• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: طالب چارواکي د ملګرو ملتونو په تړون کې لاسوهنه کوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۷ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز وايي، طالبان د ملګرو ملتونو په قراردادونو کې شامل دي او په دې حالت کې د امریکا خلک نه غواړي چې د دوی پیسې له همدې لارې ووېشل شي.

هغه د یکشنبې په ورځ له اېن بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل، طالبان پرېکړه کوي چې څوک به ګټونکي وي او څوک به د دې قراردادونو بایلونکي وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې له افغانستان سره بشري مرستې ځنډولي دي.

د ټرمپ ټیم او په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو استازو ویلي دي، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې له نړۍوالو مرستو کار اخیستی دی.

د بایډن د ادارې د بهرنیو چارو وزیر اعتراف کړی و، چې طالبانو شاید د امریکا له ټولو ۳ میلیاردو ډالرو څخه ۱۰ میلیونه ډالر په بېلابېلو لارو ترلاسه کړي وي.

والټز تایید کړه، چې افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې له درې میلیارد ډالرو ډېرې بشري مرستې ترلاسه کړي او د ملګرو ملتونو پر دې مرستو یې نیوکه وکړه.

هغه وویل، قراردادي شرکتونه د ملګرو ملتونو له خوا د امریکا د مرستو په وېش کې مهم رول لري او طالبان هم د قراردادي شرکتونو په پرېکړو کې اغېزمن رول لوبوي.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ویلي: "فکر نه کوم چې د امریکا خلک به د ملګرو ملتونو د یو لړ قراردادیانو له لارې طالبانو ته د درې میلیارد ډالرو څخه د زیاتې مرستې ملاتړ وکړي. هغه قراردادیان چې یوازې طالبانو ته اجازه ورکوي، چې پرېکړه وکړي چې چا ته انعام ورکول کېږي او څوک مجازات کېږي.»

والټز ټینګار وکړ، چې دا مسله په ډېرو سندونو او شواهدو سره مستند ده.

هغه اېن بي سي نیوز ته وویل: "موږ ډېر مستند شواهد لرو چې دا تاییدوي." موږ نور نه غواړو چې تحقیقاتو کمېسیونونه جوړ شي. "ولسمشر عملي اقدام غواړي او هغه کټ مټ همداسې کوي."

والټز د امریکا پر نړۍوالې پراختیايي ادارې چې اوس د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې مدغم شوې، نیوکه وکړه او ویې ویل چې د امریکا له مالي مرستو څخه یې اغېزمنه ګټه نه ده اخیستې او دا مرستې د امریکا په ګټه نه دي.

والټز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د طالبانو له زندانه د امریکايي بندیانو په ازادولو کې د دغه هېواد د نوي حکومت لاسته راوړنې یادې کړې.

هغه وویل، چې د بایډن اداره په دې برخه کې نه ده بریالۍ شوې.

د ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو یوه ورځ مخکې دوه امریکايي وګړي د طالبانو د یوه زنداني د خوشې کېدو په بدل کې خوشې شول.

راین کاربیټ او ویلیم مک انټي د طالبانو په زندان کې له اوږدې مودې بند پاتې کېدو وروسته بېرته امریکا ته راستانه شول.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

پر تورخم تلونکي او راتلونکي مسافر: په تورخم کې له مسافرو غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۰

پر تورخم تلونکي او راتلونکي یو شمېر مسافر وايي، چې د تورخم په فرضي کرښه د تېرېدو راتېرېدو پر مهال پاکستانیان د خلکو پر وړاندې ستونزې زېږوي او له مسافرو په غیر قانوني توګه پیسې اخلي.

سرچینې وایي، هغه پاکستاني مسوولین چې تورخم کې دندې ترسره کوي په لوی لاس د راتلونکو مسافرو ترمنځ بېروبار جوړوي: "تر څو په دې کې د ځان لپاره تور بازار جوړ کړي او له خلکو پیسې واخلي".

د سرچینې په خبره، په دې لار کې د ګنډو په نوم خلک ساتل شوي چې په دې سره قاچاقي مالونه تېروي او پیسې پرې ترلاسه کوي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال رفعت الله اورکزی هم وایي، چې په تورخم کې د طالبانو او پاکستانیانو ترمنځ د رابطې په نوم د بې پاسپورټ او بې ویزې کسانو د اړولو پر سر د پیسو ګرم بازار روان دی: «‏په دې کې ځینې خلک د پاکستانیانو او ځینې د طالبانو کسان دي، چې د هرې ډلې د هرې ورځې سهم معلوم دی او پاتې نور په پیسو اړول کېږي، د یو تن د اړولو بیه له یو لک افغانیو څخه تر دوه لکه افغانیو پورې دی.»

