• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین د قزاقستان او ازبکستان له لارې افغانستان ته د باروړونکي اورګاډي نوې لاره پرانیزي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۱:۵۲ GMT+۰

یو باري اورګاډی، چې پر مخابراتي تجهیزاتو او نورو محصولاتو بار دی، نن د چین له چونګ چینګ ښار وخوځېد او تمه ده له ۱۲ تر ۱۵ ورځو افغانستان ته ورسیږي. دا د باري اورګاډي یوه نوې مستقیمه کرښه ده، چې د چین له چونګ چینګ نه د قزاقستان، ازبکستان او نورو هیوادونو له لارې افغانستان ته رسیږي.

په اورګاډي کې بار مخابراتي تجهیزات به، چې د چینايي مخابراتي شرکت (ZTE) تولیدات دي، د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره وکارول شي.

د یاد شرکت یوه کارکوونکي لیو جیانفینګ ژینهوا ته وویل، « د مستقیم باروړونکي اورګاډي له لارې د انتقال موده د مخکینۍ ترانسپورټي لارې په پرتله درې تر پنځو ورځو کمه شوې او تمه ده چې د لوژستیک لګښتونه ۱۵ تر ۲۰ سلنه راکم شي».

د یوژین او (Yuxin'ou) لوژستیکي شرکت اجرایوي رییس شو رونکیو وايي، « له چونګ چینګ څخه افغانستان ته د مستقیم باروړونکي اورګاډي بریالۍ لاره د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره زموږ د اقتصادي او تجارتي همکاریو د ژورتیا لپاره یو بل مهم ګام دی».

په وروستیو کلونو کې چونګ چینګ هڅه کړې چې ځان د یوه مهم سوداګریز داخلي مرکز په توګه مطرح کړي.

په دې مرکزي سیمه کې د چین-اروپا باروړونکو اورګاډو او منځنۍ اسیا ته د غځېدلو لارو شمیر ډېر شوی او د لیږدېدونکو توکو حجم هم لوړ شوی.

تر اوسه له ۱۸ زرو ډېر اورګاډي، چې له ۵۰ زیاتو منظمو لارو تېرېږي، د چونګ چینګ له لارې له اروپا او منځنۍ اسیا سره نښلول شوي او له سلو زیاتو مهمو ښارونو او سیمو ته رسیدلي دي.

د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د چین-اروپا باروړونکي اورګاډي (Yuxin'ou) خدمات له چونګ چینګ څخه د جرمني ډویسبورګ ته پیل شول، چې د چین او اروپا ترمنځ یې یو مستقیم ځمکنی سوداګریز دهلیز رامنځته کړی.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

افشا شوي سندونه؛ د جمهوریت پرضد جنګېدلي طالبان د تورو ښیښو موټر او وسله ګرځولی شي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۰

د طالبانو په افشا شویو سندونو کې یو هم د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت یو مکتوب دی چې پکې یې د تورو ښیښو او وسلو د ورکړې شرایط روښانه کړي‌. په مکتوب کې راغلي د جواز له فیس پرته هر هغه طالب د تورو ښیښو موټر او د وسلې ګرځولو حق لري، چې د جمهوریت او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېدلی وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند اسنادو کې لیکل شوي چې د طالبانو هر ډلګیمشر چې د دې ډلې په لیکو کې یې د پخواني جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړه کړې د پنځه میله وسلې وړیا جواز اخیستلی شي.

په یاد مکتوب کې زیاته شوې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تر څلورم بسته هر کارکوونکی په وړیا توګه د یو میل وسلې د ګرځو او جواز اخیستو حق لري ؛خو د نورو وزارتونو کارکوونکي باید د ۱۵ زره افغانیو په ورکړې سره د یو میل وسلې له درې کلن جواز برخمنیدی شي.

په افشا شوي سند کې راغلي چې طالبان اړ نه دي، چې د زرهي موټرونو او تورو ښیښو د ګرځولو لپاره ضمانت وړاندې کړي؛ خو له دې ډلې پرته که هر څوک غواړي دغه ډول جواز واخلي باید بایومټریک شي او ضمانت هم وړاندې کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مکتوب په یوه برخه کې لیکلي چې د وسلو ګرځولو او زرهي وسایطو چلولو جوازونه د یوه ځانګړي کمېسون د قانوني پړاونو ترسره کولو او تاییدۍ وروسته د جوړ شوي طرزالعمل پر اساس اجرا کېږي.

