• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام اباد د ټرمپ او مودي د غونډې په ګډه خبرپاڼه کې د پاکستان یادونه یو اړخیزه وبلله

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۰

تېره ورځ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په سپينه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره کتلي، د دې لیدنې په ترڅ کې د امریکا ولسمشر هند د (ایف-۳۵) جنګي جیټ الوتکو په ګډون د عصري دفاعي وسایلو د ورکړې اعلان هم کړی. په دغې ناسته کې پاکستان له ترهګرۍ په ملاتړ هم تورن شوی.

سربېره پردې، د امریکا د ولسمشر او د هند لومړي وزیر تر منځ له لیدنې وروسته په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان باید د ممبۍ او پټانکوټ بریدونو مسوولان عدالت ته راکاږي او اجازه ورنه کړي چې خپله خاوره د پولې هاخوا د ترهګرۍ لپاره وکاروي.

پاکستان د ټرمپ او مودي د غونډې ګډې خبرپاڼې ته غبرګون ښودلی او په ګډه اعلامیه کې یې د پاکستان یادونه یو اړخیزه، ګمراه کوونکې، حیرانونکې او د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف بللې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان، په يوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې پاکستان، هند ته د پرمختللو ټیکنالوژیو د لیږد په اړه جدي اندېښنې لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې: «د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان او امریکا له همکاریو سره سره، دا د حیرانتیا خبره ده چې په ګډه اعلامیه کې داسې منفي تبلیغات راځي.»

شفقت علي خان وویل، په ګډه خبرپاڼه کې د داسې یوې حوالې په شاملولو سره، هند نه شي کولی چې د ترهګرۍ خوندي ځایونو او له خپلو پولو هاخوا د ناقانونه وژنو ملاتړ پټ کړي.

هغه وويل چې د هند او امريکا ګډه اعلاميه «بې بنسټه، ناسمه او د ارزښتونو خلاف بولو. ګډه اعلاميه د هند له خوا د عامه حقونو د سرغړونې په ځواب کې پاتې راغلې. د ترهګرۍ څخه د اغېزمن شوي هېواد په توګه، پاکستان په نړۍ کې د سولې او ثبات د ودې لپاره هڅه کوي.»

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

مونیخ کې د اوکراین او امریکا تر منځ د کانونو د استخراج پر مهمې موضوع هوکړه ونه شوه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۰

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس تر منځ خبرې اترې د جمعې ورځ د (سلواغې ۲۶مه) د جرمني په مونیخ کې پای ته ورسېدې، خو دواړو لوریو د مهمو کانونو د استخراج پر تړون هوکړه ونه کړه.

دغه تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د اوکراین لپاره مهم ګڼل کېږي.

اوکراین مخکې له دې واشنګټن ته د دغه تړون یوه اصلاح شوې نسخه لېږلې وه، چې له مخې یې امریکايي پانګوالو ته د اوکراین د مهمو کانونو د استخراج زمینه برابروي.

دا اقدام وروسته له هغه وشو چې اوکراین د امریکا له لوري د چهارشنبې په ورځ د وړاندې شوې مسودې ځینې برخې د خپل هېواد لپاره نامناسبې وګڼلې.

زیلنسکي د اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «زموږ ټیمونه به د دغه سند کار ته دوام ورکړي.»

نوموړي زیاته کړې چې له وینس سره یې ګټورې خبرې درلودې او اوکراین «چمتو دی چې ژر تر ژره د یوې واقعي او تضمین شوې سولې پر لور حرکت وکړي.»

د اوکراین د پلاوي غړو رویټرز ته ویلي، چې لا هم ځینې «مهم جزیات» پاتې دي چې باید پرې بحث وشي.

د نظر اختلافات او د اوکراین اندېښنې

د خبرو اترو د ناکامۍ اصلي لامل لا روښانه نه دی؛ خو اوکراین غواړي چې له اروپا او امریکا څخه قوي امنیتي ضمانتونه ترلاسه کړي، څو که د سولې هوکړه هم وشي او د روسیې له احتمالي ګواښونو خوندي پاتې شي.

زیلنسکي تېره اوونۍ رویټرز ته په یوه مرکه کې د دې تړون عمومي جزیات تشریح کړي وو. نوموړي د اوکراین د مهمو کانونو د زېرمو نقشه هم وړاندې کړې وه او ویلي یې و چې اوکراین غواړي له امریکا سره د «برابر مشارکت تړون وکړي» نه دا چې دا طبیعي زېرمې وپلوري.

په دې مهمو کانونو کې نادره ځمکني فلزات، ټایټانیوم، یورانیم، لیتیم او نور قیمتي معدني مواد شامل دي.