ازاد خبریال سمیع یوسفزي بیا خپل اېکس کې لیکلي: «‏دا حقیقت دی ، د ویزو لرونکي افغانان توهین کېږې، رټل کېږې او پیسو ورکولو ته مجبورېږې . ددې په نوم چې ویزه دې سیستم کې نه شته، ټاپه دې نه شته او ان ورته ویل کېږي، چې پاسپورټ دې جعلي دی او بیا ورنه د “ چای پاڼي “ په نوم زرګونه کلدارې یا افغانۍ اخیستل کېږې» .

د تورخم ترڅنګ په سپین بولدک او همدا ډول اسلام اباد هوایي ډګر کې هم له افغان مسافرو د پاکستانيانو له لورې د غیر قانوني پیسو اخیستل کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي.

یو افغان مسافر چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي او تازه د هوا له لارې اسلام اباد ته تللی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «په اسلام اباد هوایي میدان کې پولیسو راته وویل، چې ستا ویزه جعلي ده، انتظار وکه، د ټولو خلکو کارونه یې خلاص کړل خو زه یې منتظر کړی وم، څو ځلې ورغلم او ورته مې وویل چې دا وېزه ستاسو سفارت راکړې تاسو یې کتلی شئ، ویل انتظار وکړه، اخیر مجبور شوم چې په پاسپورټ کې ورته ۵۰۰۰ کالدارې کېږدم، بیا یې اجازه راکړه.»

د تورخم دروازه چې پاکستان ته د تګ راتګ لپاره تر ټولو ډېره ګڼه ګوڼه لري، وخت نا وخته په کې مسافر د ستونزو او بډو اخیستو په اړه شکایتونه کوي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په فرضي کرښه له دغې دروازې هره ورځ نږدې لس زره مسافر تګ راتګ کوي.

د درنو واورو او توپان له امله یو ځل بیا د سالنګ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار د درنو واورو او توپان له امله یو ځل د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په خپل اېکس کې لیکلي، چې د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د سالنګ لویه لاره د دغه وزارت تر بلې خبرتیا پورې د ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ د لنډمهال لپاره تړل شوې ده.

‏‏حق شناس لیکلي: «د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه چمتو دي، ترڅو د هوا د ښه کېدو او د توپان له کمېدو سره سم؛ سیمه له واورو پاکه کړي او دغه لویه لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانيزي.»

د سالنګ په لویه لار چې شمالي ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوي، په تېرو کلونو کې د ژمي په موسم کې به ډېرې خونړۍ پېښې په کې رامنځته کېدې، خو اوس د دغو پېښو د مخنیوي په موخه د سختو وارو د ورېدو له امله وخت ناوخته د ټرافیکو پر مخ تړل کېږي.

د ازادۍ جبهې ادعا: په هرات کې مو ۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۹ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نامه طالب ضدې وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د هرات ولایت په ښار کې یې دوه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې په خپل اېکس کې د یوې ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې جنګیالیو یې یاد شمېر کسانو ته تېر ماښام د هرات ښار په مستوفیت څلور لار کې د طالبانو په پوستې د برید په پایله کې مرګژوبله اړولې ده.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نامه دغې وسله والې ډلې همداراز په په تالقانو ښار کې هم طالبانو ته د مرګ ژوبلې د ور اړولو ادعاوې کړي دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت د دغه بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې یوناما د یوه راپور په خپرولو سره د افغانستان د ازادۍ او د مقاومت په نامه جبهې تورنې کړې، چې په خپلو بریدونو کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

مقاومت جبهې د یوناما دغه راپور رد کړی، خو د ازادۍ جبهې بیا په دې اړه هېڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کابل ته د عراقچي له سفر وروسته؛ طالبانو په نیمروز کې د انساني قاچاقبرانو د نیولو امر کړی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۰

په نیمروز ولایت کې د طالبانو والي د انساني قاچاقبرانو د نیولو او د هغوی د وسایطو د ضبط امر کړی. طالبانو په داسې حال کې په نیمروز کې د انساني قاچاقبرانو د نیولو امر کړی، چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر او خبرو اترو یوه موضوع د کډوالۍ مخنیوی و.

په نیمروز کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وايي، د نیمروز والي محمد قاسم خالد د امنیتي غونډې پر مهال امنیتي ارګانونو ته امر کړی، چې د قاچاقبرو موټر ضبط او خپله قاچاقبران قضايي ادارو ته وسپاري.

بل خوا په نیمروز ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د تیرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې تر سلو ډیر انساني قاچاقبران نیولي دي.

