• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تحریک انصاف ګوند په زندان کې د عمران خان ناسم روغتیايي وضعیت ته د بيړني پام غوښتنه کړې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۳۱ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د وینې شکر د زیاتوالی او د زړه نامنظم ټکانونه ورته د اندېښنې وړ دي. د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان له حکومته غوښتل شوي، چې د خان د معاینې او درملنې لپاره د هغه ډاکترانو ته اجازه ورکړي.

د تحریک انصاف د اطلاعاتو مشر شیخ وقاص اکرم خبریالانو سره په خبرو کې حکومت پړ بللی، چې د عمران خان قانوني حقونه یې تر پښو لاندې کړي. هغه وايي: «عمران خان له ټولو اسانتیاوو محروم شوی، ترڅو فزیکي او ذهني شکنجه ورکړل شي. د هغه روغتیا موږ ته مهمه ده او که پاملرنه ورته ونه‌ شي، خطرناکې پایلې به ولري.»

شیخ وقاص اکرم غوښتنه کړې چې عمران خان ته د خپلو غوره ډاکټرانو له خوا د منظمو طبي معایناتو اجازه ورکړل شي.

نوموړي دا هم زیاته کړې چې د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر ته باید د زندان دننه اجازه ورکړل شي، څو له خپلو اولادونو سره اړیکه ونېسي. هغه دا د عمران خان قانوني او بنسټیز حق بللی دی.

د تحریک انصاف ګوند د عمران خان د هغه د مېرمنې، د پخواني بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د نورو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده.

شیخ وقاص اکرم همدا راز وویل: «عمران خان ځکه بندي شوی چې غوښتل یې پاکستان د خلکو د واک هېواد وي، نه د زورواکو».

نوموړي د لومړي وزیر شهباز شریف پر دې سیاست هم نیوکه کړې چې له هند سره د اړیکو د رغولو په هڅه کې دی.

د شهباز شریف په مشرۍ د «ن لیګ» حکومت عمران خان د فساد د بېلابېلو تورونو له کبله زنداني کړی دی او د هغه د ګوند پر فعالیتونو او پلویانو یې یو شمېر سخت بندیزونه هم لګولي دي.

څو میاشتې محکې د خېبر پښتونخواه د سر وزیر او د عمران خان د مېرمنې په ګډون د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د یاد ګوند لسګونه زره پلویانو یو پراخ لاریون وکړ چې د پوځ له لوري له زور زیاتي سره هم مخ شو.

یاد لاریون د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري وپاشل شو او د تحریک انصاف ګوند ادعا وکړه چې د دوی لسګونه پلویان د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډزو پر مهال وژل شوي وو.

د ډونالډ ټرمپ په بیا ځل ټاکل کیدو سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري هیله مندي ښودل شوې وه چې ښايي د ټرمپ پر پاکستان د پخواني لومړي وزیر د خوشې کیدو لپاره فشارونه راوړي، خو لا تر اوسه داسې هېڅ کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: پر ښځو او نجونو د بې ساري سیستماتیکو بریدونو په وړاندې چوپ نه پاتې کېږو

۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۳۶ GMT+۰

ملګرو ملتونو نن جمعه د (سلواغې ۱۹مه) پر اېکس پاڼه به یوه پېغام کې ویلي، چې ښځې د نړۍ په هر ځای کې د قدر وړ دي او د نجونو تر څنګ د ښځو پر وړاندې د هر ډول سیستماتیکو بریدونو خلاف به درېږي.

دغه نړۍوال سازمان که څه هم په خپل دغه یادښت کې د کوم هېواد یادونه نه ده کړې؛ خو په ښکاره یې د افغانستان په څېر هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې په کې له نجونو او ښځو سره روان تاوتریخوالی ورته د زغملو وړ نه دی.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو پر ضد د هر ډول بې ساري بریدونو خلاف به مبارزه کوي.

افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې طالبانو په کې د خپلې روانې واکمنۍ کې د ښځو خلاف سیسټماټیک بندیزونه لګولي او تر بل هر وخته یې په دغه هېواد کې د ښځو حقونه له نورو ډېر تر پښو لاندې کړي ډي.

یادې ډلې د نجونو پر زده کړو سخت بندیزونه لګولي او ان ښځې دندو ته هم نه پرېږدي.