100%

د مکتوب په لاندې برخه کې لیکل شوي چې د امربالمعروف وزارت او یا هم د نورو وزارتونو کارمنان کولی شي چې له خپلو اړوند ادارو د وسلو ګرځولو د جوازونو د ترلاسه لپاره مکتوبونه ترلاسه او له ځانونو سره ولري.

د طالبانو د چارو ادارې له خوا په استول شوی مکتوب کې همدراز لارښونه شوې ده، چې د امربالمعروف وزارت اړوند ولایتي ریاستونو مسوولین او محتسبین کولی شي چې په خپلو کې ولایتونو کې امنیه قومندانۍ ته مراجعه وکړي او هغوي مکلف دي چې د وسلو، زرهي موټرو او تورو ښیښو لرونکو موټرو د ګرځولو جوازونه ورکړي.

د طالبانو مختلفو ادارو په کابل او ولایتونو کې د تورو ښیښو د موټرو پرضد بیا بیا کمپاین وکړ او د دې ګاډو د ښیښو پاکولو ویډیووې یې هم شریکې کړې.

دا ډول موټر په غلا او سړي تښتولو کې هم کارېږي او په لیدو یې خلکو کې وېره پیدا کېږي.

د کورنیو چارو وزارت تر دې مکتوب وروسته او څو میاشتې مخکې د طالبانو مشر یوه فرمان صادر کړ چې له مخې یې د دې ډلې امنیتي ادارې چا ته د وسلې ور کولو حق نه لري.

د ودونو تالارونه؛ د کابل په تپو او دودجنو شپو کې یوازیني ګرانبیه راڼه ځایونه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۰

کله چې د شپې تیاره د افغانستان پر پلازمېنه کابل خپره شي، یوازې څو کوچني څراغونه او نیون نښې د ژمي له ککړې پردې راوځي. خو د ځینو سړکونو پر غاړه د ودونو ستر او ځلانده تالارونه له تیارې راوتلي، چې د کابل په ښار کې یوه نادره ننداره وړاندې کوي.

دغه شپږ میلیوني ښار ډېری وخت د پرله پسې برېښنا پرچاویو له امله په تیارو کې ډوب وي، داسې یو حالت چې یوازې تر ټولو شتمن خلک پکې د ګرانبیه جنراتورونو یا لمریو په مټ تیاره رڼا کولای شي.

له څو پلورونکو پرته سړکونه تش وي، چې دا د ورځې له شور او ځوږ سره بشپړ په ټکر کې دی. خلک د یخنۍ له امله په خپلو کورونو کې دیره وي، ځکه د شپې لپاره هیڅ تفریحي فعالیتونه نشته.

اې ایف پي په یوه رپوټ کې وايي، له رسټورانټونو موسیقي نه اورېدل کېږي، ځکه منع شوې؛ ښځې پارکونو ته د تګ اجازه نه لري او د سولې په تړاو رنګارنګ دیوالي انځورونه په جهادي شعارونو بدل شوي دي.

خو یوازیني روښانه ځایونه همغه د ودونو تالارونه دي، چې د ښار په مرکز کې دي او د طالبانو له ځینو محدودیتونو ازاد دي، ځکه واده د افغانانو په فرهنګ کې ارزښتناک دی.

دغه لوړچتي تالارونه د ښځو او نارینه‌ وو لپاره جلا سالونونه لري او موسیقي یوازې د ښځو په برخه کې زغمل کېږي.

100%

د امپریال کانټیننټل هوټل مدیر محمد وصیل اې ایف پي ته وویل، « په افغانستان کې د واده مراسم د هلکانو او نجونو لپاره تر ټولو مهمه مساله ده. دا په ژوند کې یوځل راځي، موږ دومره زیات طلاقونه نه لرو».

د ګلونو ګېډۍ، د زوم او ناوې تخت څوکۍ، طلايي غاړې او نیون څراغونه د دغو ودانیزو تالارونو سالونونه پوښي، چې ځینې یې تر ۷۰۰۰ مېلمانه ځایولی شي.

