په لاووس کې د چاودنې له امله د درې چینایانو په ګډون څلور کسان ووژل شول

د العربیه رسنۍ د راپور له مخې په لاووس کې د چین کونسلګرۍ خبر ورکړی چې د لاووس په شمالي برخه کې په یوه دوکان کې د چاودنې له امله د درې چینایي وګړو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د العربیه رسنۍ د راپور له مخې په لاووس کې د چین کونسلګرۍ خبر ورکړی چې د لاووس په شمالي برخه کې په یوه دوکان کې د چاودنې له امله د درې چینایي وګړو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
چینايي کونسلګرۍ زیاته کړې، چې د لاووس په لوانګ پرابانګ کې د جمعې په ورځ په یوه چینايي دوکان کې چاودنه وشوه، چې د درېیو چینایي وګړو په ګډون یې څلور تنه ووژل.
ویل کېږي چې د چاودنې وروسته په سیمه کې اور لګېدلی و او شاوخوا کورنو ته یې هم زیات مالي زیان اړولی دی.
د راپورونو له مخې وژل شوي چینایي کارګران د یوه سیمه ییز کان کیندنې شرکت لخوا ګمارل شوي وو.
چارواکو تر اوسه پورې د دوی د کورنیو تر خبرېدا پورې د دوی هویت نه دی خپور کړی.
څلورم قرباني شوی کس د لاووس اوسیدونکی چاودنې ته په نږدې واټن کې و.
د چین کونسلګرۍ وویل چې په لاووس کې د چین سفیر، فانګ هونګ، د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې لپاره "ټولې هڅې" کوي.
د چین سفارت چارواکي له لاووسي چارواکو سره په اړیکه کې دي ترڅو اغیزمنو کورنیو ته مرسته او ملاتړ چمتو کړي. د چاودنې په اړه بشپړه څیړنه پیل شوې دي.


د خراسان ډایري په نامه یوې پاکستاني رسنۍ ویلي، چې د دغه هېواد د پوځ ځانګړو ځواکونو د شنبې سهار د (سلواغې ۲۷مه) د خېبرپښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ لپاره د «ټي ټي پي» والي ثاقب ګنډاپور له اتو وسله والو سره یو ځای وژلی دی.
د راپور له مخې دغه بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوې دي.
د پاکستاني طالبانو پر دغه غړي برید د خېبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان اړوند په کلاچې سیمه کې شوی.
د ثاقب ګنډاپور تر څنګ په کې د ټي ټي پي قوماندان امان الله، قوماندان سعید او لیاقت هم وژل شوي دي.
پاکستاني طالبانو هم پر دوی د پاکستاني پوځ له لوري شوي بریدونه منلي او په کې یې د دوی د مهمو کسانو د وژل کیدو خبره هم کړې ده.
ویل کېږي یادې وسله والې ډلې د وژل شوي ثاقب ګنډاپور د ځای ناستي په تړاو هم پرېکړه کړې، خو لا یې بشپړ جزیات نه شته.
پاکستاني طالبانو په تېره جنورۍ میاشت کې ادعا کړې وه چې د پاکستان پوځ نږدې ۱۵۰ پوځیان او غړي یې په وسله والو نښتو کې وژلي دي.
تر دې نږدې میاشت مخکې د پاکستان پوځ اعلان کړی و چې د خېبر پښتونخوا اړوند د خېبر ولایت لپاره یې د طالبانو والي وژلی او دا دی له یوې میاشتې تېریدو وروسته د یادې ډلې یو بل والي یې هم وژلی دی.
هم مهاله په خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونو هم زور اخیستی او هره ورځ د وزیرستان په ګډون د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني پوځیانو سره په جګړو اخته وي.
اسلام اباد اندېښنه ښودلې چې طالبانو په افغانستان کې «ټي ټي پي» وسله والې ډلې ته پټنځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه تنظیموي، خو طالبانو په وار وار دغه ادعاوې رد کړي دي.
پاکستان په بیا بیا ځل په نړۍ والو غونډو او د هېوادونو له استازو سره په ناستو کې نیوکې کوي چې طالبان یې د افغانستان خاوره پر ضد کاروي.
په افغانستان کې د «ټي ټي پي» د پټنځایونو شتون د طالبانو او اسلام اباد پر اړیکو ژورې اغېزې کړي او د لفظي شخړو ترڅنګ دواړه لوریو پر یو بل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وسله وال بریدونه هم کړي دي.

