• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو افشا شوي سندونه؛ دا ډله غواړي د غزني هوايي ډګر د «سلطان محمود غزنوي» په نوم کړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د هغو اسنادو پر بنسټ چې د ناڅرګندو هېکرانو له‌خوا افشا شوي، د دغې ډلې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له رییس‌الوزرا څخه غوښتي چې د غزني هوايي ډګر نوم د «سلطان محمود غزنوي» په نوم کړي.

د نوموړي وزارت سرپرست، ملا خېرمحمد خېرخوا د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته په یو وړاندیز کې لیکلي، چې غزني هوايي ډګر مشخص نوم نه‌لري او په وینا یې غواړي، دغه هوايي ډګر په یو مشخص نوم یاد شي.

په دغه وړاندیز کې د «سلطان محمود غزنوي هوايي ډګر، سنايي غزنوي هوايي ډګر او د ثالث عمر افغان هوايي ډګر» نومونه لیکل شوي دي.

په وړاندیز کې راغلي چې د طالبانو د ولایت مقام په ادارې غونډه کې پرېکړه شوې څو له دې درېیو نومونو څخه د «سلطان محمود هوايي ډګر» نوم تصویب او غوره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه یوې ناڅرګنده ډلې د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د ۲۱ وزارت‌خونو او خپلواکو ریاستونو اسناد یې په انټرنټ‌ کې خپاره کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتونه او ستره محکمه هغه مهم بنسټونه دي چې هېکرانو یې اسناد خپاره کړي.

له دې پېښې وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت هم ومنله چې د دغې ډلې ځینې سندونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو سندونو کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ تامپسن: کرېکټ د افغانانو یواځينۍ خوشالي ده، سیالي ورسره نه لغوه کوو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۰

انګستان کرېکټ بورډ تایید کړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو له سرغړونو له امله د افغان کرېکټ لوبډلې سره په اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې سیالي نه لغوه کوي.

تېره میاشت د بریتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ ته لیکلي وو، چې د فبرورۍ په ۲۶ مه په لاهور کې د افغانستان د کرېکټ لوبډله دې له ګروپي پړاو څخه وباسي.

د پنجشنبې په ورځ د انګلستان کرېکټ بورډ په ناسته کې د دغه بورډ مشر ریچارډ تامپسن د خپلې لوبډلې لوبډلمشر جوس بټلر ته لارښوونه وکړه چې له افغانستان کرېکټ لوبډلې سره د اتلانو په جام کې سیالي ترسره کړي.

نوموړي وویل د افغانستان د نارینوو کرېکټ لوبډلې پر وړاندې دې د کرېکټ نړۍواله شورا ډله ییز اقدام وکړي.

تامپسن وویل: "هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي د جنسیتي توپیر څخه کم نه دي. د کرېکټ په کچه، کله چې په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو کرېکټ په چټکۍ سره وده کوي، مګر د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو وحشتناک ظلمونه نور هم ډېریږي."

نوموړي زیاته کړه: "بورډ په دې پوهیږي چې د لوبې د بایکاټ کولو په اړه بېلابېل نظرونه شتون لري او په دقت یې اوریدلي دي. موږ له حکومت، د کرېکټ له نړۍوالې شورا، زموږ د انګلستان له نارینه لوبغاړو او نورو شریکانو سره په دې اړه له نږدې تماس نیولی او په دې اړه مو بحث هم کړی چې د انګلستان کرېکټ بورډ څومره ښه کولای شي د هغو ښځینه کرکټرانو ملاتړ وکړي چې له افغانستان څخه وتلي دي."

رېچارډ زیاته کړه: "له دې وروسته، موږ په دې نظر یوو چې د کرېکټ ټولنې له خوا همغږي او نړۍوال غبرګون د پرمختګ لپاره مناسبه لار ده، موږ دا هم اوریدلي دي چې د ډېرو عامو افغانانو لپاره د کرېکټ ټیم لیدل یواځينۍ خوشالي ده. په دې توګه، موږ دا تایید کوو چې دا لوبه ترسره کوو."

یاده دې وي چې افغانستان د کرېکټ د نړۍوالې شورا یواځینی بشپړ غړی دی چې د ښځو د کریکټ لپاره کوم خاص پلان نه لري، خو د هند حکومت او طالبانو ترمنځ وروستې ډیپلوماټیکې خبرې اترې او د سپورتي اړیکو پیاوړي کول په دې معنا ده چې له دغه سټېج څخه د افغان لوبډلې لرې کول ناممکن دي.

د تېر جمهوري نظام څارنوال له طالبانو څخه د تېښتې له امله اروپا ته پر لاره مړ شو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۰

په جرمني کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د یو څارنوال، نصرت‌الله میرزا یار مېرمن رحیمې ابراهیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د یونان حکومت افغانستان ته د هغې د خاوند او کورنۍ نورو غړو د مړو لېږدول ځنډوي.