د ټرمپ ۵۰۰ میلیارده ډالري غوښتنه

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې لا یې هم د اوکراین لپاره د نظامي مرستو د دوام ژمنه نه ده کړې ویلي، که واشنګټن له اوکراین سره مرسته کوي؛ نو باید د دغه هېواد له طبیعي زېرمو ۵۰۰ میلیارده ډالر ترلاسه کړي.

کله چې د امریکا له مرستیال ولسمشر وینس وپوښتل شول، چې ایا د جمعې په ورځ کومه هوکړه شوې؟ هغه وویل: «وبه وینو». امریکا د چهارشنبې په ورځ د دې تړون یوه مسوده د امریکا د خزانې د وزیر سکاټ بسنټ له لارې اوکراین ته د سفر پر مهال سپارلې وه.

زیلنسکي ویلي، اوکراین به دا مسوده و ارزوي، څو د مونیخ په ناسته کې پرې هوکړه وشي.

بسنټ د جمعې په ورځ فاکس بیزنس ته ویلي، چې د ټرمپ اداره غواړي د اوکراین اقتصاد له امریکا سره مدغم کړي او واشنګټن به «د خصوصي‌سازۍ غوره تجربې» دغه هېواد ته وړاندې کړي.

نوموړي ویلي: «دا طرحه د اوکراین د اقتصاد د امریکا له اقتصاد سره د لا زیات ادغام څخه پیلېږي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې د امریکا مالیه ورکونکي له خپلو پانګونو څخه مناسب عاید ترلاسه کړي.»

یو اړخیز تړون؟

زیلنسکي د ۹۰ دقیقو لپاره د امریکا د دواړو سیاسي ګوندونو له سناتورانو سره ولیدل او د چهارشنبې په ورځ د امریکا له لوري د وړاندې شوې مسودې په اړه یې خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د دې ناستې درېیو سرچینو رویټرز ته ویلي، زیلنسکي داسې احساس کاوه، لکه له ده غوښتنه شوې وي، چې پرته له دې چې ښه فکر پرې وکړي، سند لاسلیک کړي.

یوه سرچینه، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي: «هغه داسې احساس کاوه، لکه غوښتل شوي وي، چې یو سند بې له دې چې ولولي، لاسلیک کړي. داسې نه ښکارېده چې هغه دې له دې چلند څخه خوشحاله وي.»

زیلنسکي په دې ناسته کې امریکا ته خپله طرحه وړاندې کړه او ټینګار یې وکړ چې دا وړاندیز د اوکراین له اساسي قانون سره سم برابر شوی دی.

د سناتورانو دوو نورو سرچینو د امریکا له لوري وړاندې شوې مسوده «یو اړخیزه» بللې، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.

د ډېموکراټ ګوند سناتور برایان شاتز له دغې ناستې وروسته د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا زیلنسکي د امریکا وړاندیز «یو اړخیز» بولي؟ هغه وویل: «زه فکر کوم دا مناسبه تشریح ده.»

شاتز زیاته کړه، چې د ټرمپ وړاندیز باید اصلاح شي، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

د طالبانو اندېښنه؛ د پاکستان بې پېلوټه الوتکې د افغانستان پر هوایي حریم ګزمې کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۳ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب هم افشا کړی، چې په کې یې د پاکستان د بې پېلوټه الوتګو له ګزمو اندېښنه ښودلې او رسمي شکایت یې کړی. طالبانو په دې اړه یوازې خپل شکایت وړاندې کړی.

د طالبانو یاد وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ریاست د «۱۴۰۳لمریز کال د نهمې میاشتې په ۲۴مه» په اسلام اباد کې خپل سفارت ته لیکلي چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو د افغانستان پر هوایي حریم ګزمې کړي دي.

په یاد مکتوب کې لیکل شوي چې د پاکستان بې پېلوټه څارګرو الوتکو د دوی حریم نقض کړی چې د ننګرهار په پچیر اګام، نازیانو او غني خېلو ولسوالیو سربېره د پکتیا پر ځاځي اریوب ولسوالۍ او د پکتیکا په شکین ولسوالۍ باندې د پاکستان پوځ دغو الوتکو هوايي ګزمې کړي دي.

د بې بیلوټه پاکستاني الوتکو په اړه د طالبانو مکتوب
100%
د بې بیلوټه پاکستاني الوتکو په اړه د طالبانو مکتوب

په یاد مکتوب کې د پاکستان د بې پېلوټه هوایي الوتکو د ګزمو کوردینات هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په اسلام اباد کې له خپل سفیر سره شریک کړي دي. 

