• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جده کې د طالبانو کونسلګري د ترافیکي سرغړونو له کبله څه باندې ۸ زره ډالر جریمه شوې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۰۶ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل له خوا د «طالب‌لیکس» هېکرانو د افشا شویو سندونو د خپرېدو په دوام، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې لیدل کېږي، چې د سعودي عربستان په جده ښار کې د طالبانو کونسلګري د ترافیکي سرغړونو له کبله ۸ زره او ۸۱۰ ډالر جریمه شوې ده.

د سعودي عربستان حکومت د ترافیکي جریمې د نه‌ورکړې له کبله د کونسلګرۍ موټرونو لپاره د موټر چلونې د جوازونو صادرول او تمدېدول بند کړي دي.

د دغه مکتوب پر بنسټ، د کونسلګرۍ موټرونه د طالبانو د حج او اوقافو وزارت تللي پلاوي ته سپارل شوي وو او دغه پلاوي د سعودي د موټر چلونې قوانین نه دي رعایت کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سلواغې په ۴مه د حج او اوقافو وزارت ته یو لیک لېږلی او له هغوی څخه یې غوښتي، چې د کونسلګرۍ د نقلیه وسایطو ترافیکي جریمه پرې کړي.

په لیک کې راغلي: «د کوربه هېواد [سعودي عربستان] له ترافیکي قوانینو سره سم، د ترافیکي جریمې سرغړونې له کبله ۸ زره او ۸۱۰ ډالر [جریمه] شوي دي.»

په دغه لیک کې څرګنده شوې، چې سعودي عربستان «د هغو نقلیه وسایطو چې د حج او اوقافو وزارت له خوا کارول شوي وو» د جریمې د نه‌پرې کولو له کبله په جده کې د طالبانو کونسلګرۍ د نقلیه وسایطو لپاره د جواز صادرول او تمدیدول بند کړي دي.

په مکتوب ښکاري، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له حج او اوقافو وزارت څخه د دغې جریمې د پرې‌کولو په موخه د سملاسي اقدام غوښتنه کړې ده.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د «طالب‌لیکس» په نوم د هېکرانو یوې ناپېژاندې ډلې د طالبانو پر اطلاعاتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د یو شمېر مهمو بنسټونو اسنادونو ته یې لاس‌رسی وموند.

د یادونې ده، چې د هېکرانو له خوا د طالبانو ګڼ شمېر اسنادونه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، چې په‌کې د دغې له بېلابېلو معاملو او پټو مسایلو پرده پورته کوي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان طالبانو ته: ټي‌ټي‌پي په دوو اونیو کې له افغان خاورې څخه ۲۲ بریدونه کړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۰

د «کابل‌لیکس» هېکرانو د یو بل افشا شوي سند له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلا‌م اباد کې د طالبانو سفارت ته په یوه لیک کې ویلي، چې ټي‌ټي‌پي د ۲۰۲۴ کال د جون له ۱۶مې تر ۳۰مې د پولې او شاوخوا سیمو په اوږدو کې د افغانستان له خاورې لږترلږه ۲۲ ترهګریز بریدونه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۲۴مه په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت ته د دغو بریدونو یو نوملړ لېږلی او له دغې ډلې یې غوښتي، چې د دا ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوملړ پر بنسټ، ټي‌ټي‌پي وسله‌والو د دوو اونیو په موده کې د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان، سوېلي وزیرستان، خېبر، کُرمه، بنو، اورکزيو، ټانک، دېره اسماعیل خان او باجوړ کې بریدونه کړي دي.

100%

طالبانو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لېږل شوی لیک

پاکستان په دغه لیک ویلي، هغو وسله‌والو چې دا بریدونه یې ترسره کړي د محسود، حافظ ګل بهادر او عالم خان ډلو اړوند دي.

پاکستان ادعا کړې، چې د دې ډلو مشران د افغانستان په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې اوسېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه لیک په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت په کابل کې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ته لېږلی دی.

په لیک کې راغلي، پاکستان ادعا کړې چې په افغانستان کې مېشتو وسله‌والو ډلو د دوو اونیو په ترڅ کې په سرحدي سیمو کې ۲۲ بریدونه کړي دي.

