• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان: د خېبر پښتونخوا چارواکي په خپل سر له افغان طالبانو سره د مذاکراتو اجازه نه لري

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۱۶ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا حکومت پلان لري، چې د پاکستان د مرکزي حکومت له تایید وروسته، دوه پلاوي افغانستان ته د امنیتي مسایلو د بحث لپاره واستوي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ټینګار کړی، چې د بهرني سیاست صلاحیت د مرکزي حکومت په لاس کې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفاقت علي خان پاکستاني رسنۍ ده نیوز ته ویلي:« د اساسي قانون له مخې بهرنۍ اړیکې د مرکزي حکومت صلاحیت دی».

له بلې خوا دولتي سرچینې یادې رسنۍ ته وایي، د خیبر پښتونخوا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې د اړینو تیاریو تر بشپړېدو وروسته به مرکزي حکومت ته د دغه پلاوو د لېږد په تړاو خبر ورکړل شي. دغه موضوع ښيي چې یاد پلاوی یوازې د اسلام‌اباد له تایید وروسته استول کېدای شي.

راپورونه ښيي، چې د پاکستان مرکزي حکومت به د دغه موضوع ټول اړخونه وڅېړي او ممکن خپل متخصصین او چارواکي هم په پلاوي کې شامل کړي.

همداراز، د خبرو اترو د محدودیتونو ټاکل به هم د مرکزي حکومت مسوولیت وي.

که اسلام اباد دغو پلاوو ته د سفر اجازه ورکړي؛ نو په کابل کې د پاکستان سفارت به د دغو لیدنو د تنظیم چارې ترسره کړي.

د سرچینو په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت به د مرکزي حکومت له پالیسیو سرغړونه ونه کړي.

د خیبر پښتونخوا د سر وزیر سلاکار برېسټر محمد علي سیف د (سلواغې په ۲۸مه) د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د خیبرپښتونخوا صوبایي حکومت به دوه پلاوي کابل ته د افغان طالبانو سره د خبرو لپاره واستوي.

د پاکستان د ماموریت د شرایطو (ToRs) له مخې، لومړی پلاوی به د مذاکراتو لپاره مناسب شرایط برابر کړي او د دېپلوماټیکو مسایلو مدیریت به کوي، په داسې حال کې چې دویم پلاوی به پر بېلابېلو اړخونو او مسایلو بحث وکړي. 

د خبرو اترو ټکي او د پاکستان امنیتي اندېښنې

دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي، چې پاکستان په وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي شاهد و.

اسلام‌اباد څو ځله افغانستان کې مېشتې ډلې په ځانګړې توکه «ټي‌ټي‌پي» د دغو بریدونو مسوول بللی؛ خو پر افغانستان واکمنو طالبانو بیا دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستان او افغانستان ۲۵۰۰ کیلومېټره د ډیورنډ کرښه لري چې ګڼ مهم سوداګریزې او د تګ راتګ لارې پکې شاملې دي؛ خو ترهګري د پاکستان لپاره ستر امنیتي ګواښ پاتې شوی.

اسلام‌اباد له کابله غوښتي، چې اجازه ورنه‌کړي څو پاکستاني طالبان له افغان خاورې څخه په ګټنې د پاکستان پر ضد بریدونه وکړي.

د پاکستان اندېښنې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوي راپور کې هم تایید شوي. د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکي ډلې راپور ورکړی، چې د افغان طالبانو او «ټي‌ټي‌پي»‌ ترمنځ د لوژېستیکي، عملیاتو او مالي مرستو اړیکې شاملې دي.

همداراز د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ موندنې ښيي، خیبر پښتونخوا او بلوچستان چې د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه پراته ایالتونه دي؛ تر ټولو زیات د ترهګریزو بریدونو تر اغېز لاندې راغلي.

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د ۲۰۲۴ کال د ډېسمبر پرتله بریدونه ۴۲ سلنه زیات شوي دي.

