هبتالله اخوندزاده د امربالمعروف ریاستونو ته لسګونه متره مربع ځمکه ځانګړې کړې

د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یو فرمان له مخې، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دغې ډلې د امربالمعروف ریاستونو ته زر متره مربع ځمکه ځانګړې شوې ده.

د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یو فرمان له مخې، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دغې ډلې د امربالمعروف ریاستونو ته زر متره مربع ځمکه ځانګړې شوې ده.
د طالبانو د کرنې او اوبولګونې وزارت په ټولو ولایتونو کې د ځمکې د هراړخیزې ارزونې په موخه یو پلاوی ګمارلی دی.
د دغه مکتوب پر بنسټ، د طالبانو مشر په وږي میاشت کې د دغې ډلې د امربالمعروف او کرنې وزارتونو ته سپارښتنه کړې څو د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د امربالمعروف ریاستونو لپاره زر متره مربع (۱۰ بسوې) ځمکه په پام کې ونیسي.
د طالبانو د امربالمعروف عمومي ریاست دفتر په مکتوب کې د دغه ریاست اړوند ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې چې له ګمارل شوي پلاوي سره لازمه همکاري وکړي.
دا د امربالمعروف ادارې د نویو امتیازاتو یوه برخه ده چې په افغانستان کې د طالب مشر د فرمانونو د پليکېدو اصلي مرجعه ګڼل کېږي.
د امربالمعروف غړو د کرکجنو کړنو له لارې خلک، په ځانګړې توګه ښځې د هبتلله تبعیضي او ځپونکو فرمانونو منلو ته اړې کړي چې ښه بېلګه یې له محرم سره یو ځای بهر ته د ښځو وتل دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د چارو ادارې د یوه مکتوب پر بنسټ، د امربالمعروف کارکوونکي کولای شي، د افغانستان په روغتونونو کې درملنې ته لاسرسی ولري.
دولتي کارکوونکي له دغه امتیاز څخه بېبرخې دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت کارکوونکي به یوازې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزیر په امر په نظامي روغتونونو کې درملنه ترلاسه کوي.
همداراز، د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې د امربالمعروف کارکوونکو له طالبانو څخه د شاوخوا یو میلیون افغانیو غوښتنه کړې وه. په دې وروستیو کې ناڅرګندو هېکرانو د امربالمعروف په ګډون د دغې ډلې د وزارتونخونو سلګونه محرم اسناد او راپورونه خپاره کړل.

د طالبانو د هغو اسنادو پر بنسټ چې د ناڅرګندو هېکرانو لهخوا افشا شوي، د طالبانو په اصلاحي مرکزونو کې نږدې دوه زره ماشومان بندیان دي، چې شاوخوا ۳۸۳ یې نجونې دي.
تېره شپه د هېکرانو یوې ډلې چې هوېت یې نه دی څرګند په یوه سایبري برید کې د طالبانو د ۲۱ مهمو ادارو زرګونه اسناد خپاره کړل، چې په دغو اسنادو کې د ۱۹۲۳ ماشومانو معلومات هم خپاره شوي چې اوس د طالبانو سره په بېلابېلو ولایتونو کې بندیان دي.
د هېکرانو لخوا په (Talibleaks.com) وېب پاڼه خپاره شوي اسناد ښيي، چې د طالبانو سره په اصلاحي مرکزونو کې د نږدې دوه زره افغان ماشومانو بندیان دي چې شاوخوا ۳۸۳ یې نجونې او ۱۵۴۰ نور هلکان دي.
د اسنادو له مخې، د طالبانو په اصلاحي مرکزونو کې د بندیانو ماشومانو زیات شمېر د مرکزي ولایتونو دي چې شمېر یې ۵۸۱ کسانو ته رسیي. په دویم نمبر د شمال ولایتونو دي چې ۴۰۵ ماشومان یې له دغه ډلې سره بندیان دي، ورپسې د سویل زون دی چې ۴۳۱ ماشومان، همدا ډول هرات، بادغیس، غور فراه کې ۳۸۳ او ختیځ زون کې ۱۶۰ ماشومانو د طالبانو په مرکزونو کې بندیان ساتل کیږي.
په دغو اسنادو کې نه دي روښانه شوي چې دغه ماشومان د کومو جرمونو په تور بندیان دي.
د هېکرانو دغه ډلې د مهمو وزارتونو لکه د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعات او کلتور، عامې روغتیا، سوداګرۍ، اوبو او بریښنا، کډوالو، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتونو، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر، د ملي احصايي او معلوماتو ادارې، د زندانونو خپلواکې ادارې او سترې محکمې زرګونه نسخې سندونه خپاره کړل.
د دغو اسنادو له خپرولو وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تایید کړه، چې د دې ډلې ځینې سندونه افشا شوي دي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې افشا شوي معلومات د شخصي کمپيوټرونو اړوند دي او یاد کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.
تر اوسه د هېکرانو هوېت نه دی روښانه شوی او نه هم کومې ډلې د دغه سایبري برید پړه په غاړه اخیستې ده.