100%

د پاکستان په خاوره کې د وسله‌والو بریدونو په تړاو په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت لیک

پاکستان په وار - وار پر افغان طالبانو تور لګولی، چې په افغانستان کې یې د ټي‌ټي‌ټي ډلې جنګیالیو ته پناه ورکړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان په خاوره کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره له افغان خاورې کار اخلي، خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.

په ایران کې د طالبانو ډېپلوماتان هره میاشت له ۲۴۰۰ ډالرو ډېر معاش اخلي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د افشا شویو اسنادو له مخې، په تهران کې د طالبانو په سفارت کې ددې ډلې ډېپلوماتان د میاشتې له ۲۴۰۰ ډالرو ډېر معاش اخلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په لیک کې راغلي چې ددې ډلې د پوهنې اتشې، دوو مامورینو او دوو کارمندانو د دریو میاشتو ټول معاش شاوخوا ۲۵ زره ډالره دی.

دا سند چې د ۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۱۲مه په تهران کې د افغانستان سفارت ته لیکل شوی، د پوهنې وزارت د هغه لیک له مخې چې د مرغومي پر ۱۹مه وزارت ته لېږل شوی، د تلې، لړم او لیندۍ میاشتو کې د پوهنې اتشې دوو مامورینو او دوو سیمه ییزو کارکوونکو معاشونه مشخص کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په سند کې راغلي چې په تهران کې د طالبانو د پوهنې اتشه احسان الله خطاب درې میاشتنی معاش ۷،۵۲۷ ډالر او ۷ سینټه دی او د یادې ډلې د پوهنې اتشې مامورینو کفایت الله مظهري او محمود هاشمي هر یوه معاش ۷،۳۰۳ ډالر او ۵ سینټه دی.

په سفارت کې د پوهنې اتشې په څانګه کې د دوو سیمه ییزو کارکوونکو معاش هم یو زر و ۱۲۷ ډالر ښودل شوی دی.

په دغه سند کې، چې ناڅرګندو هېکرانو خپور کړی او افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، په تهران کې د طالبانو له خوا اداره کیدونکي افغان سفارت د دریو ډېپلوماتانو او ځایی کارکوونکو لپاره د "معاشونو او طبي لګښتونو" لپاره ټولټال ۲۴ زره او ۳۸۸ ډالره ذکر شوي دي.

پاکستان په ډسمبر میاشت کې پر ډیورنډ کرښه ۱۶ هوايي ګزمې او ۱۴ بريدونه کړي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۴۰ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نامه هېکرانو د یورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستانې نظامیانو د سرغړونو او بریدونو د جزئياتو یو مکتوب خپور کړی. د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې پاکستان په ۶ ولایتونو کې د بې پيلوټه الوتکو ۱۶ ګزمې او له ډيورنډ کرښې دې خوا يې په ۴ ولایتونو کې ۱۴ توغنديز بریدونه کړي.

دغه ۶۴۲ ګڼه مکتوب د ۱۴۰۳ کال د مرغومې میاشتې په ۳مه د طالبانو امنیتی همکاريو او سرحدي چارو ادارې په پاکستان کې د طالبانو سفارت ته لېږلی او له هغوی یې غوښتې، چې د کوربه هېواد اړوند وزارت ته يې وليږي.

په مکتوب کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر مياشتې له ۲۵ څخه بیا د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۳ مې پورې د پاکستاني ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو او د ډیورنډ کرښې څخه پر افغان خاوره د وسله والو بريدونو مکمل جزئيات او د سیمو (کوردینات) لیکل شوي دي.

په مکتوب کې په ډاګه شوې، چې په همدې جريان کې د پاکستان نظامي ځواکونو په پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندهار او هلمند ولایتونو کې د بې پيلوټه او جټ الوتکو ۱۶ هوايي ګزمې تر سره کړې دي.

د طالبانو د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ادارې له لوري په پاکستان کې د طالبانو سفارت ته د پاکستاني پوځيانو د سرغړونو د جزیاتو د افشاشوي مکتوب یوه پاڼه
100%
د طالبانو د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ادارې له لوري په پاکستان کې د طالبانو سفارت ته د پاکستاني پوځيانو د سرغړونو د جزیاتو د افشاشوي مکتوب یوه پاڼه

د مکتوب د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر مياشتې پر ۲۵ مه نېټه د پاکستان پوځ یوې الوتکې د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نژدې خپل پوځيان کښته کړل او په سيمه کې يې دوه کورونه وسوځول.

