هبت الله د خپل خاص ځواک مسوول د کندهار امنیه قوماندان ټاکلی

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په وروستیو ګومارنو او تبدیلیو کې د خپل ځانګړي ځواک قوماندان مولوي عبدالاحد طالب د کندهار امنیه قوماندان په توګه ټاکلی دی.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په وروستیو ګومارنو او تبدیلیو کې د خپل ځانګړي ځواک قوماندان مولوي عبدالاحد طالب د کندهار امنیه قوماندان په توګه ټاکلی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس لیکلي و، چې عبدالاحد طالب د کندهار د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
عبدالاحد طالب پخوا د هلمند والي و او ملا هبت الله اخوندزاده ته د زیات قربت له امله دده د ځانګړي ځواک قوماندان و. طالب وکړای شول، چې په لږ وخت کې دغه ځواک په پرمختللو وسلو، تجهیزاتو او باوري سرتېرو سمبال کړي.
د شنونکو په باور، د کندهار د امنیه قوماندان په توګه د نوموړي ټاکل کېدل د وسله والو ډلو، په ځانګړې توګه داعش ډلې له خوا متوجه ګواښونو ته په پام مهمه ګومارنه ده.
په نویو ټاکنو کې د تخار لپاره ددې ډلې مخکینی والي مولوي عبید ﷲ امین زاده د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین په توګه او د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مخکینی معین ضیاء الرحمن اریوبي د لوړو زده کړو وزارت دعلمي معین په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز په نویو ګومارنو او تبدیلیو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک د نظارت مخکینی امر عبد الرحمن قانت د دې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ معین په توګه او د کندهار امنیه قوماندان مولوي سمیع ﷲ حزب ﷲ د تخار د والي په توګه ټاکل شوي دي.
د ګومارنو او تبدیلیو په بله برخه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف ﷲ خیرخواه د افغانستان بانک د نظارت د آمر په توګه ټاکل شوی.
دا تبیدلۍ او ګومارنې داسې مهال دي، چې د طالبانو پر مشر نیوکې کیږي، چې د ګومارنو او تبدیلیو په برخه کې مسلکي او اداري ارونو ته ډېره لږه پاملرنه کوي.


د جرمني نارت راین ویسټفالیا ایالت د لومړي ځل لپاره د یوې چارټر الوتکې له لارې اووه افغان او سوریايي پناه غوښتونکي بلغاریا ته واستول.
د نارت راین ویسټفالیا ایالت د کډوالو وزیر پاول راینیشه پوست ورځپاڼې ته وویل، « دغه کسان، چې د سوریې او افغانستان اوسېدونکي دي، ځکه ایستل شوي چې جرمني د دوی د پناه غوښتنې د دوسیو مسوول نه و.»
وزیر پاول دا ګام د کډوالو د چټکې بېرته ستنونې په برخه کې یو مهم پرمختګ وباله.
د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه الوتنه دیاد ایالت له خوا تنظیم شوې وه او اووه ځوانان پکې سپاره وو، چې هیڅ ډول جنایي سابقه نه لري. دوی د «ډوبلین تړون» له مخې بېرته بلغاریا ته شړل شوي دي.
د ډوبلین تړون له مخې، هغه پناه غوښتونکي چې د اروپايي اتحادیې کوم غړي هېواد ته ننوځي، باید هلته د پناه غوښتنه وسپاري. یاد ۷ کسان له بلغاریا څخه جرمني ته داخل شوي وو، نو د دوی د پناه غوښتنې د ارزونې مسوولیت هم د بلغاریا و.
د جرمني فدرالي حکومت تېر کال په نومبر کې ایالتي حکومتونو ته اجازه ورکړه چې د پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره خپلې چارټر الوتنې تنظیم کړي.
دا لومړی ځل دی چې شمالي راین ویسټفالیا ایالت له دې نوې پالیسۍ استفاده کوي.

د روڼتیا نړیوال سازمان له درغلیو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو نوملړ خپور کړی او افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د تېر کال په پرتله درې درجې شاتګ کړی. په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې درې درجې پرمختګ کړی و.
د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د فساد اړوند شاخص کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۱۶۵ مقام کې راوستی.
له فساد سره د مبارزې په دغه نوملړ کې افغانستان د تېر کال په پرتله درې درجې شاتګ کړی دی.