د طالبانو د هغو اسنادو پر بنسټ چې د ناڅرګندو هېکرانو لهخوا افشا شوي، د دغې ډلې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له رییسالوزرا څخه غوښتي چې د غزني هوايي ډګر نوم د «سلطان محمود غزنوي» په نوم کړي.
د نوموړي وزارت سرپرست، ملا خېرمحمد خېرخوا د طالبانو رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند ته په یو وړاندیز کې لیکلي، چې غزني هوايي ډګر مشخص نوم نهلري او په وینا یې غواړي، دغه هوايي ډګر په یو مشخص نوم یاد شي.
په دغه وړاندیز کې د «سلطان محمود غزنوي هوايي ډګر، سنايي غزنوي هوايي ډګر او د ثالث عمر افغان هوايي ډګر» نومونه لیکل شوي دي.
په وړاندیز کې راغلي چې د طالبانو د ولایت مقام په ادارې غونډه کې پرېکړه شوې څو له دې درېیو نومونو څخه د «سلطان محمود هوايي ډګر» نوم تصویب او غوره شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه یوې ناڅرګنده ډلې د طالبانو پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د ۲۱ وزارتخونو او خپلواکو ریاستونو اسناد یې په انټرنټ کې خپاره کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتونه او ستره محکمه هغه مهم بنسټونه دي چې هېکرانو یې اسناد خپاره کړي.
له دې پېښې وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت هم ومنله چې د دغې ډلې ځینې سندونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو سندونو کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.