د مالوماتو پر بنسټ، له همدې پيښې سره هم مهاله دوو بې پيلوټه الوتکو پر پاکستاني نظاميانو پهره کوله.

په مکتوب کې راغلي، چې د ډسمبر میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د پاکستان بې پیلوټه الوتکو په جلا وختونو کې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ، د پکتیکا په برمل او شکین ولسواليو او د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې هوايي ګزمې کړې.

د مالوماتو له مخې، د همدې میاشتي په ۲۷ مه دوو بې پيلوټه پاکستانۍ الوتکو د کندهار په شورابک، په ۲۸مه نېټه د پکتیکا په شکین، په ۲۹مه نېټه د پکتیا په ډنډ پټان او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هم ګزمې تر سره کړې دي.

پاکستاني بې پیلوټه الوتکو د ډسمبر مياشتې په ۳۰ مه د هلمند په بهرامچه، د خوست په ګربز، د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسواليو او د غزني پر مرکز هم هوایي ګزمې کړې دي.

په دغه مکتوب کې طالبانو د پاکستان دغه کړنې د افغانستان د فضايي حریم ښکاره سرغړونه ياده کړې ده.

طالبانو په خپل دې ۶ مخیز مکتوب کې په بشپړو جزئياتو سره ليکلي، چې د پاکستان پوځيانو له ډيورنډ کرښې دې خوا د پکتیا، پکتیکا، خوست او کونړ بيلابيلو سيمو ته توغندي توغولي او د طالبانو پر تاسیساتو يې هم وسله وال بريدونه کړي دي.

په مکتوب کې راغلي، چې د ډسمبر مياشتې پر ۲۵مه نېټه پاکستاني پوځيانو له ډيورنډ کرښې څخه د خوست پر عليشير او سپيرې او د پکتیکا پر برمل ولسوالیو توغندي توغولي دي.

په دغه سند کې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو د سپکو او درندو وسلو د بريدونو اړوند راغلي: « د ډسمبر په ۲۷مه د پکتیا د ډنډ پټان، په ۲۸مه د پکتیکا په شکين، د پکتیا په اريوب ځاځي، د خوست په ځاځي میدان او ګربز او په ۳۰مه د کونړ سرکاڼو ولسواليو کې د هاوان د مرمیو بریدونه کړي.»

د طالبانو د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ادارې له لوري په پاکستان کې د طالبانو سفارت ته د پاکستاني پوځيانو د سرغړونو د جزئیاتو د افشا شوی مکتوب وروستۍ برخه
100%
د طالبانو د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ادارې له لوري په پاکستان کې د طالبانو سفارت ته د پاکستاني پوځيانو د سرغړونو د جزئیاتو د افشا شوی مکتوب وروستۍ برخه

طالبانو ویلي، چې د پاکستان د همدې سرغړونو په اړه يې اندېښنه ښودلې او خپل اعتراض يې هم څرګند کړی خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی لیدل شوی.

د طالبانو د دې افشاشوي مکتوب په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې دا ډول ترینګلتیاوې د دواړو هېوادونو په زيان دي، چې باید مخه یې ونیول شي.

پر افغان خاوره د پاکستان د بې پيلوټه الوتکو د ګزمو او ډيورنډ کرښې څخه د بريدونو مکتوب په داسې حال کې افشا کيږي، چې افغانستان انټرنشنل څو ځله په همدې سيمو کې د بي پيلوټه الوتکو د ګزمو خبرونه ورکړي دي.

د یوې موسسې مشرې طالبانو ته د «لابيګرۍ» په بدل کې د مرستې غوښتنه کړې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۰۹ GMT+۰

د «کابل‌لیکس» هېکرانو د افشاشویو اسنادو په لړ کې یو هم د وي‌ډي‌او(VDO) په نوم د یوې نادولتي موسسې مشرې، «مدینه محبوبي» او د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د غړو ترمنځ د پروژو پر پلي‌کېدو ګډه ناسته شوې ده.

