• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان له تحریک انصاف ګوند څخه شېر افضل مروت اېستلی دی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۳ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی شېر افضل مروت له دغه ګونده اېستل شوی دی. د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، چې نوموړی د دغه ګوند له ټاکلو اصولو د سرغړاوي له امله له ګونده ایستل شوی.

دغه خبرپاڼه چې تېره شپه (د سلواغې په ۲۵مه نېټه) خپره شوې په کې راغلي، چې شېر افضل مروت د تحریک انصاف ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان په لارښوونه له ګوند څخه اېستل شوی دی.
وړم سهار پي ټي ای پرېکړه کړې وه، چې د پاکستان قومي اسمبلۍ غړی شېر افضل مروت له ګونده وباسي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند شېر افضل مروت له ګوند څخه اېستلی دی او د تحریک انصاف عمومي منشي فردوس شمیم ​​نقوي د هغه د اېستلو په اړه یو بیان خپور کړی دی.
په پاکستان کې بیا سرچینې وایي، چې تر دې وړاندې د تحریک انصاف بنسټ اېښودونکي عمران خان د ګوند مشرتابه ته لارښوونه کړې وه چې د شېر افضل مروت پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي.
سرچینو ویلي، چې شېر افضل مروت د تحریک انصاف له مقرراتو د پرله پسې سرغړونو له امله له ګونده اېستل شوی.
هغه ته تر دې وړاندې هم څو ځلې د ګوند پر ضد له هر ډول څرګندونو څخه د لاس اخیستلو خبرداری وکړل شوی و.
د سرچینو په وینا، د ګوند مشرانو د تحریک انصاف بنسټ اېښودونکي ته د صوابۍ په جلسه کې د شېر افضل مروت په اړه شکایت کړی و.

تازه شېر افضل مروت پر اېکس پاڼه کاږلي: «زما سره د تحریک انصاف هغو کسانو ظلم کړی، چې له پیله یې زما سره جوړه نه وه. زه د داسې خلکو سره د شخړې اراده نه لرم. زما یوازینۍ ګناه دا ده، چې ما هیڅکله په ګوند کې د کومې ډلې ملاتړ نه دی کړی. زه به هیڅکله د خان صاحب د نظریاتو سره مخالفت ونه کړم او هغه به تل زما مشر وي.»

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان دا مهال د پاکستان حکومت له لوري بندي دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

اروپا د اوکراین پر عادلانه سولې او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار وکړ

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۰

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ له ټیلیفوني خبرو اترو سره هم‌مهاله، یو شمېر اروپايي هېوادونو د سولې په مذاکراتو کې د اوکراین دریځ د پیاوړتیا پر لزوم ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې جرمني یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د کیف له ګډون پرته د اوکراین په تړاو هر ډول پرېکړه د منلو نه ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک په یوه بیان کې ویلي، چې د اوکراین په تړاو د خبرو اترو مېز ته د پوتین کېنول یو مهم ګام دی، خو زیاتوي چې د اوکراین له ګډون پرته هر ډول پرېکړه د منلو نه ده.

د جرمني، ايټالیا، برېټانیا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو په ګډ بیان کې راغلي: «موږ چمتو یو چې له اوکراین څخه خپل ملاتړ ډېر کړو. د روسیې پر وړاندې په یرغلیزې جګړه کې د اوکراین خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن یو.»

ورته مهال، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم د اوکراین د سولې په بهیر کې د اروپايي هېوادونو د ګډون پر لزوم ټینګار کړی او زیاتوي، چې د اروپايي ټولنې له همکارۍ پرته به په اوکراین کې عادلانه سوله رامنځته نه‌شي.

اخوا، د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې دوی د اوکراین جګړې د پای ته رسونې په هکله د ډونالډ ټرمپ له دریځ څخه ملاتړ کوي، خو په وینا یې په راتلونکو مذاکراتو کې د اوکراین ښکېلول لومړیتوب دی.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې :«موږ د ولسمشر ټرمپ د دې وحشیانه جګړې د پای ته رسونې له غوښتنې ملاتړ کوو. روسیه همدا سبا کولای شي چې د خپلو ځواکونو په اېستلو او د ناقانونه یرغل په ختمولو سره دا جګړه پای ته ورسوي.»

