د افغانستان د ازادۍ جبهه: تالقان کې مو ۳ طالبان وژلي او ۲ نور ټپیان دي

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې وړمه شپه یې د تخار ولایت مرکز تالقان کې د طالبانو د استخباراتو ۳ غړي وژلي او ۲ نور ټپیان دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې وړمه شپه یې د تخار ولایت مرکز تالقان کې د طالبانو د استخباراتو ۳ غړي وژلي او ۲ نور ټپیان دي.
دغې جبهې ویلي، چې دغه برید یې د سړک پر غاړه د ځای پرځای کړي ماین پر مټ ترسره کړی چې، ملکي وګړو ته په کې کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبانو لاتراوسه د ازادۍ جبهې د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
د دغې جبهې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي:« د طالبانو استخباراتي ملېشې د تالقان په ګنج علي بېګ، بولک اورته بز او پوست خور په کلیو کې د خلکو تر ځورونې وروسته بېرته تالقان ته د ستنېدو په حال کې و چې د تالقان ښار د لومړۍ امنیتي حوزه اړوند د تخار کرنې ریاست په کوڅه کې پرې ماین چاودنه کړې.»
تر دې څو ورځې وړاندې هم د افغانستان د ازادۍ جبهې په پروان او کندوز ولایتونو کې پر طالبانو د بریدونو خبر وکړی و.
تر دې وړاندې یوناما په خپل وروستي راپور کې په دغې جبهې او مقاومت جبهې تور پورې کړی و، چې په خپلو بریدونو کې یې ملکي وګړو ته زیان رسولی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وایي، دغه وزارت د ټول هېواد په کچه یو بندي هم نهلري او نه هم محتسبین په خپلسري توګه څوک بندیانوی شي. خو د هېکرانو ډلې په سندونو کې راغلي و، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې شخصي بندخونه لري.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر په دې تړاو د رسنیو راپورونه او ادعاوې بې بنسټه یادې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو پر اېکس پاڼه پد ښاغلي خیبر غږیز پیغام خپور کړی، چې پکې ویل شوي د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ته د زغروال موټر او وسلې د ورکړې ادعا هم ناسمه ده.
نوموړي د کومې رسنۍ د نوم اخیستلو پرته د رسنیو لهخوا محتسبینو ته د زغروال موټر او وسلې د ورکړې ادعا رد کړه او هغه یې له حقیقت لرې یاده کړه.
د ښاغلي خیبر په وینا:« په وروستیو کې یوشمېر مغرضو رسنیو او بهرنیو استخبارتي کړیو یو لړ بې بنسټې ادعاوې خپرې کړې، چې له ډلې یې یوه ادعا دا وه، چې ګواکې هر محتسب ته زغروال ګاډی، وسله، کور او نورې مادي اسانتیاوې ورکول کېږي.»
هغه وایي، په مرکز او ولایاتو کې د دغه وزارت هیڅ یو چاروکی زغروال ګاډی او وسله نلري.
هغه زیاته کړې، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبین د نورو وزارتونو له کارکوونکو هیڅ ډول لوړوالی نلري او په وړیا ډول په پوځي مرکزونو کې د دوی د وړیا درملنې راپورونه هم بې بنسټه دي.
نوموړي له خلکو او رسنیو غوښتنه کړې، چې د ناسمو ادعاوو له خپرولو دې ډډه وکړي.

د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼې راپور خپور کړی، چې دغې ډلې په شمال ختیځ کې د داعش خراسان ډلې د یوې شبکې ټول غړي ژوندي نیولي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې دغې ډلې د هېواد په شمال ختیځ کې د بلوچستان څخه د داعش خراسان څانکې په مستقیمې لارښوونې فعالیتونه ترسره کول.
المرصاد د خپلو باوري سرچینو په حواله ليکي، چې په تېرو څو ورځو کې د دغې شبکې پر ضد طالبانو په تخار، کندوز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې پراخ عملیات ترسره کړي دي.
په دغه راپور کې څه موده وړاندې په افغانستان کې د یوه چینایي وګړي وژل کېدو ته په اشارې سره لیکل شوي، د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې پر یو چینایي وګړي برید او د بغلان، نهرین ولسوالۍ په یوه جومات کې پر ذکر کوونکو برید د نیول شوې ډلې لهخوا پلان شوی و.
وېبپاڼه زیاتوي، داعش ډله په دغو بریدونو سره غواړي چې په هېواد کې وېره خپره کړي او د افغانستان په شمال کې د ناامنیو په رامنځته کولو سره ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي.
طالبانو تل په پاکستان نیوکې کړې، چې داعش خراسان ډلې ته یې په خپله خاوره کې خوندي پټنځایونه ورکړي؛ خو پاکستاني چارواکو بیا دغه ادعاووې ردې کړې دي.

