• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونسکو: د «بېګم» راډیو د نشراتو بندول د ښځو د غږ خاموشه کولو په معنا دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۹ GMT+۰

د طالبانو له لوري د «بېګم» راډیو د نشراتو بندولو ته د غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري بنسټ یا یونسکو وايي، چې د دغې ډلې له لوري د یادې رسنۍ د نشراتو بندول، په حقیقت کې د ښځو د غږ د خاموشه کولو په معنا دی.

یونسکو د سې‌شنبه په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د «بېګم» راډیو د نشراتو بندېدو په تړاو خواشینې ښودلې او زیاتوي، چې د دغې راډیو په تړلو سره د ښوونیزو خپرونو فرصتونه له منځه تللي دي.

د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري بنسټ په وینا، «بېګم» راډیو په افغانستان کې د ښځینه‌وو یوازینۍ اختصاصي رسنۍ وه چې دا هم د طالبانو له لوري وتړل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د څه کم یو کال په موده کې د لږترلږه ۱۲ رسنیو تړل کېدل، په دغه هېواد کې د رسنیو پر وړاندې د یادې ډلې د بریدونو زیاتوالی په ګوته کوي.

دغه‌راز، نوموړي سازمان له طالبانو غوښتي وو چې د «بېګم» راډیو کارکوونکي سملاسي خوشې کړي او د رسنیو پر وړاندې روان بندیزونه پای ته ورسوي.

د یادونې ده، چې د تېرې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې پرېکړې له مخې، د «بېګم» راډیو خپرونې بندې کړې.

یاد وزارت «بېګم» راډیو له نشراتي پالیسۍ څخه د سرغړونې تر څنګ له یوې بهر مېشتي ټلوېزیوني شبکې سره پر همکارۍ تورنه کړې ده.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

داعش ډلې په کندوز کې د ننني ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه واخیست

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۰

داعش ډلې په کندوز ولایت کې د کابل بانک مخې ته د سې شنبه د ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

په داعش ډلې پورې اړوند اعماق خبري اژانس خبر ورکړی، چې د یادې ډلې یوه جنګیالي نن سهار هغه وخت خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې د طالبانو لسګونه غړي یاد بانک ته د خپلو تنخواوو د ترلاسه کولو په موخه تللي و.

که څه هم په دغه راپور کې د مرګژوبلې د کره شمېرې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په کې راغلي چې په دې پېښه کې د طالبانو د امنیتي قومندانانو په ګډون سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اخوا په کندوز کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند بیا نن وویل، چې په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه نظامي او ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي، خو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندوز ولایت په ننني ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
ویل کېږي، چې په دې پېښه کې د طالبانو سرتېرو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

100%


دغه برید داسې مهال کېږي، چې له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزارت او استخباراتو ولایتي چارواکو او د اردو قوماندانانو ته سپارښتنه کړې وه، چې تنخواوې د بانک پرځای په خپلو قرارګاوو کې واخلي.

د یادولو ده، چې دغه برید د طالبانو ترڅنګ د پخوانیو چارواکو حامد کرزي، عبدالله عبدالله، عبدالهادي مسلمیار او یو شمېر نورو کسانو له خوا غندل شوی دی.

سرچینې: طالبانو په ننګرهار کې له ولس څخه په عُشر او زکات کې څاروي اخیستي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۱۹ GMT+۰

له ننګرهاره سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې طالبانو په دغه ولایت کې له ولس او شپنو څخه په عُشر او زکات کې څاروي اخیستي دي.

سرچینو د سې‌شنبه په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) زیاته کړې، چې طالبانو دا څاروي د ننګرهار په نهو ولسوالیو کې له شپنو او ولسي خلکو څخه اخېستي دي.

سرچینو د هغو ولسوالیو چې طالبانو په‌کې له یو شمېر ولسي خلکو او شپنو څخه د عُشر او زکات په نوم څاروي اخیستي، نومونه نه دي ښودلي.

