کرملین: پوتین او الشرع په لومړي ځل ټلیفوني خبرې وکړې

کرملین خبر ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې د انتقالي دورې حکومت له ولسمشر احمد الشرع سره د ټلیفون له لارې خبرې کړې دي.

کرملین خبر ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې د انتقالي دورې حکومت له ولسمشر احمد الشرع سره د ټلیفون له لارې خبرې کړې دي.
کرملین د چهارشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۲مه) په یوې ویناپاڼه کې ویلي، چې پوتین الشرع ته د سوریې له «ننګونو» سره د مبارزې لپاره هغه ته د بریا هیلهمندي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر «ملګرتیا او متقابلې همکارۍ» ټینګار کړی دی.
د ویناپاڼې پر بنسټ، دا پر سوریې د احمد الشرع له واکمنېدو وروسته د دواړوو خواوو ترمنځ لومړنۍ خبرېاترې بلل کېږي.
په ویناپاڼه کې راغلي، چې د روسیې ولسمشر الشرع ته د بشرپاله مرستو په ګډون د سوریې د ټولنیزو او اقتصادي شرایطو د ښهوالي په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیه د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې د مخکېني او پرځېدلي حکومت ملاتړ کوونکې بلل کېده.
د یادونې ده، چې د بشارالاسد حکومت د احمد الشرع په مشرۍ د مخالفو وسلهوالوله خوا د تېر ۲۰۲۴ کال د ډېسمبر په ۸مه وپرځېد او له شاوخوا پنځو لسیزو وروسته د اسد کورنۍ واکمني پای ته ورسېده.


د «ماشوم سرتېري د مخنیوي نړۍوالې ورځې» په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، چې په وسلهوالو ډلو کې د ماشومانو ګومارل د هغوی د حقونو پراخ ناورین دی.
بېنېټ د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د ماشوم سرتېري د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره سم په خپل اېکس کې لیکلي، چې له زدهکړې او معیشت خوندیتوب، له ماشومانو د خوندیتوب په معنا دی.
نوموړي زیاته کړې، چې پر زدهکړو بندیز او د ماشومانو کار او اقتصادي ستونزې هغه عوامل دي چې ماشومان په وسلهوال تاوتریخوالي کې را ایساروي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یو راپور کې ویلي و، چې په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه پناهغوښتونکي ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، د ۱۴.۸ میلیونو پناهغوښتونکو ماشومانو نیمايي چې ښوونځي ته د تګ وړ دي، د بېوزلۍ، نښتو او اسانتیاوو د نشتوالي له وجې د زدهکړو له دوام څخه محروم دي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوسمهال د افغانستان زرګونه ماشومان د افغانستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د تاوتریخوالو، بنسټیزو امکاناتو د نشتون او د کډوالۍ له امله له زده کړو بې برخې دي.
له دې سره، د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانکړي دفتر په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د جدي سرغړونو ۴۵۱۹ پېښو تر څنګ د طالبانو په لیکو کې د ۲۵۷ تنه ماشومانو د ګومارلو راپور تایید شوی دی.
دغه راپور زیاتوي، چې ۳۲۴۸ تنه وژل شوي او معلول شوي، په ۲۱ تنو جنسي تېري شوي او ۳۳ تنه تښتول شوي دي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د قزاقستان له ولسمشر سره په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. دغه روسي چارواکي ټینګار کړی، چې د افغانستان، سوریې او اوکراین امنیتي وضعیت لا هم د روسیې او قزاقستان پاملرنې ته اړتیا لري.
د قزاقستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) ويلي، چې د روسيې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره کتلي.
د روسیې تاس دولتي خبري اژانس د همدې ليدنې اړوند د سرګي شویګو له قوله لیکلي: «هغه پرمختګونه، چې موږ یې په افغانستان کې شاهدان یو او په سوریه او اوکراین کې وروستي پرمختګونه زموږ دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري».
دواړو هېوادونو د خپلو اړیکو پر لا پياوړتیا هم خبرې کوړې او نویو پرمختګونو ته یې هيله مندي ښودلې.
روسیه او قزاقستان دا مهال د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو دواړه هېوادونه له دې ډلې سره نژدې ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.
په مسکو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی او قزاقستان هم طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه اېستلي دي.
مسکو له دغه لېست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه غور کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لیبیا په ساحل کې د یوې کښتۍ د ټکر په پېښه کې د ۱۶ پاکستاني وګړو د مړینې خبر ورکړی او ویلي دي چې لږ تر لږه ۱۰پاکستانیان لا هم ورک دي.
پاکستان وروسته له هغه دغه خبر تایید کړ، چې په طرابلس کې د پاکستان د سفارت یوې ډلې زاویه ښار ته سفر وکړ ترڅو د سیمه ییزو چارواکو او روغتون له کارکونکو دغه جزیات تایید کړي.
د نا تایید شویو راپورونو په حواله، د بهرنیو چارو وزارت وویل، ګومان کیږي چې ټولټال ۶۳ پاکستانیان په کښتۍ کې سپاره وو.
یاد وزارت د مړو شوو وګړو د نوملړ په خپرولو سره ویلي چې تر اوسه پورې، د ۱۶ کسانو جسدونه موندل شوي، چې ډیری یې د پښنتونخوا کورمې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې پېژندګلوي یې د دوی د پاکستاني تابعیتونو او پاسپورتونو له مخې شوې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د رسمي بیان له مخې، ۳۷ ژوندي پاتې شوې وګړي د پولسو په توقیف کې دي او شاوخوا ۱۰ پاکستانیان لا هم ورک دي.
د بهرنیو چارو وزارت دا هم زیاته کړې، چې په طرابلس کې د پاکستان سفارت په فعاله توګه د پیښې په اړه نور معلومات راټولوي او له ځایي چارواکو سره په اړیکه کې دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۳ کال کې له ۶۰۰۰ څخه زیاتو پاکستاني وګړو اروپا ته د ناقانونه سفر هڅې کړې دي. خو د ځینو راپورونو د اټکل له مخې هر کال له ۴۰ زرو ډیر پاکستاني وګړي اروپا ته په ناقانونه ډول د سفر هڅه کوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پیښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او اغیزمنو کورنیو سره د مرستې لپاره یې د سملاسي اقدام غوښتنه وکړه.
هغه چارواکو ته هم لارښوونه وکړه چې د دغو جرمونو مسوول انساني قاچاق وړونکو په وړاندې سخت ګاومنه پورته کړي.

