• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ او پوتین د اوکراین د جګړو د ختمېدو او ځینو نورو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې ټیلیفوني خبرې کړي او ویلې یې دي، چې یو بل سره به ژر وګوري او د خپلو ډېپلوماتیکو ټیمونو له لارې به سمدستي خبرې اترې پیل کړي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د اوکراین د جکړو، د منځني ختیځ د کړکېچ، د انرژۍ پالیسیو او د مصنوعي استخباراتو په ګډون یې په یو لړ اړینو موضوعاتو خبرې کړي.

ټرمپ ټینګار وکړ، چې ده او پوتین دواړو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره ګډه هیله څرګنده کړه.

له دې ټلیفوني اړیکې وروسته په یوه بیان کې ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکې سره د خبرو کولو اعلان کړی، چې په دې مسایلو یې خبر کړي.

دغه خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا موجوده ده، چې دواړه خواوې یو بل د حساسو مذاکراتو په ځنډولو تورنوي.

ټرمپ په یوه پوسټ کې لیکلي: "موږ موافقه وکړه چې زموږ ټیمونه به سمدستي خبرې پیل کړي، او موږ به د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي ته ټیلیفون وکړو، چې هغه ته زموږ د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړو، چې دا کار به زه اوس وکړم."

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس تایید کړه، چې په دې خبرو کې د اوکراین، منځني ختیځ او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې شوي.

تاس دا هم زیاته کړې، چې پوتین ټرمپ ته مسکو ته د ورتګ بلنه ورکړه او دواړو مشرانو د راتلونکي ناستې په اړه موافقه وکړه.

لکه څنګه چې نړۍوال څارونکي وضعیت له نږدې څاري، د بیا خبرو اترو امکان کولی شي د دواړو قدرتونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او ښه اړیکو لپاره لاره هواره کړي.

تر دې مخکې تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا ویلي و، چې روسیه له واشنګټن څخه له مسکو سره اړیکو ته سترګې په لاره ده.

واسیلي دا خبرې له روسي رسنۍ سره کړي او زیاته کړې یې ده، چې د ملګرو ملتونو لپاره د واشنګټن له ماموریت څخه د ښو اړیکو تمه لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

کرملین: پوتین او الشرع په لومړي ځل ټلیفوني خبرې وکړې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰

کرملین خبر ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې د انتقالي دورې حکومت له ولسمشر احمد الشرع سره د ټلیفون له لارې خبرې کړې دي.

کرملین د چهارشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۲مه) په یوې ویناپاڼه کې ویلي، چې پوتین الشرع ته د سوریې له «ننګونو» سره د مبارزې لپاره هغه ته د بریا هیله‌مندي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر «ملګرتیا او متقابلې همکارۍ» ټینګار کړی دی.

د ویناپاڼې پر بنسټ، دا پر سوریې د احمد الشرع له واکمنېدو وروسته د دواړوو خواوو ترمنځ لومړنۍ خبرې‌اترې بلل کېږي.

په ویناپاڼه کې راغلي، چې د روسیې ولسمشر الشرع ته د بشرپاله مرستو په ګډون د سوریې د ټولنیزو او اقتصادي شرایطو د ښه‌والي په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې د مخکېني او پرځېدلي حکومت ملاتړ کوونکې بلل کېده.

د یادونې ده، چې د بشارالاسد حکومت د احمد الشرع په مشرۍ د مخالفو وسله‌والوله خوا د تېر ۲۰۲۴ کال د ډېسمبر په ۸مه وپرځېد او له شاوخوا پنځو لسیزو وروسته د اسد کورنۍ واکمني پای ته ورسېده.

ریچارډ بېنېټ: په وسله‌والو ډلو کې د ماشومانو ګومارل پراخ ناورین دی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د «ماشوم سرتېري د مخنیوي نړۍوالې ورځې» په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، چې په وسله‌والو ډلو کې د ماشومانو ګومارل د هغوی د حقونو پراخ ناورین دی.

بېنېټ د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د ماشوم سرتېري د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره سم په خپل اېکس‌ کې لیکلي، چې له زده‌کړې او معیشت خوندیتوب، له ماشومانو د خوندیتوب په معنا دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پر زده‌کړو بندیز او د ماشومانو کار او اقتصادي ستونزې هغه عوامل دي چې ماشومان په وسله‌وال تاوتریخوالي کې را ایساروي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یو راپور کې ویلي و، چې په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه پناه‌غوښتونکي ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، د ۱۴.۸ میلیونو پناه‌غوښتونکو ماشومانو نیمايي چې ښوونځي ته د تګ وړ دي، د بې‌وزلۍ، نښتو او اسانتیاوو د نشتوالي له وجې د زده‌کړو له دوام څخه محروم دي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوسمهال د افغانستان زرګونه ماشومان د افغانستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د تاوتریخوالو، بنسټیزو امکاناتو د نشتون او د کډوالۍ له امله له زده کړو بې برخې دي.

له دې سره، د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانکړي دفتر په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د جدي سرغړونو ۴۵۱۹ پېښو تر څنګ د طالبانو په لیکو کې د ۲۵۷ تنه ماشومانو د ګومارلو راپور تایید شوی دی.

دغه راپور زیاتوي، چې ۳۲۴۸ تنه وژل شوي او معلول شوي، په ۲۱ تنو جنسي تېري شوي او ۳۳ تنه تښتول شوي دي.