د خرابېدونکي امنیتي وضعیت له امله په ځانګړې توګه د خېبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د څو میاشتو ناکراریو له کبله د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې وړاندیز وکړ، چې له افغان طالبانو سره دې د امنیتي ستونزو د حل لپاره مستقیمې خبرې وشي.

دغه وړاندیز چې د تحریک انصاف ګوند د بنسټ‌ اېښودونکي عمران خان ملاتړ یې هم لاره د پاکستان مرکزي حکومت له سخت غبرګون سره مخ شو.

اسلام‌اباد دغه اقدام «فډرالي نظام ته مستقیمه ننګونه» وبلله او مخالفت یې وکړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

واشنګټن پوست: یو وخت طالبانو د وزلوبې سیالي ګناه ګڼله، خو اوس ترې خوند اخلي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۰

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د (سلواغې ۲۹مه) په خپل یوه راپور کې لیکلي، وزلوبه چې د افغانستان ملي لوبه ګڼل کېږي؛ د کلیوالو سیمو خلک لا هم له دې لوبې خوند اخلي او ان طالبان چې یو وخت یې دغه لوبه «ګناه بلله» هم د تفریح په توګه د دغې سیالۍ ننداره کوي.

په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو بیا واکمنېدو ډېری خلک اندېښمن کړي وو چې دوی بیا دغه لرغونی ورزش بند نه کړي؛ ځکه دغې ډلې د ۱۹۹۰ لسیزه کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال وزلوبه «ګناه» بللې وه.

خو اوس هم دغه چټکه او سخته لوبه د هېواد په بېلابېلو برخو کې دوام لري او زرګونه خلک یې د نندارې لپاره راټولېږي، چې پکې د طالبانو غړي هم شامل دي.

البته د سیالیو نندارې ته یوازې نارینه اجازه لري؛ ځکه چې طالبانو د ښځو لپاره د عامه تفریح ځایونو ته په ورتګ بندیز لګولی دی.

د دغې ورځپاڼې خبریال لیکي، په بغلان ولایت کې چې د کابل شمال ته پروت دی او طالبانو پکې تېر شل کاله سختې جګړې کړې دي؛ اوس هلته سلګونه نارینه د وزلوبې سیالۍ ته راټول شوي وو. لوبغاړيو هڅه کوله، چې د «مصنوعي وزې» ته ورته ژوی د امتیاز اخیستلو په موخه ټاکلي ځای ته ورسوي. خلکو د خوښۍ چغې وهلې او کله ناکله به یې میدان ته ځان ورساوه؛ خو د اسونو د چټکو منډو له امله بېرته شاته تلو ته اړ کېدل.

نربای پهلوان چې د وزلوبې یو مسلکي لوبغاړی دی وایي:« وزلوبه هم د کرېکټ او فوټبال په څېر زښته زړه راکښوونکې لوبه ده. بېلابېل ټیمونه له لرې پرتو کلیو څخه سیالۍ کې د ګډون لپاره راځي».

ورځپاڼې لیکلي، ځیني خلک د طالبانو له‌خوا د وزلوبې د ملاتړ لامل د دغې ډلې د مشرانو د افکارو بدلون ګڼي.

انس حقاني چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني ورور دی ویلي، چې دی او نور طالب جنګیالي د جګړې پر مهال د راډیو له لارې د اروپا د فوټبال سیالۍ اورېدې.

وزلوبه د طالبانو لپاره بله مهمه ګټه هم لري؛ دغه لوبه په شمالي ولایتونو کې چې یو وخت د طالبانو ضد مقاومت مرکزونه وو اوس پکې دا لوبه خورا مشهوره ده.

وزلوبه ولې دومره مهمه ده؟

محمدولي بغلاني چې یو ۶۰ کلن سوداګر دی او د وزلوبې لپاره اسونه ساتي وایي، دغه لوبه یو ګران شوق دی؛ ځکه چې ځیني اسونه له ګاونډیو هېوادونو راوړل کېږي او د ساتنې لګښت یې په کلنۍ توګه زرګونه ډالرو ته رسېږي؛ خو بغلاني باور لري، چې دغه لګښت د دې ارزښت لري.