د نامعلومو هېکرانو ډلې «طالب لیکس» لهخوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې پر ښځو د ملاهبت الله له بندیزونو سره، سره طالبان د متخصصو ښځینه ډاکټرانو روزنې پسې لالهانده ګرځي.
د هېکرانو ډلې لهخوا په افشا شویو سندونو کې یو هم په پکتیا ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست اړوند یو مکتوب دی، چې پکې یې خوست ولایت کې د دغې ډلې د عامې روغتیا ریاست څخه غوښتي چې د نري رنځ اړوند د ظرفیت لوړونې یو روزنیز پروګرام ته دې ورته ښځینه متخصصې ډاکټرانې پیدا کړي.
خوست او پکتیا هغه ولایتونه دي، چې د جمهوريت پر مهال پکې د طالبانو د جګړو له کبله نجونې په لرو پرتو ولسوالیو کې له لوړو زدهکړو محرومې وې؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بیا ملاهبت الله په ټول هېواد کې تازه په طبي برخه کې د نجونو پر زدهکړو هم بندیزونه لګولي دي.
په مکتوب کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د نري رنځ اړوند روزنیز پروګرام د ۱۴۰۳کال (د زمري میاشتې په ۲۱مې نېټې) ترسره کېږي او یوازې د ښځینه ډاکټرانو لپاره دی.

له څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا د بندیزونو پر دوام د طالبانو روغتيا وزارت د دسمبر مياشتې پر دویمه د ټولو طبي انسټیټیوټونو مشرانو ته مکتوبونه ولېږل، چې نجونې نور د طب په برخه کې زدهکړې نه شي کولای.
له دې سره یې هممهاله په ټول افغانستان کې نجونې له طبې زدهکړو منع کړل شوې.
د طالبانو د روغتیا وزارت سرچینو له دغه بندیز وروسته رسنیو ته ویلي و، چې د دغه بندیز له امله په لسو دولتي او ۱۵۰ خصوصي روزنیزو مرکزونو کې شاوخوا ۳۵ زره ښځینه زدهکړیالانې له طبي او د روغتیاپالنې له زدهکړو محرومې شوې.
بیا د رسمي معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې يوازې له شپږم ټولګي لوړې ۱.۴ مېليونه نجونې له زدهکړو بې برخې شوې دي.

د هېکرانو ډلې «طالب لیکس» لهخوا د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې طالبانو د خپلو ډیجیټلي کارونو لپاره له ځینو هندي انجینرانو څخه کار اخیستی دی.
د دغو خپرو شویو سندونو په منځ کې د یوه هندي انجینر د پاسپورټ انځور هم راغلی، چې ورسره د ورکړل شویو پیسو یو ضمني رسید هم پکې ښکاري.
ښايي طالبانو ځیني هندي انجینران په «فري لانس» یا ازاده توګه د خپلو ځینو کارونو لپاره ګومارلي وي او د مخابراتو وزارت تر څنګ د اترا ادارې د ځینو چارو لپاره هم ترې ګټه واخلي.
د طالب لیکس د هېکرانو ډلې لهخوا په خپرو شویو اسنادو کې موندل شوی پاسپورټ د یوه ۴۴ کلن هندي انجینر دی، چې « جین ټوشار » نومېږي او د هندوستان د اتر پردېش ایالت اوسېدونکی دی.
په یوه سند کې ښکاري، چې نوموړي ۲۴۶زره پیسې ترلاسه کړې چې ښايي افغانۍ وي او طالبانو ورته لېږلې وي.
دغه پیسې د جون میاشتې په ۲۶مه نېټه ترلاسه شوې؛ خو کال یې نه دی لیکل شوی.

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې د ډیجیټلي مدیریت او برېښنايي اسنادو د کنټرول په برخه کې طالبانو ځیني پاکستاني انجینران ګومارلي دي.
دغو پاکستاني انجینرانو د طالبانو د استخباراتو ریاست تر څنګ په بېلابېلو ادارو کې د ډیجیټلي امنیت په برخه کې کار کاوه.

د «طالب لیکس» په نامه د هېکرانو یوې ډلې لهخوا د طالبانو د افشا شویو سندونو پر دوام؛ په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هره میاشت زرګونه ډالر خپلې ډلې ته د لابي او پروپاګنډ په برخه کې لګوي.
د دغې ډلې لهخوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، په پاکستان کې د طالبانو سفیر له خپل بهرنیو چارو وزارت څخه په یو مکتوب کې غوښتي چې د «لابیستۍ» په برخه کې ورته میاشتني امتیازات ډېر کړي؛ ترڅو له بېلابېلو سیاسي شخصیتونو، ژورنالېستانو او د ټولنې نورو قشرونو سره پرې خپلې ناستې ولاړې دوامداره وساتي.
په دغه مکتوب کې راغلي، چې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د خپلو سفارتي فعالیتونو د لا پراختیا او خپلې ډلې ته د لابي ګرۍ لپاره د نورې بودجې ترلاسه کولو هڅه کوي.
په مکتوب کې زیاته شوې:« د لابیستۍ په برخه کې د میاشتې ۲۵۰۰ ډالر چې د مرکز لهخوا منظور شوي؛ په کوربه هېواد کې اړونده موخو ته د رسېدو لپاره ناکافي دي.»
په دغه مکتوب کې غوښتنه شوې، چې په دې برخه کې دې امتیازات ورته د میاشتې ۳۰۰۰ ډالر کړي.

د هېکرانو ډلې لهخوا د دغه سفارت اړوند په یو بل مکتوب کې راغلي، چې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د «لابیستۍ» په برخه کې د ۱۴۰۲کال په درېیمې او څلورمې ربع کې شاوخوا ۸۵۰۰ ډالر لګولي دي، چې ۳۰۰۰ ډالر یې په درېمه ربع کې او ۵۵۰۰ ډالر یې په دویمه ربع کې لګولي دي.