د روڼتیا نړیوال سازمان له لورې خپرو شویو معلوماتو کې لیدل کیږي، چې افغانستان ته له فساد سره د مباررزې په برخه کې له ۱۰۰ نومرو څخه ۱۷ نومرې ورکړل شوې او د فساد پر وړاندې د مبارزې نوملړ په ۱۸۰ هېوادونو کې په ۱۶۵ مقام کې ځای لري.
د رونټیا نړیوال سازمان هغه هېواد ته چې په بشپړه توګه له فساد څخه پاک وي ۱۰۰ او په فساد تر ټولو ککړ دولت ته صفر ورکوي.
د روڼتیا نړیوال سازمان له لوري له فساد سره د مبارزې په برخه کې ډنمارک د ۹۰ نومرو په لرلو سره په لومړي، فنلنډ د ۸۸ نمرو په لرلو دویم، سینګاپور د ۸۴ نومرو په درلودو سره درېیم او افغانستان د ۱۷ نومرو په لرلو سره ۱۶۵ هېواد دی.
افغانستان په ۲۰۲۱ کې د ۱۶ نومرو په لرلو سره د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې ۱۷۴ هېواد و او په ۲۰۲۲ کال کې هم پرهمدغه مقام پاتې شوی.
خو په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ۳ درجې پرمختګ کړی و او د پوره ۲۰ نومرو په لرلو سره پر ۱۶۲ مقام ولاړ و.
طالبانو تېر کال له فساد سره د مبارزې په برخه کې د درې درجو پرمختګ خپله لاسته راوړنه وبلله، خو سږکال یې تر اوسه د روڼتیا نړیوال سازمان تازه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
سره له دې چې طالبان په خپلو ادارو کې د فساد له منځه وړل خپله لاسته راوړونه ګڼي، خو د راپورونو له مخې، دې ډلې د ډیرو لویو پروژو قراردادونه او ګڼ نور اسناد له رسنیو او عامو خلکو سره نه دي شریک کړي او په کندهار کې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې ددې ډلې مشر له ادارو غوښتي چې د پروژو مالي مسایل دې له رسنیو سره نه شریکوي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د بدري ۳۱۳ ځانګړې قطعې یوه برخه تجهیزات کندهار ته انتقال کړي او غواړي دغه قطعه له کابل نه د کندهار البدر قول اردو ته ولېږدوي. د خوست له چاپمن مرکز نه ددې قطعې ۶۰۰ ځانمرګي سرتېري له وړاندې کندهار ولایت ته انتقال شوي دي.
په کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سراج الدین حقاني ورور حافظ عزیزالدین حقاني، چې د حافظ بدرالدین له وژل کېدو وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې قوماندان و، کندهار ته له احضار کېدو وروسته له دندې لرې شوی او اوس د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د روزنې په برخه کې بوخت دی.
سرچینې وايي، « د بدري قطعې یو شمېر وسایل او جنګیالي کندهار ته لېږدول شوي او پرځای یې په کابل کې نور سرتېري ځای پرځای شوي دي. هبت الله غواړي د بدري ۳۱۳ قطعې ټول سرتېري او امکانات کندهار ته ولېږدوي، خو سراج الدین حقاني یې ورسره نه مني».
سرچینې وویل، چې مولوي هبت الله څو میاشتې وړاندې له خوست ولایت څخه د بدري قطعې ۶۰۰ هغه ځانمرګي بریدګر هم کندهار ته لېږدولي، چې د امریکايي ځواکونو او سي آی اې په پخواني پوځي کمپ چاپمن کې میشت وو.
دغه پوځي کمپ د خوست ښار ختیز پلو په شاوخوا دوه کیلومترۍ کې پروت دی ، چې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې امریکايي ځواکونو د طالبانو او القاعدې خلاف د عملیاتو او ولایتي بیا رغونې د مرکز په توګه کارواه او وروسته سي ای اې په قبایلي سیمو او وزیرستان کې ترې ځانګړي ترهګرۍ ضد استخباراتي عملیات رهبري کول.
سرچینه وايي، چې له دغه مرکز نه له دې وړاندې هم یو شمېر ځانمرګي بریدګر کندهار ته لیږدول شوي وو او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني او مولوي هبت الله اخوندزاده ترمنځ پرې اړیکې ترینګلې شوې وې.