هغه زیاتوي: «موږ باید خپل دودونه ژوندی وساتو».

د اسونو ډېری مالکان د وزلوبې مسلکي لوبغاړي چې «پهلوانان» بلل کېږي د سیالیو لپاره ګوماري. پهلوان نربای وايي، سخت تمرین کوي او د پرهېز په کولو سره هڅه کوي، چې د لوبې لپاره خپل بدن برابر وساتي.

د وزلوبې شالید

د تاریخ ‌پوهانو په باور وزلوبه شاوخوا ۱۰۰۰ کاله پخوا د «منځنۍ اسیا» د کوچي قبیلو له‌خوا رامنځته شوې.

پخوا دغه لوبه د «اصلي وزې» یا د «وري» د بدن سره ترسره کېده، چې وزن یې ۴۵ کیلوګرامه و؛خو اوس په دغو سیالیو کې د وزې «مصنوعي بڼه» کارول کېږي.

د وزلوبې مینه‌‌وال باور لري، چې دغه بدلون د لوبې سره د خلکو لېوالتیا نه ده کمه کړې.

د وزلوبې راتلونکی

واشنګټن پوست په خپل راپور کې لیکلي، په بغلان کې چې یو وخت د «ورېښمو لارې» یوه مهمه برخه وه، د اسونو سره مینه له پخوا څخه موجوده ده.

کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ، افغان جنګیالیو له خپلو اسونو سره یو ځای جګړه کوله.

بغلانی د هغو ورځو یادونه کوي: «زموږ اسونه نه تښتېدل؛ بلکې زموږ ساتنه یې کوله».

د طالبانو تر واک لاندې اقتصادي ناورین ژور شوی، مرستې او پانګونې کمې شوې او وچکالي ورځ تر بلې ډېرېږي.

وزلوبه هم له دغو ناورینو څخه خوندي نه ده پاتې او پر وړاندې یې اقلیمي بدلون یې لوی ګواښ ګڼل کېږي. افغانستان وچکالیو او اقلیمي بدلون سخت زیانمن کړی دی.

د اسونو ساتونکي او د وزلوبې لوبغاړي شکایت کوي، چې د وچکالۍ له امله څړځایونه لمنځه تللي او زرغونې سیمې ورځ تر بلې وچېږي.

غور کې د واورو ښویېدو له امله ۳ تنه مړه شوي دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۳۹ GMT+۰

په غور کې ځایي طالب چارواکو خبر ورکړی، چې د پسابند ولسوالۍ بند انقرچاق کلي کې د واورې ښویېدو له کبله درې تنه مړه شوي دي.

‏د طالبانو ترکنټرول لاندې حریت راډیو په خبر کې راغلي، چې په غور کې طالب ویاند عبدالواحد حماس د یادې پېښې پخلی کړی او ویلي دي، دغه درې تنه چې دوه یې په خپلو کې سره وروڼه و، د غور پساپند ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې هلمند ولایت ته په لار و.

‏طالب ویاند زیاته کړې، چې د سیمې اوسېدونکو د پرلپسې هڅو وروسته د دغو وګړو جسدونه له واورې اېستلي او کورنیو ته یې سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې غور ولایت سږ کال د ژمي په موسم کې د درنو واورو شاهد و، چې په ډېرو مواردو کې یې د ګاونډیو ولایتونو سره د دغه ولایت لویه لاره تړلې او د ولسوالیو لارې یې بندې کړې دي.

دا لومړی ځل ندی، چې د وارو ښویېدو له امله افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ بلکې تېر کال په نورستان کې هم د واورو د ښویېدو له امله ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

بریټانیا د پخواني جمهوري‌ نظام د ۲زره افغان کومانډویي سرتېرو د پناه غوښتنې رد کړې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۰

د بریټانیا دفاع وزارت لومړی ځل دا منلې، چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ د هغو ۲۰۰۰ افغان کومانډویي ځواکونو د بیا مېشېدو غوښتنې رد کړې، چې له دوی سره یې په افغانستان کې اوږه په اوږه د ترهګرۍ ضد جګړه کې برخه اخیستې وه.

