اروپا د نړۍوال امنیت په ټینګښت کې د امریکا د پراخې ونډې غوښتنه وکړه

د ناټو سرمنشي مارک روټ د امریکا ولسمشر له مرستیال جي ډي وېنس سره د مونیخ ۶۱م امنیتي کنفرانس په څنډه کې لیدلي دي.
د ناټو سرمنشي مارک روټ د امریکا ولسمشر له مرستیال جي ډي وېنس سره د مونیخ ۶۱م امنیتي کنفرانس په څنډه کې لیدلي دي.
د امریکا ولسمشر مرستیال په دغه کنفرانس کې د امنیت د ټينګښت په برخه کې د اروپايي ټولنې د پراخ رول پر لزوم ټینګار کړی دی.
ورته مهال، د ناټو سرمنشي مارک روټ هم د دفاعي لګښتونو په هکله د اروپايي هېوادونو په چلند کې د بدلون او د نړۍوال امنیت په ټینګښت کې د متحدهایالاتو د ونډې د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
نوموړي په دې لیدنه کې د نړۍوال امنیت په برخه کې د امریکا متحدهایالاتو له هڅو مننه کړې او د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو مسوولیتونو د وېش پر ارزښت ټینګار کړی دی.
د هغه په وینا، پوهېږي چې دا مسله څومره حیاتي ده او زیاتوي چې له اروپا سره د ژمنو په تعامل کې د امریکا له اقداماتو مننه کوي.
نوموړي همداراز، په دې برخه کې د ودې او د دفاعي صنعتي زیرمې د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه د ناټو او متحدهایالاتو ترمنځ د نږدې اړیکو په تړاو هیلهمندي ښودلې او له نړۍوالو ننګونو سره یې مبارزې لپاره د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د ناټو سرمنشي د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لګښتونو زیاتوالي او د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا اړتیا ته اشاره کړې او ویلي دي چې دا مهال د روسیې او چین په څېر له هېوادونو سره د مبارزې په برخه کې په کافي کچه پوځي تولیدات نهلري.
په دې لیدنه کې جي ډي وینس خبرداری ورکړی چې که روسیه له اوکراین سره د سولې تړون ته غاړه نه ږدي، امریکا ښايي پر مسکو نور بندیزونه هم ولګوي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د اوکراین لپاره په ناټو کې غړیتوب ترلاسهکول د عمليکېدو نه دی او په وینا يې، کرملین به ونه شي کړای څو له مسکو سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.
باورونه دا دي، چې د امریکا د ولسشمر دریځ د دغه هېواد اروپایي ملګرو ته د منلو نه دی او دوی بیا د اوکراین پر ځکمنۍ بشپړتیا ټینګار لري.