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړه ښايي د اروپایي ټولنې لپاره د افغانستان په څېر اوږده، ستړې کوونکې او له لګښتونو ډکه شي چې د «وتلو لپاره به هېڅ لاره ونه لري.»
اوربان دغه خبرې د امریکا د فاکس نیوز پخواني ویاند ټکر کارلسن سره د تېرې جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۶مه) په دوبۍ کې د یوې مرکې پر مهال کړي دي.
هغه وویل، اروپایي ټولنې تر اوسه پورې په اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد سلګونه میلیارده یورو لګولې دي.
نوموړي زیاته کړه: «که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې د ختمولو لاره پیدا نه کړي، نو دغه جګړه به د اروپایي ټولنې لپاره د افغانستان جګړې ته ورته شي.»
له هغه مهاله چې روسیې پر اوکراین برید کړی، ډېری څېړونکي دا جګړه د «پوتین افغانستان» بولي.
هغوی وايي، دغه جګړه د پخوانۍ شوروي د افغانستان جګړې ته ورته ده.
په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا پوځونه افغانستان ته ننوتل چې جګړه یې شل کاله وغځېده او په ۲۰۲۱ کې د امریکایي ځواکونو له ناڅاپي وتلو سره پای ته ورسېده.
دا د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې.
د هنګري لومړي وزیر د خپلې پرتله ییزو خبرو د دوام په ترڅ کې وویل: «بې پایه جګړه کې بې پایه وینه توییږ.ي په دغه ډول جګړو کې د بریا څرک نه لیدل کېږي او نه هم پکې د وتلو لار وي. دپیسو لګښت او د انسانانو وژل د اروپايي ټولنې عادي ژوند ته زیان رسوي او له ګواښ سره یې مخ کوي.»
اوربان د هغو لږو اروپایي مشرانو له ډلې دی چې لا هم له ولادیمیر پوتین سره نېږدې اړیکې لري.
هغه د کرملین دا ادعا بیا تکرار کړه چې روسیې د اوکراین د ناټو غړیتوب د مخنیوي لپاره یرغل کړی دی.
دی چې تل د پوتین د پلوي په تور نیوکې پرې کېږي وویل: «زه د پوتین پلوی نه یم، زه هنګري پلوی یم».
هغه دا هم وویل چې لویدیځ هېوادونه اوکراین ته تلپاتې ملاتړ نه شي ورکولی، او زیاته یې کړه: «زما زړه له اوکراینیانو سره دی، خو هغوی له لوی ناورین سره مخ دي.»
اوربان پخوا هم د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ضد سخت دریځ نیولی او د اروپایي ټولنې د مالي مرستو د بندولو ګواښ یې کړی و، خو تر څرګندونو وروسته یې ډېر وخت په خپلو خبرو کې بدلون راوستی دی.
د اوربان تازه څرګندونې داسې مهال دي چې ډونالډ ټرمپ له اوربان سره نېږدې اړیکې لري او غواړي د روسیې-اوکراین ترمنځ د روانې شخړې د پای ته رسیدو لپاره ترې د فشار د الې په توګه کار واخلي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له پوتین سره ۹۰ دقیقې ټیلیفوني خبرې وکړې چې دې چارې په کییف او اروپایي هېوادونو کې اندېښنې پیدا کړي دي.
ځینې شنونکي وايي، امریکا او روسیه ښايي د اوکراین د راتلونکي په اړه د دې هېواد له ګډون پرته پرېکړه وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له ټیلیفوني خبرو وروسته خبریالانو ته ویلي، چې روسیه باید د «جي ۷» هېوادونو ډلې د غړي په توګه بېرته راستنه شي.
ټرمپ استدلال وکړ چې «جي ۷» هېوادونو ډلې ته د روسیې بېرته راګرځول به په ګڼو نړېوالو مسلو کې غوره نړېوالې اړیکې او ګډې همکارۍ ته وده ورکړي.
ټرمپ وویل چې دا «ډیر ممکنه ده چې که روسیه د «جي ۷» هېوادونو له ډلې څخه نه وای ایستل شوې، په اوکراین کې به هیڅکله بشپړه جګړه نه وای پیل شوې روسیه باید د «جي ۷» برخه وي. موږ باید د دوی د جلا کولو پرځای ورسره یو ځای پاتې شو.»