 دغو افغان کومانډویي ځواکونو د بریټانیې د SAS او SBS ځانګړو ځواکونو سره د همکارۍ رسمي اسناد هم لرل.

تر دې وړاندې د بریټانیا دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې وه، چې د افغانستان د «درې ګونو قطعاتو» په نوم پېژندل شویو ځانګړو افغان ځواکونو د پناه غوښتنو د رد لپاره کومه مشخصه پالیسي شته؛ خو د بي‌بي‌سي څېړنې ښيي، چې د بریټانیا ځانګړو ځواکونو (UKSF) له‌خوا د دغو افغان کومانډویانو د بیا مېشتېدو غوښتنو د ملاتړ هېڅ شواهد نه لري.

د افغانستان درې ګونې قطعات له بریټانویانو سره څنګ په څنګ

د «درې ګونو» په نوم پوځي قطعات چې په « CF 333 او ATF 444 » یې مهمې برخې وې، د بریټانیا ځانګړو ځواکونو تر څارنې او روزنې لاندې جوړ شوي وو.

دوی ته مالي ملاتړ هم چمتو کېدو او بریټانیا د SAS او SBS ځواکونو ترڅنګ یې مهم ماموریتونه ترسره کړي وو.

خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، دغه کومانډویي ځواکونه د طالبانو د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ شول.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، دوی د دې حق لاره چې بریټانیا ته د بیا مېشتېدو لپاره غوښتنې وکړي؛ خو د دوی غوښتنلیکونه رد شول.

د بي‌بي‌سي افشاګري او غبرګونونه

بي‌بي‌سي د «پانوراما» په نوم مستند پروګرام کې افشا کړه، چې د بریټانیا ځانګړو ځواکونو دا واک لاره چې د افغان کمانډویي ځواکونو د پناه غوښتنې وړاندیزونه رد کړي او د همدې پرېکړې له امله تر ګواښ لاندې دغو سرتېرو ورتګ بریټانیې ته ستونزمن شو.

دغه راپور د SAS ځینو پخوانیو غړو او هغو بریټانوي عسکرو قهر راوپاراوه، چې له افغان ځانګړو ځواکونو سره یې یو ځای خدمت کړی و.

په لومړي سر کې د بریټانیې دفاع وزارت دغه ادعا ناسمه وبلله؛ خو وروسته د دفاع وزیر اندرو موریسون اړ شو، چې په پارلمان کې اعتراف وکړي چې حکومت په دې اړه ناسم معلومات ورکړي وو.

حقوقي شکایتونه او ننګوونې

د بریټانیا دفاع وزارت اوس د حقوقي شکایتونو له کبله تر فشار لاندې دی.

دغه دوسیه د افغان ځانګړو ځواکونو یوه پخواني غړي له‌خوا ثبت شوې، چې اوس په بریټانیا کې دی.

د دې دوسیې حقوقي وکیل دان کري وویل: «زموږ موکل د هغو افغان سرتېرو په اړه اندېښمن دی، چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي. ځینې یې د اوږد انتظار پر مهال وژل شوي دي».

له بلې خوا مایک مارتین چې یو پخوانی بریټانوی پوځي افسر دی بي‌بي‌سي ته ویلي: «دا ډېره د اندېښنې وړ ده، چې د بریټانیا ځانګړو ځواکونو د افغان ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنې رد کړې دي. داسې ښکاري، چې دوی نه غواړي دا کسان د جنګي جنایتونو د تحقیقاتو شاهدان شي».

