متقي سره صلیب ته: په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو په برخه کې راسره مرسته وکړئ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سره صلیب نړۍوالې کمیټې غوښتي، چې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخليک په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سره صلیب نړۍوالې کمیټې غوښتي، چې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخليک په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له عمومي مشر پیر کراهنبول سره په کتنه کې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په دې تړاو پر اېکس پاڼه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې ده.
په خبرپاڼه کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې عمومي مشر له حوالې راغلي، که څه هم د ځينو هېوادونو له لوري بندخونو ته د دوی پر لاسرسي بنديز، د بندي افغانانو د موندلو او کورنیو ته یې د احوال رسولو بشرپاله هڅه له خنډونو سره مخ کړې؛ خو دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.
کراهنبول همداراز ویلي، چې د دوی پرېکړې د نورو اړخونو له پرېکړو څخه خپلواکې دي او په افغانستان کې به خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر دوام ور کړي.
د سره صلیب نړۍواله کمېټه له درېیو لسيزو راپدېخوا په افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یو ځای کار کوي.
د سره صلیب نړۍواله کمېټه د ۱۹۰۰ تنه کارمندانو په لرلو سره بېلابېلې بشري مرستې لکه روغتیایي چوپړ او څارنې، د بیارغونې ملاتړ، اوبه او مسکن او همداشان د خوراکي خوندیتوب په برخو کې خپل خدمات ترسره کوي.

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو د یوې ناڅرګندې ډلې له لوري په افشا شویو اسنادو کې یو هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند مکتوب دی، چې پکې د دوی د کورنیو چارو وزارت له لوري پاکستانیانو ته د افغانستان د ویزې د ورکړې له بڼې شکایت شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دغه مکتوب کې راغلي، چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت اندېښنه څرکنده کړې چې په پاکستان کې د دوی ډېپلوماتیکو استازولیو پاکستانیانو ته د ویزو په ورکړه کې یو شمېر سرغړونې کړې دي.
مکتوب زیاتوي، چې د بلوچستان ایالت په کوټه کې د طالبانو کونسلګرۍ د ویزو د قوانینو او اصولو په مخالفت کې پاکستانیانو ته د اوږدې مودې ویزې ورکړې دي.
په مکتوب کې یادونه شوې، چې له ۸۰۰سوه څخه تر ۱۰۰۰ تنو پورې پاکستاني وګړو ته د افغانستان ویزې د قانون سره په ټکر کې صادرې شوې او دغو کسانو بیا په کندهار کې د ویزو د تمدید غوښتنې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې په پاکستان کې له خپلو ټولو ډېپلوماټیکو استازولیو غوښتي، چې پاکستاني وګړو ته دې د سوداګریزو ویزو پر ځای د «سېنګل اېنټري یا یو ځل ننوتو» ویزې ورکړي.
په مکتوب کې راغلي، چې پاکستاني وګړو ته د اوږد مهاله ویزو ورکړه د دې لامل کېږي؛ څو په نړۍواله کچه طالبان خپل ډېپلوماټیک حیثیت وبایلي او ویزه یې هم بې ارزښته شي.
د معلوماتو له مخې، پاکستاني وګړي په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت او بېلابېلو ښارونو کې له کونسلګریو څخه په خورا اسانه توګه د افغانستان ویزې ترلاسه کولای شي.
نیوکې دا دي چې پاکستان خپلې ویزې پر افغانانو خورا محدودې کړي؛ خو برعکس طالبان بیا په اسانۍ پاکستانیانو ته ویزې ورکوي.
د پاکستان د یوې ویزې د نوم لیکنې لپاره په انلاین ډول «۲۰» ډالره فیس اخیستل کېږي او د ویزې د ورکړې تضمین هم پکې نشته.
ډېری ویزې د فیس له اخیستلو سره سره هم رد کېږي او د پاکستان له لوري بیا د رد شویو ویزه غوښتونکو پیسې بېرته نه سپاري.