هغه ټینګار وکړ چې د مهمو مسلو په حل کې په ځانګړې توګه د اقلیم بدلون، نړیوال امنیت او اقتصادي ثبات کې همکاري اړینه ده.
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې «ایا هغه باور لري چې پوتین سوله غواړي» ټرمپ وویل: «د روسیې ولسمشر سوله غواړي او که یې نه غوښتل نو ماته به یې ویلي و.»
ټرمپ دا څرکندونې په داسې حال کې کوي چې د لویدیځو هیوادونو او روسیې تر منځ تاوتریخوالی په ځانګړې توګه په اوکراین کې جګړه د جیوپولیتیک اړخ له مخې دوام لري.
په جي ۷ ډله کې د روسیې د شاملیدو لپاره د ټرمپ غوښتنه د هغه اوږدمهاله نظر منعکس کوي چې د ویش پرځای خبرې اترې د سولې او سوکالۍ لپاره خورا ممهمې دي.
د ولسمشر ټرمپ دغه دریځ په امریکا کې ګډ غبرګونونه راپارولي دي. ملاتړ کوونکي استدلال کوي چې د روسیې بیرته راوستل کولی شي رغنده بحثونه او د نړیوالو ننګونو لپاره یو ډیر متحد چلند رامنځته کړي.
خو منتقدان خبرداری ورکوي چې د روسیې کړنې ښايي په نړیواله کچه د جي ۷ هیوادونو ارزښتونو او هدفونو سره سمون ونه لري.

تېره ورځ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په سپينه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره کتلي، د دې لیدنې په ترڅ کې د امریکا ولسمشر هند د (ایف-۳۵) جنګي جیټ الوتکو په ګډون د عصري دفاعي وسایلو د ورکړې اعلان هم کړی. په دغې ناسته کې پاکستان له ترهګرۍ په ملاتړ هم تورن شوی.
سربېره پردې، د امریکا د ولسمشر او د هند لومړي وزیر تر منځ له لیدنې وروسته په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان باید د ممبۍ او پټانکوټ بریدونو مسوولان عدالت ته راکاږي او اجازه ورنه کړي چې خپله خاوره د پولې هاخوا د ترهګرۍ لپاره وکاروي.
پاکستان د ټرمپ او مودي د غونډې ګډې خبرپاڼې ته غبرګون ښودلی او په ګډه اعلامیه کې یې د پاکستان یادونه یو اړخیزه، ګمراه کوونکې، حیرانونکې او د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف بللې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان، په يوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې پاکستان، هند ته د پرمختللو ټیکنالوژیو د لیږد په اړه جدي اندېښنې لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې: «د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان او امریکا له همکاریو سره سره، دا د حیرانتیا خبره ده چې په ګډه اعلامیه کې داسې منفي تبلیغات راځي.»
شفقت علي خان وویل، په ګډه خبرپاڼه کې د داسې یوې حوالې په شاملولو سره، هند نه شي کولی چې د ترهګرۍ خوندي ځایونو او له خپلو پولو هاخوا د ناقانونه وژنو ملاتړ پټ کړي.
هغه وويل چې د هند او امريکا ګډه اعلاميه «بې بنسټه، ناسمه او د ارزښتونو خلاف بولو. ګډه اعلاميه د هند له خوا د عامه حقونو د سرغړونې په ځواب کې پاتې راغلې. د ترهګرۍ څخه د اغېزمن شوي هېواد په توګه، پاکستان په نړۍ کې د سولې او ثبات د ودې لپاره هڅه کوي.»

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس تر منځ خبرې اترې د جمعې ورځ د (سلواغې ۲۶مه) د جرمني په مونیخ کې پای ته ورسېدې، خو دواړو لوریو د مهمو کانونو د استخراج پر تړون هوکړه ونه کړه.
دغه تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د اوکراین لپاره مهم ګڼل کېږي.
اوکراین مخکې له دې واشنګټن ته د دغه تړون یوه اصلاح شوې نسخه لېږلې وه، چې له مخې یې امریکايي پانګوالو ته د اوکراین د مهمو کانونو د استخراج زمینه برابروي.
دا اقدام وروسته له هغه وشو چې اوکراین د امریکا له لوري د چهارشنبې په ورځ د وړاندې شوې مسودې ځینې برخې د خپل هېواد لپاره نامناسبې وګڼلې.
زیلنسکي د اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «زموږ ټیمونه به د دغه سند کار ته دوام ورکړي.»
