• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان وايي د نشه يي توکو ضد هڅو کې د طالبانو ملاتړ کوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، د دوحې پروسې د نشه یې توکو په وړاندې د مبارزې کاري ډلې په غونډه کې یې له افغانستان سره د نشه یې توکو خلاف مبارزې په برخه کې د پاکستان پر ژمنو ټینګار کړی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د دوحې د نشه يي توکو ضد کاري ډلې غونډې ته د وینا پر مهال له افغانستان سره د دې ستونزې په حل کې د مرستې ژمنه تازه کړه.

د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ټینګار کړی، چې پاکستان به افغانستان ته د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه پر خپل اېکس ددې اسانتیاوو د جزئیاتو په اړه وویل، چې پاکستان به د ځانګړي سوداګریز امتیاز، د توکو د ترانزیټ اسانتیاوو او له اقلیمي تغییراتو سره د مقاومت کوونکو کرنیزو تخنیکونو په برخه کې له طالبانو سره تخنیکي مرسته کړي، چې افغان ولس ته قانوني او تلپاتې اقتصاد برابر شي.

هغه دغه راز دې انلاین غونډې ته په خبرو کې وویل چې پاکستان د ۴۵۰۰ افغان محصلانو لپاره د تحصیلي بورسونو ژمنه کړې او له نشه يي توکو سره په مبارزه کې د طالب امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړولو په تړاو مرستې ته ژمن دی.

د نوموړي په باور، د دې مرستو هدف دا دی چې د قانون پلي کوونکي ادارې پیاوړې شي او د نشه‌یي توکو د تولید او قاچاق مخه ونیول شي.

طالبان په افغانستان کې د نشه یې توکو د تولید او کر له منځه وړل خپله لاسته بولي او په ځلونو یې له نړیوالو غوښتي، چې د نشه یي توکو د بدیل په برخه کې له افغان کروند ګرو سره مرستې وکړي.

سره له دې چې طالبان وايي، په افغانستان کې یې د نشه یې توکو کر صفر ته رسولی، خو لا هم د ایران په ګډون ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو ته له افغانستان نه نشه یي توکي قاچاق کیږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د افغانستان په اړه د روڼتیا نړيوال سازمان راپور رد کړ

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۴ GMT+۰

د طالبانو مرستيال ویاند حمدالله فطرت وایي، د افغانستان په اړه د روڼتيا نړیوال سازمان راپور شمېرې ناسمې دي. دغه سازمان له درغلیو سره د مبارزې په برخه کې د ۱۸۰ هېوادونو نوملړ خپور کړی او وايي، افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د تېر کال په پرتله ۳ درجې شاتګ کړی.

د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون د دې ډلې د مرستيال ویاند حمدالله فطرت له قوله ویلي، چې «افغانستان کې د فساد پر وړاندي کوټلي ګامونه پورته شوي او کچه يې صفر ته نژدې شوې.»

فطرت زياتوي، چې د افغانستان په اړه د روڼتیا سازمان وروستی راپور د «عقده يي کړيو په لمسون له ناسمو سرچينو» جوړ شوی.

هغه ټينګار کړی، چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان قضاوت ناسم دی او د دوی د حکومتولۍ سیسټم له فساده پاک شوی دی.

د روڼتیا نړیوال سازمان له لوري خپرو شویو معلوماتو کې لیدل کیږي، چې افغانستان ته له فساد سره د مبارزې په برخه کې له ۱۰۰ نومرو څخه ۱۷ نومرې ورکړل شوې او د فساد پر وړاندې د مبارزې نوملړ په ۱۸۰ هېوادونو کې په ۱۶۵ مقام کې ځای لري.

د رونټیا نړیوال سازمان هغه هېواد ته چې په بشپړه توګه له فساد څخه پاک وي ۱۰۰ او په فساد تر ټولو ککړ دولت ته صفر ورکوي.

د دغه نړیوال سازمان له لوري له فساد سره د مبارزې په برخه کې ډنمارک د ۹۰ نومرو په لرلو سره په لومړي، فنلنډ د ۸۸ نمرو په لرلو دویم، سینګاپور د ۸۴ نومرو په درلودو سره درېیم او افغانستان د ۱۷ نومرو په لرلو سره ۱۶۵ هېواد دی.