د سرچینو په وینا، طالبانو له خلکو نږدې ۴۰۰ څاروي راټول کړي او په خبره یې هغو کسانو چې نه یې غوښتل دغې ډلې ته څاروي ورکړي، د زنداني کېدو ګواښ ورته شوی دی.

ورته مهال، د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزارت په خپله اېکس‌پاڼه منلې، چې د ننګرهار د کرنې او اوبو لګونې ریاست د عُشر او زکات ډلې د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې له خلکو ۳۹۲څاروي را ټول کړي دي.

دغه وزارت ادعا کړې، چې دا څاروي د یوې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي او له درکه یې ۲ مېلیونه ۵۸ زره او ۳۱۰ افغانۍ ترلاسه کړي دي.

طالبان وايي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده او د ننګرهار نورو ولسوالیو ته به هم وغځېږي.

100%

د هغو سندونو له مخې چې د انټرنېټي هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د معلوماتي بانک څخه افشا کړي، په کې په ډاګه شوې چې د دغې ډلې د کرنې وزارت د عشر او زکات راټولولو لپاره یو خپلواک ریاست جوړ کړی دی.

خپاره شوي اسناد ښيي، چې دغه ریاست ۱۲۰۰ کارکوونکي لري.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې له خلکو څخه د درنې مالیې ترڅنګ د عُشر او زکات راټولولو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې.
طالبان د خلکو له زراعتي حاصلاتو او مالدارۍ په پراخه توګه عُشر او زکات اخلي.
دغې ډلې تر خپلې بشپړې واکمنۍ مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جمهوري نظام پر مهال له بزګرانو څخه د عُشر او زکات په نوم باجونه ټولول.
له دې سره، په بېلابېلو ولایتونو کې شتمنو کسانو هم شکایتونه کړي، چې دوی چمتو نه دي چې طالبانو ته زکات ورکړي او دوی غواړي چې خپله په ټولنه کې اړمنو کسانو ته زکاتونه ووېشي؛ خو طالبانو یې مخه نیولې ده.

په علم کې د نجونو او ښځو د رول لوبولو نړۍواله ورځ او د نجونو پرمخ د ښوونځیو بندې دروازې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۳۰ GMT+۰

د فېبرورۍ ۱۱مه په علم کې د نجونو او ښځو د رول لوبولو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې له درې نیمو کلونو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې دي.

د فېبرورۍ یوولسمه په ساینس کې د نجونو او ښځو د رول لوبولو نړۍوالۍ ورځې په نوم نومول شوې ده او هر کال دغه ورځ په بېلابېلو ساینسي برخو کې له نارینه وو سره د ښځو او نجونو د مساوي لاسرسي او ونډې د اړتیا او اهمیت د څرګندولو په موخه نمانځل کېږي.

دغه ورځ لس کاله وړاندې د ملګرو ملتونو له خوا ساینس او ټکنالوژۍ کې د ښځو د حیاتي ونډې په توګه ونومول شوه.

د یاد سازمان سرمنشي انټوني ګوټرېش د دغې ورځې په مناسبت ویلي، چې ښځو او نجونو ته به هغه ساینسي علوم برابر کړي، چې دوی یې مستحق او نړۍ ورته اړتیا لري.

د دغې ورځې موخه د ښځو او نجونو د علمي فعالیتونو ستاینه،د مساوي فرصتونو برابرول، د فرصتونو برابرول، د ټولنیزو خنډونو لېرې کول،د یوې پرمختللې او پر ځان بسیا ټولنې جوړول، د پوهاوي لوړول او الهام ورکول او دغه راز د دوی د ساینسي کارونو نندارې ته وړاندې کول دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې ورځې په مناسبت ویلي، چې په علمي برخو کې د ناریمه و تر څنګ د ښځو او نجونو ونډه د یوه هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره لومړی شرط ګڼل کېږي.

