• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو وزارت او یوناما په ۴ ولایتونو کې کډوالو ته پر ښارګوټو جوړولو خبرې وکړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چارواکو یې په افغانستان کې د یوناما د دایمي حل لارو د برخې استازو سره ناسته وکړه. د وزارت د خبرپاڼې له مخې دې ناسته کې دواړو لورو په څلورو ولایتونو کې د کډوالو لپاره پر ښارګوټو جوړولو خبرې وکړې.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت نن د سلواغې ۲۹مه په خبرپاڼه کې لیکلي چې د کډوالو راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنې او بیامېشتېدنې رییس شکرالله شاکر، د دایمي حل لارو په چارو کې د یوناما له سلاکارې فرحانه ستاکر سره ولیدل.

د طالبانو د کډوالو وزارت د ښاغلي شاکر او اغلې ستاکر په حواله وايي، چې د دې ناستې بنسټیزه موخه له اړمنو سره مرسته کول او څلورو ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوټي جوړول دي..»

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ډنمارک د کډوالۍ له ټولنې سره د یو میلیون ۱۵۶ زره ۴۴۶ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک د لاسليک کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې هوکړه لیک له مخې به دغه بنسټ دا پیسې د نغدي مرستو وېش او د اقتصادي خوندیتوب او ودې اړوند پروګرامونو سره په کابل، کندهار، پروان، زابل، غزني، میدان وردګ، کاپیسا، هرات، بادغیس، فراه او کونړ ولایتونو کې ولګوي.
دا هوکړه لیک د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد او د یاد بنسټ د رئیسې اغلې دانیه الشریف له لوري لاسلیک شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ولادیمیر زلنسکي: د اوکراین له ګډون پرته د روسي او امریکایي چارواکو د خبرو نتیجه نه منو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر وايي، په ریاض کې د روسیې او دغه هېواد ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د واشنګټن او مسکو خبرو ته کیف نه دی ور بلل شوی ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که په دې خبرو کې اوکراین برخه وانخلي نو پایله به یې ونه مني.

کرملین د دوشنبې په ورځ وویل، چې امریکايي او روسي چارواکي به په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

دا به د روسیې او اوکراین ترمنځ له جګړې پیلېدو راهیسې د روسیې او امریکايي چارواکو د لوړې کچې غونډه وي.

د اسوشیېټېد پرېس خبري اژانس نن د کرملین د ویاند دیمیتري پیسکوف په حواله لیکلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف د ورځې په اوږدو کې د سعودي پلازمېنې ته سفر ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس وویل چې د د دغه هېود د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او ځانګړی استازی سټیو ویټکوف به د روسیې له پلاوي سره وګوري.

هغې وویلي چې په دې ناسته کې به اوکراین ګډون ونه کړي.

دا ناسته د سې شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې ترسره شي.

دا خبرې د ټرمپ ادارې لخوا د روسیې د منزوي کولو په اړه د امریکا د پالیسۍ د بدلولو اړوند یو بل ګام په ګوته کوي، چې موخه یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ناستې لپاره لاره هوارول دي.

د کرملین ویاند پیسکوف هم ویلي:«چې خبرې اترې به "د متحده ایالاتو او روسیې د اړیکو بیا رغولو، او همدارنګه د اوکراین د حل په اړه د ممکنه خبرو اترو چمتو کولو او د دواړو ولسمشرانو د غونډې تنظیمولو" باندې متمرکزې وي.»

د اسوشیېټېد پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې د تېر سې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر پوتین ترمنځه ټلفوني خبرو کې پرېکړه وکړه چې دواړو لورو ترمنځ سملاسي خبرې پیل شي.

تر دې ټلفونې اړیکې وروسته ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ته زنګ وکړ او د روسیې د ولسمشر سره یې د خبرو جزییات یې ورسره شریک کړل.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې زلنسکي به هم "ګډون وکړي". خو تفصیل یې ور نه کړ.

د جرمني د بایرن ایالت سر وزیر وايي ۲۰۰ افغان مجرمان باید سملاسي خپل هېواد ته «وشړل شي»

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۰

د جرمني د بایرن سر وزیر مارکوز زودر وايي، په خپل ایالت کې له ۲۰۰ زیات خطرناک افغان مجرمان لري چې باید سملاسي افغانستان ته «وشړل شي.» دا غبرګون له هغه وروسته دی، چې تېره پنجشنبه یوه افغان کډوال د دغه هېواد مونشن ښار کې په خپل موټر ۳۴ تنه ټپیان او یوه ماشومه او د هغې مور ووژل.

