سرچینې: طالبانو په ننګرهار کې له ولس څخه په عُشر او زکات کې څاروي اخیستي

له ننګرهاره سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې طالبانو په دغه ولایت کې له ولس او شپنو څخه په عُشر او زکات کې څاروي اخیستي دي.

له ننګرهاره سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې طالبانو په دغه ولایت کې له ولس او شپنو څخه په عُشر او زکات کې څاروي اخیستي دي.
سرچینو د سېشنبه په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) زیاته کړې، چې طالبانو دا څاروي د ننګرهار په نهو ولسوالیو کې له شپنو او ولسي خلکو څخه اخېستي دي.
سرچینو د هغو ولسوالیو چې طالبانو پهکې له یو شمېر ولسي خلکو او شپنو څخه د عُشر او زکات په نوم څاروي اخیستي، نومونه نه دي ښودلي.
د سرچینو په وینا، طالبانو له خلکو نږدې ۴۰۰ څاروي راټول کړي او په خبره یې هغو کسانو چې نه یې غوښتل دغې ډلې ته څاروي ورکړي، د زنداني کېدو ګواښ ورته شوی دی.
ورته مهال، د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزارت په خپله اېکسپاڼه منلې، چې د ننګرهار د کرنې او اوبو لګونې ریاست د عُشر او زکات ډلې د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې له خلکو ۳۹۲څاروي را ټول کړي دي.
دغه وزارت ادعا کړې، چې دا څاروي د یوې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي او له درکه یې ۲ مېلیونه ۵۸ زره او ۳۱۰ افغانۍ ترلاسه کړي دي.
طالبان وايي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده او د ننګرهار نورو ولسوالیو ته به هم وغځېږي.

د هغو سندونو له مخې چې د انټرنېټي هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د معلوماتي بانک څخه افشا کړي، په کې په ډاګه شوې چې د دغې ډلې د کرنې وزارت د عشر او زکات راټولولو لپاره یو خپلواک ریاست جوړ کړی دی.
خپاره شوي اسناد ښيي، چې دغه ریاست ۱۲۰۰ کارکوونکي لري.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې له خلکو څخه د درنې مالیې ترڅنګ د عُشر او زکات راټولولو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې.
طالبان د خلکو له زراعتي حاصلاتو او مالدارۍ په پراخه توګه عُشر او زکات اخلي.
دغې ډلې تر خپلې بشپړې واکمنۍ مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جمهوري نظام پر مهال له بزګرانو څخه د عُشر او زکات په نوم باجونه ټولول.
له دې سره، په بېلابېلو ولایتونو کې شتمنو کسانو هم شکایتونه کړي، چې دوی چمتو نه دي چې طالبانو ته زکات ورکړي او دوی غواړي چې خپله په ټولنه کې اړمنو کسانو ته زکاتونه ووېشي؛ خو طالبانو یې مخه نیولې ده.