د نیمروز د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت وايي:«ټول امنیتي ارګانونه په دې تلاش کې دي، چې د انساني قاچاق مخه ونیسي. تر دې دمه مو ۱۱۲ انساني قاچاقبران نیولي دي او قضايي ارګانونو ته مو سپارلي دي. تقریبا تر سل زیات د دوی وسایط نیول شوي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې د انساني قاچاق مخه ونیسي.»

د راپورونو له مخې، د نیمرو‍ز ولایت ځايي طالب چارواکو کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سفر وروسته د انساني قاچاقبرانو د نیولو هڅې ګړندۍ کړې دي.

له نیمروز ‍څخه سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د انساني چاقبرانو لسګونه نمایندګۍ دي او هره ورځ لسګونه افغانان په غیر قانوني او خطرناکو لارو ایران ته رسوي.

د سرچینو په وینا، دغو قاچاقبرانو هم د تېر نظام پر مهال او هم اوس ځايي چارواکو ته د دوی د کاروبار د فعالیت لپاره رشوت ورکاوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له کابل څخه تهران ته تر ستنېدو وروسته د دغه هېواد د وزیرانو شورا د غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، طالبانو منلې چې غیر قانوني افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شي.

همدارنګه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم دا مني چې له عراقچي سره یې په ایران کې د مېشتو میلیونونو افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې او هوکړه یې کړې چې افغانان په زوره له دغه هېواده اېستل کېدو ته اړ نه کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت استازی د هرې دوه ساعته ناستې په بدل کې ۲۵۰ ډالره حق الزحمه اخلي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۲ GMT+۰

افشا شوي اسناد ښيي چې د طالبانو د مالیې وزارت چارواکو ددې ډلې د مشرتابه د امر خلاف د دولتي ادارو د معاشونو حسابونه شخصي بانکونو ته لېږدولي، چې ګومان کېږي دا پرېکړه د رشوتونو او شخصي معاملو په بدل کې شوې ده.

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر ته په یوه استول شوي لیک کې راغلي، چې د طالبانو حکومت پرېکړه کړې وه چې له نوي کابل بانک څخه د ځینو دولتي ادارو د معاشونو حسابونه دولتي بانکونو ته انتقال شي، خو سره له دې، چې دولتي بانکونو څو ځله غوښتنې هم کړې دي، د مالیې وزارت چارواکو اکثریت حسابونه شخصي بانکونو ته انتقال کړي دي.

دغه سند د (MISFA) په نوم مالي ادارې ته اشاره کوي، چې د مالیې وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د دې ادارې په بورډ کې بهرني غړي او د مالیې وزارت یو استازی شامل دي.

د پخواني حکومت پر مهال، د مالیې وزارت استازي ته د دغه بورډ د غړیتوب لپاره اضافي مالي امتیاز نه ورکول کېده، ځکه نوموړي له مالیې وزارت نه معاش ترلاسه کاوه، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته د مالیې وزارت استازي په هره غونډه کې ۲۵۰ ډالره حق الزحمه ځان ته ټاکلې ده، چې مجلس یې هم شاوخوا دوه ساعته کیږي.

د افغانستان د کوچني مالي ملاتړ بنسټ یا میسفا (MISFA) یوه مالي اداره ده چې په ۲۰۰۳ کال کې د نړیوالو مرستندویانو او افغان حکومت په ملاتړ رامنځته شوه. د دغه بنسټ هدف د افغانستان د مایکروفایننس یا وړو مالي خدمتونو سکتور پراختیا او ملاتړ دی، چې کم عایده کسانو په ځانګړي ډول ښځو او وړو سوداګرو ته مالي خدمتونه برابر کړي.

اسناد همداراز ښيي چې د ماليې وزارت د ادارو جګپوړې ګومارنې د اړیکو او شخصي اړیکو پر بنسټ ترسره کېږي.

سند د بېلګې په توګه یادونه کوي، چې د وړو تمویلاتي معاملاتو بنسټ مشر د شخصي اړیکو پر اساس ګومارل شوی.

سند زیاتوي، « د مالیې وزارت د ادارو د مشرانو په تعيین کي روابط او ملګرتیا پالل کیږي، د نمونې په ډول د متحد په نوم د وړو تمویلاتي معاملاتو نهاد په نوم یو مالي نهاد موجود دی چې پوره امکانات لري خو هلته تعيين شوى رئيس د انډیوالیزم پر بنیاد راغلی چې هیچ موثریت نه لري».

طالب چارواکو تر اوسه د دغو تورونو او اسنادو د څرنګتیا په اړه رسمي نظر نه دی ورکړی.