دوو سرچینو هممهاله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، « ملا هبت الله اخوندزاده په تدریجي ډول د پخوانیو صفري قطعاتو ټول وسایل او مهمات کندهار ته لېږدولي. له دې وړاندې یې په یوه فرمان کې د صفري قطعاتو سیمرغ موټر، چې د هر یوه بیه ۴۰ تر ۵۰ زره ډالره ده، کندهار ته ور ټول کړل. دغه راز یې څه وخت وړاندې د خوست له چاپمن، کابل صفریو څخه د حقانیانو د بدري لښکر او د منصوریانو د فاتح ځواک ځانمرګي ټول کندهار ته انتقال کړل».
سرچینه وايي، ملا هبت الله ددغو قطعاتو وسایل، تجهیزات، ایم فور وسلې او سیمرغ موټر د خپل خاص ځواک په تجهیز او سمبالښت کې کارولي دي.
هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د یوه فرمان له لارې په کابل او ولایتونو کې ټولو طالب چارواکو ته امر وکړ، چې سیمرغ موټر ددفاع وزارت د تخنیک او ټرانسپورټ ریاست ته وسپاري، خو وروسته یې دغه موټر ټول کندهار ته ولېږدول.

په کابل کې یوې امنیتي سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملا هبت الله د کابل د سقوط پر لومړي کال غوښتل بدري قطعه او د طالبانو نور قطعات په امنیتي ځواکونو او ددې ډلې په دفاع وزارت کې مدغم کړي، خو د کورنیو چارو وزیر بدري ۳۱۳ قطعه له ځان سره ساتلې ده او په ملي امنیت او دفاع وزارت کې یې د مدغم کولو مخالفت کوي.
د طالبانو ملي دفاع وزارت د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې ټولې جنګیالۍ قطعې (بدري، فاتح، عمري، منصوري ) د کابل په مرکزي ۳۱۳ قول اردو،الفتح ۲۰۹، عمري ۲۱۷، منصوري ۲۰۳، البدر ۲۰۵، الفاروق ۲۰۷ ، خالد بن ولید ۲۰۱ او عزم ۲۱۵ قول اردوګانو کې مدغم کړې، خو بدري ۳۱۳ د ادغام له دغه بهیره بهر پاتې و.
د سرچینې په باور، د طالبانو مشر د وسلو د راټولولو او د وسلو پر وېش د بندیز له لارې په تدریجي ډول د حقاني شبکې او نورو ډلو د پیاوړتیا مخه نیولې ده، « د خوست له سقوط وروسته د خوست پخواني والي عبدالله چې د کندهار و، غوښتل دکي پي اېف وسلې او موټر کندهار ته انتقال کړي، خو په ګرده څېړۍ کې ترې حاجي مالي خان بېرته خوست ته وګرځول. بیا کندهاري طالبانو د پکتیکا په ارګون کې د وزیرمحمد شاهین د قطعې وسلې او موټر کندهار ته یووړل».
له یاغیګرۍ د کابل تر امنیت ساتنې
بدري ۳۱۳ځانګړې قطعه د حافظ بدرالدین حقاني له خوا جوړه شوې، چې د حقاني شبکې یو مهم غړی او د مولوي جلال الدین حقاني زوی و. دغه ځواک د طالبانوحکومت د بیا راتګ پر مهال د کابل په نیولو او امنیت ټینګولو کې ټاکونکی رول درلود.
د بدري ۳۱۳مشري د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ورور عزیزالدین حقاني پرغاړه وه، چېپر خپل نفوذ سربېره عام محضر ته نه راڅرګندېده. حافظ عزیزالدین د امریکا د مالیې وزارت د ترهګرو په نوملړ کې شامل دی.
طالبانو ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « د بدري ۳۱۳جنګیالي د خیبر پښتونخوا په تیراه کې وروزل شول. د کابل د سقوط تر وخته ددوی شاوخوا ۳۰۰۰ جنګیالي دې ته چمتو کړای شول، چې د بهرنیو سفارتونو، کابل هوايي ډګر، ارګ او نورو ادارو امنیت ونیسي».
د کابل له سقوط وړاندې ددغو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د حقاني شبکې مشرسراج الدین حقاني او د طالبانو نورو مشرانو هم ګډون کړی و.