جاني مرسر چې یو بل پخوانی بریټانوي پوځي دی او په افغانستان کې یې د SBS ځواکونو سره یې کار کړی په دې تړاو ویلي: «موږ باید دا ومنو، چې د افغان ځانګړو ځواکونو غړي زموږ لپاره ډېر مهم وو. موږ د هغوی تر څنګ وجنګېدو؛ خو اوس هغوی احساس کوي، چې خیانت ورسره شوی دی».

د غوښتنو بیاکتنه او د ځنډ ستونزې

د بریټانیې دفاع وزارت د ۲۰۲۳ کال په پای کې اعلان وکړ، چې پر څه باندې ۲زره رد شویو غوښتنو به بیا کتنه وکړي.

حکومت ویلي و، چې دغه پروسه به ۱۲ اونۍ وخت ونیسي؛ خو یو کال تېر شو او لا هم دغه پروسه بشپړه شوې نه ده.

د راپورونو له مخې، ځینې کمانډو ځواکونه بریتانیا ته انتقال شوي؛ خو ډېری یې لا هم د طالبانو له ویرې په پټه ژوند کوي.

یو پخوانی افغان کمانډو افسر چې اوس‌مهال په افغانستان کې دی د نوم نه ښودو په شرط وویل: «موږ د بریټانوي ځواکونو تر څنګ لکه وروڼه جګړه وکړه؛ خو اوس یې موږ ته شاه کړې ده».

پایله

د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د افغان کمانډو د بیا مېشتېدو غوښتنو ردېدو د بشري حقونو مدافعین، سیاسي استازي او د بریټانیا پخواني پوځیان اندېښمن کړي دي.

که څه هم د بریټانیا دفاع وزارت اوس د دغې پریکړو بیاکتنه کوي؛ خو دا روښانه نه ده چې دا به د هغو افغان ځانګړو ځواکونو ژوند ته څومره مرسته وکړي، چې لا هم د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.

له بهرنیو ځواکونو سره اوږه په اوږه له طالبانو سره جنګېدلي افغان سرتېري په هېواد کې له سختو روحي شکنجو او د طالبانو له مرګوني ګواښونو سره مخ دي.

ځیني یې ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته کډوال شوي، چې هلته هم له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي.

نیوکې دا دي چې بهرنیو ځواکونو په خپل تګ سره د هېواد دننه خپل افغان ملاتړ او متحدین په ښکاره میدان طالبانو ته پرېښودل، چې ځیني یې ان ووژل شو او د طالبانو په زندانونو کې هم پخواني افغان سرتېري شته دی.

متقي سره صلیب ته: په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو په برخه کې راسره مرسته وکړئ

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سره صلیب نړۍوالې کمیټې غوښتي، چې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخليک په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له عمومي مشر پیر کراهنبول سره په کتنه کې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په دې تړاو پر اېکس پاڼه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې ده.

په خبرپاڼه کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې عمومي مشر له حوالې راغلي، که څه هم د ځينو هېوادونو له لوري بندخونو ته د دوی پر لاسرسي بنديز، د بندي افغانانو د موندلو او کورنیو ته یې د احوال رسولو بشرپاله هڅه له خنډونو سره مخ کړې؛ خو دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

کراهنبول همداراز ویلي، چې د دوی پرېکړې د نورو اړخونو له پرېکړو څخه خپلواکې دي او په افغانستان کې به خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر دوام ور کړي.

د سره صلیب نړۍواله کمېټه له درېیو لسيزو راپدېخوا په افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یو ځای کار کوي.

د سره صلیب نړۍواله کمېټه د ۱۹۰۰ تنه کارمندانو په لرلو سره بېلابېلې بشري مرستې لکه روغتیایي چوپړ او څارنې، د بیارغونې ملاتړ، اوبه او مسکن او همداشان د خوراکي خوندیتوب په برخو کې خپل خدمات ترسره کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: پاکستانیانو ته د قانون خلاف د افغانستان ویزې ورکول کېږي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۱۰ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو د یوې ناڅرګندې ډلې له لوري په افشا شویو اسنادو کې یو هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند مکتوب دی، چې پکې د دوی د کورنیو چارو وزارت له لوري پاکستانیانو ته د افغانستان د ویزې د ورکړې له بڼې شکایت شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دغه مکتوب کې راغلي، چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت اندېښنه څرکنده کړې چې په پاکستان کې د دوی ډېپلوماتیکو استازولیو پاکستانیانو ته د ویزو په ورکړه کې یو شمېر سرغړونې کړې دي.

