• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیویارک ټایمز: له طالبانو سره له مستقیم تماس پرته د امریکایي وسلو ترلاسه کول ناشونی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۳۷ GMT+۰

نیویارک ټایمز په خپله یوه مقاله کې ویلي، چې له طالبانو سره له مستقیم تماس پرته د اوه میلیاردو امریکايي ډالرو پوځي تجهیزاتو بېرته اخیستل او د بګرام هوايي اډې کنټرول ناشونی دی.

په مقاله کې ویل شوي، چې دا تګلاره ښايي امریکا ته هم دومره نفوذ ورکړي، چې د افغانستان په ټولییز لوري کې له پرمختګ سره مرسته وکړي.

نیویارک ټایمز په خپلې دغې مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۷مه) خپره شوې، له نړۍ سره د امریکا د نوې تګلارې په اړه د ټرمپ ژمنې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې اوس له افغانستان څخه بل ځای ته اړتیا نه شته.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان پخوانی سفیر او د منځني ختیځ د انسټیټیوټ څېړونکی جاوید احمد په دې مقاله کې ویلي، چې طالبان نه یوازې دا چې خپل مخالفین ځپي او د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې امریکايي وګړي یې هم یرغمل نیولي او اجازه یې ورکړې، چې افغانستان د القاعدې په ګډون د جهادي شبکو د مرکز په توګه فعالیت وکړي.

نوموړي په دې مقاله کې زیاته کړې، چې د ټرمپ اداره دوه لارې لري، یا دې پرېږدي چې افغانستان نور د جهادیانو په لاس کې ډوب شيي او یا هم له دې ډلې سره اړیکه ونیسي.

د مقالې د لیکوال په باور، که څه هم له طالبانو سره اړیکه ستونزمنه ده، خو له طالبانو سره مستقیم تماس د امریکا د امنیت او ملي ګټو ته د احتمالي جدي ګواښونو د راکمولو یوازینۍ لار ده.

د نیویارک ټایمز د دې مقالې لیکوال ویلي، چې د ټرمپ اداره باید لږ تر لږه په افغانستان کې محدود ډیپلوماتیک حضور ولري او یا په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د لیکوال له نظره، دا امریکا ته اجازه ورکوي چې د طالبانو له مشرانو سره منظم تماسونه ولري ترڅو "په افغانستان کې ځانګړي استخباراتي ټیمونه ځای پر ځای کړي، احتمالي ګواښونه تعقیب او ځواب ورکړي".

که څه هم د دې مقالې لیکوال ویلي، چې د طالبانو په اړه د ټرمپ د ادارې پالیسي روښانه نه ده، خو د ټرمپ لپاره د نوې تګلارې د غوره کولو یو دلیل هم شته.

جاوېد احمد په افغانستان کې د تېر حکومت پر پالېسۍ د ټرمپ نيوکې د هغه د غير واقعي ماهيت له امله کړې دي.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي: «په دې وروستیو کې ښاغلي ټرمپ په ښکاره په افغانستان کې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د بېرته اخیستو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده. هغه دا هم وویل چې د بګرام لویه اډه باید د امریکا تر څارنې لاندې په سیمه کې د چین د قدرت د څارنې په توګه ساتل شوې وای. له طالبانو سره له مستقیم تماس پرته دا موخې ناشونې دي.»

نیویارک ټایمز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د چین د نفوذ په اړه د ټرمپ اندېښنه سمه ده. ورځپاڼې لیکلي، چې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته چین په کابل کې خپل سفارت پرانیست او په بیجینګ کې یې د طالبانو د سفیر هرکلی وکړ او چینايي شرکتونو د تېلو او کانونو په برخه کې قراردادونه واخيستل.

د مقالې د لیکوال په باور، که څه هم بېجنګ افغانستان په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره مهم ګڼي، خو طالبان لا هم امریکا ته د یوه «غوښتونکي ملګري» په سترګه ګوري او د امریکا فعاله تګلاره کولای شي، چې په افغانستان کې د چین د حضور له لارې د چین په څارنه کې مرسته وکړي.

دغه ورځپاڼه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې افغانستان ته د امریکا پاملرنه مهمه ګڼي.

د دې مطلب له مخې، افغانستان د بېلابېلو ترهګرو ډلو مرکز دی چې د طالبانو له واکمنۍ سره د عمل ازادي ډېره ده.

په عین حال کې، په دې هیواد کې د زرګونو دیني مدرسو پرانیستل د افراطیانو او جهادیانو د نوي نسل د راپیدا کولو لپاره شکمن کړي دي.

نیویارک ټایمز په دې مقاله کې په خراسان کې د داعش د پراخېدو په اړه بحث کړی او ویلي یې دي، چې د امریکا د کورني امنیت وزیر په اکټوبر میاشت کې د داعش خراسان په څېر ډلو له خوا له افغانستانه بهر د بریدونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی و.

په دې مقاله کې له القاعدې سره د طالبانو د اوږدې اړيکې دوام ته هم اشاره شوې او په ورته وخت کې ويل شوي، چې طالبانو له دې جهادي شبکې د فشار د وسيلې په توګه ساتلي، چې ترې ګټه پورته کولای شي.