د یونان سمندري ځواکونو د جمعې په ورځ د لېندۍ پر ۳۰مه (د ۲۰۲۴، ډېسمبر) ویلي وو، چې په ایجېن سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې په ترڅ کې یې لږترلږه اته کسان مړه او ۱۸ نور ژغورل شوي دي.

دا پېښه د ترکیې سمندر ته مخامخ د روډس ټاپو ترڅنګ رامنځته شوې چې ډېری قربانیان یې افغان کډوال وو.

له دې پېښې وروسته، د تېر جمهوري نظام د یاد څارنول مېرمن زیاتوي چې خاوند یې له طالبانو څخه د وېرې له امله د اروپا پر لور کډوالۍ ته مخه کړې وه.

په قربانیانو کې د افغانستان د مخکېني حکومت یو څارنوال هم شامل دی چې درې کاله دمخه له طالبانو څخه د وېرې له امله پاکستان ته تښتېدلی او له هغه ځایه د اروپا پر لور خوځېدلی و.

د نوموړي افغان څارنوال مېرمن رحیمه ابراهیمي چې شاوخوا پنځه کاله دمخه جرمني ته کډواله شوې، له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکې کې وویل، چې خاوند یې د طالبانو تر واکمنېدو پورې د افغانستان په لويې څارنوالۍ کې دنده لرله او د مخکېني حکومت د زرګونو نورو کارکوونکو په څېر د خپل ژوند د ژغورنې په موخه پاکستان ته وتښتېد.

هغې وویل، چې خاوند یې ۵۷ کاله عمر درلود او غوښتل یې چې له ۱۰ کلونو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. مېرمن رحیمې زیاتوي چې ۴۵ کلنه خور یې ناجیه او د هغې دوه زامن، ۱۸ کلن عثمان سادات او ۱۹ کلن منصور سادات هم په دې پېښه کې مړه شوي دي.

 څارنوال میرزایار د خپلې کورنۍ له درېیو غړو سره اروپا ته پر لاړ مړه شوي دي
100%
څارنوال میرزایار د خپلې کورنۍ له درېیو غړو سره اروپا ته پر لاړ مړه شوي دي

د مړو په سپارلو کې ځنډ

مېرمن رحیمي زیاته کړه کله چې له دې پېښې خبره شوه، ځان یې یونان ته ورساوه. د نوموړې په وینا، دا یوه قصدي پېښه وه او د یونان سمندري ځواکونه د دې کښتۍ په ډوبېدو کې ښکېل دي.

د دې ښځې په وینا، د یونان سمندري ځواکونو هغې ته چې د دې پېښې په قربیانیانو کې یې د کورنۍ غړي شامل وو، اجاه نه ده ورکړې څو هغوی له نږدې وګوري. هغې وویل چې په ډېرې سختۍ سره بریالۍ نه شوه چې د خپلې کورنۍ غړو ته ځان نږدې کړي او د حقیقت لپاره د پېښې له قربانیانو ویډیو واخلي.

هغې وویل چې د یونان سمندري ځواکونو کښتۍ په قصدي ډول د کډوالو کښتۍ ډوبه کړه. هغه انځورونه چې مونږ ترلاسه کړي‌، په‌کې لیدل کېږي چې د یو شمېر قربانیانو مخونه په وینو لړلي دي.

هغې زیاته کړه چې درې نور قربانيان د افغانستان بدخشان ولایت اوسېدونکي وو او د هغوی مړي هم شدید زیانمن شوي دي.

ورته مهال، د یونان سمندري ځواکونو په یو بیان کې ویلي چې «د کښتۍ چلوونکي د یونان د ګزمې له کښتۍ څخه د تېښتې په هڅه کې کنټرول له لاسه ورکړ.»

له دې مخکې رویټرز خبري اژانس د یوناني چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې د کښتۍ چلوونکی او یو بل کس چې دواړه ترکان دي، د انساني قاچاق په تور نیول شوي.

دا په داسې حال ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان په ځانکړې توګه ځوانان د طالبانو له وېرې، اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي. د ایران، ترکیې پولې او د اروپايي هېوادونو مرګونو سمندرۍ لارو له ګڼ شمېر افغانانو ژوند اخیستی دی.

رېچارډ بېنېټ: د بیګم راډيو کارکوونکي دې بې له کوم شرطه ژر خوشې شي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۳۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د طالب استخباراتو له لورې د بیګم راډیو د کارکوونکو نیولو ته غبرګون ښکاره کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د دغې راډیو دواړه نیول شوي کارکوونکي ژر تر ژره بې له کوم شرطه خوشې کړي.

د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له لورې د بیګم راډيو خپرونې وتړل شوې خو ددغه راډيو مسوولينو وویل، چې طالبانو د دوی یو شمېر کارکوونکي هم له ځان سره بیولي.