انګستان کرېکټ بورډ تایید کړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو له سرغړونو له امله د افغان کرېکټ لوبډلې سره په اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې سیالي نه لغوه کوي.
تېره میاشت د بریتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ ته لیکلي وو، چې د فبرورۍ په ۲۶ مه په لاهور کې د افغانستان د کرېکټ لوبډله دې له ګروپي پړاو څخه وباسي.
د پنجشنبې په ورځ د انګلستان کرېکټ بورډ په ناسته کې د دغه بورډ مشر ریچارډ تامپسن د خپلې لوبډلې لوبډلمشر جوس بټلر ته لارښوونه وکړه چې له افغانستان کرېکټ لوبډلې سره د اتلانو په جام کې سیالي ترسره کړي.
نوموړي وویل د افغانستان د نارینوو کرېکټ لوبډلې پر وړاندې دې د کرېکټ نړۍواله شورا ډله ییز اقدام وکړي.
تامپسن وویل: "هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي د جنسیتي توپیر څخه کم نه دي. د کرېکټ په کچه، کله چې په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو کرېکټ په چټکۍ سره وده کوي، مګر د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو وحشتناک ظلمونه نور هم ډېریږي."
نوموړي زیاته کړه: "بورډ په دې پوهیږي چې د لوبې د بایکاټ کولو په اړه بېلابېل نظرونه شتون لري او په دقت یې اوریدلي دي. موږ له حکومت، د کرېکټ له نړۍوالې شورا، زموږ د انګلستان له نارینه لوبغاړو او نورو شریکانو سره په دې اړه له نږدې تماس نیولی او په دې اړه مو بحث هم کړی چې د انګلستان کرېکټ بورډ څومره ښه کولای شي د هغو ښځینه کرکټرانو ملاتړ وکړي چې له افغانستان څخه وتلي دي."
رېچارډ زیاته کړه: "له دې وروسته، موږ په دې نظر یوو چې د کرېکټ ټولنې له خوا همغږي او نړۍوال غبرګون د پرمختګ لپاره مناسبه لار ده، موږ دا هم اوریدلي دي چې د ډېرو عامو افغانانو لپاره د کرېکټ ټیم لیدل یواځينۍ خوشالي ده. په دې توګه، موږ دا تایید کوو چې دا لوبه ترسره کوو."
یاده دې وي چې افغانستان د کرېکټ د نړۍوالې شورا یواځینی بشپړ غړی دی چې د ښځو د کریکټ لپاره کوم خاص پلان نه لري، خو د هند حکومت او طالبانو ترمنځ وروستې ډیپلوماټیکې خبرې اترې او د سپورتي اړیکو پیاوړي کول په دې معنا ده چې له دغه سټېج څخه د افغان لوبډلې لرې کول ناممکن دي.

په جرمني کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د یو څارنوال، نصرتالله میرزا یار مېرمن رحیمې ابراهیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د یونان حکومت افغانستان ته د هغې د خاوند او کورنۍ نورو غړو د مړو لېږدول ځنډوي.
د یونان سمندري ځواکونو د جمعې په ورځ د لېندۍ پر ۳۰مه (د ۲۰۲۴، ډېسمبر) ویلي وو، چې په ایجېن سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې په ترڅ کې یې لږترلږه اته کسان مړه او ۱۸ نور ژغورل شوي دي.
دا پېښه د ترکیې سمندر ته مخامخ د روډس ټاپو ترڅنګ رامنځته شوې چې ډېری قربانیان یې افغان کډوال وو.
له دې پېښې وروسته، د تېر جمهوري نظام د یاد څارنول مېرمن زیاتوي چې خاوند یې له طالبانو څخه د وېرې له امله د اروپا پر لور کډوالۍ ته مخه کړې وه.
په قربانیانو کې د افغانستان د مخکېني حکومت یو څارنوال هم شامل دی چې درې کاله دمخه له طالبانو څخه د وېرې له امله پاکستان ته تښتېدلی او له هغه ځایه د اروپا پر لور خوځېدلی و.
د نوموړي افغان څارنوال مېرمن رحیمه ابراهیمي چې شاوخوا پنځه کاله دمخه جرمني ته کډواله شوې، له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکې کې وویل، چې خاوند یې د طالبانو تر واکمنېدو پورې د افغانستان په لويې څارنوالۍ کې دنده لرله او د مخکېني حکومت د زرګونو نورو کارکوونکو په څېر د خپل ژوند د ژغورنې په موخه پاکستان ته وتښتېد.
هغې وویل، چې خاوند یې ۵۷ کاله عمر درلود او غوښتل یې چې له ۱۰ کلونو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. مېرمن رحیمې زیاتوي چې ۴۵ کلنه خور یې ناجیه او د هغې دوه زامن، ۱۸ کلن عثمان سادات او ۱۹ کلن منصور سادات هم په دې پېښه کې مړه شوي دي.