همدا راز په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د پاکستان د ویزو د ورکړې پروسه کې خورا لویې ستونزې راپورته شوې او یاد هېواد په اسانۍ افغانانو ته ویزې نه ورکوي.
نیوکې دا دي، چې د پاکستان ویزې په تورو بازارونو کې په اسانۍ ترلاسه کېدی شي او ان تر ۱۵۰۰ امریکایي ډالرو پورې دغه ویزې پلورل کېږي.
د پاکستان د ویزو پروسه په افغانستان کې د پاکستان سفارت او یاد حکومت لپاره د فساد په یوې لویې سرچینې بدله شوې او راپورونه شته، چې د طالبانو یو شمېر غړي هم په دې فساد کې ښکاره لاسونه لري.
د طالبانو له لوري د پاکستان د ویزو اړوند د مالي فساد مسله هېڅکله له پاکستان سره نه ده شریکه شوې او چندان ارزښت هم نه ورکوي.
بلخوا په پاکستان کې مېشت کډوال نیوکې کوي، چې د پاکستان د حکومت له لوري د دوی د ویزو د تمدید په برخه کې محدودیتونه ډېر شوي او پخوا به یې ویزې د شپږو میاشتو لپاره تمدید کېدې چې اوس دا موده یوازې تر یوې میاشتې راټیټه شوې ده.
د پاکستان د نوې پالېسۍ له مخې، په یاد هېواد کې مېشت افغانان نشي کولای چې له یوې میاشتې څخه د زیاتې مودې لپاره خپلې ویزې تمدید کړي.

یوې ایرانۍ ورځپاڼې یو ځل بیا پر طالبانو سختې نیوکې کړې او په دې یې تورن کړي، چې د ایران پر وړاندې خپلو ژمنو ته وفادار نه دي. ورځپاڼې لیکلي، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې طالبانو له ایرانه ډېر زیات امتیازات هم ترلاسه کړي دي.
د "جمهوري اسلامي" ورځپاڼې د یکشنبې د ورځې سرمقاله کې لیکل شوي، چې «د طالبانو اقدامات، د ناقانونه کډوالو ورتګ او د طالبانو نفوذي کسان» د ایران لپاره ستر ګواښونه دي.
په مقاله کې راغلي، چې د ایران هغه چارواکي چې د افغانستان د مسایلو مسوولیت لري؛ یا خو له دې جدي ګواښونو خبر نه دي او یا نه غواړي، چې د دغې ستونزې پر وړاندې اقدام وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي، سره له دې چې طالبانو په تازه خبرو اترو کې یو ځل بیا ایران ته ژمنې ورکړې دي؛ خو تر اوسه یې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو قانوني ژمنې نه دي عملي کړې، چې پکې د ایران د هلمند د اوبو د ورکړې مسله هم شامله ده.
یادې ورځپانې لیکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي (د جنورۍ په ۲۶مه) کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له مشرانو د هلمند د حقابې د ورکړې په تړاو خبرې وکړې او طالبانو ورسره ژمنه کړې وه چې اوبه به ورکوي؛ خو پر ژمنه یې لا هم عمل نه دی کړی.
د جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته د چاپېریال ساتنې کارپوهانو ویلي، د سپوږمکۍ له انځورونو څخه په استفادې ښکاري چې (د جنورۍ له ۱۲مې د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې پورې) د هلمند سیند ته د پام وړ اوبه بهېدلي؛ خو طالبانو دغه اوبه د ایران پر ځای ګودزرې ته اړولي دي.
ورځپاڼه د ایران له حکومته غواړي، چې د سیمهییزو او نړۍوالو مسایلو په اړه غوڅ او هوښیار دریځ غوره کړي او ټینګار کوي چې د ایران دېپلوماټیک سېسټم باید له سره وکتل شي؛ څو د دغه هېواد ملي ګټې وساتل شي او د نړۍوالو اړیکو په ډګر کې د شاتګ مخه یې ډب شي.