داسې انګېرل کېږي، چې د امریکا د ولسشمر دریځ د دغه هېواد اروپایي ملګرو ته د منلو نه دی او دوی بیا د اوکراین پر ځکمنۍ بشپړتیا ټینګار لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین د جګړې د پای ته رسونې او د منځني ختیځ د مسایلو په تړاو شاوخوا ۹۰ دقیقې غږېدلي او هوکړه یې کړې ده، چې په راتلونکي کې ګوري.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د اوکراین لپاره په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه‌کول د عملي‌کېدو نه دی او په وینا یې، دغه هېواد به ونه شي کړای څو له روسیې سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.

ټرمپ: د روسیې پر وړاندې د اوکراین بری او په ناټو کې یې شاملېدل امکان نه‌لري

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د اوکراین لپاره په ناټو د غړیتوب ترلاسه‌کول د عملي‌کېدو نه دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د فېبروۍ ۱۲مه) زیاته کړې، چې اوکراین به ونه شي کړای څو له روسیې سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.

هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې په تړاو ټلیفوني خبرې کړي دي.

دا د ډیپلوماسۍ له لارې د اوکراین او روسیې د جګړې د پای ته رسونې په موخه د ټرمپ لومړنی لوی ګام بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې ښایي په نږدې راتلونکي کې په سعودي عربستان کې له پوتین سره وګوري.

دې سره جوخت، یو شمېر روسي سرچینو هم متحده‌عربي امارات د دواړو هېوادونو د مشرانو د لیدنې لپاره د یوه بل مناسب ځای په توګه یاد کړی دی.

ورته مهال، کرملین خبر ورکړی چې ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشر ته د مسکو سفر بلنه ورکړې او د اوکراین جګړې د حل په ګډون د دوه‌اړخیزو مسایلو په تړاو یې د مذاکرې چمتووالی ښودلی دی.

ټرمپ خبریالانو ته په خبري کنفرانس کې له پوتین سره خپلې خبرې ښې بللي او په وینا یې، دا ټلیفوني اړیکه له یو ساعت څخه ډېره وه.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر دفتر هم منلې، چې د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ ټلیفوني خبرواترو شاوخوا یو ساعت دوام وموند.

د یادونې ده، چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فېبرورۍ کې پر اوکراین برید وکړ او د دغه هېواد په ختیځ کې یې د څلورو ولایتونو لویې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

اسراییل حماس ته پیغام لېږلی چې که درې یرغمل شوي کسان خوشې کړي، اوربند به دوام وکړي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۳۵ GMT+۰

اکسیوس د یوه لوړ پوړي اسراییلي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې هېواد یې د مصر او قطر له لارې حماس ته پیغام لېږلی، چې که دا ډله د شنبې په ورځ د فېبرورۍ په ۲۷مه درې موافقه شوي یرغمل شوي کسان خوشې کړي، په غزه کې به د اوربند تړون دوام ومومي.

د دې اونۍ په پیل کې حماس اسراییل د اوربند له تړون څخه په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل، چې تر بلې خبرتیا پورې به د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو مخه ونیسي.

همداراز، بنیامین نتنیاهو پرون د اسراییل له سیاسي-امنیتي کابینې سره تر څلور ساعته غونډې وروسته وویل، چې که حماس د شنبې تر ماسپښین پورې یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي، اوربند به پای ته ورسېږي.

نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ، چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د نه خوشې کېدو په صورت کې به د حماس تر بشپړې ماتې پورې اسراییلي پوځیان سختو جګړو ته بېرته وګرځي.

هغه زیاته کړه: «وروسته له هغه چې حماس اعلان وکړ، چې د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول ځنډول شوی، هغه اسراییلي پوځ ته امر وکړ، چې خپل ځواکونه په غزه او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای کړي.»