له دې پېښې نږدې څلور ورځې وروسته د بایرن ایالت سر وزیر مارکوز زودر پرون د یکشنبې په ورځ خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: «باید مونږ د خپل هېواد کې امنیت ته لومړیتوب ورکړو او غیر قانوني کډوال نور باید محدود کړو. »

ښاغلي زودر په خپل اېکسپاڼه کې له یوې ځايي رسنۍ سره خپله مرکه خپره کړې ده او هغه په خپلو کې خبرو کې د جرمني له فدرال حکومت غواړي چې افغانستان ته هره اوونۍ پرواز تنظیم کړي ترڅو مجرم پېژندل شوي افغانان خپل هېواد ته ولېږدول شي.

مارکو زودر د مرکې په یوه برخه کې ویلي چې« باید هره اوونۍ د مجرمینو د اخراج لپاره پروازونه موجود وي او مونږ خپل ایالت «بایرن» کې ۲۰۰ څخه زیات مجرم افغانان لرو چې باید سملاسي وشړل شي.»

د جرمني بایرن ایالت سر وزیر وايي، چې د دې کسانو د لېږد لپاره باید د طالبانو حکومت سره خبرې وشي.

هغه زیاته کړه، چې د لېږلو پرمهال باید مجرمانو ته نغدې پیسې ورنه کړل شي.

د بایرن ایالت سر وزیر کارکو زودر په خپل اېکسپاڼه کې لیکلي چې باید د نويو کسانو راتلل ودرول شي.

د نوموړي تر څرګندونو یوه ورځ مخکې د جرمني فدرالي حکومت برلین او نورو ښارونو ته د افغان وګړو د انتقال لپاره دوه الوتنې وځنډولې.

برلین تهد روانې او راتلونکې اونۍ لپاره دغه ځانګړې چارټر الوتنې پلان شوې وې او په پام کې وه د جرمني د بیا میشتیدو پروګرام له لارې پکې په سلګونو افغانان دغه هېواد ته ولېږدول شي.

د وېلټ ام زونتاګ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، دغو افغانانو د جرمني ویزې ترلاسه کړې وې.

پاکستان: د خېبر پښتونخوا چارواکي په خپل سر له افغان طالبانو سره د مذاکراتو اجازه نه لري

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۱۶ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا حکومت پلان لري، چې د پاکستان د مرکزي حکومت له تایید وروسته، دوه پلاوي افغانستان ته د امنیتي مسایلو د بحث لپاره واستوي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ټینګار کړی، چې د بهرني سیاست صلاحیت د مرکزي حکومت په لاس کې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفاقت علي خان پاکستاني رسنۍ ده نیوز ته ویلي:« د اساسي قانون له مخې بهرنۍ اړیکې د مرکزي حکومت صلاحیت دی».

له بلې خوا دولتي سرچینې یادې رسنۍ ته وایي، د خیبر پښتونخوا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې د اړینو تیاریو تر بشپړېدو وروسته به مرکزي حکومت ته د دغه پلاوو د لېږد په تړاو خبر ورکړل شي. دغه موضوع ښيي چې یاد پلاوی یوازې د اسلام‌اباد له تایید وروسته استول کېدای شي.

راپورونه ښيي، چې د پاکستان مرکزي حکومت به د دغه موضوع ټول اړخونه وڅېړي او ممکن خپل متخصصین او چارواکي هم په پلاوي کې شامل کړي.

همداراز، د خبرو اترو د محدودیتونو ټاکل به هم د مرکزي حکومت مسوولیت وي.

که اسلام اباد دغو پلاوو ته د سفر اجازه ورکړي؛ نو په کابل کې د پاکستان سفارت به د دغو لیدنو د تنظیم چارې ترسره کړي.

د سرچینو په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت به د مرکزي حکومت له پالیسیو سرغړونه ونه کړي.

د خیبر پښتونخوا د سر وزیر سلاکار برېسټر محمد علي سیف د (سلواغې په ۲۸مه) د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د خیبرپښتونخوا صوبایي حکومت به دوه پلاوي کابل ته د افغان طالبانو سره د خبرو لپاره واستوي.

د پاکستان د ماموریت د شرایطو (ToRs) له مخې، لومړی پلاوی به د مذاکراتو لپاره مناسب شرایط برابر کړي او د دېپلوماټیکو مسایلو مدیریت به کوي، په داسې حال کې چې دویم پلاوی به پر بېلابېلو اړخونو او مسایلو بحث وکړي. 

د خبرو اترو ټکي او د پاکستان امنیتي اندېښنې

دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي، چې پاکستان په وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي شاهد و.