طالبانو پورې تړلې رسنۍ المرصاد د (سلواغې په ۲۹مه) د داعش خراسان څانګې په تړاو په یوې لیکلې مقالې کې ادعا کړې، چې دغه ډله یې په افغانستان کې صفر ته رسولې؛ خو د خپلو خبرو په تضاد کې یې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې داعش پر طالبانو نږدې ۲۰۰ بریدونه کړي دي.
د المرصاد د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲زېږدیز کال کې داعش خراسان څانګې په افغانستان کې «۱۵۴ بریدونه» په ۲۰۲۳ کې «۲۰ بریدونه» او په ۲۰۲۴کال کې بیا یادې تور بېرغې ډلې «۱۶ بریدونه» کړي دي.
د داعش له دغو بریدونو سره، سره هم د طالبانو یادې رسنۍ ادعا کړې، چې دغه وسلهواله ډله یې د افغانستان دننه صفر کړې ده.
طالبانو ویلي، چې داعش خراسان ډله یې د ننګرهار سربېره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سخته ځپلې ده چې ان ځیني مشران یې ورته وژلي او ځیني نور یې بیا نیولي دي.
د المرصاد په مقاله کې ادعا شوې، چې د داعش ډلې ځیني رسنیز غړي یې هم لمنځه وړي او ځیني یې زنداني کړي دي.
طالبان داسې مهال دغه ادعاوې کوي، چې تازه تېره اونۍ په کندوز او کابل ولایتونو کې داعش خراسان ډلې پر طالبانو غښتلي بریدونه کړي چې په کې یې د طالبانو یو شمېر جنګیالي هم وژلي دي.
نږدې درې میاشتې وړاندې داعش په کابل کې د طالبانو د حقاني ډلې یو مهم غړی او د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په یوه ځانمرګي برید کې وواژه او تر هغې دمخه یې هم د دغې ډلې ځیني غړي وژلي وو.
د المرصاد په مقاله کې راغلي، چې له داعش خراسان څانګې سره د پاکستاني طالبانو ځیني سختدریځه ګروپونه هم په لومړیو کې یو ځای شوي وو.
سره له دې چې نړۍواله ټولنه او په کور دننه افغانان طالبان افراطي ډله بولي؛ برعکس په یادې مقاله کې طالبانو داعشیانو ته د «افرطي ډلې» کلیمه کارولې ده.
طالبانو همدا راز ادعا کړې، چې د داعش ډلې مالي سرچینې یې لمنځه وړي او د خپلو نړۍوالو ملګرو تر څنګ یې د دغه ډلې هر ډول مرکزي اړیکې پرې کړې دي.
المرصاد زیاته کړې، چې د طالبانو د سختو فشارونو او ځپلو له کبله د داعش غړي اوسمهال د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي او له هغې ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي.
د طالبانو دغه رسنیو په ښکاره د کوم ګاونډي هېواد نوم نه دی لیکلی؛ خو د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي څه موده مخکې تور پوری کړی و، چې د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې داعشیانو ته پټنځایونه ورکړي دي.
هغه ادعا کړې وه، چې د پاکستان د پوځ له لوري په دغه هېواد کې داعشیان روزل کېږي او بیا د جګړې لپاره افغانستان ته استول کېږي.
پاکستان په وار، وار د طالبانو دغه ډول ادعاوې رد کړې او تور یې پورې کړی، چې د افغانستان خاوره یې اوسمهال پر ضد کارول کېږي.
پاکستان ادعا لري، چې د «ټيټيپي» وسلهواله ډله د افغان طالبانو له لوري په خوندي توګه ساتل کېږي او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
باورونه دا دي، چې داعش خراسان څانګه په افغانستان او پاکستان کې پر یو لوی ګواښ بدلیدونکې ده او له طالبانو سره د دغې ډلې د سختو اختلافاتو له کبله د دغو دواړو ترهګرو ډلو ترمنځ جګړه زیاتېدونکې ښکاري.