روسیې او قزاقستان د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۲ GMT+۰

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د قزاقستان له ولسمشر سره په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. دغه روسي چارواکي ټینګار کړی، چې د افغانستان، سوریې او اوکراین امنیتي وضعیت لا هم د روسیې او قزاقستان پاملرنې ته اړتیا لري.

د قزاقستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) ويلي، چې د روسيې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره کتلي.

د روسیې تاس دولتي خبري اژانس د همدې ليدنې اړوند د سرګي شویګو له قوله لیکلي: «هغه پرمختګونه، چې موږ یې په افغانستان کې شاهدان یو او په سوریه او اوکراین کې وروستي پرمختګونه زموږ دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري».

دواړو هېوادونو د خپلو اړیکو پر لا پياوړتیا هم خبرې کوړې او نویو پرمختګونو ته یې هيله مندي ښودلې.

روسیه او قزاقستان دا مهال د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو دواړه هېوادونه له دې ډلې سره نژدې ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.

په مسکو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی او قزاقستان هم طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه اېستلي دي.

مسکو له دغه لېست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه غور کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: لیبیا کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۱۶ پاکستاني وګړي مړه شوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لیبیا په ساحل کې د یوې کښتۍ د ټکر په پېښه کې د ۱۶ پاکستاني وګړو د مړینې خبر ورکړی او ویلي دي چې لږ تر لږه ۱۰پاکستانیان لا هم ورک دي.

پاکستان وروسته له هغه دغه خبر تایید کړ، چې په طرابلس کې د پاکستان د سفارت یوې ډلې زاویه ښار ته سفر وکړ ترڅو د سیمه ییزو چارواکو او روغتون له کارکونکو دغه جزیات تایید کړي.

د نا تایید شویو راپورونو په حواله، د بهرنیو چارو وزارت وویل، ګومان کیږي چې ټولټال ۶۳ پاکستانیان په کښتۍ کې سپاره وو.

یاد وزارت د مړو شوو وګړو د نوملړ په خپرولو سره ویلي چې تر اوسه پورې، د ۱۶ کسانو جسدونه موندل شوي، چې ډیری یې د پښنتونخوا کورمې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې پېژندګلوي یې د دوی د پاکستاني تابعیتونو او پاسپورتونو له مخې شوې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د رسمي بیان له مخې، ۳۷ ژوندي پاتې شوې وګړي د پولسو په توقیف کې دي او شاوخوا ۱۰ پاکستانیان لا هم ورک دي.

د بهرنیو چارو وزارت دا هم زیاته کړې، چې په طرابلس کې د پاکستان سفارت په فعاله توګه د پیښې په اړه نور معلومات راټولوي او له ځایي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۳ کال کې له ۶۰۰۰ څخه زیاتو پاکستاني وګړو اروپا ته د ناقانونه سفر هڅې کړې دي. خو د ځینو راپورونو د اټکل له مخې هر کال له ۴۰ زرو ډیر پاکستاني وګړي اروپا ته په ناقانونه ډول د سفر هڅه کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پیښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او اغیزمنو کورنیو سره د مرستې لپاره یې د سملاسي اقدام غوښتنه وکړه.

هغه چارواکو ته هم لارښوونه وکړه چې د دغو جرمونو مسوول انساني قاچاق وړونکو په وړاندې سخت ګاومنه پورته کړي.

د امریکا نړۍوالې پراختیا ادارې سرپلټوونکی له دندې کوښه کړای شو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۵۰ GMT+۰

د امریکا نړۍوالې پراختیا ادارې یوه چارواکي رویټر خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دې ادارې سرپلټوونکی پاول مارټین له دندې ګوښه کړی دی.

د رویټر په راپور کې راغلي، چې ښاغلی مارټین د سې شنبې په ورځ د (سلواغلې ۲۳مه) وروسته له هغه له دندې ګوښه شو، چې هغه په یوه راپور کې د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې د له منځه وړلو په اړه د ټرمپ ادارې پر هڅو نیوکه وکړه.

هغه د ۲۰۲۳ کال له ډیسمبر راهیسې د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې د سرپلټوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

ویل کېږي چې ښاغلي مارټین ته د ولسمشرۍ د دفتر مرستیال ټرینټ مورس لخوا د بریښنالیک له لارې خبر ورکړل شوی، چې له دندې کوښه کړای شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یادې ادارې د سرپلټنې دفتر د دوشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي، د ټرمپ ادارې د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې د منځه وړلو اقدام د ۸.۲ میلیارده ډالرو نا لګول شوې مرستې د څارنې وړتیا کمزورې کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د کارکوونکو کمښت او د کار د بندولو امرونو دا ستونزمنه کړې ده چې ډاډ ترلاسه شي د مالیه ورکوونکو پیسې ټاکل شويو کسانو ته رسیږي.

د امریکا نړۍواله پراختیا اداره د افغانستان په ګډون د نړۍ د بې وزلو هیوادونو لپاره د امریکا د لویو مرستندویه ادارو څخه یوه ده، چې له ډیرو کلونو راهیسې یې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډیری بې وزلو هیوادونو ته، په اوسط ډول هر کال ۴۳۰ میلیون ډالره ورکړي دي.

دې ادارې په تیرو ۲۴ کلونو کې له افغانستان سره له ۱۰۹ میلیارده ډالرو ډیرې مرستې کړې دي.