همدا راز زیاته شوې چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو او پوځیانو په پکتیکا، پکیتا او کونړ ولایت کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر طالبانو د سپکو او درنو وسلو ډزې هم کړي دي.

طالبانو د دغه بریدونو کوردینات هم له شمېرو سره ثبت کړي‌ او په اسلام اباد کې یې خپل سفیر ته استولي دي.

د مکتوب په پای کې راغلي چې طالبان د پاکستان له هوایي خوځښتونو او دغه ډول بریدونو څخه خورا تنګ ته راغلي او له یاد هېواد سره په جدي توګه خپلې اندېښنې شریکوي.

په مکتوب کې زیاته شوې، که څه هم طالبانو په وار وار په بېلابېلو وختونو کې د دغو هوایي سرغړونو او بریدونو په تړاو پاکستاني لوري ته خبرداری ورکړی، خو په پایله کې یې هېڅ ډول اقدامات نه دي شوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښودلې چې، د پاکستان حکومت او پوځ یې اړونده شکایتونو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.

طالبانو ګواښ کړی چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان بریدونه او هوايي سرغړونې پر دغه کرښې تاوتریخوالی لا ډېرولی شي او د دواړو لوریو پر اړیکو هم منفي اغېزې کوي.

د طالب لیکس له لوري په دې افشا شوي سند کې ښکاري چې طالبانو خپل سفیر ته لارښوونه کړې،‌ څو اړونده مسایل د پاکستان حکومت له بېلابېلو ادارو سره شریک کړي. افغانستان انټرنشنل ته په تېرو وختونو کې له کندهار، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د بې پېلوټه الوتکو د ګزمو ویډیوګانې راستول شوې وې؛ خو طالبانو پرې غوږونه کاڼه کړي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو تښتېدلي مرستیال وزیر عباس ستانکزي څه موده وړاندې اندېښنه څرګنده کړې وه چې پاکستان خپل یو شمېر هوایي ډګرونه د امریکا متحده ایالتونو ته په کرایې ورکړي او له هغې ځایه بې پېلوټه الوتکې د افغانستان خاورې ته ننوځي؛ خو پاکستاني لوري د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

کابو دوه میاشتې مخکې بیا د‌ پاکستان جېټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د «ټي ټي پي» ځینې وسله وال او قوماندانان یې په کې په نښه کړي وو؛ خو طالبانو یې دا ادعا رد کړه او د توند غبرګون په ښودلو سره یې د دغو بریدونو قربانیان عام وزیرستاني کډوال وبلل چې ښځې او ماشومانې هم په کې وې.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍ والو بنسټونو او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لوړ پوړو چارواکو هم د پاکستان یاد بریدونه وغندل او له نړۍ والو قوانینو یې سرغړونه وبلله.

زېلېنسکي: اوکراین د امریکا له ملاتړ پرته د بقا ډېر کم چانس لري

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له اېن‌بي‌سي (NBC) خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي چې اوکراین د امریکا متحده‌ایالاتو له ملاتړ پرته د بقا ډېر کم چانس لري.

نوموړي تېره ورځ (فېبرورۍ ۱۴مه) په خپلې مرکې کې څرګنده کړه: «ښايي دا به ډېره، ډېره او ډېره ستونزمنه وي. البته، په ډېرو سختو شرایطو کې چانس تل وي؛ خو د امریکا له ملاتړ پرته به زمونږ د بقا چانس ډېر کم وي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې کیف دوه ورځې دمخه له ډونالډ ټرمپ سره د ولادیمیر زېلېنسکي د ټیلفوني خبرواترو خبر ورکړی و.

د اوکراین ولسمشر دفتر منلې وه، چې د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ ټلیفوني خبرواترو شاوخوا یو ساعت دوام وموند.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د اوکراین لپاره په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه‌کول د عملي‌کېدو نه دی او په وینا یې، دغه هېواد به ونه شي کړای څو له روسیې سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.

د ټرمپ له دې څرګندونو وروسته یو شمېر اروپايي هېوادونو د سولې په مذاکراتو کې د اوکراین دریځ د پیاوړتیا پر لزوم ټینګار وکړ.

جرمني، ايټالیا، برېټانیا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو په یوه ګډ بیان کې ویلي وو: «موږ چمتو یوو چې له اوکراین څخه خپل ملاتړ ډېر کړو. د روسیې پر وړاندې په یرغلیزې جګړه کې د اوکراین خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن یوو.»