افغانستان کې د روسیې سفیر: طالبان دا مهال روسیه د افغانستان مهم شریک ګڼي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۰

په افغانستان کې د روسیې سفیر وايي، طالبان نه شي کولای د دغه هېواد له مرستې پرته په سیمه ییزو او نړیوالو اقتصادي اړیکو کې ادغام شي. هغه وویل افغانستان د خپل اقتصاد پراختیا او بهرنۍ سوداګرۍ زياتولو ته اړتیا لري او طالبان پوهیږي، چې په دې برخه کې د روسیې مرسته هيله بښونکې ده.

هغه وويل: «له روسيې پرته به په سيمه ييزو او نړيوالو اقتصادي اړيکو کې د افغانستان ادغام ستونزمن وي.»

دیميتري ژیرنوف په وینا، طالبان دا مهال روسیه د افغانستان مهم شریک ګڼي.

تر دې مخکې د روسیې د کرنې وزارت اړوند د اګرو ایکسپورټ مرکز اعلان کړی و، چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د روسيې د اوړو تر ټولو لوی پېرودونکی هېواد و.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د ۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت اوړه ورکړل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله دوه برابره دي.

په کابل کې د روسیې سفیر وايي، له افغانستان څخه کروم ډبرې، کنسانتره، یاقوت او زمرد هم روسیې ته استول کېږي.

هغه روسيې ته د دغو توکو د صادراتو د اندازې په اړه جزیيات ورنه کړل.

په ورته وخت کې دیميتري ژیرنوف د روسیې او طالبانو ترمنځ د اغیزناکو اړیکو خبر ورکړ.

په کابل کې د روسیې سفیر له ریانوستي سره په مرکه کې ویلي: «مسکو او کابل د پام وړ تماسونه ټینګ کړي او له افغان چارواکو سره د روسیې خبرې په اغېزناک ډول پرمخ روانې دي.»

دغه روسي ډيپلومات په تېرو مياشتو کې کابل ته د روسي چارواکو او مسکو ته د طالبانو د استازو سفر ته په اشارې سره زياته کړه: «خبرې اترې په رغنده توګه پر مخ ځي.»

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تر دې مخکې ویلي و، چې مسکو غواړي د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د روسیې او طالبانو دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي.

د کابلوف په وینا، په داسې یوه حالت کې، چې طالبان لا په رسمیت نه دي پیژندل شوي، دا ډله به د اقتصادي همکاریو د بین الحکومتي کمیسیون ځای ونیسي.

د هند لومړۍ سوداګریزه جوپه د ایران له لارې په اورګاډي کې افغانستان ته ورسېده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۰

د ایران له لارې د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ لار پرانیستل شوه. ایراني رسنیو راپور ورکړی، دا لومړی ځل دی چې د اورګاډي په وسیله له هند څخه سوداګریز توکي د ایران له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.

ایراني رسنیو د افغانستان لپاره د ایران د پټلۍ پراختیا کنسرسیوم اجرایيوي رییس مصطفی رضايي له قوله راپور ورکړی، چې د سې شنبه په ماښام د افغانستان او هند ترمنځ د ځمکې له لارې د سوداګرۍ لومړۍ جوپه د اورګادي په وسیله د ایران له لارې هرات ته رسېدلې ده.

رضايي ویلي، چې په دغه سوداګریزه جوپه کې شپږ کانټینره توکي له هند څخه د ایران له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.

د نوموړي په خبره، دغه سوداګریزه جوپه د ایران د خراسان رضوي د شمتیغ ریلي پولې له لارې افغانستان ته واوښته او د هرات روزنک ریلي تمځای ته رسېدلې ده.

رضایي همداراز زیاته کړې ده، چې سږکال د هرات ـ خواف رېل پټلۍ له لارې تر اوسه د ایران او افغانستان ترمنځ له ۳۰زره ټنه څخه ډېر صادراتي او ټرانزیټي توکي د رېل پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د کنسرسیوم رییس وايي، چې د خواف ـ هرات پټلۍ په فعاله کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ توازن ډېر شوی او د سوداګرو لپاره ټرانسپورټي لګښتونه به راکم شي.