۳۲ کلن محمد وصیل وایي، دی هره میاشت د ښاروالۍ برېښنا له امله ۲۵ زره تر ۳۰ زرو ډالرو پورې بېل پرې کوي، چې یوازې د څو ساعتونو لپاره ور کول کیږي. د تالار د څراغونو روښانولو لپاره هغه ۱۵ زره ډالر په جنراتورونو لګوي.

د دغو لګښتونو پوره کولو لپاره دی د هر واده لپاره تر ۲۰ زرو ډالرو بیه ټاکي؛ په داسې یوه هېواد کې چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د رپوټونو له مخې ۸۵سلنه وګړي یې د ورځې له یو ډالر کم عاید لري.

د سټارز پلس هوټل څښتن حاجي صفي الله وايي، « په افغان فرهنګ کې واده یو ضرورت دی، ته باید هرڅوک دعوت کړې، حتا که پور هم اخلې».

د کابل په بله سیمه کې، سیټي سټار تالار په طلايي او خړ رنګو درې ګنبدو او لیندۍ مېلمنو ته ښه راغلاست وایي.

«برېښنا ډېره ګرانه ده»، دا خبره ۲۴کلن سیر پیمان وکړه، چې د تالار مالک دی.خو، هغه زیاتوي، « افغانان روښانه رنګونه خوښوي».

نوموړي د لمریزې برېښنا دړې لګولې دي او د جنراتورونو او برېښنا لپاره له ۱۲ زرو تر شاوخوا ۲۰ زرو ډالرو پورې مصرف کوي، چې یوازې د ورځې ۶یا ۷ ساعته برېښنا ورکوي او دا هم تل د شپې نه وي.

100%

افغانستان د خپلې برېښنا د اړتیا پوره کولو لپاره پر منځنۍ اسیا تکیه کوي.کابل د برېښنا په یو شمېر سیمه ییزو پروژو کې ښکېل دی، خو پرمختګ یې ډېر سوکه دی.

یوه برېښنايي کارپوه فرانس پرېس ته وویل، چې د افغانستان د برېښنا اوسنۍ اړتیا له ۷ زرو څخه تر اتو زرو میګاواټو رسېږي، خو دوی د کورني تولید له لارې یوازې زر میګاواټه برابروي او پاتې یې له منځنۍ اسیا واردیږي.

برېښنا پرچاوۍ د کورونو تودوخې ته هم زیان رسوي، ځکه د کابل تودوخه اکثره له صفر درجې ښکته کېږي.

د کابل اوسېدونکي بخارۍ کاروي، چې [ځینې یې] هر ډول سون توکي لکه د ډبرو سکاره، لرګي، پلاستیک او حتا د کور کثافات پکې سوځوي، چې دا د ککړتیا یوه ستره سرچینه ده.

کابل، چې د غرونو په منځ کې پروت دی، د ککړې هوا له دوامدارې ستونزې سره مخ دی.

محمد وصیل وايي، په دې تیاره ښار کې د ودونو تالارونه « د ښار روښنایي» ګڼل کېږي، «دلته ټول خوشحاله دي».

هغه زیاتوي، چې « خلک دلته راځي، له خپلو دوستانو او کورنۍ سره ویني، نوي کالي او ګاڼې اچوي، ډېر ښه ښکاري».

دی وایي، دا هغه ځای دی، چې په کابل کې لا هم د خلکو لپاره د خوښۍ یو نادر فرصت برابروي.

طالبانو په روزګان او غزني ولایتونو کې ۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې په دوو جلا خبرپاڼو کې ويلي، چې په روزګان او غزني ولایتونو کې یې ۵ تنو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزاوې ورکړې دي.

د دغې محکمې له‌خوا په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خاص روزګان ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې یې درېیو تنو تورنو ته سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، له دغې ډلې دوه کسان چې په «لواطت» تورن وو، هر یوه ته یې د یوه کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند او همداشان په عام محضر کې د ۳۹ درو سزا ورکړل شوې ده؛ خو په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا پر قتل د تورن د سزا په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

بل خوا بیا د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې هم طالبانو دوو تنو ته په عام محضر کې سزا ورکړې ده.
د دغې محکمې له‌خوا په یوې بلې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه دوه تنه چې پر «زنا» تورن وو، د جاغوري ولسوالۍ ابتدایه محکمې په ۳۹ درو، ۳ کاله او شپږو میاشو تنفیذي بند محکوم کړي دي.

څو ورځې وړاندې هم د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې خبر ورکړی و، چې په خوست او فاریاب ولایتونو کې یې اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې وه.