د یادونې ده، چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فېبرورۍ کې پر اوکراین برید وکړ او د دغه هېواد په ختیځ کې یې د څلورو ولایتونو لویې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

افغان سفارت: چمتو یوو چې د جرمني حکومت سره د مجرمینو په بېرته ستنولو کې مرسته وکړو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۰

په جرمني کې د افغانستان د جمهوري حکومت سفارت په مونشن ښار کې د افغان ګډوال له لورې په موټر د ۳۶ کسانو ټپیان کول غندلي او ویلي یې دي، چې چمتو دي د جرمني له حکومت سره د مجرمینو په بېرته ستنولو کې همکاري وکړي.

د تېرې پنجشنبې په سهار یوه ۲۴ کلن افغان کډوال د جرمني په مونشن ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر وربرابر کړ او ۳۶ کسان یې ټپيان کړل.

په برلین کې د تېر جمهوري نظام سفارت پر خپله اېکس پاڼه یوه اعلامیه خپرې کړې، چې په‌کې راغلي:« په جرمني كې د افغانستان سفارت او په بن او مونشن كې د افغانستان اسلامي جمهوريت جنرال قونسلګرۍ په ګډه دا غير انساني او زړه بوږنوونكې پېښه په سختو ټكو غندي او چمتو دي چې د داسې مجریمينو د اېستلو او بيرته ستنولو په برخه كې د جرمني اړوندو ادارو سره هر دول همكاري وګري.»

د سفارت په دغه اعلامیه کې راغلي، چې په جرمني کې نږدې نیم میلیون افغانان مېشت دي او ټول په دغه پېښه غمجن دي.

تېره پنجشنبه یوه افغان کډوال د جرمني په مونشن ښار کې ۳۶ تنه په موتر وهلي دي. دغه پېښه د یوې سوداګریزې اتحادیې د کارګرانو د لاریون پر مهال شوې ده. پولیسو ویلي، له پيښې وروسته یې دا افغان نیولی دی.

پولیس زیاتوي، چې د یاد لاریون پرمهال یوه موټروان خپل موټر پر لاریون کوونکو وربرابر کړ او ګڼ کسان یې ټپیان کړل. تر اوسه د پېښې انګېزه نده معلومه.

د دغه افغان کډوال له لوري په موټر وهل شويو د یوشمېر ټپي شویو کارګرانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

اروپا د نړۍوال امنیت په ټینګښت کې د امریکا د پراخې ونډې غوښتنه وکړه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د ناټو سرمنشي مارک روټ د امریکا ولسمشر له مرستیال جي ډي وېنس سره د مونیخ ۶۱م امنیتي کنفرانس په څنډه کې لیدلي دي.

د امریکا ولسمشر مرستیال په دغه کنفرانس کې د امنیت د ټينګښت په برخه کې د اروپايي ټولنې د پراخ رول پر لزوم ټینګار کړی دی.

ورته مهال، د ناټو سرمنشي مارک روټ هم د دفاعي لګښتونو په هکله د اروپايي هېوادونو په چلند کې د بدلون او د نړۍوال امنیت په ټینګښت کې د متحده‌ایالاتو د ونډې د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

نوموړي په دې لیدنه کې د نړۍوال امنیت په برخه کې د امریکا متحده‌ایالاتو له هڅو مننه کړې او د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو مسوولیتونو د وېش پر ارزښت ټینګار کړی دی.

د هغه په وینا، پوهېږي چې دا مسله څومره حیاتي ده او زیاتوي چې له اروپا سره د ژمنو په تعامل کې د امریکا له اقداماتو مننه کوي.

نوموړي همداراز، په ​​دې برخه کې د ودې او د دفاعي صنعتي زیرمې د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هغه د ناټو او متحده‌ایالاتو ترمنځ د نږدې اړیکو په تړاو هیله‌مندي ښودلې او له نړۍوالو ننګونو سره یې مبارزې لپاره د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ناټو سرمنشي د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لګښتونو زیاتوالي او د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا اړتیا ته اشاره کړې او ویلي دي چې دا مهال د روسیې او چین په څېر له هېوادونو سره د مبارزې په برخه کې په کافي کچه پوځي تولیدات نه‌لري.

په دې لیدنه کې جي ډي وینس خبرداری ورکړی چې که روسیه له اوکراین سره د سولې تړون ته غاړه نه ږدي، امریکا ښايي پر مسکو نور بندیزونه هم ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د اوکراین لپاره په ناټو کې غړیتوب ترلاسه‌کول د عملي‌کېدو نه دی او په وینا يې، کرملین به ونه شي کړای څو له مسکو سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.

باورونه دا دي، چې د امریکا د ولسشمر دریځ د دغه هېواد اروپایي ملګرو ته د منلو نه دی او دوی بیا د اوکراین پر ځکمنۍ بشپړتیا ټینګار لري.