په دې ناسته کې مېرمن محبوبي ویلي، چې په موسسه کې یې نږدې اته سوه کسان کار کوي او ادعا یې کړې، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې پر دوه سوه زرو افغانانو بشرپاله مرستې وېشلي دي.
په مکتوب کې د مدینه محبوبي له قوله لیکل شوي، چې هغې له درې سوو ښوونخیو سره لازمې مرستې کړي او ۱۱ زرو ماشومانو ته یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.
په مکتوب لیدل کېږي، چې نوموړې له طالبانو غوښتي څو له موسسې یې ملاتړ وکړي او هغه به یې په بدل کې په نړۍوالو ناستو او کنفرانسونو کې د دغې ډلې ګډون ته زمینه برابره کړي.
مدینه محبوبي د ملګرو ملتونو له بشرپاله سازمان سره ځان د افغان موسسو استازې بللې او ادعا یې کړې، چې د افغانستان د خلکو غږ پورته کوي.
د نادولتي موسسو د مالکانو او طالبانو ګډې ناستې شکمنې بلل شوي او راپورونه شته، چې د موسسو مالکان له دغې ډلې سره خواخوږي دي،‌ څو له دې لارې له نړۍوالو سازمانونو ترلاسه‌کوونکې پروژې پلې کړي.
دغه مکتوب چې د ۱۴۰۳ کال د پنځمې میاشتې په ۱۰مه صادر شوی په‌کې د طالبانو او د یوې موسسې له څښتنې سره د ناستو جزیات په ګوته کوي.
په دغه مکتوب کې لیکل شوي، چې مدینه محبوبي ته په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د ملاتړې لقب ورکړل شوی دی.
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ ناڅرګندو هېکرانو د طالبانو پر اطلاعاتي زېرمو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارت‌خونو، سترې محکمې او شمېر نورو بنسټونو اسناد یې د «کابل‌لیکس» په نوم پر یوې وېب‌پاڼې خپاره کړل.
ورته مهال، طالبانو هم دا پېښه منلې او زیاته کړې یې ده چې د دغې ډلې یو شمېر اسنادونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو اسنادونو کمپيوټرونه له امنیتي خوندیتوب څخه بې‌برخې وو.

100%
100%

هبت‌الله خپل ویاند ته ویلي چې د دوی له لیدلوري پرته پر نورو مسایلو د غږېدو اجازه نه‌لري

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۰

د «کابل‌لیکس» په نوم د ناڅرګندو هېکرانو له خوا په افشا شویو اسنادو کې یو هم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله هغه فرمان شامل دی، چې پر خپل ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دغې ډلې د بېلابېلو وزارت‌خونو پر ویاندویانو یو شمېر بندیزونه لګېدلي دي.

د هبت‌الله د دغه فرمان پر بنسټ، مجاهد ته هم سپارښتنه شوې چې د هغو مسایلو په تړاو دې له خبرو کولو ډډه وکړي‌، چې د دغې ډلې سیاسي او ټولنیز لیدلوری په‌کې روښانه نه وي.
په دغه فرمان کې ویل شوي، چې ویاندویان یوازې هغه ویناپاڼې نشرولای شي چې د طالبانو مشر له خوا تایید شوي وي.
په یاد فرمان کې همداراز راغلي، چې د وزارت‌خونو او بېلابېلو ادارو ویاندویانو د خپلو ادارو له کاري چتر څخه بهر هېڅ ډول رسنیز فعالیتونه نه شي کولای.
همداراز د یاد فرمان په سرلیک کې زیاته شوې، چې په ټولنیزو مسایلو کې یوازې ملا امام بشپړ واک لري او نور هېڅوک اجازه نه لري څو په ټولنیزو مسایلو کې د ملا امام مخالفت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هېکرانو یوې ناڅرګنده ډلې د طالبانو پر معلوماتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د ۲۱ وزارت‌خونو او خپلواکو ریاستونو یو شمېر سندونه یې په انټرنېټ کې خپاره کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کولتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارت‌خونې او ستره محکمه هغه مهم بنسټونه بلل کېږي چې هېکرانو یې اسناد خپاره کړي دي.
له دې پېښې وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت هم ومنله چې د دغې ډلې یو شمېر اسنادونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو اسنادو کمپيوټرونو امنیتي خوندیتوب نه درلود.

100%
100%