د دغې محکمې له‌خوا په دوو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي و، چې په خوست ولایت کې شپږو کسانو ته او په فاریاب ولایت کې یې یو کس ته تعزیري سزا ورکړې ده.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې له‌خوا تعزیزي سزاوې ډېرې شوې، چې هره ورځ د دغې ډلې د سترې محکمې له‌خوا د دغه ډول سزاوو د ورکړې خبرونه خپرېږي.
که څه هم چې د طالبانو دغه کړنې د نړۍوالو بنسټونو له‌خوا غندل شوي؛ خو طالبان وایي چې دوی په دې توګه غواړي «اسلامي شریعت» پلی کړي.

ذبیح‌الله مجاهد: د مخدره توکو قاچاق سره د مبارزې لپاره پراخې بودجې ته اړتیا ده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۴۵ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان څخه د ترهګریزو او مخدره توکو د ګواښونو په اړه د ډله‌يیز امنیت تړون سازمان د سرمنشي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزون ته په یوې مرکه کې ښاغلي مجاهد ویلي، چې د مخدره توکو قاچاق سره د مبارزې لپاره لویې بودجې ته اړتیا ده.
هغه ویلي:« موږ د خپل توان په اندازه د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي دي؛ خو یو اړخیز ګام کافي نه دی.»

د طالبانو ویاند ادعا وکړه، چې په افغانستان کې هیڅ ترهګرې ډلې حضور نه‌لري.

څو ورځې وړاندې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان عمومي سر منشي اېمانګلي تسماګبتوف ویلي و، چې افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره د احتمالي ترهګریزو او مخدره توکو د ګواښونو سرچینه ده.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان مشر امانګلي تسماګمبیتوف ویلي و، چې له افغانستان سره د پولو د ټینګښت لپاره پنځه کلن پلان به د سیمي امنیت ډاډمن کړي.

نوموړي ویلي:« د دغه پروګرام پلي کول به نه یوازې د تاجکستان د ځمکنۍ بشپړتیا امنیت؛ بلکې د ټولې مرکزي اسیا امنیت هم تضمین کړي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ، افراطیت او مخدره توکو د خپرېدو ګواښ په ځانګړې توګه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
ښاغلي مجاهد بیا د دغو ګواښونو په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان اندېښنې رد کړې.
هغه زیاته کړه:« دوی باید پوه شي، چې د مخدره توکو د قاچاق مخنیوی په یو اړخیزه توګه نشي کېدای او دغه چاره لویې بودجې ته اړتیا لري.»
د طالبانو ویاند د مخدره توکو د قاچاق سره د مبارزې لپاره د سیمې له هېوادونو څخه د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
هغه تېر کال دا منلې وه، چې له افغانستان څخه د مخدره توکو قاچاق دوام لري او زیاته کړې یې وه، چې "لا هم د قاچاق لپاره ډېرې لارې شته.

سرچینې: لغمان کې د یو هلک د ترلاسه کولو لپاره ۲ طالب وسله‌وال په خپلمنځي نښته کې ټپیان شوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۵۹ GMT+۰

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره شپه د لغمان ولایت مرکز مهترلام بابا په یونس څلور لاري کې د طالبانو اړوند د یوې ډلګۍ دوو وسله‌والو ترمنځ د یوه هلک پر سره شخړه رامنځته شوې، چې په پایله کې دوه تنه طالب وسله‌وال ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغو دوو ټپي شویو طالب وسله‌والو د محمد عیسی په نوم یو بل طالب سره د سبحان الله په نوم د یوه هلک د ترلاسه کولو په سر شخړه کړې ده.

د سرچینې په وینا، دغو طالبانو غوښتل چې یاد هلک دې له دوی سره و اوسېږي.

سرچینه وړاندې وایي، دغو طالبانو تر لفظي شخړې وروسته پر یو بل ډزې کړې چې په پایله کې یې دوه تنه طالبان سخت ټپیان شوي دي چې د یوه ټپي روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دي.

طالبانو لاتراوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو ترمنځ د هلکانو پر سر شخړه د مرګ ژوبلې تر بريده رسېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د یوه هلک پر سر د طالب وسله‌والو ترمنځ شخړه کې یو طالب وژل شوی و او ۵ نور ټپیان وو.