په فراه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته وویل چې په فراه ولایت کې په یوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي او درې نور ټپیان دي.
سرچینې زیاتوي چې چاودنه نن مازیګر ۴:۰۰ بجې له شیخ ابو نصر فراهي بندر ۲۰ کیلومتره لرې په غرغري سیمه کې شوې ده.
په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د طالبانو کمیسار محمد اسماعیل زاهد پېښه تایید وکړه او ویې ویل، چاودنه په هغه سیمه کې شوې چې خلک د تفریح لپاره ورځي.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د طالبانو چارواکي وویل چې دا چاودنه ممکن د پخواني ماین له امله شوې وي، ځکه چې یوه ورځ مخکې په ورته سیمه کې میاین موندل شوی و.
د قربانیانو او ټپیانو د هویت په اړه جزئیات لا تر اوسه نامعلوم دي او دا هم روښانه نه ده چې ایا ماین نوی ځای پر ځای شوی و یا له ډیرې مودې راهیسې په سیمه کې و.
یو باري اورګاډی، چې پر مخابراتي تجهیزاتو او نورو محصولاتو بار دی، نن د چین له چونګ چینګ ښار وخوځېد او تمه ده له ۱۲ تر ۱۵ ورځو افغانستان ته ورسیږي. دا د باري اورګاډي یوه نوې مستقیمه کرښه ده، چې د چین له چونګ چینګ نه د قزاقستان، ازبکستان او نورو هیوادونو له لارې افغانستان ته رسیږي.
په اورګاډي کې بار مخابراتي تجهیزات به، چې د چینايي مخابراتي شرکت (ZTE) تولیدات دي، د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره وکارول شي.
د یاد شرکت یوه کارکوونکي لیو جیانفینګ ژینهوا ته وویل، « د مستقیم باروړونکي اورګاډي له لارې د انتقال موده د مخکینۍ ترانسپورټي لارې په پرتله درې تر پنځو ورځو کمه شوې او تمه ده چې د لوژستیک لګښتونه ۱۵ تر ۲۰ سلنه راکم شي».
د یوژین او (Yuxin'ou) لوژستیکي شرکت اجرایوي رییس شو رونکیو وايي، « له چونګ چینګ څخه افغانستان ته د مستقیم باروړونکي اورګاډي بریالۍ لاره د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره زموږ د اقتصادي او تجارتي همکاریو د ژورتیا لپاره یو بل مهم ګام دی».
په وروستیو کلونو کې چونګ چینګ هڅه کړې چې ځان د یوه مهم سوداګریز داخلي مرکز په توګه مطرح کړي.
په دې مرکزي سیمه کې د چین-اروپا باروړونکو اورګاډو او منځنۍ اسیا ته د غځېدلو لارو شمیر ډېر شوی او د لیږدېدونکو توکو حجم هم لوړ شوی.
تر اوسه له ۱۸ زرو ډېر اورګاډي، چې له ۵۰ زیاتو منظمو لارو تېرېږي، د چونګ چینګ له لارې له اروپا او منځنۍ اسیا سره نښلول شوي او له سلو زیاتو مهمو ښارونو او سیمو ته رسیدلي دي.
د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د چین-اروپا باروړونکي اورګاډي (Yuxin'ou) خدمات له چونګ چینګ څخه د جرمني ډویسبورګ ته پیل شول، چې د چین او اروپا ترمنځ یې یو مستقیم ځمکنی سوداګریز دهلیز رامنځته کړی.