رېچارډ بېنېټ پر اېکس پاڼې لیکلي: «د ښځو په مشرۍ د راډیو بیګم د دوو نارینه کارمندانو د نېول کېدو په اړه ژوره اندیښنه لرم او د دوی د سمدستي او غیر مشروط خوشې کېدو او د خبریالانو او رسنیو کارمندانو د ویرولو او خپل سرو نیولو د بندولو غوښتنه کوم.»

یاده دې وي چې د بیګم راډيو په یوه اعلاميه کې چې رسنیو سره شریکه شوې لیکي د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت کارکوونکي او استخبارات یې راډيو ته ورغلي، د راډيو نشرات یې بند کړي، د راډيو کمپيوټرونه، هارډډيسکونه، اسناد او ټلیفونونه یې اخيستي او له ځان سره یې وړي دي.

د افغان خبريالانو د ملاتړ سازمان هم د طالبانو له لوري د بيګم راډيو بندول غندلي او دا يې د بیان ازادۍ د ځپلو او معلوماتو ته د لاس رسي په برخو کې ځپونکې کړنه یاده کړې.

د افغان خبريالانو مرکز له نړۍوالو بنسټونو، د رسنيو له ملاتړو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د دغه ډول کړنو پر وړاندې غلي پاتې نه شي او په افغانستان کې د بیان او خبريالانو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره اقدامات تر سره کړي.

د افغان خبريالانو مرکز له نړۍوالو بنسټونو، د رسنيو له ملاتړو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د دغه ډول کړنو پر وړاندې غلي پاتې نه شي او په افغانستان کې د بیان او خبريالانو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره اقدامات تر سره کړي.

همدا راز افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» په کابل کې د طالبانو استخباراتو له لورې د بیګم راډيو د کارکوونکو په نیولو خواشیني ښودلې او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې دغه کارکوونکي خوشې کړي.

طالبانو په کابل کې یو کس د زنا په تور ۳۹ درُې وواهه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۵۴ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې وویل، چې د پنجشنبې په ورځ د کابل ابتدایه محکمې یو کس د زنا په تور ۳۹ درُې وهلی او ترڅنګ یې په یو نیم کال تنفیذي بند محکوم کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې پر اېکس پاڼې لیکلي، یاد کس چې په زنا تورن وو د سترې محکمې د عالي مقام له تایید وروسته د محکمې په انګړ کې په درُو ووهل شو.

ددغه کس هویت نه دی په ډاګه شوی.

یاده دې وي چې د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د روانې فبرورۍ میاشت په تېره یوه اونۍ کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ کسان د خلکو پر وړاندې په درُو وهلي دي، چې ښځې هم په کې شاملې دي.

د طالبانو بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې دغه ډلې سلګونه کسانو ته د عامو خلکو پر وړاندې بېلا بېلې تعزیري سزاګانې ورکړي، په دغه کسانو کې د نارینو ترڅنګ ښځې هم شاملې دي چې زیات شمېر سزاګانې د اخلاقي جرمونو دي.

د دغه ډلې لخوا د عامو خلکو پر وړاندې سزاګانو ته په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه هم ښکاره شوي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې بار بار دغه ډول سزاوې د نړۍوالو اوصولو خلاف ګڼلي او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې دغه سزاګانو ته د پای ټکی کیږدي.

کورتولموش: افغانستان کې مات شوي، په منځني ختیځ کې د یو بل ناورین د رامنځته‌کولو حق نه‌لري

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۳۱ GMT+۰

د ترکیې د ملي شورا مشر نومان کورتولموش د غزې په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چا چې په «افغانستان، عراق او ویتنام» کې ماتې خوړلې، حق نه‌لري په منځني ختیځ کې یو بل ناورین رامنځته کړي.

کورتولموش د چهارشنبې په ورځ (سلواغې ۱۷مه) په یو بیان کې د غزې په تړاو د ټرمپ پر وړاندیز د توندو نیوکو ترڅنګ ټینګار کړی چې دا خاوره به د فلسطین برخه پاتې کېږي او په وینا یې، د خرڅلاو لپاره نه ده.

په بیان کې راغلي دي: «غزه د فلسطینیانو خپل ملکیت دی او تل به د فلسطین برخه وي. د ځمکې دا ټوټه ستاسې د شرکتونو د پلور لپاره نه ده.»

کورتولموش ویلي چې د فلسطین او اسراییل لپاره یوه نوې دوره پېل شوې او نړۍواله ټولنه باید په بشپړه توګه له فلسطین ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانېاهو سره د لیدنې پرمهال په یو خبري کنفرانس کې ویلي و، چې فلسطینیان د غزې له پرېښودو پرته بله هېڅ لار نه‌لري.

د یادونې وړ ده، چې د ټرمپ دغو څرګندونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د فلسطينیانو د بې ځایه‌کېدو په تړاو د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې «غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک د هغوی د برخلیک په هکله پرېکړه نه شي کولی.»