اسلام‌اباد څو ځله افغانستان کې مېشتې ډلې په ځانګړې توکه «ټي‌ټي‌پي» د دغو بریدونو مسوول بللی؛ خو پر افغانستان واکمنو طالبانو بیا دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستان او افغانستان ۲۵۰۰ کیلومېټره د ډیورنډ کرښه لري چې ګڼ مهم سوداګریزې او د تګ راتګ لارې پکې شاملې دي؛ خو ترهګري د پاکستان لپاره ستر امنیتي ګواښ پاتې شوی.

اسلام‌اباد له کابله غوښتي، چې اجازه ورنه‌کړي څو پاکستاني طالبان له افغان خاورې څخه په ګټنې د پاکستان پر ضد بریدونه وکړي.

د پاکستان اندېښنې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوي راپور کې هم تایید شوي. د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکي ډلې راپور ورکړی، چې د افغان طالبانو او «ټي‌ټي‌پي»‌ ترمنځ د لوژېستیکي، عملیاتو او مالي مرستو اړیکې شاملې دي.

همداراز د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ موندنې ښيي، خیبر پښتونخوا او بلوچستان چې د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه پراته ایالتونه دي؛ تر ټولو زیات د ترهګریزو بریدونو تر اغېز لاندې راغلي.

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د ۲۰۲۴ کال د ډېسمبر پرتله بریدونه ۴۲ سلنه زیات شوي دي.

د خرابېدونکي امنیتي وضعیت له امله په ځانګړې توګه د خېبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د څو میاشتو ناکراریو له کبله د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې وړاندیز وکړ، چې له افغان طالبانو سره دې د امنیتي ستونزو د حل لپاره مستقیمې خبرې وشي.

دغه وړاندیز چې د تحریک انصاف ګوند د بنسټ‌ اېښودونکي عمران خان ملاتړ یې هم لاره د پاکستان مرکزي حکومت له سخت غبرګون سره مخ شو.

اسلام‌اباد دغه اقدام «فډرالي نظام ته مستقیمه ننګونه» وبلله او مخالفت یې وکړ.

واشنګټن پوست: یو وخت طالبانو د وزلوبې سیالي ګناه ګڼله، خو اوس ترې خوند اخلي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۰

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د (سلواغې ۲۹مه) په خپل یوه راپور کې لیکلي، وزلوبه چې د افغانستان ملي لوبه ګڼل کېږي؛ د کلیوالو سیمو خلک لا هم له دې لوبې خوند اخلي او ان طالبان چې یو وخت یې دغه لوبه «ګناه بلله» هم د تفریح په توګه د دغې سیالۍ ننداره کوي.

په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو بیا واکمنېدو ډېری خلک اندېښمن کړي وو چې دوی بیا دغه لرغونی ورزش بند نه کړي؛ ځکه دغې ډلې د ۱۹۹۰ لسیزه کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال وزلوبه «ګناه» بللې وه.

خو اوس هم دغه چټکه او سخته لوبه د هېواد په بېلابېلو برخو کې دوام لري او زرګونه خلک یې د نندارې لپاره راټولېږي، چې پکې د طالبانو غړي هم شامل دي.

البته د سیالیو نندارې ته یوازې نارینه اجازه لري؛ ځکه چې طالبانو د ښځو لپاره د عامه تفریح ځایونو ته په ورتګ بندیز لګولی دی.

د دغې ورځپاڼې خبریال لیکي، په بغلان ولایت کې چې د کابل شمال ته پروت دی او طالبانو پکې تېر شل کاله سختې جګړې کړې دي؛ اوس هلته سلګونه نارینه د وزلوبې سیالۍ ته راټول شوي وو. لوبغاړيو هڅه کوله، چې د «مصنوعي وزې» ته ورته ژوی د امتیاز اخیستلو په موخه ټاکلي ځای ته ورسوي. خلکو د خوښۍ چغې وهلې او کله ناکله به یې میدان ته ځان ورساوه؛ خو د اسونو د چټکو منډو له امله بېرته شاته تلو ته اړ کېدل.

نربای پهلوان چې د وزلوبې یو مسلکي لوبغاړی دی وایي:« وزلوبه هم د کرېکټ او فوټبال په څېر زښته زړه راکښوونکې لوبه ده. بېلابېل ټیمونه له لرې پرتو کلیو څخه سیالۍ کې د ګډون لپاره راځي».

ورځپاڼې لیکلي، ځیني خلک د طالبانو له‌خوا د وزلوبې د ملاتړ لامل د دغې ډلې د مشرانو د افکارو بدلون ګڼي.