حامد کرزي د سې شنبه په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي: «د یوې ټولنې د علمي او متخصص بشري منابعو درلودل چې نارینه او ښځینه دواړه ولري، له بهرنیو اړتیاوو څخه د خلاصون عامل او د ځان بسیاینې په لور لومړی ګام دی..»

ښاغلي کرزي پر خپلې اېکس پاڼې د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم د انځور په خپرولو د دې ورځې په مناسبت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ خلاصې شي.

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم چې له ۲۰۱۷کال راهیسې نړۍوالې لاسته راوړنې لري، د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده ووت چې اوس مهال قطر، مکسیکو او نورو هېوادونو کې له ناڅرګند وضعیت سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بندې کړې، حامد کرزي په کراتو د نجونو پر زده کړو ټېنګار کړی او د دغې ډلې له مشرانو یې غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د زده کړو دروازې خلاصې کړي.

بېنېټ: په افغانستان کې د جرمونو نړۍوالې محکمې رول مهم دی

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر مشر کریم خان له بندیز سره سم، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، چې په افغانستان کې د یادې محکمې رول مهم دی.

بېنېټ د سې‌شنبه په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یو پوسټ کې زیاته کړې، چې د یادې محکمې د کمزوري کېدو هڅې به د نړۍ په کچه د عدالت د خوندي‌توب په برخه کې د قربانیانو غوښتنو ته زیان ورسوي.

د بېنټ په وینا، د جرمونو نړۍواله محکمه د نړۍوالو جنایتونو لپاره د حساب‌ورکونې او عدالت یوازینۍ مرجع ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې د امریکا له لوري د محکمې پر لوی څارنوال کریم خان لګېدلي بندیزونه غندلي دي.

دغه‌راز یادې محکمې له خپلو ۱۲۵ غړو هېوادونو، مدني ټولنې او د نړۍ له ټولو ملتونو غوښتي وو، چې د نړۍوال عدالت لپاره یو موټی شي.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ تایید کړه، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوال کریم خان یې تحریم کړی دی.

سپینې ماڼۍ د یادې له خوا د متحده ایالاتو او اسراییل پر وړاندې تورونه "غیر قانوني او بې اساسه" بللي دي.

د یادولو ده، چې تر دې وړاندې کریم خان د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د قاضي القضات د نیولو امر صادر کړی دی، خو امریکا په رسمي ډول د دې غوښتنې ملاتړ نه دی کړی.

طالبان وايي د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال د یوه سوداګريز کمپلکس د پرانيستې پر مهال وویل، چې هيڅ هېواد ته د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي. عبدالسلام حنفي د دغه سوداګريز کمپلکس جوړېدل د خپلې واکمنۍ تر ټولو ستره ملي پروژه ياده کړې.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې په ورځ د یوه سوداګريز کمپلکس د پرانيستي پر مهال وویل: « دا لومړنۍ ستر ملي پروژه ده، چې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ پر مهال پيل او په ټاکلي وخت پای ته رسېدلې.»

نوموړي ويلي، چې دغه سوداګريز کمپلکس د ۳۴ ميليونه ډالرو په ارزښټ په ۹ پوړه کې جوړ شوی.

حنفي هيله ښودلې، چې په دې سره به په افغانستان کې د پانګونې برخه زياته شي.

هغه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د دوی سیاست اقتصاد محوره او له نړۍ سره په ښو اړیکو متمرکز دی، «اسلامي امارت د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او چا ته به د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې اجازه هم ورنه کړي.»

نوموړي د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په اړه د کوم هېواد نوم وا نخیست خو تر دې وړاندي طالب چارواکو په دا ډول غير مستقیمو څرګندونو کې پاکستان ته اشاره کړې.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزير عبدالمنان عمري هم د دې پروژې پلي کېدل د افغانستان د ثبات په مانا یاد کړي او هيله يې ښودلې، چې په دې سره به زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.