تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ټولې بهرنۍ مرستې به د ۹۰ ورځو لپاره ودرول شي او د امریکا د نړۍواله پراختیايي اداره (USAID) به له سره وارزول شي. دغه اقدام به پر افغانستان لوی اغېز ولري، ځکه چې امریکا حتی د ۲۰۲۱ کال تر وتلو وروسته د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی پاتې شوی و او د دغه هېواد ۴۳.۹ سلنه بهرنۍ مرستې یې برابرولې.
د امریکا د نفوذ کمزوری کېدل او د چین فرصت
د ساوت چاینا مارنینګ رسنۍ د جینیفر بریک مرتضوي «چې د پټسبرګ پوهنتون د حکومتوالۍ او بازارونو مرکز مشره ده» له خولې لیکلي، چې د امریکا د پراختیایي ادارې USAID تړل کېدل به په افغانستان کې د امریکا د نفوذ کمښت ته لاره هواره کړي.
نوموړې ټینګار کوي، چې واشنګټن له ۲۰۲۱ کال راهیسې یوازې د غبرګون رول لوبولی او خپل تمرکز یې پر بندیزونو او د ترهګرۍ ضد مبارزې ډېر کړی دی.
د نوموړې په وینا، دا حالت چین ته فرصت برابروي؛ خو ښايي چندان لوی فرصت نه وي. بېجینګ که څه هم اقتصادي او ډېپلوماټیک نفوذ ته لېواله دی؛ خو نه غواړي چې افغانستان ته پراخې ژمنې ورکړي. تر اوسه د چین او طالبانو اړیکې زیاتره پر سوداګرۍ، امنیت او پانګونې راڅرخي او د پراختیایي مرستو برخه پکې د پام وړ نه ده.
د چین محتاط دریځ
چین تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د خپل سفیر په استول کېدو یې زرغون څراغونه روښانه کړي او غواړي، چې له کابل سره تعامل ولري.
تېر کال چین طالبانو ته پرته له تعرفې د بازارونو اسانتیاوې برابرې کړې او په ۶.۵ مېلیارد ډالرو یې د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړه.
همداراز چین د ۵۴۰ مېلیون ډالرو ارزښت د انرژۍ یو تړون هم له طالبانو سره لاسلیک کړ.
سره له دې د چین پرمختیایي مرستې لا هم محدودې پاتې دي. بېجینګ ځان د یوه لوی مرسته کوونکي په توګه معرفي کوي؛ خو د دغو مرستو جزییات اکثره نامعلوم وي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له مخې، چین تېر کال ۳۵ زره افغان کورنیو ته ۲ زره ټنه خوراکي مواد لکه بوره، غوړي، چڼې او مالګه ورکړې ده.
مرتضوي وايي: «چین ښايي خپل نفوذ پراخ کړي؛ خو د امریکا ځای هېڅکله نشي نیولی. که څه هم مالي وړتیا لري؛ خو نه غواړي پراخې پرمختیایي مرستې ورکړي».
د امنیتي اندېښنو اغېز
د لانژو پوهنتون استاد ژو یونګبیایو وايي، د چین امنیتي اندېښنې هم د دې لامل شوې چې په افغانستان کې خپلې مرستې ډېرې نه کړي.
د هغه په وینا: «چین به تر هغه وخته پورې خپلې مرستې ډېرې نه کړي؛ څو چې طالبان د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک پر ضد خپل دریځ بدل نه کړي او یو ټولګډونه حکومت رامنځته نه کړي».
که څه هم طالبان د سیمې د ثبات ډاډ ورکوي؛ خو چین لا هم د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه لري.
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې د داعش یوې څانګې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې ځانمرګی برید وکړ، چې چینایي وګړي یې پکې هدف وګرځول.
سربېره پر دې په پاکستان کې د چین پر پانګونو د بریدونو زیاتوالی چې اسلاماباد یې یوه برخه د افغانستان بې ثباتۍ ته منسوبوي؛ د چین او کابل اړیکې اغېزمنې کړې دي.
د هند نفوذ زیاتېدل
په همدې حال کې هند هم هڅه کوي، چې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي.
تېره میاشت نوي ډیلي اعلان وکړ، چې د روغتیا او افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په برخو کې خپلې مرستې زیاتوي.
دغه پرېکړه د هند د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ په دوبۍ کې تر لیدنې وروسته اعلان شوه.
عبدالباسط چې د نانیانګ ټکنالوژۍ پوهنتون څېړونکی دی وايي، چې د USAID وتل افغانستان د چین او هند د نفوذ سیالۍ ته برابر کړی دی؛ خو د هغه په وینا، چین په دې سیالۍ کې تر هند مخکې دی.
نوموړی زیاتوي: «هند به خپل رول وساتي؛ خو ایا کولای شي چې د چین تر کچې نفوذ ترلاسه کړي؟ امکان نه لري».
ایا څوک به د امریکا ځای ونیسي؟
داسې ښکاري چې د امریکا د مرستو د بندېدو له امله افغانستان د سیمهییزې سیالۍ مرکز ګرځېدلی؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد – حتی چین – نه غواړي، چې د امریکا د مرستو ځای ډک کړي.