هرات- خواف پټلۍ چې ۲۲۰ کیلومتره دی، په څلورو برخو وېشل شوې، چې دوه برخې یې له خواف تر شمتیغ په ایران کې ۷۶ کیلومتره او درېیمه برخه یې له شمتیغ تر روزنک ۶۲ کیلومتره د افغانستان خاوره کې ده او څلورمه برخه یې بیا له روزنک تر هرات پورې ۸۰ کیلومتره ده.

هبت الله د خپل خاص ځواک مسوول د کندهار امنیه قوماندان ټاکلی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په وروستیو ګومارنو او تبدیلیو کې د خپل ځانګړي ځواک قوماندان مولوي عبدالاحد طالب د کندهار امنیه قوماندان په توګه ټاکلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس لیکلي و، چې عبدالاحد طالب د کندهار د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

عبدالاحد طالب پخوا د هلمند والي و او ملا هبت الله اخوندزاده ته د زیات قربت له امله دده د ځانګړي ځواک قوماندان و. طالب وکړای شول، چې په لږ وخت کې دغه ځواک په پرمختللو وسلو، تجهیزاتو او باوري سرتېرو سمبال کړي.

د شنونکو په باور، د کندهار د امنیه قوماندان په توګه د نوموړي ټاکل کېدل د وسله والو ډلو، په ځانګړې توګه داعش ډلې له خوا متوجه ګواښونو ته په پام مهمه ګومارنه ده.

په نویو ټاکنو کې د تخار لپاره ددې ډلې مخکینی والي مولوي عبید ﷲ امین زاده د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین په توګه او د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مخکینی معین ضیاء الرحمن اریوبي د لوړو زده کړو وزارت دعلمي معین په توګه ټاکل شوي دي.

دغه راز په نویو ګومارنو او تبدیلیو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک د نظارت مخکینی امر عبد الرحمن قانت د دې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ معین په توګه او د کندهار امنیه قوماندان مولوي سمیع ﷲ حزب ﷲ د تخار د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د ګومارنو او تبدیلیو په بله برخه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف ﷲ خیرخواه د افغانستان بانک د نظارت د آمر په توګه ټاکل شوی.

دا تبیدلۍ او ګومارنې داسې مهال دي، چې د طالبانو پر مشر نیوکې کیږي، چې د ګومارنو او تبدیلیو په برخه کې مسلکي او اداري ارونو ته ډېره لږه پاملرنه کوي.

جرمني اووه افغان او سوریايي وګړي له خپلې خاورې و اېستل

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د جرمني نارت راین ویسټفالیا ایالت د لومړي ځل لپاره د یوې چارټر الوتکې له لارې اووه افغان او سوریايي پناه غوښتونکي بلغاریا ته واستول.

د نارت راین ویسټفالیا ایالت د کډوالو وزیر پاول راینیشه پوست ورځپاڼې ته وویل، « دغه کسان، چې د سوریې او افغانستان اوسېدونکي دي، ځکه ایستل شوي چې جرمني د دوی د پناه غوښتنې د دوسیو مسوول نه و.»

وزیر پاول دا ګام د کډوالو د چټکې بېرته ستنونې په برخه کې یو مهم پرمختګ وباله.

د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه الوتنه دیاد ایالت له خوا تنظیم شوې وه او اووه ځوانان پکې سپاره وو، چې هیڅ ډول جنایي سابقه نه لري. دوی د «ډوبلین تړون» له مخې بېرته بلغاریا ته شړل شوي دي.

د ډوبلین تړون له مخې، هغه پناه غوښتونکي چې د اروپايي اتحادیې کوم غړي هېواد ته ننوځي، باید هلته د پناه غوښتنه وسپاري. یاد ۷ کسان له بلغاریا څخه جرمني ته داخل شوي وو، نو د دوی د پناه غوښتنې د ارزونې مسوولیت هم د بلغاریا و.

د جرمني فدرالي حکومت تېر کال په نومبر کې ایالتي حکومتونو ته اجازه ورکړه چې د پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره خپلې چارټر الوتنې تنظیم کړي.

دا لومړی ځل دی چې شمالي راین ویسټفالیا ایالت له دې نوې پالیسۍ استفاده کوي.