بل خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم حماس ته خبرداری ورکړی، که چېرې ټول یرغمل شوي کسان د شنبې تر ورځې خوشې نه شي؛ نو د غزې اوربند به پای ته ورسوي.

دغه څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې حماس د یرغمل شویو کسانو خوشې کول تر نامعلومې مودې وځنډول.

حماس ویلي و، چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د غزې د اوربند له تړونه د اسراییل د سرغړونو له امله تر نامعلومې مودې پورې ځنډوي.

ټرمپ او پوتین د اوکراین د جګړو د ختمېدو او ځینو نورو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې ټیلیفوني خبرې کړي او ویلې یې دي، چې یو بل سره به ژر وګوري او د خپلو ډېپلوماتیکو ټیمونو له لارې به سمدستي خبرې اترې پیل کړي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د اوکراین د جکړو، د منځني ختیځ د کړکېچ، د انرژۍ پالیسیو او د مصنوعي استخباراتو په ګډون یې په یو لړ اړینو موضوعاتو خبرې کړي.

ټرمپ ټینګار وکړ، چې ده او پوتین دواړو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره ګډه هیله څرګنده کړه.

له دې ټلیفوني اړیکې وروسته په یوه بیان کې ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکې سره د خبرو کولو اعلان کړی، چې په دې مسایلو یې خبر کړي.

دغه خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا موجوده ده، چې دواړه خواوې یو بل د حساسو مذاکراتو په ځنډولو تورنوي.

ټرمپ په یوه پوسټ کې لیکلي: "موږ موافقه وکړه چې زموږ ټیمونه به سمدستي خبرې پیل کړي، او موږ به د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي ته ټیلیفون وکړو، چې هغه ته زموږ د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړو، چې دا کار به زه اوس وکړم."

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس تایید کړه، چې په دې خبرو کې د اوکراین، منځني ختیځ او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې شوي.

تاس دا هم زیاته کړې، چې پوتین ټرمپ ته مسکو ته د ورتګ بلنه ورکړه او دواړو مشرانو د راتلونکي ناستې په اړه موافقه وکړه.

لکه څنګه چې نړۍوال څارونکي وضعیت له نږدې څاري، د بیا خبرو اترو امکان کولی شي د دواړو قدرتونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او ښه اړیکو لپاره لاره هواره کړي.

تر دې مخکې تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا ویلي و، چې روسیه له واشنګټن څخه له مسکو سره اړیکو ته سترګې په لاره ده.

واسیلي دا خبرې له روسي رسنۍ سره کړي او زیاته کړې یې ده، چې د ملګرو ملتونو لپاره د واشنګټن له ماموریت څخه د ښو اړیکو تمه لري.

کرملین: پوتین او الشرع په لومړي ځل ټلیفوني خبرې وکړې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰

کرملین خبر ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې د انتقالي دورې حکومت له ولسمشر احمد الشرع سره د ټلیفون له لارې خبرې کړې دي.

کرملین د چهارشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۲مه) په یوې ویناپاڼه کې ویلي، چې پوتین الشرع ته د سوریې له «ننګونو» سره د مبارزې لپاره هغه ته د بریا هیله‌مندي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر «ملګرتیا او متقابلې همکارۍ» ټینګار کړی دی.

د ویناپاڼې پر بنسټ، دا پر سوریې د احمد الشرع له واکمنېدو وروسته د دواړوو خواوو ترمنځ لومړنۍ خبرې‌اترې بلل کېږي.

په ویناپاڼه کې راغلي، چې د روسیې ولسمشر الشرع ته د بشرپاله مرستو په ګډون د سوریې د ټولنیزو او اقتصادي شرایطو د ښه‌والي په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې د مخکېني او پرځېدلي حکومت ملاتړ کوونکې بلل کېده.

د یادونې ده، چې د بشارالاسد حکومت د احمد الشرع په مشرۍ د مخالفو وسله‌والوله خوا د تېر ۲۰۲۴ کال د ډېسمبر په ۸مه وپرځېد او له شاوخوا پنځو لسیزو وروسته د اسد کورنۍ واکمني پای ته ورسېده.