افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې درې درجې شاتګ کړی

د روڼتیا نړیوال سازمان له درغلیو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو نوملړ خپور کړی او افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د تېر کال په پرتله درې درجې شاتګ کړی. په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې درې درجې پرمختګ کړی و.