د یادې ډلې سختدریځي مشر په خپل یوه تازه فرمان کې ښځې له طبي زده کړو راګرځولې او د پخوا په څېر د ملګرو ملتونو تر څنګ بهرنیو هېوادونو دغې پرېکړې ته توند غبرګونونه ښودلي؛ خو پر ملا هبت‌الله یې څه اغېز نه دی کړی.

په اسلام اباد کې د مسلمانو هېوادونو له لوري د زده کړو په ملاتړ یوې رابلل شوې غونډه کې په ډاګه وویل شو چې ملا هبت‌الله د خپل شخصي مزاج له مخې پر نجونو زده کړو او بندیزونه لګولي چې له اسلامي شریعت سره هېڅ اړخ نه لګوي.

ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو او د دوی له سختدریځي مشره غوښتي چې پر ښځو دې یاد بندیزونه ختم کړي؛ خو ملا هبت‌الله پرې هېڅ غوږ نه دی ګرولی بلکې لا یې د ښځو پر ضد خپلو فرمانونو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو له واکمنۍ څه باندې درې کاله تېرېږي؛ خو د دغو سختو بندیزونو له کبله د نړۍ هېڅ هېواد له دوی په رسمیت نه دي پېژندلي او نه غواړي د دغه سختدریځې ډلې سره تعامل وکړي.
تازه لا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر عباس ستانکزي هم د ملا هبت‌الله د دغو فرمانونو ضد خپل غږ پورته کړی او نجونې یې د زده کړو حقدارې وبللې؛ خو تر دغو څرګندونو وروسته د هغه هم کابل کې شپې ونه شوې. ملا هبت الله د هغه د نیول کیدو امر وکړ؛ خو عباس ستانکزي له خبریدو سره سم له کابله پښې سپکې کړې او متحده عربي اماراتو ته وتښتید.

له اماراتو څخه افغانستان انټرنشل په یو ترلاسه شوي غږیز پېغام کې عباس ستانکزي طالبانو ته پېغام ورکړی چې په پټو سترګو دې د ملا هبت‌الله پلوي نه کوي او نه دې هم هغه د خدایې تر څنګ د پېغمبرۍ درجې ورکوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د غزې د بیارغونې لپاره د بیړني اقدام غوښتنه وکړه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) د پنجشنبې په ورځ د غزې د بیارغونې لپاره د بیړني اقدام غوښتنه وکړه او د بشري مرستو د زیاتولو لپاره یې په نړۍوال ملاتړ ټینګار وکړ.

د دغه پروګرام اجراییوي مرستیال رییس کارل سکاو په غزه کې د میلیونونو خلکو لپاره چې د ژوند په لټه کې دي د بشري مرستو لپاره د نړۍوال ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې ډبیلیو ایف پي د جنورۍ په ۱۹ د اوربند له پیل راهیسې له پنځلس زره ټنو څخه ډېر خوراکي توکي لیږلي دي، خو دا کافي نه دي.

سکاو غزې ته له خپل دوه ورځني سفر وروسته په یوه بیان کې وویل: "دا په سم لوري یو پیاوړی ګام دی، مګر دا کافي نه دی. د اړتیا کچه خورا لویه ده او دا پرمختګ باید جاري وساتل شي. اوربند باید دوام ومومي. موږ بېرته نه شو تللای."

سکاو زیاته کړه، دا ډېره مهمه ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام او ټولې بشردوستانه ټولنې د غزې له اوسېدونکو سره مرسته وکړي ترڅو په ځان بسیا شي.

پاکستاني پوځ په خېبرپښتونخوا کې د ۱۲ وسله‌والو د وژنې ادعا وکړه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۰

پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې د خېبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په «حسن‌خېلو» سیمه کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ مخالف وسله‌وال وژلي دي.

دغه پوځ د پنجشنبې په ورځ ناوخته (د سلواغې ۱۸مه) په یو بیان کې منلې، چې په دغو عملیاتو کې یو سرتېری هم وژل شوی دی.

د پاکستاني پوځ د بیان پر بنسټ، وژل شوی سرتېری نېک‌محمد نومېده او د خېبرپښتونخوا د هنګو سیمې اصلي اوسېدونکی و.

یاد پوځ د دغو عملیاتو موخه په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني دولت د مخالفو وسله‌والو له منځه وړل بللې ده.