ورځپاڼې د مقالې په دوام کې او دا چې طالب مشران امریکا ته په څه سترګه ګوري ویلي، چې ښايي طالبان متحد ښکاري، خو نه دي.

د مقالې لیکوال په دې باور دی، چې د طالبانو ډېر عملي دریځونه له امریکا سره د نږدې اړیکو په لټه کې دي، څو د دې ډلې حکومت ته نړۍوال مشروعیت ورکړي او د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت ښه کړي.

نیویارک ټایمز د بېلګې په توګه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال څرګندونو ته اشاره کړې، چې تېره میاشت یې ټرمپ د یوه "پرېکنده" او "زړور" کس په توګه وستایه او په کابل کې یې د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، که امریکا د دوستۍ لاس وغځوي، طالبان به یې ځواب ورکړي.

د مقالې لیکوال په پای کې لیکي: «له طالبانو سره تعامل به ستونزمن وي، خو افغانستان په پراخه جهادي معما کې یوه مهمه برخه ده. دا غیر واقعي او له خطر سره مخامخ ده چې ودرېږي او د طالبانو د سقوط انتظار وکړي.»

د مقالې د لیکوال په باور، له طالبانو سره اوږدمهاله ښکېلتیا ښايي امریکا ته دومره نفوذ ورکړي چې د بشري حقونو د وضعیت په ګډون د افغانستان په ټولییزه توګه د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

افغان کډوال ټرمپ ته: امریکا دې مونږ سره پر خپلې شوې ژمنې عمل وکړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰

په پاکستان کې مېشت د امریکا د کډوالۍ ویزو غوښتونکو یو شمېر افغان کډوالو د دغه هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د دوی قضیو ته دې سملاسي پاملرنه وکړي.

دغو کډوالو د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې د امریکا د کډوالۍ ویزو بهیر د ځنډ له امله خواشينې ښودلې او په وینا یې، د پاکستاني پولیسو له خوا د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

افغان کډوال زیاتوي چې د تېرو دوو لسیزو پرمهال یې په افغانستان کې د امریکايي همکارانو ترڅنګ د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې کار کړی او اوس له پاکستانه په اېستلو سره د مرګ له ګواښ سره مخ کېدونکي دي.

د یادو کډوالو په وینا، دوی د طالبانو د ګواښونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي او دا مهال په پاکستان کې د ژوند تر سختې کرښې لاندې اوسېږي.

همداراز، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له امریکا غواړي چې له خپلې ژمنې سره سم د دوی لپاره د کډوالۍ د ویزو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

افغانستان انترنشنل-پښتو ته د یو شمېر افغان کډوالو په رارسېدلې ویناپاڼه کې راغلي دي: «یوازینۍ هیله مو دا ده چې امریکا له مونږ سره پر خپلې شوې ژمنه عمل وکړي. مونږ په عاجزانه او اوښکو ډکو سترګو له تاسو په ځانګړې توګه د هغو ښځو او ماشومانو لپاره چې تر ټولو ډېر زیان‌منونکي دي، د مرستې غوښتنه کوو.»

ورته مهال، افغان کډوالو د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ څخه هم غوښتي چې په پاکستان د دوی ناوړه وضعیت ته دې جدي پاملرنه وکړي او زیاتوي، چې دوی په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان یې له سختو شرایطو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډ‌والو د نیولو او اېستلو بهیر چټک شوی دی.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د یو فرمان په صادرولو سره د افغانانو په ګډون دغه هېواد ته د ځینو هېوادونو د کډوالو د ننوتلو بهیر د درېیو میاشتو لپاره وځنډاوه.

د مقاومت جبهه: په کندوز کې مو ۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۴۶ GMT+۰

د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د دوی جنګیالیو درې طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دغې جبهې په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا برید یې د دوشنبې په ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې د کندوز ولایت د علي اباد ولسوالۍ په انګور باغ سیمه کې کړی.

مقاومت جبهه زیاتوي، چې په دغه برید کې یې د لویې لارې د کنډک وسله وال طالبان په نښه کړي، چې له برید وروسته د طالبانو دوه میله وسله او یو مخابره د دوی جنګیالیو ته په لاس ورغلي.

دغې جبهې د اېکس په دغه پوسټ کې لیکلي، چې په یاد برید کې د دوی جنګیالیو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو بیا تر اوسه د مقاومت جبهې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې د مقاومت او ازادۍ جبهې په دې تورنې کړې، چې په خپلو بریدونو کې یې عامو خلکو ته زیان رسولی، خو مقاومت جبهې بیا دغه ادعا رد کړې وه.

د طالبانو د افغانستان بانک مشر د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې د کډون لپاره روسیې ته لاړ

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي چې د دې بانک د رییس نور احمد اغا په مشرۍ یو پلاوی د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې د کډون لپاره د روسیې فدراسیون یکاترینبورک ښار ته لاړ. دې کانفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو د مالي سکتور استازي، متخصصین او څېړونکي برخه اخلي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کنفرانس به د فبرورۍ له ۱۹مې تر ۲۱مې دوام کوي.