انس حقاني چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني ورور دی ویلي، چې دی او نور طالب جنګیالي د جګړې پر مهال د راډیو له لارې د اروپا د فوټبال سیالۍ اورېدې.

وزلوبه د طالبانو لپاره بله مهمه ګټه هم لري؛ دغه لوبه په شمالي ولایتونو کې چې یو وخت د طالبانو ضد مقاومت مرکزونه وو اوس پکې دا لوبه خورا مشهوره ده.

وزلوبه ولې دومره مهمه ده؟

محمدولي بغلاني چې یو ۶۰ کلن سوداګر دی او د وزلوبې لپاره اسونه ساتي وایي، دغه لوبه یو ګران شوق دی؛ ځکه چې ځیني اسونه له ګاونډیو هېوادونو راوړل کېږي او د ساتنې لګښت یې په کلنۍ توګه زرګونه ډالرو ته رسېږي؛ خو بغلاني باور لري، چې دغه لګښت د دې ارزښت لري.

هغه زیاتوي: «موږ باید خپل دودونه ژوندی وساتو».

د اسونو ډېری مالکان د وزلوبې مسلکي لوبغاړي چې «پهلوانان» بلل کېږي د سیالیو لپاره ګوماري. پهلوان نربای وايي، سخت تمرین کوي او د پرهېز په کولو سره هڅه کوي، چې د لوبې لپاره خپل بدن برابر وساتي.

د وزلوبې شالید

د تاریخ ‌پوهانو په باور وزلوبه شاوخوا ۱۰۰۰ کاله پخوا د «منځنۍ اسیا» د کوچي قبیلو له‌خوا رامنځته شوې.

پخوا دغه لوبه د «اصلي وزې» یا د «وري» د بدن سره ترسره کېده، چې وزن یې ۴۵ کیلوګرامه و؛خو اوس په دغو سیالیو کې د وزې «مصنوعي بڼه» کارول کېږي.

د وزلوبې مینه‌‌وال باور لري، چې دغه بدلون د لوبې سره د خلکو لېوالتیا نه ده کمه کړې.

د وزلوبې راتلونکی

واشنګټن پوست په خپل راپور کې لیکلي، په بغلان کې چې یو وخت د «ورېښمو لارې» یوه مهمه برخه وه، د اسونو سره مینه له پخوا څخه موجوده ده.

کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ، افغان جنګیالیو له خپلو اسونو سره یو ځای جګړه کوله.

بغلانی د هغو ورځو یادونه کوي: «زموږ اسونه نه تښتېدل؛ بلکې زموږ ساتنه یې کوله».

د طالبانو تر واک لاندې اقتصادي ناورین ژور شوی، مرستې او پانګونې کمې شوې او وچکالي ورځ تر بلې ډېرېږي.

وزلوبه هم له دغو ناورینو څخه خوندي نه ده پاتې او پر وړاندې یې اقلیمي بدلون یې لوی ګواښ ګڼل کېږي. افغانستان وچکالیو او اقلیمي بدلون سخت زیانمن کړی دی.

د اسونو ساتونکي او د وزلوبې لوبغاړي شکایت کوي، چې د وچکالۍ له امله څړځایونه لمنځه تللي او زرغونې سیمې ورځ تر بلې وچېږي.

غور کې د واورو ښویېدو له امله ۳ تنه مړه شوي دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۳۹ GMT+۰

په غور کې ځایي طالب چارواکو خبر ورکړی، چې د پسابند ولسوالۍ بند انقرچاق کلي کې د واورې ښویېدو له کبله درې تنه مړه شوي دي.

‏د طالبانو ترکنټرول لاندې حریت راډیو په خبر کې راغلي، چې په غور کې طالب ویاند عبدالواحد حماس د یادې پېښې پخلی کړی او ویلي دي، دغه درې تنه چې دوه یې په خپلو کې سره وروڼه و، د غور پساپند ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې هلمند ولایت ته په لار و.

‏طالب ویاند زیاته کړې، چې د سیمې اوسېدونکو د پرلپسې هڅو وروسته د دغو وګړو جسدونه له واورې اېستلي او کورنیو ته یې سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې غور ولایت سږ کال د ژمي په موسم کې د درنو واورو شاهد و، چې په ډېرو مواردو کې یې د ګاونډیو ولایتونو سره د دغه ولایت لویه لاره تړلې او د ولسوالیو لارې یې بندې کړې دي.

دا لومړی ځل ندی، چې د وارو ښویېدو له امله افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ بلکې تېر کال په نورستان کې هم د واورو د ښویېدو له امله ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.