د امریکا نړۍوالې پراختیا ادارې یوه چارواکي رویټر خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دې ادارې سرپلټوونکی پاول مارټین له دندې ګوښه کړی دی.
د رویټر په راپور کې راغلي، چې ښاغلی مارټین د سې شنبې په ورځ د (سلواغلې ۲۳مه) وروسته له هغه له دندې ګوښه شو، چې هغه په یوه راپور کې د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې د له منځه وړلو په اړه د ټرمپ ادارې پر هڅو نیوکه وکړه.
هغه د ۲۰۲۳ کال له ډیسمبر راهیسې د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې د سرپلټوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
ویل کېږي چې ښاغلي مارټین ته د ولسمشرۍ د دفتر مرستیال ټرینټ مورس لخوا د بریښنالیک له لارې خبر ورکړل شوی، چې له دندې کوښه کړای شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یادې ادارې د سرپلټنې دفتر د دوشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي، د ټرمپ ادارې د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې د منځه وړلو اقدام د ۸.۲ میلیارده ډالرو نا لګول شوې مرستې د څارنې وړتیا کمزورې کړې ده.
په راپور کې ویل شوي چې د کارکوونکو کمښت او د کار د بندولو امرونو دا ستونزمنه کړې ده چې ډاډ ترلاسه شي د مالیه ورکوونکو پیسې ټاکل شويو کسانو ته رسیږي.
د امریکا نړۍواله پراختیا اداره د افغانستان په ګډون د نړۍ د بې وزلو هیوادونو لپاره د امریکا د لویو مرستندویه ادارو څخه یوه ده، چې له ډیرو کلونو راهیسې یې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډیری بې وزلو هیوادونو ته، په اوسط ډول هر کال ۴۳۰ میلیون ډالره ورکړي دي.
دې ادارې په تیرو ۲۴ کلونو کې له افغانستان سره له ۱۰۹ میلیارده ډالرو ډیرې مرستې کړې دي.

د اردن پاچا ملک عبدالله پر خپله ایکس پاڼه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې د اردن او متحده ایالاتو ترمنځ پر اوږدمهاله ملګرتیا ټینګار کړی. هغه لیکلي،د دوی خبرې په سیمه کې د سولې، ټيکاو او امنیت لپاره د متقابلې ژمنې په اړه متمرکزې وې.
پاچا عبدالله وایي: «د خپل هېواد ټیکاو او د وګړو د هوساینې اهمیت مې روښانه کړ، په غزه او لویدیځه غاړه کې مې د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو په وړاندې د اردن د ثابت دریځ په کلکه ملاتړ وکړ.»
ملک عبدالله زیاته کړې، «د فلسطینیانو له بې ځایه کیدو پرته د غزې بیا رغونه او بشري وضعیت ته پام باید د ټولو لپاره لومړیتوب وي.»
پاچا دا هم روښانه کړه چې د دوه اړخیز حل پر بنسټ د عادلانه سولې ترلاسه کول د سیمه ییز ثبات د ډاډمن کولو لپاره اړین دي، هغه وړاندې وايي، چې «ولسمشر ټرمپ د سولې سړی دی» او د غزې د وروستي اوربند په خوندي کولو کې یې د ولسمشر ټرمپ د مهم رول ستاینه کړې ده.
پاچا عبدالله هیله څرګنده کړه چې امریکا او ټول اړوند اړخونه به ډاډ ترلاسه کړي چې اوربند دوام ومومي.
سربیره پردې، پاچا په لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي کمولو اړتیا باندې ټینګار کړی، او خبرداری یې ورکړی چې د وضعیت هر ډول خرابیدل کولی شي د ټولې سیمې لپاره اوږد مهاله اغیزې ولري.
هغه د اردن ژمنه بیا تایید کړه چې په سیمه کې د هرچا لپاره د عادلانه او جامع سولې د ترلاسه کولو لپاره له شریکانو سره په فعاله توګه کار کوي.
د اردن پاچا عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ګواښ کړی که حماس د شنبې تر غرمې پورې هلته بندیان خوشې نه کړي نو په غزه کې به «شدیده جګړه» بیا پیل کړي.
دا ناندرۍ وروسته له هغه راپورته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې «موږ به غزه ونیسو» او د اردن له پاچا عبدالله څخه یې وغوښتل چې د جبري بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره ځمکه ځانګړې کړي.