په دې کنفرانس کې به د بېلابېلو هېوادونو د مالي سکتور استازي، متخصصین او څېړونکي په کې برخه اخلي، ترڅو د مالي امنیت، عصري بانکوالۍ سیستمونو او د سایبري ګواښونو پر ضد د مؤثرو تدابیرو په اړه بحثونه وکړي.

په دې کنفرانس کې به د سایبري بریدونو پر وړاندې د مقاومت ځواک لوړولو، د ډیجیټل بانکوالۍ ساتنې او د نوو ټکنالوژیو د امنیتي چوکاټونو پر پراختیا خبرې وشي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کنفرانس کې ګډون به د افغانستان بانک لپاره نه یوازې د سایبري امنیت د نوې پوهې ترلاسه کولو یوه مهمه موقع وي، بلکې د هېواد د بانکي سکتور لپاره به د نړیوالو تجاربو او نوو نظریاتو سره د همکارۍ لپاره فرصتونه هم برابر کړي.

دوی زیاتوي چې د افغانستان بانک د دې کنفرانس د ګډون له لارې تمه لري چې د سایبري امنیت په برخه کې نوې تجربې ترلاسه کړي او د هېواد د بانکي سکتور لپاره لاښه امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.

د طالبانو کډوالو وزارت او یوناما په ۴ ولایتونو کې کډوالو ته پر ښارګوټو جوړولو خبرې وکړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چارواکو یې په افغانستان کې د یوناما د دایمي حل لارو د برخې استازو سره ناسته وکړه. د وزارت د خبرپاڼې له مخې دې ناسته کې دواړو لورو په څلورو ولایتونو کې د کډوالو لپاره پر ښارګوټو جوړولو خبرې وکړې.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت نن د سلواغې ۲۹مه په خبرپاڼه کې لیکلي چې د کډوالو راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنې او بیامېشتېدنې رییس شکرالله شاکر، د دایمي حل لارو په چارو کې د یوناما له سلاکارې فرحانه ستاکر سره ولیدل.

د طالبانو د کډوالو وزارت د ښاغلي شاکر او اغلې ستاکر په حواله وايي، چې د دې ناستې بنسټیزه موخه له اړمنو سره مرسته کول او څلورو ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوټي جوړول دي..»

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ډنمارک د کډوالۍ له ټولنې سره د یو میلیون ۱۵۶ زره ۴۴۶ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک د لاسليک کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې هوکړه لیک له مخې به دغه بنسټ دا پیسې د نغدي مرستو وېش او د اقتصادي خوندیتوب او ودې اړوند پروګرامونو سره په کابل، کندهار، پروان، زابل، غزني، میدان وردګ، کاپیسا، هرات، بادغیس، فراه او کونړ ولایتونو کې ولګوي.
دا هوکړه لیک د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد او د یاد بنسټ د رئیسې اغلې دانیه الشریف له لوري لاسلیک شو.

ولادیمیر زلنسکي: د اوکراین له ګډون پرته د روسي او امریکایي چارواکو د خبرو نتیجه نه منو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر وايي، په ریاض کې د روسیې او دغه هېواد ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د واشنګټن او مسکو خبرو ته کیف نه دی ور بلل شوی ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که په دې خبرو کې اوکراین برخه وانخلي نو پایله به یې ونه مني.

کرملین د دوشنبې په ورځ وویل، چې امریکايي او روسي چارواکي به په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

دا به د روسیې او اوکراین ترمنځ له جګړې پیلېدو راهیسې د روسیې او امریکايي چارواکو د لوړې کچې غونډه وي.

د اسوشیېټېد پرېس خبري اژانس نن د کرملین د ویاند دیمیتري پیسکوف په حواله لیکلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف د ورځې په اوږدو کې د سعودي پلازمېنې ته سفر ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس وویل چې د د دغه هېود د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او ځانګړی استازی سټیو ویټکوف به د روسیې له پلاوي سره وګوري.

هغې وویلي چې په دې ناسته کې به اوکراین ګډون ونه کړي.

دا ناسته د سې شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې ترسره شي.

دا خبرې د ټرمپ ادارې لخوا د روسیې د منزوي کولو په اړه د امریکا د پالیسۍ د بدلولو اړوند یو بل ګام په ګوته کوي، چې موخه یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ناستې لپاره لاره هوارول دي.

د کرملین ویاند پیسکوف هم ویلي:«چې خبرې اترې به "د متحده ایالاتو او روسیې د اړیکو بیا رغولو، او همدارنګه د اوکراین د حل په اړه د ممکنه خبرو اترو چمتو کولو او د دواړو ولسمشرانو د غونډې تنظیمولو" باندې متمرکزې وي.»

د اسوشیېټېد پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې د تېر سې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر پوتین ترمنځه ټلفوني خبرو کې پرېکړه وکړه چې دواړو لورو ترمنځ سملاسي خبرې پیل شي.

تر دې ټلفونې اړیکې وروسته ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ته زنګ وکړ او د روسیې د ولسمشر سره یې د خبرو جزییات یې ورسره شریک کړل.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې زلنسکي به هم "ګډون وکړي". خو تفصیل یې ور نه کړ.