د مړو په سپارلو کې ځنډ
مېرمن رحیمي زیاته کړه کله چې له دې پېښې خبره شوه، ځان یې یونان ته ورساوه. د نوموړې په وینا، دا یوه قصدي پېښه وه او د یونان سمندري ځواکونه د دې کښتۍ په ډوبېدو کې ښکېل دي.
د دې ښځې په وینا، د یونان سمندري ځواکونو هغې ته چې د دې پېښې په قربیانیانو کې یې د کورنۍ غړي شامل وو، اجاه نه ده ورکړې څو هغوی له نږدې وګوري. هغې وویل چې په ډېرې سختۍ سره بریالۍ نه شوه چې د خپلې کورنۍ غړو ته ځان نږدې کړي او د حقیقت لپاره د پېښې له قربانیانو ویډیو واخلي.
هغې وویل چې د یونان سمندري ځواکونو کښتۍ په قصدي ډول د کډوالو کښتۍ ډوبه کړه. هغه انځورونه چې مونږ ترلاسه کړي، پهکې لیدل کېږي چې د یو شمېر قربانیانو مخونه په وینو لړلي دي.
هغې زیاته کړه چې درې نور قربانيان د افغانستان بدخشان ولایت اوسېدونکي وو او د هغوی مړي هم شدید زیانمن شوي دي.
ورته مهال، د یونان سمندري ځواکونو په یو بیان کې ویلي چې «د کښتۍ چلوونکي د یونان د ګزمې له کښتۍ څخه د تېښتې په هڅه کې کنټرول له لاسه ورکړ.»
له دې مخکې رویټرز خبري اژانس د یوناني چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې د کښتۍ چلوونکی او یو بل کس چې دواړه ترکان دي، د انساني قاچاق په تور نیول شوي.
دا په داسې حال ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان په ځانکړې توګه ځوانان د طالبانو له وېرې، اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي. د ایران، ترکیې پولې او د اروپايي هېوادونو مرګونو سمندرۍ لارو له ګڼ شمېر افغانانو ژوند اخیستی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د طالب استخباراتو له لورې د بیګم راډیو د کارکوونکو نیولو ته غبرګون ښکاره کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د دغې راډیو دواړه نیول شوي کارکوونکي ژر تر ژره بې له کوم شرطه خوشې کړي.
د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له لورې د بیګم راډيو خپرونې وتړل شوې خو ددغه راډيو مسوولينو وویل، چې طالبانو د دوی یو شمېر کارکوونکي هم له ځان سره بیولي.
رېچارډ بېنېټ پر اېکس پاڼې لیکلي: «د ښځو په مشرۍ د راډیو بیګم د دوو نارینه کارمندانو د نېول کېدو په اړه ژوره اندیښنه لرم او د دوی د سمدستي او غیر مشروط خوشې کېدو او د خبریالانو او رسنیو کارمندانو د ویرولو او خپل سرو نیولو د بندولو غوښتنه کوم.»
یاده دې وي چې د بیګم راډيو په یوه اعلاميه کې چې رسنیو سره شریکه شوې لیکي د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت کارکوونکي او استخبارات یې راډيو ته ورغلي، د راډيو نشرات یې بند کړي، د راډيو کمپيوټرونه، هارډډيسکونه، اسناد او ټلیفونونه یې اخيستي او له ځان سره یې وړي دي.
د افغان خبريالانو د ملاتړ سازمان هم د طالبانو له لوري د بيګم راډيو بندول غندلي او دا يې د بیان ازادۍ د ځپلو او معلوماتو ته د لاس رسي په برخو کې ځپونکې کړنه یاده کړې.
د افغان خبريالانو مرکز له نړۍوالو بنسټونو، د رسنيو له ملاتړو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د دغه ډول کړنو پر وړاندې غلي پاتې نه شي او په افغانستان کې د بیان او خبريالانو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره اقدامات تر سره کړي.
د افغان خبريالانو مرکز له نړۍوالو بنسټونو، د رسنيو له ملاتړو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د دغه ډول کړنو پر وړاندې غلي پاتې نه شي او په افغانستان کې د بیان او خبريالانو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره اقدامات تر سره کړي.
همدا راز افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» په کابل کې د طالبانو استخباراتو له لورې د بیګم راډيو د کارکوونکو په نیولو خواشیني ښودلې او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې دغه کارکوونکي خوشې کړي.