که څه هم طالبان ادعا لري چې داعش یې ځپلي؛ خو نړۍواله ټولنه او د ملګري ملتونه په افغانستان کې د دغه تور بېرغې ډلې د نفوذ او بریدونو له ډېرېدو څخه ژورې اندېښنې لري.
تازه رویټرز خبري اژانس راپور خپور کړی، چې له عراق څخه ځیني بهرني جنګیالي تښتېدلي او په افغانستان، سوریې او پاکستان کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې مشر ۲۹ کلن ثناالله غفاري دغه ډله په یوې خطرناکې ډلې بدله کړې ده.

د اقتصادي چارو افغان پوهان په دې باور دي، چې د امریکا پراختیایي ادارې تړل کېدل به په دغه هېواد کې د فقر کچه لا ډېره لوړه کړي او د بې وزله افغانانو پر ژوند به خورا بدې اغېزې ولري.
کارپوهانو د ټرمپ ادراې له لوري د پراختیايي مرستو د بندېدو له کبله د بدو پایلو خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د افغانستان له ۴۰ مېلیونه خلکو څخه نیمايي برخه یې د ژوند لپاره پر نړۍوالو مرستو تکیه دي.
له هغې ورځې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوی پاتې شوی.
امریکا د نړۍوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو له لارې ۳.۷۱ میلیارد ډالره بشري مرستې افغانستان ته استولې دي. د دغو مرستو لویه برخه د امریکا پراختیایي ادارې USAID له لارې وېشل شوې ده.
د مرستو کمښت او ناورین ته لاره پرانېستل
د اسټرالیا ملي پوهنتون استاد امین صیقل باور لري، چې د امریکا د مرستو بندېدل او د نړۍوالو مرستو کمښت به ډېر ژر په افغانستان کې خپلې ناوړه اغېزې ښکاره کړي. د نجونو پټ ښوونځي، د افغانستان امریکایي پوهنتون او د قابله ګۍ (زېږنتون) مهم ښوونیز پروګرامونه بند شوي دي. امین صیقل ویلي، چې دغه مرستې د قحطۍ د مخنیوي لپاره هم مهمې وې.
طالبان له نړۍوالو مرستو ګټه اخلي
سره له دې چې ټولې نړۍوالې مرستې مستقیماً اړمنو خلکو ته نه رسېږي. طالبان د مرستو د وېش واک لري او یوه برخه یې د خپلو مالي سرچینو د پیاوړتیا لپاره کاروي.
راپورونه ښيي، چې طالبان په غیرمستقیم ډول هره اونۍ له نړۍوالو مرستو څخه ۴۰ مېلیونه ډالر ترلاسه کوي.
د پوهنتون استاد امین صیقل زیاتوي، سربېره پر دې د ۷ میلیارد ډالرو وسلې چې امریکایانو په افغانستان کې پرېښې دي، طالبانو ته دا فرصت برابر کړی چې خپل واک نور هم پیاوړی کړي، پرته له دې چې کورنی یا نړۍوال مشروعیت ولري.
ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا باید طالبانو ته د هر ډول مرستو د ورکولو مخه ونیسي.
هغه د بایډن د ادارې له افغانستان د بې پلانه وتلو سره سخت مخالفت لري او غوښتنه یې کړې، چې نه یوازې مرستې ودروي؛ بلکې له طالبانو پاتې وسلې بېرته واخلي او بګرام هوايي ډګر چې نوموړی یې د چین تر نفوذ لاندې بولي بېرته ونیسي.
د مرستو بندېدو انساني ناورین نه شي توجیه کېدای
د چارو کارپوهان وايي، که څه هم طالبان باید کمزوري شي؛ خو د امریکا پراختیايي ادارې USAID د مرستو بندېدو افغانستان له سخت ناورین سره مخ کړی دی. اقتصاد خراب شوی، فابریکې تړل شوې او د کار موندلو فرصتونه کم شوي دي. ښوونځي بند شوي یا یې بڼه پر مذهبي مدرسو اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د پراختیا ادارې (UNDP) وايي، د افغانستان اقتصاد په تېرو درېیو کلونو کې ۲۷٪ راغورځېدلی دی، بېکاري زیاته شوې او ځینې کورنۍ اړې شوې چې خپل ماشومان وپلوري.