د یادونې وړ ده چې خېبرپښتونخوا په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په ګډون د ځینو وسله‌والو ډلو او پاکستاني پوځ ترمنځ د سختو نښتو شاهده ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم یوې سرچینې افغانستان انټرنشل ته ویلي و، چې وسله‌والو د خېبرپښتونخوا د کرک ولسوالۍ په بهادرخېلو سیمه کې پر ځایي پولیسو برید کړی او په ترڅ کې یې ۸ پولیسو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، په یاده پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

لومړۍ فرانسوي میراج ۲۰۰۰ جنګي الوتکې اوکراین ته رسیدلي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د فرانسې دفاع وزیر سیباستین لیکورنو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې لومړۍ فرانسوي میراج ۲۰۰۰، جنګي الوتکې اوکراین ته رسیدلي دي.

لیکورنو پر ټولنیزو رسنیو لیکي: "د ۲۰۲۴ د جون په ۶، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اوکراین ته د فرانسوي میراج ۲۰۰۰ سپارلو اعلان وکړ چې لومړی جوپه یې نن اوکراین ته ورسیده."

هغه زیاته کړه: "د اوکراین پېلوټان چې په فرانسه کې د څو میاشتو لپاره د دغو الوتکو لپاره روزل شوي، دوی به اوس د اوکراین د اسمان په دفاع کې برخه واخلي."

فرانسوي چارواکو نه دي ویلي چې څومره الوتکې یې اوکراین ته سپارلي دي.

مکرون د جون په میاشت کې اوکراین ته د دغو جیټ الوتکو د استولو پلان اعلان کړ او ویې ویل چې فرانسه به د اوکراین پېلوټانو او کارکوونکو ته روزنه هم ورکړي.

نوموړي په ​​ډاګه نه کړه چې فرانسه په ټولیز ډول اوکراین ته د څومره الوتکو لېږلو پلان لري.

په ورته مهال د فبرورۍ په شپږمه د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف اعلان وکړ چې د هالنډ لومړۍ ایف- ۱۶ جنګي الوتکې هم اوکراین ته رسیدلي دي.

هغه په ​​ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "دا عصري جنګي وسایط لا دمخه په اوکراین کې دي او ډېر ژر به د جنګي ماموریتونو ترسره کول پیل کړي، زموږ دفاع او وړتیا به پیاوړي کړي چې د روسیې د تېري په اغیزمنه توګه مقاومت وکړي."

میراج ۲۰۰۰ د څلورم نسل سوپر سونیک فرانسوي جوړې جیټ اولوتکې دي چې په ۱۹۷۰ کلونو کې جوړې شوې، یادې جیټ الوتکې له هوا څخه هوا ته او له هوا څخه ځمکې ته ماموریتونه ترسره کولی شي او تر اوسه په نهه هېوادونو کې له دغه الوتکو ګټه اخیستل کیږي.

د یونان پارلمان په درېیم پړاو کې هم ونه توانېد چې ولسمشر وټاکي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۲۸ GMT+۰

د یونان پارلمان د پنجشنبې په ورځ د رایې ورکولو په درېیم پړاو کې هم ونه توانېد چې د دغه هېواد لپاره ولسمشر وټاکي، نن هم هېڅ نوماند ونه توانېد چې د اړتیا وړ ۱۸۰ رایې ترلاسه کړي.

څلورم پړاو رایې په یونان کې وروستۍ رایې اچوونه ده چې د ولسمشرۍ لپاره نوماندان به د بریا له لپاره تر ۱۵۱ پورې رایې ترلاسه کوي.

د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو له ډلې د واکمن ګوند نوماند د پارلمان پخوانی رییس کونستانتینوس تسولاس تر نورو وړاندې وو چې ۱۶۰ رایې ترلاسه کړې.

کونستانتینوس سیال د کیڼ اړخي ګوند غړي لوکا کاتسلي په دویم نمبر کې وو چې ۴۰ رایې یې تر لاسه کړي.

راتلونکې اونۍ به وروستۍ رایې اچوونه ترسره شي. تمه ده چې په وروستۍ رایه اچوونه کې به تسولاس د ولسمشرۍ د ټاکل کېدو له پاره ۱۵۱ رایې ترلاسه کړي.