نوموړي زیاته کړې چې له وینس سره یې ګټورې خبرې درلودې او اوکراین «چمتو دی چې ژر تر ژره د یوې واقعي او تضمین شوې سولې پر لور حرکت وکړي.»
د اوکراین د پلاوي غړو رویټرز ته ویلي، چې لا هم ځینې «مهم جزیات» پاتې دي چې باید پرې بحث وشي.
د نظر اختلافات او د اوکراین اندېښنې
د خبرو اترو د ناکامۍ اصلي لامل لا روښانه نه دی؛ خو اوکراین غواړي چې له اروپا او امریکا څخه قوي امنیتي ضمانتونه ترلاسه کړي، څو که د سولې هوکړه هم وشي او د روسیې له احتمالي ګواښونو خوندي پاتې شي.
زیلنسکي تېره اوونۍ رویټرز ته په یوه مرکه کې د دې تړون عمومي جزیات تشریح کړي وو. نوموړي د اوکراین د مهمو کانونو د زېرمو نقشه هم وړاندې کړې وه او ویلي یې و چې اوکراین غواړي له امریکا سره د «برابر مشارکت تړون وکړي» نه دا چې دا طبیعي زېرمې وپلوري.
په دې مهمو کانونو کې نادره ځمکني فلزات، ټایټانیوم، یورانیم، لیتیم او نور قیمتي معدني مواد شامل دي.
د ټرمپ ۵۰۰ میلیارده ډالري غوښتنه
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې لا یې هم د اوکراین لپاره د نظامي مرستو د دوام ژمنه نه ده کړې ویلي، که واشنګټن له اوکراین سره مرسته کوي؛ نو باید د دغه هېواد له طبیعي زېرمو ۵۰۰ میلیارده ډالر ترلاسه کړي.
کله چې د امریکا له مرستیال ولسمشر وینس وپوښتل شول، چې ایا د جمعې په ورځ کومه هوکړه شوې؟ هغه وویل: «وبه وینو». امریکا د چهارشنبې په ورځ د دې تړون یوه مسوده د امریکا د خزانې د وزیر سکاټ بسنټ له لارې اوکراین ته د سفر پر مهال سپارلې وه.
زیلنسکي ویلي، اوکراین به دا مسوده و ارزوي، څو د مونیخ په ناسته کې پرې هوکړه وشي.
بسنټ د جمعې په ورځ فاکس بیزنس ته ویلي، چې د ټرمپ اداره غواړي د اوکراین اقتصاد له امریکا سره مدغم کړي او واشنګټن به «د خصوصيسازۍ غوره تجربې» دغه هېواد ته وړاندې کړي.
نوموړي ویلي: «دا طرحه د اوکراین د اقتصاد د امریکا له اقتصاد سره د لا زیات ادغام څخه پیلېږي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې د امریکا مالیه ورکونکي له خپلو پانګونو څخه مناسب عاید ترلاسه کړي.»
یو اړخیز تړون؟
زیلنسکي د ۹۰ دقیقو لپاره د امریکا د دواړو سیاسي ګوندونو له سناتورانو سره ولیدل او د چهارشنبې په ورځ د امریکا له لوري د وړاندې شوې مسودې په اړه یې خپلې اندېښنې شریکې کړې.
د دې ناستې درېیو سرچینو رویټرز ته ویلي، زیلنسکي داسې احساس کاوه، لکه له ده غوښتنه شوې وي، چې پرته له دې چې ښه فکر پرې وکړي، سند لاسلیک کړي.
یوه سرچینه، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي: «هغه داسې احساس کاوه، لکه غوښتل شوي وي، چې یو سند بې له دې چې ولولي، لاسلیک کړي. داسې نه ښکارېده چې هغه دې له دې چلند څخه خوشحاله وي.»
زیلنسکي په دې ناسته کې امریکا ته خپله طرحه وړاندې کړه او ټینګار یې وکړ چې دا وړاندیز د اوکراین له اساسي قانون سره سم برابر شوی دی.
د سناتورانو دوو نورو سرچینو د امریکا له لوري وړاندې شوې مسوده «یو اړخیزه» بللې، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.
د ډېموکراټ ګوند سناتور برایان شاتز له دغې ناستې وروسته د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا زیلنسکي د امریکا وړاندیز «یو اړخیز» بولي؟ هغه وویل: «زه فکر کوم دا مناسبه تشریح ده.»
شاتز زیاته کړه، چې د ټرمپ وړاندیز باید اصلاح شي، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.