانو پر مشر نیوکې کړې وې، چې واک یې په کندهار پورې منحصر کړی.

محمود حسن، عبدالقادر قانت او عبدالعزیز شجاع د "جهادي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې شورا" غړي د روان کال د سلواغې پر لسمه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شول.

دوی په کابل کې د یوې غونډي پر مهال د طالبانو د واک پر انحصار، په ځانګړې توګه پر کندهاري طالبانو په کلکه نیوکه وکړه او د ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه یې کړې وه.

سرچینو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې دوی د طالبانو له توقیف څخه په ضمانت خوشي شوي دي. خو د دوی د روغتیايي حالت په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

له دې څخه مخکې د محمود حسن کورنۍ تایید کړې وه چې نوموړی د طالبانو په توقیف کې سخت شکنجه شوی دی.

په تېرو دریو کلونو کې طالبانو په وار وار خپل مخالفان او منتقدان نیولي دي.