د ایران له لارې د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ لار پرانیستل شوه.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، دا لومړی ځل دی چې د اورګاډي په وسیله له هند څخه سوداګریز توکي د ایران له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.
ایراني رسنیو د افغانستان لپاره د ایران د پټلۍ پراختیا کنسرسیوم اجرایيوي رییس مصطفی رضايي له قوله راپور ورکړی، چې د سې شنبه په ماښام د افغانستان او هند ترمنځ د ځمکې له لارې د سوداګرۍ لومړۍ جوپه د اورګادي په وسیله د ایران له لارې هرات ته رسېدلې ده.
رضايي ویلي، چې په دغه سوداګریزه جوپه کې شپږ کانټینره توکي له هند څخه د ایران له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.
د نوموړي په خبره، دغه سوداګریزه جوپه د ایران د خراسان رضوي د شمتیغ ریلي پولې له لارې افغانستان ته واوښته او د هرات روزنک ریلي تمځای ته رسېدلې ده.
رضایي همداراز زیاته کړې ده، چې سږکال د هرات ـ خواف رېل پټلۍ له لارې تر اوسه د ایران او افغانستان ترمنځ له ۳۰زره ټنه څخه ډېر صادراتي او ټرانزیټي توکي د رېل پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.
د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د بدري ۳۱۳ ځانګړې قطعې یوه برخه تجهیزات کندهار ته انتقال کړي او غواړي دغه قطعه له کابل نه د کندهار البدر قول اردو ته ولېږدوي. د خوست له چاپمن مرکز نه ددې قطعې ۶۰۰ ځانمرګي سرتېري له وړاندې کندهار ولایت ته انتقال شوي دي.
په کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سراج الدین حقاني ورور حافظ عزیزالدین حقاني، چې د حافظ بدرالدین له وژل کېدو وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې قوماندان و، کندهار ته له احضار کېدو وروسته له دندې لرې شوی او اوس د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د روزنې په برخه کې بوخت دی.
سرچینې وايي، « د بدري قطعې یو شمېر وسایل او جنګیالي کندهار ته لېږدول شوي او پرځای یې په کابل کې نور سرتېري ځای پرځای شوي دي. هبت الله غواړي د بدري ۳۱۳ قطعې ټول سرتېري او امکانات کندهار ته ولېږدوي، خو سراج الدین حقاني یې ورسره نه مني».
سرچینې وویل، چې مولوي هبت الله څو میاشتې وړاندې له خوست ولایت څخه د بدري قطعې ۶۰۰ هغه ځانمرګي بریدګر هم کندهار ته لېږدولي، چې د امریکايي ځواکونو او سي آی اې په پخواني پوځي کمپ چاپمن کې میشت وو.
دغه پوځي کمپ د خوست ښار ختیز پلو په شاوخوا دوه کیلومترۍ کې پروت دی ، چې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې امریکايي ځواکونو د طالبانو او القاعدې خلاف د عملیاتو او ولایتي بیا رغونې د مرکز په توګه کارواه او وروسته سي ای اې په قبایلي سیمو او وزیرستان کې ترې ځانګړي ترهګرۍ ضد استخباراتي عملیات رهبري کول.
سرچینه وايي، چې له دغه مرکز نه له دې وړاندې هم یو شمېر ځانمرګي بریدګر کندهار ته لیږدول شوي وو او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني او مولوي هبت الله اخوندزاده ترمنځ پرې اړیکې ترینګلې شوې وې.