راپورونه ښيي، له ټولو ډېر افغان ښځې او نجونې د دې ناورین قربانیانې دي. دوی له تعلیم، کار او په ټولنه کې د ګډون له حقونو بې برخې شوې، ان تر دې چې په عامه ځایونو کې د خبرو کولو اجازه هم نه لري.
د هالیوډ مشهوره اداکاره مېرېل سټریپ وايي: «په افغانستان کې یو پیشو تر یوې ښځې ډېره ازادي لري».
د طالبانو د دغو بندیزونو او ظلمونو له امله ډېری ښځې له ژور خپګان سره مخ شوې دي او د ځان وژنې پېښې هم زیاتې شوي دي.
حل لارې شته؟
د امریکا د مرستو کمښت به افغانستان ته پراخ زیان ورسوي.
د استرالیا ملي پوهنتون استاد امین صیقل په یوې مقاله کې لیکلي، که د ټرمپ اداره غواړي طالبان کمزوري کړي؛ نو باید دوه کارونه وکړي.
هغه وايي: «لومړی باید بشري مرستو دوام وکړي او داسې لارې چارې ورته وموندل شي، چې طالبان ترې ګټه وانخلي».
هغه همدا راز زیاته کړې، چې د طالبانو د منزوي کولو لپاره باید نړۍوال بندیزونه په سخته توګه عملي شي.
د امریکا د مرستو کمېدو د افغانیو ارزښت کم کړی و طالبانو د ډالرو پر لوړېدو سخت محدودیتونه لګولي دي.
ځیني شنونکي وايي، که اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي؛ طالبان به د حکومت کولو توان لا نور پسې له لاسه ورکړي.
د نړۍوالو مرستو کمښت افغانستان یو ځل بیا له یوه ستر ناورین سره مخ کړی.
کارپوهان ټینګار کوي، چې نړۍواله ټولنه باید داسې لارې پیدا کړي؛ څو د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي، پرته له دې چې طالبان ترې ګټه واخلي.

د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۷ طالبان وژلي او ۱۲ نور ټپیان کړي دي.
یادې جبهې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دوی جنګیالیو دغه بریدونه په کابل، تخار، بغلان، فراه او بادغیس ولایتونو کې پر طالبانو کړي دي.
دغه جبهه ادعا کوي، چې جنګیالیو یې د کاپيسا ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.
همدا ډول یادې جبهې په کندوز ولایت کې هم پر طالبانو دوه بریدونه کړي.
د دوی په خبره لومړی برید یې په کندز ښار کې د طالبانو په ګزمې کړی، چې دوه طالبان په کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي او دویم برید یې تېره شپه ددغه ولایت په اوومه امنیتي حوزه کې کړی، چې درې طالبان په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د مقاومت جبهې د اېکس ټولنیزې پاڼې په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې د یادې ډلې جنګیالیو د پلازمېنې کابل په بېلابېلو سیمو کې یې هم په طالبانو درې بېلابېل بریدونه کړي.
دوی زیاتوي، یو برید چې د کابل په میربچه کوټ کې د طالبانو په موټر شوی، په کې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د دوی په وینا، په بل برید کې چې تېره شپه ناوخته د کابل ښار په ۱۲ حوزه کې د طالبانو په موټر شوی، په کې سپاره ټول پنځه طالبان وژل شوي او موټر یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
دغې جبهې ادعا کړې، چې د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د درېیم برید په ترڅ کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د مقاومت جبهه د ادعا له مخې، په دغه ټولو بریدونو کې د دوی جنګیالیو او عامو خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
د مقاومت جبهې د دغه ادعا په اړه طالبانو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
یاده دې وي، چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې د مقاومت او ازادي جبهې تورنې کړې، چې په خپلو بریدونو کې یې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې خو مقاومت جبهې دغه بریدونه په کلکه رد کړي دي.