په پرمختللو امریکايي وسلو، شپې لید عینکو، تکتیکي یونیفورمونو او ځانګړو موټرو مجهز دغه سرتېري په ښاري محیطونو کې د استوګنې او ځانګړو مهارتونو له املهد کابل د متنوع نفوس د امنیت او کنټرول لپاره د طالبانو نسبتا له ښاري ژوند سره بلد ځواک ګڼل کیږي.
په شمالي وزیرستان کې ددې قطعې د روزنې ځای د جلال الدین حقاني د منبع العلوم مدرسې لویدیز لور ته په یونیم کیلومټرۍ کې د ټاپو غره شاته و. بدرالدین په افغانستان کې د میشتو امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو خلاف په لسګونو پوځي عملیات پلان کړي وو. په دغو عملیاتو کې یو د ۲۰۱۴ کال په اګست کې په پخوانۍ مارشال فهیم اکاډمۍ کې پر بهرنیو مشاورینو برید هم شامل دی چې امریکایی جنرال هارلوډ ګرین پکې ووژل شو.
بدري ۳۱۳ قطعه د حقاني شبکې د ملا تیر ګڼل کیږي او که دا ځواک له دې ډلې واخستل شي، په نظامي برخه خپل قوت له لاسه ور کوي، خو ویل کیږي د بدري ۳۱۳ له انتقال وړاندې حقاني شبکې د متبادل په توګه د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې پر ځانګړو ځواکونو تمرکز ډېر کړی.

د واک متمرکز کولو هڅې
ملا هبت الله په تېره نومبر میاشت کېد یوه فرمان له لارې ددې ډلې د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو او د استخباراتو ادارېرییسنه د وسلو د وېش او له وسله تونونو د وسلو د اېستلو واکونه هم واخستل. طالبانو ظاهرا، د دغه فرمان هدف «د وسلو ښه مدیریت او خوندیتوب» او له وسلو د «ناوړه ګټې اخیستنې» مخنیوی وباله، خو شنونکي په دې باور دي، چې د طالبانو مشر په دې توګه د خپلو امنیتي مسوولانو واکونه کم کړل.
په وروستیو میاشتو کې د هبت الله اخوندزاده او کابل میشتو طالبانو، په ځانګړې توګه سراج الدین حقاني ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا رپوټونه ورکول کیږي، خو طالبان ظاهرا خپلمنځي اختلافات ردوي.
د روانې فبروري پر لومړۍ نېټه د طالبانو دفاع وزیر په یوه غونډه کې له خپل مشره د اطاعت تعهد تازه کړ او ویې ویل، چې « دا نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونه د امیرالمومنین په اطاعت کې دي، او ټول د امیر المومنینپوځ دی، لکه په ټوپک کې مرمۍ، داسې دده په لاس کې دي». نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې دوی د بل هیچا تر تاثیر لاندې نه دي او نه هم د خپل امیر له اطاعت پرته د چا «فرمایشات» مني.
د بدري ۳۱۳په تړاو د ملا هبت الله نوې پرېکړه د طالبانو د قدرت د لا متمرکز کېدو نښه ده او داسې ښکاري چې د طالبانو مشر غواړي دغه ډله اشخاصو او ګروپونو ته د تعهد پرځای تر خپلې مشرتابه او مستقیم کنټرول لاندې راولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۴مه) خبر ورکړی، چې د دغې ډلې مشر ملا هبتالله په یوه تازه فرمان کې په ملکي او پوځي برخو کې شپږ نوې ګومارنې کړې دي. ملا هبتالله د خپلو ځانګړو ځواکونو قوماندان له دندې لرې او د کندهار امنیه قوماندان یې ټاکلی.
نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغه فرمان له مخې د دغې ډلې «د تخار پخوانی والي عبیدﷲ امین زاده د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین شو، د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ پخوانی معین ضیاالرحمن اریوبي د لوړو زدهکړو وزارت د علمي معین په توګه، د افغانستان بانک د څارنې پخوانی امر عبدالرحمن قانت د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ معین په توګه ټاکل شوي.»