مکتوب زیاتوي، چې د بلوچستان ایالت په کوټه کې د طالبانو کونسلګرۍ د ویزو د قوانینو او اصولو په مخالفت کې پاکستانیانو ته د اوږدې مودې ویزې ورکړې دي.

په مکتوب کې یادونه شوې، چې له ۸۰۰سوه څخه تر ۱۰۰۰ تنو پورې پاکستاني وګړو ته د افغانستان ویزې د قانون سره په ټکر کې صادرې شوې او دغو کسانو بیا په کندهار کې د ویزو د تمدید غوښتنې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې په پاکستان کې له خپلو ټولو ډېپلوماټیکو استازولیو غوښتي، چې پاکستاني وګړو ته دې د سوداګریزو ویزو پر ځای د «سېنګل اېنټري یا یو ځل ننوتو» ویزې ورکړي.

په مکتوب کې راغلي، چې پاکستاني وګړو ته د اوږد مهاله ویزو ورکړه د دې لامل کېږي؛ څو په نړۍواله کچه طالبان خپل ډېپلوماټیک حیثیت وبایلي او ویزه یې هم بې ارزښته شي.

د معلوماتو له مخې، پاکستاني وګړي په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت او بېلابېلو ښارونو کې له کونسلګریو څخه په خورا اسانه توګه د افغانستان ویزې ترلاسه کولای شي.

نیوکې دا دي‌ چې پاکستان خپلې ویزې پر افغانانو خورا محدودې کړي؛ خو برعکس طالبان بیا په اسانۍ پاکستانیانو ته ویزې ورکوي.

د پاکستان د یوې ویزې د نوم لیکنې لپاره په انلاین ډول «۲۰» ډالره فیس اخیستل کېږي‌ او د ویزې د ورکړې تضمین هم پکې نشته.

ډېری ویزې د فیس له اخیستلو سره سره هم رد کېږي او د پاکستان له لوري بیا د رد شویو ویزه غوښتونکو پیسې بېرته نه سپاري.

همدا راز په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د پاکستان د ویزو د ورکړې پروسه کې خورا لویې ستونزې راپورته شوې او یاد هېواد په اسانۍ افغانانو ته ویزې نه ورکوي.

نیوکې دا دي، چې د پاکستان ویزې په تورو بازارونو کې په اسانۍ ترلاسه کېدی شي‌ او ان تر ۱۵۰۰ امریکایي ډالرو پورې دغه ویزې پلورل کېږي.

د پاکستان د ویزو پروسه په افغانستان کې د پاکستان سفارت او یاد حکومت لپاره د فساد په یوې لویې سرچینې بدله شوې او راپورونه شته، چې د طالبانو یو شمېر غړي هم په دې فساد کې ښکاره لاسونه لري.

د طالبانو له لوري د پاکستان د ویزو اړوند د مالي فساد مسله هېڅکله له پاکستان سره نه ده شریکه شوې او چندان ارزښت هم نه ورکوي.

بلخوا په پاکستان کې مېشت کډوال نیوکې کوي، چې د پاکستان د حکومت له لوري د دوی د ویزو د تمدید په برخه کې محدودیتونه ډېر شوي او پخوا به یې ویزې د شپږو میاشتو لپاره تمدید کېدې چې اوس دا موده یوازې تر یوې میاشتې راټیټه شوې ده.

د پاکستان د نوې پالېسۍ له مخې، په یاد هېواد کې مېشت افغانان نشي کولای چې له یوې میاشتې څخه د زیاتې مودې لپاره خپلې ویزې تمدید کړي.