مجاهد زیاتوي: «د کندهار پخوانی امنیه قوماندان سمیع ﷲ حزب ﷲ د تخار د والي په توګه، د هلمند ولایت پخوانی والي عبدالاحد طالب د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه او د لوړو زدهکړو وزارت پخوانی علمي معین لطف ﷲ خیرخواه بیا د افغانستان بانک د څارنې امر په توګه ګومارلي دي.»
د طالبانو په مشر نیوکې دي، چې د خپل واک پراخولو لپاره ډېری کسان له ټیټو څوکیو څخه وزارتونو، معینيتونو، ولایتونو او د پوځ لوړو څوکیو ته بدل کړي دي.
تر دې وړاندې د طالبانو مشر د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د اصلاحاتو په نامه تر ۱۵۰ ډېر ځان ته نږدې کسان له ټیټو پوستونو لوړو پوستونو ته بدل کړي وو.
د طالبانو يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې هبتالله لومړی طالب چارواکي په سويلي ولایتونو کې ګوماري او وروسته یې بیا لوړو پوستونو ته معرفي کوي.
ملا هبتالله په ۲۰۲۴ کال کې په ملکي او پوځي برخه کې د وزيرانو، معینانو او د پوځ د قوماندانانو په ګډون نږدې ۱۵۰کسان تغيیر او تبدیل کړي دي.
د کندهار د امنیه قوماندان په توګه د ملا هبتالله له لوري د هلمند پخوانی والي عبدالاحد طالب ټاکل دا څرګندوي چې ملا هبتالله د امنیت له پلوه پر خپل ځان ډاریږي او په کندهار کې هم ځان خوندي نه احساسوي.

ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال په کندز کې پروني ځانمرګي برید ته په اشارې سره پر ایکس پاڼه لیکلي: «ځانمرګی کله د واک ګټلو سپېڅلی اتل شي او کله د واک ګواښلو بشریت ضد کس.» هغه وایي، چې په ځانمرګي کې د ملکي افغانانو د قتل حکم معلوم نه دی.
ښاغلی لېوال وړاندې لیکلي: «له یوه متن څخه د واک او ګټو پر بنسټ داسې متضاد او متناقض تعبیر و تفسیر به اخر هم خلکو ته حقیقت معلوم کړي.»
غفور لېوال، د طالبانو لهخوا د ۲۰۱۱ کال په ننګرهار کې د کابل بانک هغې پېښې ته چې د ۴۰ پولیسو په کې ووژل شول او ۷۸ تنه نور ولسي افغانان یې ټپیان کړل، د کنایې په ډول وایي کله، کله «ځانمرګي د واک ګټلو لپاره استشهاد او مقدسه اتلواله شي، خو بیا کله همدغه ځانمرګي د واک ګواښلو له امله د اسلام او بشریت ضد عمل ګڼل کېږي.»
همداشان، په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوریت، ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ، د کندز پروني ځانمرګي برید ته په غبرګون کې په ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «جګړې هیڅ توپېر نه دی کړی، پرون طالب ځانمرګي بریدونه کول او نن پر دوی ځانمرګي بریدونه کېږي.»
اندړ زیاته کړې ده، «پرون طالب خپلو ځانمرګي بریدګرو ته استشهادي او فدایان ویل او ویل به یې چې استشهادي عملیات د ټینګ ایمان او کلکې عقیدي نښه ده، هر څوک یې نه شي کولی، خو نن منکر دی.»
اندړ د ایکس په یادښت کې زیاتوي، چې «خبره د ایمان، یقین او عقیدي نه ده، بلکې په نیابتي جګړو کې د اسلام د مبارک دین د بدنامي ده چې نیابتي ډلې خپله هره شومه چاره په دین تبریه کوي.»
ښاغلی اندړ په خپله لیکنه کې له طالبانو پوښتي، چې په کندز کې د پروني برید، بریدګر ته ځانمرګی او که فدایې وایي؟
طالبانو به د تېر جمهوري حکومت پر وړاندې جګړه سپیڅلې او هغه مهال ځانمرګي بریدونه شرعي بلل او ویل به یې چې دغه کار د کلکې عقېدې او بشپړ ایمان لرلو له امله کوي، خو بیا نن پر دوی ځانمرګي بریدکوونکي حرام او د اسلام او بشریت ضد کړنې بولي.
طالبانو هغه مهال ځانمرګي ته فدایي ویل او نن ورته د بشریت دوښمن وايي.